شنبه, ۰۲ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې مسلمانانو! خپلې کورنۍ د خلافت په تاسیس او له الله سبحانه وتعالی سره د ژمنو په پوره کولو، د دوزخ له اوره وژغورئ
بسم الله الرحمن الرحيم
اې مسلمانانو! خپلې کورنۍ د خلافت په تاسیس او له الله سبحانه وتعالی سره د ژمنو په پوره کولو، د دوزخ له اوره وژغورئ

 

{يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًۭا وَقُودُهَا ٱلنَّاسُ وَٱلْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَـٰٓئِكَةٌ غِلَاظٌۭ شِدَادٌۭ لَّا يَعْصُونَ ٱللَّهَ مَآ أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ} [التحریم:6]

ژباړه: اې مومنانو! خپل ځانونه، اولاد او کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ، چې د سون توکي به یې انسانان او تیږې وي؛ پر هغه به غوسه‌ناکې او سخت زړې پرښتې څارونکي وي، چې هېڅکله به د الله له حکم څخه سرغړونه نه کوي او هر امر چې ورته کېږي ترسره کوي یې.

الله سبحانه وتعالی خپلو بندګانو ته امر کوي، چې ټول اوامر تر سره او له نواهیو څخه ډډه کړئ او په دې سره خپله کورنۍ د دوزخ له اوره وژغورئ. موږ د مومنانو په توګه له الله سبحانه وتعالی سره ژمنه کړې، چې په صراط المستقیم به ځو او خپلې کورنۍ به د الهی اوامرو پر بنسټ تربیه کوو. له بده مرغه، په 1924 م، کې د خلافت له ړنګېدو او د سپټمبر له 11 مې پېښې څخه وروسته پر مسلمانانو د خپلو اوامرو عملي کولو او نواهیو څخه ډډه کول ستونزمن شوي دي. 

د سپټمبر له ۱۱مې وروسته امریکا او لویدیځ د «ترورېزم پر وړاندې جګړه» اعلان کړه، چې دوی ته یې فرصت ورکړ د «ترورېزم ضد» قوانین د امنیت پر اساس وضع کړي.

هغوی له رسنیو او هالیوډ څخه د داسې پروپاګند په خپرولو کې کار واخیست چې ګواکې، مسلمانان د لویدیځ له آزادۍ څخه کرکه لري، ذاتآ تندلاري دي او د پټو بریدونو چمتووالی نیسي. پروپاګند ډېر شو، ترڅو یوه ډله خلک قانع کړي چې د اسلام پخواني اصول، لکه، جهاد، د واده بنسټ، د میراث قوانین، د محرم لخوا د ښځو سرپرستي او نور، شاته‌تګ او ظلم وګڼي.

هغوی سمدستي په دې پېل وکړ چې، حجاب اغوستونکې ښځې د لوېدیځ فمنستي ارزښتونو ته اړتیا لري، چې د اسلام له منګولو څخه یې وژغوري، استغفرالله! فیمینزم پر مسلمانانو هم ویجاړونکی اثر کړی، ښځې او نارینه د دې پر ځای چې یوځای د الله د رضا لپاره کار وکړي، د ژوند په ټولو برخو کې سیالي کوي.  هغوی مور (د کور زړه) له کور څخه ایستلې او په کار یې ګمارلې، نه د دې لپاره چې هغې ته درناوی او مساوات ورکړي، بلکې له هغې څخه د شتمنو د شتمنۍ ډېرولو لپاره د تولیدونکي او مصرفونکي په توگه ‌ګټه اخلي.

د شرق او غرب پر مسلمانانو د کپیټلېزم او سیکولرېزم تحمیل تپلو، موږ مادیات پالنې او فردپالنې ته هڅولي یو. زموږ تمرکز له اخرت څخه دنیوي څیزونو لکه، نوې تلیفونونه، تېز رفتاره موټرونه، لوی کورونه، ډېر مصرف لرونکې رخصتۍ او موډلې جامو ته واوښت.

کله چې یو څوک د دې ټولو وس و نه لري، د بانکونو اغوا‌ کونکي پورونه او کرېډټ کارتونه شتون لري، چې غوښتنه يې پوره کړي.

زموږ د ژوند په سبک دوامداره یرغلونه او پر مسلمانانو د اسلام ضد آرمانونو تپل، په ځانګړې توګه د لویدیځ اوسیدونکي د دې لامل شوي چې زموږ د دین په اړه دفاعي او د بښنې حالت غوره کړي. د دې لپاره چې سوچه امریکايی او انګلیسی ښکاره شو، په ناپامۍ مو د اسلام ضد کلمات خپلې ژبې ته داخل کړل، چې  لوېدیځو هېوادونو، په اسلامي خاورو کې د هغوی لاسپوڅو او رسنیو له لارې پر موږ تپلي وو. موږ نور د الله رضا نه غوښتله، بلکې د کفر رضا مو غوښتله. د هغو د ژوند سبک پر مسلمانانو ناوړه اغېزې وکړې، په ځانګړې توګه پر ځوانانو، چې د هویت او ژوند د لیدلوري په اړه ګډوډ دي.

څنګه خپلې کورنۍ د دوزخ له اوره وژغورو، په داسې حال کې چې په کومه ټولنه کې چې ژوند کوو دا احساس راکوي چې موږ رادیکال مسلمانان یوو، خو که موږ بهرني سیکولر ارزښتونه ومنو لکه، LGBTQ+، زنا، فیمینزم، د انتخاب آزادي او نور، بیا نو په یوه مېز کې له هغوی سره کېناستلی شو؟ بلآخره دا ټول د دې لامل کیږي چې مسلمان خپل هویت له لاسه ورکړي او  له اسلامه پرته له څو مذهبي کارونو نور هېڅ ونه مني هغه اسلام چې قوانین یې د ټول بشر لپاره رحمت دي.

د دې لپاره باید خپله ژمنه له الله سره پوره کړو چې زموږ کورنۍ د دوزخ له اوره وژغوري، د خلافت تاسیس لپاره کار وکړو ترڅو د مسلمانانو لپاره د اسلامي قانون تر چتر لاندې اسلامي ټولنه رامنځته کړي.

د دې ترڅنګ چې د الله سره به مو خپله ژمنه پوره کړې وي، د الله قانون به مو هم نافذ کړی وي، عدالت به مو راوستلی وي، له مظلومانو به مو دفاع کړې وي او په دې دنیا کې به مو خپل دین ساتلی وي. په دې هیله چې په آخرت کې د جنت لوړ مقام ته ورسیږو.

ابو هریره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«إنَّما الإمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِن ورَائِهِ ويُتَّقَى به»(مسلم)

ژباړه: امام ډال دی؛ چې خلک د هغه ترشا جګړه کوي او پر هغه ځان ساتي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

سارا محمد – امریکا

Last modified onیکشنبه, 12 جون 2022

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې