پنجشنبه, ۲۴ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

کشمیر د هند داخلي مسله نه، بلکې د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده د خلافت د بیا تاسیس لپاره له زموږ سره یو ځای شئ، څو کشمير د ګډ هند له ښکېلاک څخه وژغورو

حزب التحریر-ولایه بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ په ۲۳مه د جمعې له لمانځه وروسته په ډاکې او چیتاګنګ ښارونو کې د حسینې رژیم د هغې ادعا خلاف لاریونونو ته راووتل، چې کشمیر یې د هند داخلي مسله بلله. رژیم خلک نه پرېږدي، چې د کشمیر په پلوۍ لاریونونه وکړي. د لاریون کوونکو ویناوال د کشمیر د مسلمانانو بېوزلي او غم بیانوي. مسلمانو خاینو سیاستوالو چې د هند مشرک دولت او غربي ښکېلاک لاسپوڅي دي، د هندي دولت پر دغو کړنو یې ځانونه کاڼه اچولي دي. هند د یوې امپریاليستۍ طرحې د پلي کولو هڅه کوي، چې په دې سره ټول کشمير تر خپل ښکېلاک لاندې راولي او غواړي په دغې نیمه وچه کې بل فلسطین جوړ کړي. د کشمیر د ازادۍ په اړه د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مې مادې په لغوه کولو سره، قصاب مودي کشمیر د مرګ پر دره بدل کړی دی. د هند حکومت د لویو نظامي ځواکونو پر مېشت کولو سره د کشمیر مسلمانان تر سختو شکنجو لاندې راوستي؛ پر دوی یې د تګ راتګ پر بندیز لګولو سربېره د ټلیفون او انټرنېټ مزي هم پرې کړي دي.

ظالم هندي ځواکونه پر کورونو یرغل کوي او په ډله ییزه توګه خلک نیسي. پر راټولو شوو خلکو ډزې کوي او ټپي شوي کسان حتا د نیولو له وېرې روغتونونو ته نشي تللی. بل خوا د حسینې لاسپوڅی رژیم د دې پر ځای چې زموږ ځواکونه د مسلمانانو په ملاتړ کشمیر ته واستوي، د کشمیر پر مسلمانانو ملنډې وهي او په بنګله دېش کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر مېلمه پالنه کوي. د حسینې رژيم په دې خبره مسلمانان تېرباسي، چې «کشمير د هند داخلي مسله ده» او هڅه کوي چې په دې توګه خپل ګډ امپریاليسټ کافر چارواکي خوشاله کړي.

پر دې سربېره دوی د بنګله دېش خلک وېرولي، څو د کشمير د مسلمانانو لپاره د هند پر وړاندې خپله غوسه ونه ښيي او لارو او کوڅو ته له راوتلو څخه ډډه وکړي. دغه لاسپوڅی رژیم په ډېرې سپين سترګۍ د الله سبحانه وتعالی له امر څخه سرغړونه کوي:

﴿...وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ...﴾

[الانفال ۸:۷۲]

ژباړه: ...که هغوی له تاسو څخه د دین په اړه مرسته وغواړي، نو له هغوی سره مرسته کول پر تاسو فرض دي....

همدا راز د لاریون کوونکو ویناوال وایي: اې مسلمانانو! د کشمير خلک د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او کشمير د هند داخلي مسله نه ده. رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

(صحیح المسلم)

ژباړه: مومنان په غم، درد، زړه سوي او خواخوږۍ کې سره شریک دي او د یوه بدن په څېر دي. کله چې د بدن یو غړی په درد شي، نو ټول بدن ورسره ناارامه او بې خوبه وي.

 د کشمير، فلسطین، میانمار او د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو درد د ټول امت درد دی. د ایمان له مخې دا زموږ دنده ده، چې د کشمیر پر مسلمانانو سربېره د نړۍ د ټولو مسلمانانو ستونزو ته حللاره ولټوو.

د کشمير د دغه ناوړه برخلیک اساسي علت په امت کې د رښتینې او پاکې مشرۍ (خلافت) نشتون دی. کشمير تل د هند تر ښکېلاک لاندې و او اوس د ۳۷۰مې مادې په لغوه کولو سره باید بې دفاع پاتې نشي. په داسې حال کې چې د کشمیر راپرځېدل هغه مهال پیل شول، چې امپریالېسټ دښمنانو زموږ د واکمنو په مرسته د ۱۹۲۴م هـ.ق کال د مارچ پر ۳مه اسلامي خلافت رانسکور کړ. موږ یې تر ۵۰ په ډېرو ملي دولتونو ووېشلو او دې ته یې اړ کړلو چې د دوی لاسپوڅي د واکمنو په توګه ومنو او بشري نظام ته غاړه کېږدو. موږ د دښمن پر وړاندې ناتوانه او بې ډاله شوو. وروسته دوی زموږ خاورې د وحشي ځناور په څېر ونیولې. د دوی تیري او یرغل په نړۍ کې د کشمير په ګډون ټولې اسلامي خاورې لاندې کړې.  

ویناوالو همدا راز وویل: اې مسلمانانو! ملګري ملتونه او OCI له امپریالیسټي وسایلو پرته هېڅ نه دي. دوی زموږ ستونزې نشي حلولی. یوازې نژدې راتلونکی راشده خلافت کشمیر او ټولو هغو سیمو ته خپل نظامي ځواکونه استولی شي، چې مسلمانان تر ظلم لاندې دي. ثوبان روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام»

(احمد او النسا)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی زما د امت دوې ډلې د دوزخ له اور څخه ژغورلې دي: یوه هغه ډله چې هند ونیسي او بله هغه ډله چې له عیسی ابن مریم سره وي.

په پای کې ویناوالو پر خلکو غږ وکړ، چې د حزب التحریر هغې غوښتنې ته هرکلی ووایاست، چې له تاسو څخه د خلافت په تاسیس کې مرسته غواړي، څو کشمیر له ګډ هند څخه د تل لپاره ازاد شي. موږ به له دغه لاسپوڅي او ډران رژيم څخه څه تمه ولرو، چې په خپلو خاورو کې پر مسلمانانو ظلم کوي او د ګډ هند د سیمه ییز واک د ټینګښت لپاره له خپلو امپریالېستي واکمنانو سره اوږه پر اوږه کار کوي؟ همدا یې ښه وخت دی، چې د حسینې رژیم له منځه یوسو، ځکه د ګډ هند لاسپوڅی رژیم دی او په بدل کې یې د مسلمانانو ډال (پیاوړی خلافت) بېرته راوګرځوو؛ هغه خلافت چې د کشمير، فلسطین او راخین په شومول په نړۍ کې ټول مظلوم مسلمانان ازادولی شي.

رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَإِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

(صحیح المسلم) 

ژباړه: اما (خلیفه) هغه ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او ځان ورباندې ساتل کېږي.

د حزب التحریر-ولایه بنګله دېش مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه

۱۴۴۰هـ.ق، کال د ذوالحجې ۲۲مه

۲۰۱۹م، کال د اګېسټ ۲۳مه 

د مطلب ادامه...

د هند لخوا د کشمير ځانګړي دریځ د لغوه کېدو ترشا څه دي؟

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

سپينې ماڼۍ په يوه وينا پاڼه کې ويلي: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل: هند او پاکستان باید د «دوه اړخيزو خبرو اترو» له لارې په جمو او کشمير کې شخړې را کمې کړي. (رويټرز، ۲۰۱۹/۸/۱۷) پای. د هند لومړي وزير نريندرا مودي په داسې حال کې په رسمي توګه کشمير له هند سره یو ځای کړ، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ  د کشمير مسله لانجمنه ونه ګڼله. د هند لومړي وزير مودي د هند د خپلواکۍ د ورځې یعنې ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۱۵مه په يوه وينا پاڼه کې وويل: «حکومت یې هغه څه ترلاسه کړل، چې تېر حکومتونه يې په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي وو.» (شرق الاوسط، ۱۶/۸/۲۰۱۹)!

پوښتنه دا ده: په داسې حال کې چې هند په رسمي توګه کشمير له ځان سره يوځای کړ، نو خبرو اترو ته څه اړتیا ده؟ دا چې پاکستان پوځي وړتيا لري، نو ولې د جهاد له لارې د کشمير د ازادولو لپاره اقدام نه کوي؟ او ايا امريکا په دې برخه کې څه رول لري؟ الله سبحانه وتعالی دې لوی اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورتنۍ پوښتنې ځواب شي، لاندې ټکي څېړو:

۱-د نړۍ د ټولو سيمو په پرتله د امريکايي سیاستوالو لپاره اوراسیا سيمه تر ټولو مهمه ده او امريکا هڅه کوي چې په ياده سيمه کې يې پر وړاندې بل سيال سر راپورته نه کړي. په دې سيمه کې د امريکا پر وړاندې څلور بالقوه سيالان شته: روسيه، چين، جرمني او خلافت، خو د امريکا پر وړاندې بالفعل سيال چين دی. امريکايي ستراتيژي جوړوونکي د امريکا د ګټو پر وړاندې د شوروي اتحاد تر پرځېدو وروسته چين ته د لوی ګواښ په سترګه ګوري. امريکايي ستراتيژيستانو په عملي ډګر کې د چين سمندري ځواک د کمزوري کولو لپاره له اسيا پسفيک هېوادونو څخه ګټه اخلي.

دوی په اوراسیا کې د هند لويه وچه د چين ستر ځواک ټوکېدو پر ضد کارولې ده... او امريکا په اسيا پسفيک سيمه کې له يو شمېر هېوادونو لکه: تايوان، تايلنډ، ويټنام، فلپين، جاپان، اندونيزيا او استراليا سره ګڼ ايتلافونه کړي او په دې سيمه کې یې خپلې وړتياوې پياوړې کړې دي. په هند کې په ۱۹۹۰م کال د اتل بهاري واجفای تر راتګ پورې په دغې لويه وچه کې هېڅ لوی ايتلاف نه و. کله چې په ۲۰۰۰م کال ولسمشر کلېنټن له هند څخه لیدنه وکړه، نو هغه مهال له هند څخه پوره ګټه اخیستنه پیل شوه. په لنډه توګه ويلی شو، چې د بوش ادارې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر له ۱۱مې پيښې څخه وروسته هند ته ځانګړی پام واړاوه. امريکا د خپلو پروګرامونو له لارې ګڼ شمېر اقدامات وکړل. د هند او چين ترمنځ یې پوځي ستونزې رامنځ ته کړې، چې له ډلې یې له هند سره د امريکا هستوي هوکړه یادولی شو.

۲- امريکا پوه شوه، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر لانجه د چين پر ضد روانه مبارزه کمزورې کوي ... نو پر یادو لانجو د بريالي کېدو لپاره یې د هند او پاکستان د اړيکو د عادي کولو په موخه ځينې ګامونه پورته کړل. د دغه کار موخه دا وه، چې د هند او پاکستان ځواکونه د کشمير پر سر د نښتې پر ځای له امريکا سره د چين پر خلاف مرسته وکړي. امريکا په دې باورې وه، چې له هند سره د کشمير یو ځای کول او پر پاکستان باندې فشار راوړل به د دواړو تر منځ د پوځي شخړو مخه ونیسي او خبرو اترو ته به لاره هواره کړي. په دې سره به یاده لانجه ختمه شي، لکه په فلسطين کې د عباس اداره او شاوخوا عربي هېوادونه، چې د يهودي دولت پر ضد نظامي اقدام نه کوي، هغه يهودی دولت چې فلسطين يې اشغال کړی او د ټول فلسطين د نيولو هيله لري! له همدې امله نريندرامودي له هند سره د جمو او کشمير د يوځای کېدو او د نقشې د بدلون (population’s demography) پلان پيل کړ، چې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۵مه یې د کشمیر اړوند د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې د لغوه کېدو پرېکړه وکړي. يادې مادې کشمير ته په زياته کچه کورواکي ورکړې وه.

کشمير د دغې مادې له مخې په اساسي قانون، بيراغ او ډېرو نورو برخو کې خپلواکې درلوده، پرته له بهرنيو اړيکو څخه چې په هغو کې دفاع او مخابرات شامل دي. د دغې مادې په لغوه کېدو سره د بيا تنظيمېدو لايحه جوړه شوه، چې له مخې يې اشغال شوی کشمير په دوو سيمو ووېشل شو: جمو- کشمير او لدهخ دواړې سيمې يې په نوي ډهلي کې له فدرالي حکومت سره وتړلې. د هند مشرانو جرګې يوه ورځ وروسته د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۶مه په ۱۲۵ موافقو او ۶۱ مخالفو رايو سره ياده لايحه تصويب کړه. د ۳۵ مې مادې لومړۍ فقره د هند د نورو سيمو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي، چې په کشمير کې ملکیتونه او ځمکې وپيري. دا فقره هم لغوه شوه او د نورو ايالاتونو اوسېدونکو هنديانو ته يې اجازه ورکړه، چې په کشمير کې ملکیتونه وپیري او د دولتي دندو لپاره غوښتنليکونه ورکړي. د کشمير ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي، نو ځکه دا يو کلتوري او ديموګرافيک بدلون دی... او هغه بدلون ته ورته دی، چې په پایله کې یې يهودي دولت فلسطين له ځان سره يوځای کړ او د هغه ديموګرافۍ ته يې بدلون ورکړ. هغه څه چې نتنياهو یې د امريکا په اشاره په فلسطين کې کوي، همدې ته ورته یې مودي په کشمير کې کوي. د هند لومړی وزير مودي د امريکا په اشاره او ملاتړ د اسرايلو د لومړي وزير تګلاره په کشمير کې کاپي کوي.

۳- کله چې هند اعلان وکړ، چې د کشمير ځانګړي دریځ به له منځه وړي؛ نو د پاکستان دريځ ډېر مايوسوونکی و، د شرم او رسوایۍ له امله یې له غندلو پرته نور هېڅ ونه کړل. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې وويل: پاکستان په کلکه د نوي ډهلي نننی، یعنې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ د ۵مې اعلان غندي او ردوي. د هندي حکومت هېڅ يو اړخيز اقدام د دغې لانجې په حل کې مرسته نه کوي، که څه هم چې ياده لانجه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پرېکړو کې بيان شوې، چې پاکستان به د دغه اقدام پر ضد له هرې ممکنې لارې کار واخلي. (فرانس پریس خبري اژانس، ۵/۸/۲۰۱۹). په مسکو کې د پاکستان سفير قاضي خليل الله وويل: «پاکستاني چارواکي د کشمير په تړاو سملاسي له ديپلوماتيکو، سياسي او حقوقي لارو څخه د هند د وروستي اقدام پر ضد کار اخلي او يوه ځانګړې کميټه جوړه شوې، چې حکومت ته په دې اړه سپارښتنې وړاندې کړي.»

بل خوا لکه څرنګه چې فلسطينۍ اداره او شاوخوا عرب هېوادونه د يهودي دولت لخوا د فلسطين سپېڅلې خاورې نيواک یوازې غندي او د سرغړونو په تړاو یې یوازې نیوکې کوي، پرته له دې چې خپل پوځونه د جګړې لپاره چمتو کړي. پاکستان ورته رول لوبوي، جګړې ته نه چمتو کېږي او يوازې په غندنو بسنه کوي! دوی سربېره پردې موضوع ملګرو ملتونو او امريکا ته وړاندې کړه، چې هغوی د مسلمانانو ښکاره دښمنان دي!

۴- د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۱۱مه پر خپل ټوېټر ولیکل: «د هند دغه اقدام لومړی دننه په هند کې مسلمانان ځوروي او وروسته بیا پاکستان په نښه کوي. دا يوه داسې هڅه ده، چې د توکم جاروکولو له لارې د کشمير په ديموګرافي کې بدلون راولي.» او ده له تش په نامه نړيوالې ټولنې څخه هيله وکړه، چې په دې لانجه کې منځګړيتوب وکړي او د ده په خبره نړيواله ټولنه صلاحيت لري، چې د هند مخه ونيسي! پاکستان دا هېره کړې، چې پوځي ځواک يې د هند مخه نيولی شي... دا هغه وخت په ثبوت ورسېده، چې هند د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۲۶مه اعلان وکړ، چې په يوه هوايي بريد کې یې ګڼ شمېر کشميريان په کشميري کمپونو کې وژلي دي. دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه، چې ځينې کشميري ډلو د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه اعلان وکړ، چې دوی پر هندي ځواکونو د برید په پایله کې ۴۱ سرتیري وژلي دي. پاکستان د هند تر برېد وروسته اعلان وکړ، چې دوې هندي جنګي الوتکې يې غورځولې، چې يو پيلوټ يې نيولی او دوه نور يې وژلي دي.

ياد ګام د پاکستان پوځي وړتيا په ګوته کوي، چې د هند مخه نيولی او ماتې ورکولی شي، خو پاکستانی رژيم هېڅ جدي اقدام نه کوي چې د هند مخه ونيسي. پاکستان د امريکا دستورونو ته غاړه ایښې ده او امريکا له پاکستان څخه غواړي، چې د دوو الوتکو تر غورځېدو وروسته شخړې را کمې کړي. په راپورونو کې راځي: «د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپو د جیش محمد ډلې پر کمپ له برید وروسته له خپلو هندي او پاکستاني سيالانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او پر دواړو خواوو يې ټينګار وکړ، چې له ارامۍ څخه کار واخلي او د شخړې او خطر له هر ډول ډېرېدونکي اقدام څخه لاس په سر شي.» هغه حتا د هند له دريځ څخه ملاتړ وکړ او زياته يې کړه: « هندي هوايي بريدونه د ترورېزم ضد وو او پر پاکستان يې ټينګار وکړ، چې په سيمه کې د تروريستي ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي.» (فرانس پريس، رويټرز، ۲۸/۲/۲۰۱۹). ياد بيان له هند سره د امريکا خواخوږي څرګندوي او د هند د هغو هڅو ملاتړ په ګوته کوي، چې هند يې په کشمير کې کوي. امريکا دې ته ورته د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې اسرایيل يې په فلسطين کې د مسلمانانو پرضد کوي، چې هغه د خپل هېواد دفاع او ازادول بولي....

سربېره پردې پاکستان د عباس ادارې او عربو رژيمونو په څېر امريکا ته په تمه دی، چې په موضوع کې د دوی لاسنيوی وکړي، که څه هم پوهېږي چې امريکا د هند پلوي کوي. په واشنګټن کې د پاکستان سفير مجيد خان د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۲۷مه وویل: «د امريکا د بهرنيو چارو وزات اعلاميه د هندي دريځ ملاتړ کوي او هنديان نور هم هڅوي» او زیاته یې کړه: «په دې برخه کې د رول لوبولو لپاره، هېڅ هېواد د امريکا په پرتله وړ نه دی.» (فرانس پريس، ۲۸/۲/۲۰۱۹). يعنې که څه هم ده ومنله، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه د هند دريځ پياوړی کوي، خو بیا هم باوري دی چې امريکا په دې برخه کې رول لوبولی شي! د امريکا ځانګړتيا دا ده، چې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا په وسیله دوی له خپل دريځ څخه پر شا کوي. دا هغه څه و چې پاکستاني رژيم وکړل او اعلان يې وکړ چې له هند سره نښته او تاوتريخوالی نه غواړي. د نوي ډهلي پر ضد به ملګرو ملتونو ته رسمي اعتراضليک وړاندې کړي، نور کم او زيات هیڅ نه کوي. رژيم ان اعلان وکړ، چې نيول شوی قاتل پيلوټ به هند ته سپاري او ویې سپاره. هندی پيلوټ يې د سولې د يوې نښې په توګه، لکه څرنګه چې ادعا يې کوله، هند ته وسپاره. کله چې هند کشمير له ځان سره يوځای کړ او له کشمير څخه یې کوراوکي واخيستله، نو پاکستان له ملګرو ملتونو امنيت شورا څخه د پټو دروازو تر شا د کشمير د حالت په تړاو د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه... په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودي د امنيت شورا پرېکړه وستايله، چې د کشمير په تړاو ځانګړې ناسته کوي. نوموړې زياته يې کړه، چې د کشمير لانجه به په نړيواله کچه مطرح کړي او حاضر دي، چې له هند سره ياده لانجه د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. (العربيه الجديد، ۱۶/۸/۲۰۱۹)

۵- د پاکستان له دغه دريځ څخه ښکاري، چې ياد رژيم د هند پر وړاندې هېڅ پوځي اقدام نه کوي او نه هم د هند مخه نيسي، چې د کشمير د ځانګړي دریځ اخيستلو پرېکړه لغوه کړي او نيواک یې پای ته ورسوي. ټرمپ د ۲۰۱۹م کال د جولای پر ۲۱مه له عمران خان څخه چې د پوځ مشر جاويد بجوا او د څارګرې ادارې مشر فايض حامد هم ورسره وو، وغوښتل، چې د امريکا لپاره په افغانستان کې رول ولوبوي. ټرمپ هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به له طالبانو سره په سياسي جوړجاړي کې منځګړيتوب وکړي، څو په افغانستان کې د امريکا ۱۸ کلنه جګړه پای ومومي. عمران خان سملاسي د ټرمپ دستور ومانه او ويې ويل: «زه به له طالبانو سره کېنم او هڅه به وکړم، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.» ټرمپ د پاکستان حکومت وستايه، چې امريکا ته يې ډېر خدمتونه کړي دي. نوموړي وويل: «د پاکستان استخباراتو امريکا ته د اسامه بن لادين د ځای په اړه معلومات برابر کړي و.» (رويټرز، ۲۲/۷/۲۰۱۹).

پاکستان د امريکا لپاره ګڼ چوپړونه کوي، په داسې حال کې چې امريکا د پاکستان په بيه د هند ملاتړ کوي! کله چې هند د کشمير کورواکي لغوه اعلان کړه، نو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وينا پاڼه خپره کړه، چې پکې راغلي وو: «موږ د هند او پاکستان تر منځ د کشمير او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو د نېغو خبرو اترو دوامدار ملاتړ کوو.» (رويټرز، ۷/۸/۲۰۱۹). امريکا د هند اقدام ونه غنده او نه يې له نړيوالو پرېکړو څخه سرغړونه وباله، خو د خبرو اترو يادونه يې وکړه، چې په دې کار سره يې عمران خان او د هغه رژيم مسخره کړ. دوی کومې خبرې اترې يادوي؟! په داسې حال کې چې هند په رسمي توګه کشمير له ځان سره يوځای کړ. له دې څخه ښکاري چې امريکا د ياد اقدام ملاتړې وه او له وړاندې یې په دې تړاو معلومات درلودل، ځکه هند له امريکا سره تر مشورې او د هغې له لوري د شين څراغ له ورکولو پرته په داسې يو اقدام لاس نشوی پورې کولی.

۶- موږ په خپل کتاب «سياسي موضوعات–اشغال شوي اسلامي هېوادونه» کې چې د ۲۰۰۴م کال د مې په ۲مه خپور شو، د کشمير په تړاو داسې ويلي و: «له همدې امله امريکا له هند او پاکستان سره يوځای تر خپل اغېز لاندې غواړي، چې دوی دواړه د کشمير په تړاو يو پوهاوی ولري. هغې د دې لانجې د حل په تړاو خپل لومړنی دريځ بدل کړی، لومړی يې غوښتل چې دغه موضوع په نړيواله کچه راپورته کړي، خو اوس له دواړو ښکېلو غاړو غواړي چې په دوه اړخيزه توګه ياده لانجه حل کړي. د امريکا اوسنۍ حللاره د کشمير پر دوو برخو وېشل دي، چې ازاد کشمير به په پاکستان پورې تړي او هغه کشمير چې د هند په ولکه کې دی د هند خاوره بولي.» اوس چې څه روان دي، موږ په خپل کتاب کې همغه څو کاله مخکې کې ويلي و. هند واقعيت ته په کتو اقدام وکړ او اشغال شوی کشمير يې له خپلې خاورې سره يوځای کړ.

۷- چين د هند دغه اقدام چې ۳۷۰ مه ماده وغنده، چې د «بيا تنظيم لايحې» تر نامه لاندې یې لغوه کوي. په دې سره اشغال شوی کشمير پر دوو سيمو وېشي: جمو-کشمير، او لدهخ او دغه دوې سيمې په ډهلي کې له فدرالي حکومت سره يوځای کوي. په ځانګړې توګه لدهخ چې د کشمير برخه ده او په تبت کې چين ته څېرمه پرته ده. هند له چين سره تر مشورې پرته ياد قانون تصويب کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده هوا شينګ وايي: په دې وروستيو کې هند په يو اړخيزه توګه خپل کورني قانون ته په بدلون سره د چين عرضي تماميت ته زيان رسوي... داسې کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي او عملي اړخ هم نشي خپلولی. د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي غبرګون له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نوي ډهلي تېره دوشنبه د هند او چين په لوېديځې پولې اړوند د لدهخ سیمه تر خپلې ولکې لاندې اعلان کړه. هوا شينګ ټينګار وکړ، چې چين تل له هند سره ځکه مخالف دی، چې په لوېديځه پوله کې د چين خاوره د هند د اداري ايالت تر نامه لاندې په ځان پورې تړي. (د چين د بهرنيو چارو وزارت ويناپاڼه، ۸/۸/۲۰۱۹).

۸- له پورته بيان شويو موضوعاتو څخه په لنډه توګه لاندې ټکي اخلو:

الف: د امريکا شين څراغ  او ملاتړ مودي ته دا واک ورکړ، چې۳۷۰مه ماده لغوه او د کشمير د یو ځای کېدو پروسه ترسره کړي. هند لا هم پر دغې پروسه کار وکړي، ترڅو مسلمانان کشمير هېر او د هند او پاکستان ترمنځ ستونزه حل شي. دې ته په کتو سره، چې دواړه هيوادونه په اوسني وخت کې له امريکايي تګلارې سره سمې خپلې کړنې سرته رسوي. امريکا او هند دواړو هېر شوي يا غواړي هېر يې شي، چې کشمير د پاکستاني او نورو سيمو د مسلمانانو لکه، نور اشغال شوې اسلامي خاورې، د دوی هستي ده....

ب: له هند سره د کشمير د یوځای کېدو په تړاو د پاکستاني رژيم ملاتړ او چوپه خوله پاتې کېدل په دې مانا نه دي، چې د پاکستان او نورو سيمو مسلمانانو او د دوی پوځونه به چوپه خوله پاتې شي. د دغه پوځ هوايي بريد د هند ياد دی او د هندي دوو الوتکو غورځېدل هم د هند په دماغ کې لا تازه دي. پاکستانی پوځ چمتو دی چې د کشمير ازادولو په موخه پر هند بريد وکړي، خو د عمران رژيم يې مخنيوی کوي. ياد رژيم يوازې د دفاع اجازه ورکوي او محدوديتونه هم پرې لګوي! که پوځ د جګړې لپاره چمتو شي څه به وشي؟ دښمن به په خپلو لاسونو ځان د تباهۍ کندې ته وغورځوي!

ج: چين د هند اقدام وغنده او د بهرنيو چارو وزارت یې يوه ويناپاڼه خپره کړه: «د هند پرېکړه يو اړخيزه ده، د چين عرضي تماميت ګواښي او له نړيوالو هوکړو سرغړونه ده. بيجينګ به د هند يو اړخيزه پرېکړه ونه مني، چې د کشمير حقوقي حالت ته بدلون ورکوي.»  (انادولو، ۶/۸/۲۰۱۹). چين پوهېږي چې دا کار په سيمه کې هند غښتلی کوي، هند ته له چین سره د سیالۍ توان ورکوي او د چين په څېر به يو سيمه ييز ځواک شي. د امريکا موخه هم په سيمه کې د چين د سيمه ييز ځواک ننګول دي. په ځانګړې توګه په کشمير کې د لدهخ برخه، چې چين ته څېرمه په تبت سیمه کې پرته ده او نفوس یې کابو ۲۷۰۰۰۰ تنه دی. له چين سره له سلا مشورې پرته د کشمير او د چين–هند پر لوېديځه پوله د لدهخ سيمې په اړه پرېکړه، د چين سخته غوسه وپاروله. که چين له هوښيارۍ کار واخلي او د لدهخ سيمه په خپله ولکه کې واخلي، دا به امريکايي تګلاره له ماتې سره مخ کړي. د دې پرځای چې د لدهخ سيمه د چين پر ضد د امريکايي ځواکونو په لومړۍ جبهه بدله شي، ښايي د دغو ځواکونو لپاره به په يوه داسې ګړنګ بدله شي، چې بيا به يي د راپورته کېدو هيلې خاورې شوې وي!

۹- په پای کې زموږ د بدمرغۍ سرچينه په اسلامي هېوادونو کې اوسني واکمنان دي. موږ خپل وياړ او پرتم ته د ګرځېدو لپاره  کافي ځواک لرو، ان زيات هم دی؛ ترڅو دښمن ته یو مرګونی ګوزار ورکړو! خو اوسني واکمنان چې له الله سبحانه وتعالی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره يې خيانت کړی او خپلو بادارانو-کافرو ښکېلاکګرو ته پر ګونډو دي، همدوی پوځونو ته د اشغال شوو سیمو د ازادولو اجازه نه ورکوي. دغه واکمنان د ملګرو ملتونو او امنيت شورا په دروازو کې په ډېره سپکه او ذلیله توګه د څو ګولو ډوډۍ سوال کوي. دا هغه څه دي چې دوی ورته په تمه دي. خو پر دې ټولو ناخوالو او غمېزو سربېره بیا هم د مسلمانانو اشغال شوې خاورې له فلسطين څخه تر کشمير، برما، ختيځ ترکستان، قفقاز، چيچنيا او شاوخوا سيمې، کريميا او ټولو هغو سیمو پورې چې موذن پکې اذان کوي او د اسلام دښمنانو نیولې وي، د الله سبحانه وتعالی په زور سره به په اسلام کې داخلېږي او اسلامي بيرغ به پرې رپيږي. دوی به د ساتونکی امام، رښتني خليفه په دستور او د مجاهدينو د اسلامي پوځ پر مټ بېرته له اسلام سره يوځای کېږي....

هر هغه څوک چې غواړي په دې دنيا کې وياړ ترلاسه او په اخرت کې د جنت فردوس لوړه درجه خپله کړي، نو بايد لستوڼي بډ وهي او له دعوتګرانو سره يوځای د خلافت د تاسيس لپاره هلې ځلې وکړي او په دې لاره کې په اخلاص او صداقت سره خپل ځان او مال قرباني ورکړي.

﴿إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ﴾

 [الصافات:۶۰-۶۱]

ژباړه: له شک پرته همدا ډېر لوى برى دى او د همدغه بریالیتوب لپاره باید عمل كوونكي عمل وكړي.

ژباړن: صديق احمدزی

 

د مطلب ادامه...

کشمير: ۱۵۰ کلن ظلم او وحشت

  • خپور شوی په سیاسي

د هند ولسمشر رام نات کويند د ۲۰۱۹ کال د اګېسټ پر ۵ مه د کشمير مسلمانان له يو بل ټکان سره مخ کړل. د ولسمشرۍ فرمان په دوو برخو کې رسوا شو: لومړی دا چې د اساسي قانون ۳۷۰ ماده سربېره پر دې چې حذف شوې نه ده، پلې کېدای نشي. د فرمان دویمه برخه د جمو او کشمير (J&K) د ۲۰۱۹م کال د بېرته تنظيم د قانوني لایحې منل دي، چې له مخې يې جمو او کشمير(J&K) له یو متحد ايالت څخه د فدرالي حکومت تر ولکې لاندې پر دوو سيمه ييزو ټوټو ويشل کېږي. د ولسمشرۍ د فرمان له صادرېدو څخه مخکې وسله وال ځواکونه چمتو وو؛ د کشمير ډېری سياسي مشران په کورونو کې نظر بند وو، هر ډول مخابراتي شبکې پرې وې او د خلکو پر ګرځېدو محدودیتونه لګېدلي وو. لنډه دا چې له کشمير څخه يو پرانيستی زندان جوړ شوی و. دا نقشه د هند د کورنيو چارو اوسني وزير او د دغه هېواد د ملتپال ګوند (BJP) مشر اميت شاه ترسيم کړې وه. د هند د اساسي قانون ۳۷۰مې مادې ۶۵ کاله وړاندې د هند د خپلواکۍ راهیسې یعنې په ۱۹۴۷م کال جمو او کشمير ته ځانګړي امتيازات ورکړي وو، چې د هند د ملتپال ګوند (BJP) له ټاکنيزو شعارونو څخه یو هم د يادې مادې لغوه کول و.

د کشمير مساحت ۲۱۷۹۳۵ کيلو متره مربع دی، چې له پاکستان، هند، چين او افغانستان سره ګډې پولې لري. کشمير يوه اسلامي خاوره ده، چې د لومړۍ هجري پېړۍ په پای کې مسلمانانو فتحه کړه. وروسته بیا مسلمان جنرال محمد بن قاسم د سند او هند سيمې د ۹۴ هـ.ق (۷۱۲ م) کال په پيل کې فتحه کړې. اسلام د اسیا په لویه وچه کې د عباسي خليفه المعتصم د خلافت پر مهال یعنې ۲۱۸-۲۲۵ هـ.ق (۸۳۳-۸۳۹ م) کلونو کې خپور شو. په ټوله کې اسلام د اسيا لويه وچه کې چې اوسمهال د هند، پاکستان، کشمير او بنګله دېش په نومونو يادېږي، د لسو پېړيو په موده کې عباسي خليفه ګانو یو پر بل پسې خپور کړ. د جمو او کشمير ۶۷ سلنه اوسېدونکي مسلمانان دي، په داسې حال کې چې یوازې د کشمیر په دره کې بیا د مسلمانانو شمېر له ۹۵سلنې څخه اوړي.

د اسيا په لويه وچه کې د بریتانيې ښکېلاک د ۱۸م پيړۍ په وروستيو کې پيل شو. دوی لومړی د بریتانوي سوداګرو او بیا وروسته د ځينو مسلمانانو، هندوانو، سيکانو، بودايانو او نورو ياغيانو په ملاتړ واک ترلاسه کړ او خپل ښکېلاک ته يې دوام ورکړ. بریتانوی شهزاده په ۱۸۵۸م کال کې تر څلورو لسیزو جګړو وروسته پر اسيا لويه وچه په بشپړ ډول واکمن شو. بريتانيې به ځینې وخت د اسيا لويې وچې هغه سيمې چې ۵۵ سلنه مسلمانان پکې مېشت وو، په مستقيم ډول اداره کولې او ځینې وخت به یې د ۵۶۵ داخلي والیانو لخوا اداره کولې. دوی د کشمیر خپلواکه سیمه، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان وو، یوه هندو شهزاده ته یې تر ۱۰۰ کلونو پورې اجاره ورکړه. په کشمير کې وحشت له همغه وخت څخه پيل شو، چې کابو ۱۵ لسيزې يې دوام وکړ. د دغو وحشتونو په پايله کې د هغې سيمې مسلمانان له بوږنوونکو پېښو سره مخ شول او دا ټولې قربانۍ یوازې د دې لپاره وې، چې واک او ځواک یوازې په کشمير کې متمرکز پاتې شي. د کشمير خلک په دې مشهور وو، چې د يادو وحشتونو پر وړاندې یې کلک هوډ درلود. د کشمير ۲۲ تنه مسلمانان د ۱۹۳۱م کال د جولای پر ۱۳مه په يوه کمسارې پېښه کې یو پر بل پسې شهیدان شول، څو د ماسپښين اذان بشپړ کړي. د دوی دغه کار د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د موته غزا په څېر و. دا لاريون هغه مهال پیل شو، چې په کشمير کې يوه امنيتي افسر قران کريم ته سپکاوی کړی و.

پر بریتانوي حاکميت سربېره بیا هم د اسیا لویې وچې مسلمانانو عثماني خلافت ته، چې هغه مهال په استانبول کې و، غاړه اېښوده. د ازادۍ خوځښت له شک پرته د ګڼ شمېر مسلمانانو استازيتوب کاوه. کله چې بريتانيې د اسيا له لويې وچې څخه د وتلو تکل وکړ، نو په دغه سیمه کې یې د هند او پاکستان په نامه دوه هېوادونه رامنځته کړل. د ۱۹۴۶م کال د مې پر ۱۲مه په يوه رسمي سند کې راغلي، چې بريتانيې خپلو ۵۶۵ داخلي واليانو ته امر ورکړ، څو خلکو ته له هند او پاکستان سره د یو خای کېدو اجازه ورکړي. په دغه دستور کې د حيدراباد، جونګرې او کشمير درې سیمې نه وې داخلې. د حيدراباد او جونګرې ډېری اوسېدونکي هندوان، خو واليان یې مسلمانان وو، نو ځکه له هند سره وتړل شوې. په کشمیر کې بیا برعکس، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان او والي یې مسلمان و، خو هغه سیمه هم له هند سره وتړل شوه. په ۱۹۴۷م کال کې خلکو پاڅون وکړ، چې په پايله کې یې کشمير ته کورواکي ورکړل شوه او وروسته د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مې مادې له مخې ياده کورواکي په رسميت وپېژندل شوه.

له همدې امله ياده کړنه د ۱۹۴۷م کال راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو او نښتو لامل شوه. د کشمیر ۶۵ سلنه خاوره د هند په لاس کې ده، چې پاتې ۳۰ سلنه او ۵ سلنه یې په ترتیب سره د پاکستان او چین په لاس کې ده.

ملګري ملتونه د ۱۹۴۸م کال د اګېسټ پر ۱۳مه په دې مسله کې ښکېل شول، نو پر همدې مهال د ملګرو ملتونو امنيت شورا په کشمير کې د اوربند او نړيوالو څارونکو ځواکونو د ميشتېدو پرېکړه وکړه. وروسته يادې شورا يوه بله پرېکړه هم وکړه، چې له مخې به یې هند او پاکستان خپل ځواکونه وباسي، څو د کشمير خلک د يوې ټولپوښتنې له لارې خپله راتلونکې وټاکي. د ۱۹۵۷م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه د ملګرو ملتونو امنيت شورا يوه بله پرېکړه وکړه، چې له مخې به يې په کشمير کې ټولپوښتنه کېږي. له دې مخکې په ۱۹۵۶م کال کې د هند لومړي وزير جواهر لعل نهرو په کشمير کې د هند واک ټينګ کړ او د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده يې تصويب کړه، څو په دې سره کشمير د هند کورواکه ايالت اعلان کړي. د دغې مادې له مخې جمو او کشمير دا حق درلود، چې د هند د مرکزي پارلمان تصويب کړی قانون په خپله خوښه پلی کړي، نه په جبر او زور سره. د ۳۷۰ مې مادې په يوه بله فقره کې راځي، چې د هند ولسمشر د جمو او کشمير د ايالتي حکومت د دريځ خلاف فدرالي قوانين پلي کولی شي. د ۲۰۱۹م کال په اګېسټ مياشت کې ولسمشريز فرمان له دغې فقرې څخه په ګټه اخيستنې سره ټول فدرالي قوانين پلي کړل؛ په داسې حال کې چې د جمو او کشمير ايالتي حکومت لا له مخکې منحل شوی و او چارې به یې د ولسمشر تر دستور لاندې والي سمبالولې. هند له ۱۹۵۷م کال راهيسې د کشمير د ټولپوښتنې مخنيوی کوي، ځکه چې له پايلې څخه یې وېرېږي. له ۱۹۵۶ کال راهيسې به ځینې د شخړې اصلي سرچینه د يادې فقرې پلي کول و. ياده فقره په کشمير کې په پرله پسې توګه د لاريونونو او وسله والو پاڅونو لامل شوې ده. په کشمير کې ډېری مسلمانان له پاکستان سره د يوځای کېدو يا يو خپلواک دولت غوښتوونکي دي. کابو تر ۵ سلنه لږ خلک له هند سره د يوځای کېدو هيله لري. له همدې امله د ۱۹۵۸م کال له پيل راهيسې دغه ناحله مسله د ګڼو خلکو د وژلو، شتمنيو او عزت لوټلو او بې ځايه کېدو لامل ګرځېدلې، چې دا ټولې کړنې د کشمير د مسلمانانو د ارادې خلاف دي.

پاکستان سره له دي چې د کشمير د مسلمانانو ترڅنګ ولاړ دی، خو په کشمیر کې په امنیت خوندي کولو کې پاتې راغلی. لامل یې دا دی چې پاکستان د خپلې پوځي وړتيا په پرتله امريکايي تګلاره تعقيبوي. د هند او پاکستان ترمنځ ګڼې نښتې شوې، چې په ترڅ کې پاکستان د کشمير پر موضوع ځينې امتيازات له لاسه ورکړي. محمد علی جناح په ۱۹۴۸م کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اوربند ومانه؛ ايوب خان په ۱۹۶۵م کال کې درې سيندونه چې د پاکستان برخه وه، هند ته وسپارل او نوازشريف په ۱۹۹۹م کال کې کارګيل هند ته وسپاره. وروستی خيانت د ولسمشر پرويز مشرف و، چې په ۲۰۰۴م کال کې یې د امریکا په اشاره د کشمير لانجه د پاکستان او هند ترمنځ دوه اړخيزه وبلله او هوکړه يې وکړه چې دواړو هېوادونه به یې حلوي. پاکستان پلوی امريکايي دريځ او هند پلوی شوروي دريځ په کشمير کې د ډېرو لاسوهنو لامل ګرځېدلی و. امريکا په کشمير کې د مقاومت چاپيريال په خپله ګټه وکاروه او پاکستان ته يې اجازه ورکړه چې په کشمير کې د مقاومت خوځښتونو ملاتړ وکړي، څو په سيمه کې د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته پوځي مانور وکړي.

په کشمير کې له خپلواکۍ راهيسې له ۱۹۸۸م څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې مقاومت په ډېر قوت کې و، چې دې ته د کشمير پاڅون هم ويل کېږي او پر همدې مهال د ايالتي ناندریزو ټاکنو مسله هم راپورته شوه. هند ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه د پوځ، پوله ساتو ځواکونو او مرکزي احتياطي ځواکونو په ګډون هلته ځای پر ځای کړ، چې شمېر يې ۷۵۰۰۰۰ تنه و. هند د ۱۹۹۰م کال د سپټمبر په مياشت کې د مقاومت ختمولو په موخه د وسله والو ځواکونو ځانګړی قانون (AFSPA) پر کشمير باندې پلی کړ. ياد قانون وسله والو ځواکونو ته اجازه ورکړه، چې د عامه نظم د ساتلو لپاره له قانوني حکم پرته يو څوک وژلی او بندي کولی شي. هندي سرتېري په ګڼو بشري سرغړونو او د محکمې له امر پرته په ګڼو وژنو، ربړونو، جنسي تېريو او ځورونو کې تورن او مسوول وګڼل شوي. د اټکل لمخې تراوسه ۱۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. کابو همدومره کسان له جرم سره يا پرته له جرمه نادرکه او یا په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

د زرګونو کونډو او يتيمانو ترڅنګ د کشمير له پېغلو او زړو ښځو سره ډېر زړه بوږنوونکي جرمونه شوي. د کشمير په دره کې له ۲۰۰۴م کال راهيسې د هند ملېشو د مقاومت ګڼ شمېر مشران د مقاومت د له منځه وړلو په موخه نادرکه کړي دي. د بشري حقونو کميسيون د ۲۰۱۱م کال راپور تاييدوي، چې په جمو او کشمير کې په مرمیو ویشتل شوي زرګونه جسدونه په یوه نامعلوم قبر کې ښخ شوي دي. له ۱۴ ولسواليو څخه په ۴ ولسواليو کې د ځايي وګړو له ۲۷۳۰ بربنډو جسدونو څخه ۵۷۴ جسدونه په ګوته شوي، سره له دې چې د هند حکومت ټينګار کوي چې ياد ټول قبرونه په بهرنيانو پورې تړاو لري. د کشمير مسلمانانو د تېرو ۱۵۰ کلونو راهيسې د بریتانیې، هند او امریکا بېلابېل ظلمونه او وحشتونه وزغمل.

د هند د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ د ۵مې اعلان، د وحشت يو نوی پړاو دی؛ خو الله سبحانه وتعالی پر هرڅه قادر دی. د هند حکومت د کشمير د خلکو سترې غوښتنې د ۳۷۰مې مادې پټولو يا حذفولو په پلمه له پامه غورځوي. په دغه حساس پړاو کې د مسلمانانو ته پکار ده، چې د يادو پېښو په تړاو سم دريځ ونیسي.

۱- مسلمانانو ته روا نه ده چې په هغه ځمکه کې د اسلام د پلي کېدو مخه ډب کړي، چې یو وخت داسلام تر واکمنۍ لاندې وه. دا مفکوره د مسلمان له ویاړ او شرافت څخه سرچینه نه اخلي، بلکې د الله سبحانه و تعالی د قانون او شریعت پلي کولو ته سخته اړتیا ده. پر همدې بنسټ، مسلمان ته روا نه ده، چې دغې موخې ته په رسېدو کې له خپلو هلو ځلو لاس په سر شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

[المایده:۵۰]

 ژباړه: که دوی د خدای له قانون څخه مخه واړوي، نو ایا بیا د جاهلیت پرېکړه غوړي؟ په داسې حال کې هغه خلک چې پر الله باور لري، د دوی په نزد له الله څخه بل غوره پرېکړه کوونکی هېڅ نشته.

۲- هندوستان د کشمیر مسله کې دخیل دي، هغه هېواد چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ستر ملاتړي دعوه کوي او دا په وار وار جوته شوې چې ډیموکراسي پکې یوازې د هوساینې یوه وسیله ده. بریتانویانو په خپلو ډیموکراتيکو بنسټونو او موسسو ویاړ کاوه، خو د کشمیر د مسلې په راپورته کېدو سره یې په کشمیر کې په بشپړ ډول خلک بېل کړل. هندوستان په خپلو ډیموکراټیکو بنسټونو او موسسو نازېده، په داسې حال کې چې په کشمیر کې یې په ډېر وحشت سره د خلکو لویې هیلې تر پښو لاندې کړې. دا ښکاره ده، چې هندوستان له ډېر پخوا څڅخه د نړۍ په یوې ټاکلې سیمې کې لوی پوځ لري او نوموړی پوځ جګړه نه کوي، خو له دې څخه هم سترګې نشي پټېدای، چې هند د کشمیر پر خلکو ظلم او وحشت کوي. د ملګرو ملتونو سازمان د یوې ټاکنیزې تګلارې له مخې د امریکا په چوپړ کې بوخت دی او کله چې د مسلمانانو په سیمو کې ښکېل شي، په ښکاره د جوجاړي لار غوره کوي، خو په اصل کې بله لاره لټوي. نوموړی سازمان به د تل په څېر د ځواک د څښتنانو لخوا د یوې وسېلې په توګه د هغوی ګټې ساتي او واک ته تر رسېدو پورې به پرې پانګونه کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا﴾

[النساء:۶۰]

ژباړه: اې پېغمبره! ایا تاسو هغو خلکو ته نه دي کتلي، چې دعوه کوي: موږ پر هغه کتاب چې تا ته راغلی او پر هغو کتابونو چې له تاسو څخه مخکې نازل شوي وو، ایمان راوړی. خو بل خوا بیا غواړي چې خپلې چارې د پرېکړې لپاره طاغوت ته وړاندې کوي. په داسې حال کې چې هغوی ته له طاغوت څخه د منکرېدو حکم شوی و. شیطان غواړي چې هغوی وغولوي او له سمې لارې څخه یې ډېر لري کړي.

۳- نړیوالو قدرتونو لکه: امریکا، بریتانیا، روسیې، اروپا او چین د خپلو سیمه ییزو او ملي ګټو د خوندي کولو په موخه د اسلام تر نامه لاندې د مسلمانانو له لوړو هیلو او احساساتو څخه ګټه اخیستې. د کشمیر په رامنځته کېدو کې د بریتانیې رول او په همدغې مسله کې د امریکا رول چې له ملګرو ملتونو څخه یې د وسیلې په توګه کار اخیستی او یا له دغه سازمان پرته له ۱۹۴۷م کال راهیسې په دغې مسله کې بوخت دی، بیخي ښکاره دی. دغه راز نور قدرتونه هم د خپلو دریځونو پر بنسټ د کمشیر په مسله کې برخه لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاء مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُواْ لِلّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا﴾

[النساء:۱۴۴]

ژباړه: اې مومنانو! د مومنانو پر ځای له کافرانو سره ملګرتیا مه کوئ. ایا تاسو غواړئ، چې الله ته د ځان پر خلاف ښکاره سند ورکړئ؟

۴- د کشمیر او فلسطین د مسلو سرچینه یوه ده. دواړې د بریتانویانو پروژې وې او غوښتل يې چې له مسلمانانو واک واخلي، نو پر همدې اساس یې فلسطین یهودانو او کشمیر هندیانو ته ورکړ. له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د نوموړو دواړو پروژو واک امریکا په لاس کې واخیست او د یوې وسیلې په توګه یې ترې د سیمو په اشغال او ښکېلاک کې کار واخیست. دواړه په وسلو سمبال نظامیان لري، د لسیزو را په دېخوا له انساني حقونو څخه ناوړه ګټه اخلي او په نړۍ کې تېري او سپکاوي ته دوام ورکوي. دواړه ډېر عمره نسلونه لري او په څرګنده توګه ډیموکراسۍ ته واقعي رنګ ورکوي. دواړه هڅه کوي چې د اسلامي دولت د واکمنۍ په نشت کې پر اسلامي نړۍ خپل واک وغځوي. هغه اسلامي دولت چې په ټوله نړۍ کې د خلکو ژوند او ملکیت ساتي او د دغه دولت د سپېڅلې دندې په اړه الله سبحانه و تعالی په قران کې فرمايي:   

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾

[التوبه:۱۲۳]

ژباړه: اې مومنانو! د حق له هغو منکرانو سره و جنګېږئ، چې تاسو ته نږدې دي. هغوی باید په تاسو کې کلکوالی( زېږوالی) و مومي او پوه شئ چې الله له پرهېزګارانو سره دی.

۵- په کشمیر کې مسلمانان داسې دولتي ځواک او زور نه لري، چې په خپله اسلامي شریعت پلی کړي. دا د اسلامي نړۍ د پوځونو دنده ده، چې کشمیر ازاد او امنیت یې ټینګ کړي. د کشمیر د خپلواکۍ اصلي او لومړنۍ دنده د پاکستاني پوځ ده. د خلافت په بېرته راتګ سره به په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو پوځونه ډاډمن شي او پر ځمکه به د الله سبحانه وتعالی د سپر ساتنه او مرسته کوي. خلافت دولت به د حکم (حکومتولۍ) نظام پلی کوي، چې له دې لارې به د ټولو وګړو (مسلمانو او نا مسلمانو) ژوند امن کړي. د ژوند او ملکیت ارزښت به خوندي کړي او دیني حقونه به یې وساتي. له قوانینو څخه به په دوامداره توګه دفاع کوي او دا به څرګندوي چې قوانین له نفسي غوښتنو او هوسونو څخه نه، بلکې له یوې رښتینې سرچینې (قران) څخه راوځي، چې الله سبحانه و تعالی یې امر کړی او پېغمبر صلی الله علیه وسلم یې راوړي دي (سنت). په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:  

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ﴾

[التوبه:۳۸]

ژباړه: اې مومنانو! پر تاسو څه شوي، کله چې در ته د الله په لاره کې د وتلو وویل شول؛ نو تاسو پر ځمکه بېغمه کېناستلئ؟ ایا د اخرت په پرتله مو د دنیا ژوند غوره کړی؟ که داسې وي، نو پوه شئ چې په اخرت کې به د دنیوي ژوندانه دغه ټول وسایل هېڅ ارزښت ونه لري.

مرکزي مطبوعاتي دفتر ته د ریاض ابن ابراهیم لیکنه

د مطلب ادامه...

د دښمن ملګری مو دښمن دی

خبر:

 د متحده عربي اماراتو ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زاید النهیان د هند لومړي وزیر ته ستر ملکي مډال (زاید مډال) ډالۍ کړ. یاد مډال یې په ابوظبۍ کې د لیدنې پر مهال ورکړ، چې پکې د دوو هېوادونو د اړیکو پر بېرته پیاوړي کولو ټینګار کېده. (سرچینه: الجزیره ټکی کام)

تبصره:

د هند تر ولکې لاندې کشمیر له یو ټکان ورکونکي حالت سره هغه مهال مخ شو، چې هند په دې سیمه کې ځانګړی دریځ له منځه یووړ. د مخابراتي شبکو محدودیت درېیمې اونۍ ته وغځېد او دا د بې ثباتۍ لامل ګرځي. دغې چارې نه یوازې د کشمیر خلک اغېزمن کړي، بلکې هغه خلک یې هم اغېزمن کړي چې د کشمیر له وروڼو او خویندو سره د غم شریکۍ او تړاو احساس لري. که موږ له یوه اړخه په کشمیر کې بې ګناه او ناتوانه مسلمانان لرو، چې د هندي ځواکونو له لوري په لومه کې راګېر شوي؛ خو له بل اړخه بیا په میلیونونو داسې مسلمانان لرو چې د کشمیر له وروڼو او خویندو سره مرسته کولی شي، خو د خپلو حکمتونو لخوا په لومه کې راګېر او یرغمل شوي. په داسې حال کې چې پاکستان پر پلمو، بښنې او حق غوښتنې بوخت دی او د اړتیا پر مهال بیا تش په نامه ګواښونه کوي، چې په دې سره د خپلو خلکو احساسات ارام کړي. د متحده اماراتو حکومت څو ګامونه مخ پر وړاندې تګ کړی او مودي ته یې د سوغات او انعام ورکولو چمتوالی نیولی. د بنګله دېش د بهرنیو چارو دفتر د بنګله دېش د موضوع اړوند ویلي، چې دا د دوی ترمنځ خپلمنځي مسله ده. موږ وینو چې بنګله دېش له چین او هند سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، په داسې حال کې چې دواړو هېوادونو د مسلمانانو له ظلم څخه لاس نه دی اخیستی. دغه راز، بنګله دېش هم د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د وحشت ځنځیرونه مات کړي دي. د مسلمانو چارواکو کړه وړه یوازې د ملتپالنې تر پولو پورې محدود دي او یاد فکر یې دې ته اړ کوي، چې د خپلو شخصي او ملي ګټو په اړه فکر او عمل وکړي. هند له دوبۍ سره په سواداګریزه راکړه ورکړه کې دویم ستر شریک هېواد دی، چې په ۲۰۱۸م کال کې یې د راکړې ورکړې کچه ۳۱.۶ میلیارډه ته ورسېده. په دغې راکړه ورکړه کې د تېر ۲۰۱۷ م کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی او په داسې حال کې چې ۲۰۱۹م کال لا هم په مخکې دی.

ټولو مسلمانو مشرانو پانګوالۍ ته مخه کړې او دوی خپل نوی خدای لري، چې هغه ته ډېر وفادار او مومنان دي. لکه څرنګه چې متحده امارت د هند ستر بازار د لاسه ورکولو ته نه دی تیار او لا هم هڅه کوي چې له هند سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي. لنډه دا چې امارات د کشمیر له دواړو غاړو هېوادونو سره د خپلو ګټو پر بنسټ اړیکې پالي. د کشمیر او پاکستان د مسلمانانو زړونه ښايي د ایمان لمخې یو پر بل پورې تړلي وي، خو په کشمیر کې د پاکستان حکومت ستراتیژیکه شخصي ګټه لري، چې هغه د کشمیر خاوره لاسته راوړل او له هغې څخه سیاسي ګټه اخیستل دي. د پاکستان حکومت ښايي د هندي حکومت کړنې و غندي، خو د کشمیر د بې ګناه مسلمانانو د دفاع لپاره نه پوځونه لېږي او نه کوم بل کوټلی ګام اخلي. دوی نه غواړي چې خپل امریکايي باداران له ځان څخه خپه کړي او دا کړنه یې د متحده عربي اماراتو په څېر ده، چې واقعیت یې د مسلمنانو د وینو او خاورو پر پلورلو ولاړ دی. دا ټول هغه څه دي چې عربي سلطنت پرې له دغه ځای څخه خپله سوداګري راپیل کړې، حتا په دغې چاره کې تخصص ته رسېدلي او الله سبحانه و تعالی هم پکې بوخت ساتلي. دغې چارې دوی د مسلمانانو له دښمنانو سره ملګرتیا ته هڅولي، هغه دښمنان چې اسلامي امت یې تر بل هر وخت زیات ځورولی او له دوی سره ملګرتیا یې د ښو کړنو مخه ډپ کړې.     

اوس د هوښیارانو لپاره دا فرصت دی، چې په هره سیمه پورې تړاو لري، خپلې زولنې ماتې کړي؛ د کشمیر، سوریې، فلسطین او افغانستان مظلومو خلکو ته د مرستې لاس اوږد کړي. که دا ظالمان د کفر پر ملګرتیا ویاړي او د هغوی په خوشحاله کولو د شرم احساس نه کوي، نو بیا خلک ولې د دغو ظالمانو پر وړاندې نه درېږي او کړنې یې توجیه کوي؟ همدا یې وخت دی، چې مسلمان پوځونه خپل ږغ پورته کړي او ګام پر ګام وړاندې لاړ شي. همدا یې وخت دی، چې مسلمان سرتېري مو د جهاد واقعي څېره تجربه کړي او دا  یوازې پر نبوي تګلاره د خلافت له لارې کېدای شي. دلته به د سرتېرو ترمنځ اړیکې د الله سبحانه و تعالی رضایت او اطاعت ته په کتو سره وي او سیمې به د واقعي مالک (پاچا) تر نامه لاندې فتحه کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

»وَاعْلَمُوا أَنَّ الْجَنَّةَ تَحْتَ ظِلاَلِ السُّيُوفِ«

(صحیح بخاري)

ژباړه: پوه شئ، چې جنت د تورو تر سیوري لاندې دی.

د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره لیکنه

اخلاق جهان

د مطلب ادامه...

د کشمير خلک د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، کشمير د هند داخلي موضوع نه ده د خلافت د بیا تاسیس لپاره زموږ له هلو ځلو سره یو ځای شئ چې کشمير د مشرک هند له ښکېلاک خلاص کړو

حزب التحریر/ ولایه بنګله دېش نن جمعه چې د ۲۳/۰۸/۲۰۱۹ نېټې سره سمون لري د جمعې تر جماعت وروسته د ډاکې او چيتا ګنګ د ښارونو په بېلا بېلو جوماتونو کې د حسینې رژیم پر وړاندې چې ادعا کوي چې ګواکي کشمير د هند داخلي موضوع ده، لاریونونو ته راووتل. رژیم هڅه کوي د کشمير د مسلمانانو لپاره چې کوم لاریونونه ترسره کېږي خلک ترې راوګرځوي. د لاریون کوونکو ویناوال د کشمیر د مسلمانانو بېچارګي او مصیبت بیانوي. خاین مسلمان سیاستوال، چې د هند د مشرک دولت او د غربي ښکېلاک اجيران دي د هند په دغو کړنو باندې خپل غوږونه کاڼه اچولي دي. هند غواړي یوه امپریاليسټي طرحه پلې کړې او ټول کشمير تر خپل ښکېلاک لاندې راولي او په دې نیمه وچه کې غواړي بل فلسطین جوړ کړي. د کشمیر د ازادۍ په اړه د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په لغوه کولو سره قصاب مودي کشمیر د مرګ پر یوه دره اړولی دی. د هند حکومت د لویو نظامي ځواکونو د ځای پر ځای کولو، پر تګ راتګ باندې د بنديزونو لګولو، د ټيلفون او انټرنيټ د لین په غوڅولو سره په ښکېلاک شوي کشمیر کې مسلمانان تر سختو شکنجو لاندې دي.

ظالم هندي ځواکونه د ډله ییزو نيولو لپاره کور په کور یرغل کوي، د خلکو په راټولېدلو باندې ډزې کوي او ټپي خلک د درملنې لپاره د نیولو له وېرې بيخي روغتونونو ته نه شي تللای. بل پلو، موږ وينو چې د حسینې ټګ رژيم د دې پر ځای چې زموږ نظامي ځواکونه د هند له یرغل څخه د کشمير د خلاصون په موخه د مسلمانانو د ملاتړ لپاره هلته واستوي، په بنګله دېش کې د هند د بهرنیو چارو وزیر په مېلمه پاللو سره د کشمير په مسلمانانو باندې ملنډې وهي. د حسینې رژيم مسلمانان په دې خبرې سره چې کشمير د هند «داخلي موضوع ده» تېر باسي، څو خپل امپریاليسټ مشرک کافر واکمنان خوشاله کړي.

سربېره پر دې، دوی د بنګله دېش خلک وېرولي چې د هند پر وړاندې د کشمير د مسلمانانو لپاره خپله غوسه څرګنده نه کړي او لارو کوڅو ته له راوتلو ډډه وکړي. دغه ټګ مار رژیم په ډېرې سپين سترګۍ سره د الله تعالی له امر سرغړونه کوي: (...وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ...) «...که هغوی د دین په اړه له تاسو مرسته وغواړي، نو د هغوی مرسته کول پر تاسو فرض دي...» [الانفال ۸:۷۲].

د لاریون کوونکو ویناوالو همدا راز ویلي: اې مسلمانانو! د کشمير خلک د اسلامي امت یوه نه بېلېدونکې برخه ده، کشمير مازې د هند داخلي موضوع نه ده. رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي،

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

«د مومنانو کیسه په غم، درد، زړه سوي او خواخوږۍ کې د یو بل لپاره لکه د یو بدن په څېر ده. کله چې کوم غړی په درد شي، ټول بدن یې نارام او بې خوبه وي.» [صحیح المسلم]. د کشمير، فلسطین، میانمار او د نړۍ له هر ګوټ څخه د مسلمانانو درد د ټول امت درد دی. د ایمان له مخې دا زموږ مسولیت دی چې په ټوله نړۍ کې د کشميري مسلمانانو تر څنګ د نورو مظلومو مسلمانانو ستونزو ته د حل لار ومومو.

د کشمير دا ډول برخلیک په حقیقت کې د امت د رښتیني او پاکې مشرۍ(خلافت) د نشتوالي له امله دی. کشمير تل د هند تر ښکېلاک لاندې و او اوس د ۳۷۰ مادې د فسخه کولو له امله باید بې دفاع پاتې نه شي، په داسې حال کې چې د دې پرځېدل هغه ورځ پیل شول چې امپریالیسټ دښمنانو زموږ د واکمنانو په مرسته د ۱۹۲۴ هجري قمري کال د مارچ په ۳مه خلافت نسکور کړ، موږ یې له ۵۰ په ډېرو ملي دولتونو ووېشلو او موږ یې دې ته اړ کړو، چې د دوی اجیران د واکمنانو په توګه ومنو او کفري بشري نظام ته غاړه کېږدو. موږ د دښمن پر وړاندې ناتوان او بې ډاله شوو. وروسته دوی زموږ ځمکې لکه وحشي ځناور چې ښکار کوي غصب کړې، د دوی تيري او یرغل په نړۍ کې د کشمير په شمول ټولې اسلامي خاورې لاندې کړې.

ویناوالو همدا راز وویل: اې مسلمانانو! ملګري ملتونه او OCI هېڅ شی نه، یوازې امپریالیسټي ابزار دي. دوی نه شي کولای زموږ ستونزې هوارې کړي. یوازې ژر راتلونکی راشده خلافت کولای شي کشمير او ټولو هغو خاورو ته چې هلته مسلمانان تر ظلم لاندې دي خپل نظامي ځواکونه واستوي. ثوبان روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«عِصَابَتَانِ مِنْ أُمَّتِي أَحْرَزَهُمَا اللَّهُ مِنْ النَّارِ عِصَابَةٌ تَغْزُو الْهِنْدَ وَعِصَابَةٌ تَكُونُ مَعَ عِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ عَلَيْهِمَا السَّلَام»

«الله تعالی زما د امت دوې ډلې د دوزخ له اور څخه ژغورلې دي: یوه ډله چې هند ونیسي او بله ډله چې له عیسی ابن مریم سره وي.» [احمد او النسا]

په پای کې ویناوالو پر خلکو غږ وکړ چې د حزب التحریر غوښتنې ته چې له تاسو څخه غواړي چې د خلافت په تاسیس کې مرسته وکړئ، څو کشمیر له مشرک هند څخه ازادی شي هو ووایاست.  موږ له دغه اجیر او ډران رژيم څخه څه تمه کولای شو چې په خپلو خاورو کې پر مسلمانانو ظلم کوي او له خپلو امپریالېستو واکمنانو سره اوږه په اوږه کار کوي چې د مشرک هند سيمه ییز واک ټينګ کړي؟ اوس یې ښه وخت دی چې د حسینې رژیم چې په اصل کې د مشرک هند یو مزدور رژیم دی  له منځه یوسو او د مسلمانانو ډال (پیاوړی خلافت) بېرته راوګرځوو؛ هغه خلافت چې کولای شي د کشمير، فلسطین او راخین په شمول په نړۍ کې ټول مظلوم مسلمانان په واقعي توګه ازاد کړي.

رسول صل الله علیه وسلم فرمایلي:

[صحیح المسلم].  «وَإِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

ژباړه: «اما [خلیفه] هغه ډال دی چې تر شا یې جګړه کېږي او پر هغه باندې ځان ساتل کېږي.

په ولایه بنګله دېش کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په ناروې کې پر جومات برید؛ غربي دولتونه د دغې کرکې خپرونې مسول دي!

  • خپور شوی په ډنمارک

(ژباړه)

د پاخه عمر لرونکو دوو مسلمانانو د ۲۰۱۹ م د اګېسټ پر ۱۰مه د ناروې په بروم ښار کې د هغې ناوړه هڅې مخه ونیوله، چې غوښتل یې د عبادت پر مهال په سوله غوښتونکو مسلمانانو کې عام وژنه وکړي.

موږ حزب التحریر ـ سکندنویا په دې اړه لاندې ټکو ته اشاره کوو:

لومړی: له هر څه وړاندې موږ هغو اتلانو او خپلو باعزته مشرانو ته د مېړني عمل له امله د عرفې مبارکې ورځې مبارکي وایو. موږ دغو کسانو ته د الله سبحانه وتعالی لخوا په دنیا او اخرت کې د ښېګڼې، لوی اجر او سرلوړۍ غوښتنه کوو.

دویم: پر دغو ټکو یو ځل بیا ټینګار کوو، چې غربي دولتونه، رسنۍ او سیاستوال په دوامداره توګه د اسلام ضد تبلیغات او دروغ خبرې کوي، څو یو ځل بیا خلک پر یوه جومات برید کولو ته وهڅوي. هغه سختدریځي چې له غرب څخه سرچینه اخلي، په کرکه اچوونکو بیانیو، ظالمانه توکمپالو سیاستونو او ځانګړو قوانینو سره د مسلمانانو پر وړاندې بریدونو ته هڅول کېږي. دا سیاست نن ورځ په یوه اصل بدل شوی او د پوپولېستو دولتونو لخوا د اسکانډنویا په شمول په غربي دولتونو کې پلی کېږي. اصلي موخه یې د مسلمانانو له پښو غورځول، کنټرول او فشار پرې راوړل دي.

غربي دولتونه او رسنۍ د دغې خپرې او عادي کړې کرکې مسولیت پر غاړه لري. سیاستوالو په اروپایانو کې د مسلمانو کډوالو د برید په اړه وېره خپره کړې او دغه کار ته بیا قانوني جامه وراغوندي. د کریسټ چرچ ټروریسټي برید کول او د نارویژي صلیبي قاتل اندرس بریویک کړنه چې ځان یوه الګو بولي، دا په اصل کې د غربي هېوادونو د خلکو او ډلو هغه اسلام ضد سیاستونو او رسنیو دسیسې دي، چې د ۱۸ کلونو په اوږدو کې یې کړي دي. پر همدې مهال غربي امنیتي ارګانونو د سختدریځو پر کړنو سترګې پټې کړې او د دوی دغه کار د هغوی ناوړه کړنو ته لار هواروي، ترڅو په ملتي شبکو بدل شي.

پر دې سربېره هغه کرکه چې تروریستان یې کوي، د غربیانو لپاره یو عادي عمل دی. دغه ډول کړنې غربي ځواکونو په عراق او افغانستان کې ډېرې کړې دي، چې په پایله کې یې ملکي وګړي وژل شوي او ښارونه په بشپړه توګه وران شوي دي.

د یادولو وړ ده چې لویه ستونزه د ډنمارکي سیاستوالو هغه چوپتیا ده، چې په ناروې کې یې د وحشتنو پر وړاندې غوږونه کاڼه کړي وو.

هغه فاشیستي رژیمونه چې غرب جوړکړي او په خاطرو کې یې ژوندي دي، اوس هم په غرب کې د ایډیولوژیک کړکېچ یوه پیاوړې اصطلاح ده. له اسلام څخه وېره او نژاد پالنه د غرب په تاریخ کې کومه نوې خبره نه ده، چې د یادو دولتونو په سیاستونو کې له ورایه لیدل کېږي.

غربي دولتونه او رسنۍ په همدې ترتیب له سیاسي او اخلاقي پلوه د هغو ګواښونو مسوول دي، چې په یادو هېوادونو کې د مسلمانانو پر وړاندې شته دي. هغوی باید په ډېره بیړه د سختدریځۍ له جوړولو لاس واخلي او د مسلمانانو پر وړاندې د احساساتو پارولو مخه ونیسي.

د حزب التحریر ـ سکندنویا مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

په نړیوال سیاست کې حیاتي خاوره

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

پوښتنه:

محمد عیاد: السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله سبحانه و تعالی دې مرستندوی شه. په دې هیله چې موږ او تاسو ته خیر او دویم خلافت راکړي او موږ یې له عسکرو څخه وګرځوي.

مسله: په نړیوال سیاست کې حیاتي خاوره.

پیاوړي دولتونه په هغو ځایونو کې خپلو کړنو ته لومړیتوب ورکوي، چې ګټې یې پکې خوندي وي او دغه خاورې حیاتي خاورې بولي. حزب هم دې ته ورته حالت لري. حزب یو یا څو هېوادونه ځانګړي کړي، چې په هغو کې ريښې ولري او خلافت پکې تاسیس شي.

پوښتنه: «ایا راتلونکی خلیفه به د اسلامي دولت لپاره حیاتي خاوره وټاکي، چې هغې ته لومړیتوب ورکړي او د دعوت او جهاد له لارې اسلام خپور کړي؟» الله سبحانه و تعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته.

الله دې تاسو ته د خپلو ښو کړنو توفیق او بلنه درکړي.

حیاتي خاورې ته مو چې اشاره وکړه، په نړیواله کچه د هر اغېزمن هېواد لپاره ډېره اړینه ده... خلافت یو سیمه ییز دولت نه، بلکې نړیوال ایډیالوژیک دولت دی. عقیده او نظام یې نړیوال دي، نو له همدې امله د ټول بشر لپاره دي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

 ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِلنَّاسِ بَشِيراً وَنَذِيراً

[سبا:۲۸]

ژباړه: او اې پیغمبره! موږ د ټولو انسانانو لپاره ته یوازې د زیري ورکوونکي او وېروونکي په توګه لېږلی یې.

بخاري له جابر بن عبدالله څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایي:

«أُعْطِيتُ خَمْساً لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنْ الْأَنْبِيَاءِ قَبْلِي نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ وَجُعِلَتْ لِي الْأَرْضُ مَسْجِداً وَطَهُوراً وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ فَلْيُصَلِّ وَأُحِلَّتْ لِي الْغَنَائِمُ وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ... »

ژباړه: ما ته هغه پنځه شیان راکړل شوي، چې له ما څخه وړاندې انبیاوو ته نه وو ورکړل شوي. لومړی: له ما څخه د یوې میاشتې په واټن زما دښمنان وېرېږي دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې او له همدې امله زما امت د لمانځه د وخت په داخلېدو سره په هر پاک ځای کې لمونځ کولای شي. درېیم: غنایم زما لپاره حلال ګرځول شوي. څلورم: مخکني انبیا د ځانګړو قومونو لپاره رالېږل شوي وو او زه د ټول بشریت لپاره رالېږل شوی یم. پنځم: ماته د شفاعت حق راکړل شوی.

خلافت ټولې نړۍ ته پام کوي او د ټولې نړۍ لپاره پالیسي لري. له ثوبان څخه ابن ماجه په خپل سنت کتاب کې را نقل کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«زُوِيَتْ لِي الْأَرْضُ حَتَّى رَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا وَأُعْطِيتُ الْكَنْزَيْنِ الْأَصْفَرَ أَوْ الْأَحْمَرَ وَالْأَبْيَضَ يَعْنِي الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَقِيلَ لِي إِنَّ مُلْكَكَ إِلَى حَيْثُ زُوِيَ لَكَ...»

ژباړه: ځمکه داسې را ته وښودل شوه، چې ختیځ او لوېدیځ مې یې لیدلای شوی. ماته دوې سرې او سپینې خزانې راکړل شوې، چې سره او سپین زر وو. ماته وویل شول: ستا ملک به تر هغه ځای څخه چې وینې یې، ډېر شي.

دا په دې معنی نه ده چې خلافت به په بهرني سیاست کې ټولو هېوادونو ته ورته پلانونه ولري او په دې معنی نه چې خلافت به ټولو هېوادونو ته یو شان پاملرنه وکړي. د اسلامي دعوت، سیاسي، اقتصادي او نظامي ګټو په پام کې نیولو سره، اسلامي خلافت یوه حیاتي خاوره ټاکي. ډېره هڅه کوي چې پالیسۍ یې پلي کړي، په ځانګړې توګه په ټاکل شوې حیاتي خاوره کې. حیاتي خاوره د دعوت د موخو په لاسته راوړلو، د واقعیت په بدلون او ... سره بدلیږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرام رضی الله عنهم ژوند ته په کتو سره دا جوتیږي، چې د هغه صلی الله علیه وسلم لپاره د مدینې دولت له تاسیس وروسته عربي جزیره حیاتي خاوره وه. په عربي جزیره کې له فتحو وروسته، حیاتې خاوره تر عراق او شام پورې پراخه شوه. وروسته خلفاوو د دولت حیاتي خاورې ته زیاته پراختیا ورکړه او سوریه، عراق، فارس، مصر، شمالي افریقا او ... یې پکې شامل کړل. په دې توګه د دولت له فتحو او د واقعیت او حالت له بدلون سره د خلافت حیاتي خاوره هم بدله شوې او پراختیا یې موندلې.

کله چې د الله سبحانه و تعالی په مرسته دویم راشده خلافت تاسیس شي، نو د اسلام لومړنی عزت او دبدبه به یو ځل بیا راژوندي کړي. پلانونه به جوړ کړي او پر مناسبو سټراټیژیو به لاس پورې کړي. د معلوماتو، حقیقتونو او د دعوت له ګټو سره سم به حیاتي خاوره وټاکي. د دغې خاورې په پام کې نیولو سره به د اسلام د خپرولو په موخه اړینې کړنې او پالیسۍ تر سره کړي. دا حیاتي خاوره به انشالله د دعوت ګټو، بدلونونو او معلوماتو ته په کتو سره بدلون مومي. د اسلامي دولت کتاب په «د اسلامي دولت بهرنی سیاست» برخه کې دې ته اشاره شوې، چې اسلامي دولت خپلو موخو ته په رسېدو کې د تګلارو او پلانونو په پراختیا کې څه ډول معلومات په پام کې نیسي.

«د اسلامي دولت او نورو دولتونو تر منځ د اړیکو موخه دا ده، چې د هغوی تر منځ اسلام خپور شي او دعوت ورته ورسیږي. تګلاره یې جهاد ده، خو ډېرې نورې تګلارې او پلانونه هم شته، چې دولت یې پلې کولی شي. د بېلګې په توګه پر یوه وخت کولای شي، چې له یوه ګاونډي سره تړون لاسلیک کړي او له نورو سره جګړه وکړي. مدینې منورې ته له تګ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا تګلاره پلې کړې ده. حتا کولای شي په ورته وخت کې له ټولو دښمنانو سره جګړه اعلان کړي. څرنګه چې ابوبکر رضی الله عنه په ورته وخت کې شام او عراق ته لښکرې واستولې. اوربند هم د یوې پلان شوې موخې لپاره عامه رایه رامنځته کولی شي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې سوله لاسلیک کړه. بله تګلاره دا ده چې له ځینو هېوادونو سره اقتصادي هوکړه لیکونو لاسلیک کړي او په ورته وخت کې د دعوت د ګټو په پام کې نیولو سره له نورو سره اقتصادي اړیکې پرې کړي. له ځینو هېوادونو سره ډیپلوماټیکي اړیکې نیولی او له ځینو نورو سره یې پرې کولی شي. دا ټول باید له یوه دقیق پلان پر اساس وي، تر څو دعوت یوه ځانګړي لوري ته روان کړي. دولت د دعوت د خپرولو لپاره له تبلیغاتي تګلارو هم کار اخیستی شي او د دښمنانو پلانونه بربنډ کولی شي او یا هم د سړې جګړې له تګلارو کار اخیستی شي. د دولت پلانونه باید د اسلامي دعوت د پراختیا په ګټه وي. د دغو ټولو موخه د اسلام د ثابتې تګلارې خپرول دي، چې هغه د الله سبحانه وتعالی په لاره کې جهاد دی.»

هغه څه چې له اسلامي دولت کتاب څخه نقل شول دا ښيي، چې اسلامي دولت لخوا د حیاتي خاورې ټاکل لرې خبره نه ده.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته

۱۴۴۰هـ.ق،کال د ذولحجې ۲۵مه

۲۰۱۹م، کال د اګېسټ ۲۶مه

د مطلب ادامه...

زموږ وسلوال ځواکونه باید له اشغال شوي کشمیر سره د خواخوږۍ لپاره قهر غوره کړي، نه چوپتیا!

  • خپور شوی په پاکستان

په داسې حال کې چې هندي ځواکونه د کشمیر اشغال ته دوام ورکوي، خو د پاکستان رژیم بیا چوپتیا غوره کړې. له همدې امله د اشغال شوي کشمیر مسلمانان درې اونۍ په خپلو کورونو کې بندي وو. ډوډۍ، درمل او د اړیکو اسانتیاوو ته یې لاسرسۍ نه درلود. عمران خان د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ په ۲۶ مه وویل: «هر پاکستانی وګړی دې په اونۍ کې یو نیم ساعت له کور، دفتر او دندې څخه بهر راووځي... چې د هند لخوا د اشغال شوي کشمیر له مسلمانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړي.» دی د کشمیر د مسلمانانو پر زخمونو مالګه دوړوي او له هغوی څخه د چوپتیا غوښتنه کوي. اسلام بیا زموږ د مخلصو او ځواکمنو وسلوالو ځواکونو تندر او غضب غواړي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا

[النسا:۷۵]

ژباړه: څه دلیل دی، چې تاسو د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د هغو بېوسه، نارینه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ، چې کمزوري شوي، تر فشار لاندې دي او داسې چیغې وهي: «اې زموږ ربه، موږ د ظالمانو له خاورې څخه وباسه او له خپل لوري موږ ته سرپرست او مرستندوی را ولېږه.

اې د پاکستان مسلمانانو!

اوسني چارواکي هڅه کوي، موږ او زموږ وسلوال ځواکونه چوپ پاتې شي. په داسې حال کې چې په اشغال شوي کشمیر کې زموږ پر وروڼو او خویندو تیري کوونکي تېری کوي او خپل وسلوال ځواکونه یې ورته مرش کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ

[البقره: ۱۹۱]

ژباړه: له هغوی سره چې هر ځای مخ شئ، وجنګېږئ او له هغه ځای څخه یې وباسئ، چې تاسو یې ایستلي یاست.

اوسني چارواکي د کشمیر مسله هغو ملګرو ملتونو سازمان ته په لوړ اواز وړاندې کوي، چې تل یې تیري کوونکو ته لاس ورکړی، څو د امت غړی پرې کړي. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿وَلَن يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

[النسا: ۱۴۱]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی کافرانو ته پر مسلمانانو د برلاسه کېدو هېڅ کومه لاره نه ده ور کړې.

اوسني چارواکي خپل عزت د هغو غربي اشغالګرو په لمن کې ویني، چې له صلیبي نفسونو سره زموږ له دین څخه ډېره کرکه لري. دا چارواکي زموږ د جهاد مخنیوی کوي. په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«مَا تَرَكَ قَوْمٌ الْجِهَادَ إلاّ ذُلّوا»

(احمد)

ژباړه: ذلیل شوی قوم جهاد پرېږدي.

له موږ څخه هر څوک چې غواړي ظلم او ذلت ختم کړي، نو د نبوت پر تګلاره د خلافت بیا تاسیس ته باید کار وکړي. همدا خلافت دی چې زموږ د دښمنانو په زړونو کې وېره اچوي، نه دا چې له هغوی څخه زموږ په زړونو کې وېره وي. همدا خلافت دی چې موږ پر خپلو شتمنیو سربېره له خپلو وسلوالو ځواکونو سره ملاتړ ته هڅوي، نه دا چې د اقتصادي پلمو په لټولو سره د مظلومو له ملاتړ څخه لاس واخلو. همدا خلافت دی چې د وسلوالو ځواکونو زمریان به سره یوځای کړي، څو په شرېنګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیراغ پورته کړي؛ ماتو زړونو ته مو ملهم شي او د زړه له تله دعاګانې ورته وکړو.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سولې پروسه د جګړې بندول نه، بلکې د طالبانو د تجزیې او کمزوري کولو لپاره سیاسي توطیه ده

  • خپور شوی په سیاسي

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې څلورګونې ډلې د آلمان په بُن کې راټولې شوې، ترڅو د افغانستان راتلونکی سیاسي برخلیک وټاکي، دوه ستر سیاسي اړخونه؛ اسلامي حزب او د طالبانو تحریک له لومړي بُن کنفرانس څخه د امریکا په وسیله ګوښې ته کړل شول. دغه مسئله په څرګنده په افغانستان کې د جګړې د بالفعل او بالقوه ظرفیت ساتلو په معنی وه، په داسې حال کې چې د امریکا د بریدونو په جریان کې او له هغو وروسته د طالبانو ځينې رهبران د سولې غوښتونکي وو؛ خو غوښتنه یې رد شوه. ځکه د اسلام او مسلمانانو ضد څپه چې هغه مهال امریکا له «تروریزم» سره د مبارزې په نامه جوړه کړې وه، په افغانستان کې يې د اشغال پر وړاندې د یوه مبارز برخلیک یوازې مرګ یا د بګرام او ګوانتامو زندان ګرځولي وو او بس. د طالبانو د رهبرانو ژوند دغه مهال ډېر سخت و او له هرې خوا تر سخت فشار لاندې وو.

نو پورتني موارد د دې لامل شول چې د (۲۰۰۵- ۲۰۰۷) کلونو تر منځ د طالبانو د بریدونو سخته څپه راورسېده. امریکا او د افغانستان دولت د طالبانو د بریدونو د کمولو لپاره د نظامي هڅو تر څنګ د سولې د ټينګښت او ملي پخولاینې کمیسیون، د سیمه‌ييز امن جرګه رامنځته کول، د سولې د عالي شورا جوړول او نورې پروسې پيل کړې، ترڅو طالبان سوله‌ييز ژوند ته راوګرځوي؛ خو دغو هلو ځلو کوم ځای ونه نیو او په افغانستان کې د جګړې شدت کم نه شو او برعکس د امریکایانو پر وړاندې د جګړې روحیه لا پياوړې شوه.

په دا ډول سختو شرایطو کې د سولې د خبرو اترو مسئله توده شوه. طالبانو هم سولې ته تمایل درلود. پر دغه مهال د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستو موضوع مطرح شوه، ترڅو د طالبانو پېچلي نظامي حرکت په مشخص سیاسي ادرس کې راټول کړي، چې بالاخره دغه دفتر په ۲۰۱۳ کې د امریکا په همکارۍ په قطر کې افتتاح شو.

تاریخي تجربو ښودلې ده چې د نظامي ډلو د بریا او قوت رمز د جګړې په مخ ته وړلو کې دی، نه په سیاست کې. نو هرکله چې نظامي ډلې د خبرو اترو مېز ته راښکل شوې دي، خپلې ټولې نظامي لاسته راوړنې یې په سیاسي ډګر کې له لاسه ورکړې دي او هغه ماتې چې په نظامي جبهه کې يې تن نه ورکاوه، د خبرو اترو پر مېز یې خوړلې ده.

 لکه څنګه چې امریکا په تدریجي ډول د حکمتیار اسلامي حزب لومړی د مزدور دولت په وسیله د خبرو اترو مېز ته کېناوه او په ۱۸ کلنو ډیموکراتیکو ارزښتونو کې یې هضم کړ، بیا یې په ۲۰۱۸ کې زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی معرفي کړ او اوس د امریکا او طالبانو تر منځ له اته پړاوه مستقیمو خبرو اترو وروسته په نهم پړاو کې دواړه لوري خوشبیني ښيي، چې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

د امریکایي سولې موخه په اصل کې د طالبانو د تجزیې، کمزورۍ او تسلیمۍ لپاره  سیاسي توطیه ده، ترڅو له یوې خوا امریکا د خپل تاریخ خورا اوږده جګړه ختمه اعلان کړي او د امریکا حاکم حزب د ۲۰۲۰ په ټاکنو کې د لاسته راوړنې په توګه ګټه ترې واخلي او له بلې خوا هغه عامه افکار چې په امریکا او نړۍ کې د افغانستان د جګړې د ماتې په اړه جوړ شوي، بدل کړي. له دې سره هممهاله په اوږد مهال کې په سیمه کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران پر وړاندې د خپل نفوذ د خپراوي لپاره افغانستان د ستراتیژیک ټکي په توګه وکاروي.

د دې تر څنګ د افغانستان په اړه د امریکا او غرب سیاسي لیدلوری اصلاً بدل شوی نه دی، د افغانستان پر ستراتيژيک موقعیت سربېره د هغه فوق العاده بکر معادن او د نشه‌يي توکو تولیدات هغه موارد دي چې د کافرو استعمارګرانو په لیدلوري کې یې د دغه هېواد جذابیت لا زیات کړی. نو امریکا د نظامي ځواکونو د بشپړو وتلو لپاره له تیاري سره هممهاله پر خپل استخباراتي حضور هم تاکید کوي.

هغه ټکی چې د غور او تأسف وړ دی، هغه دا چې مسلمانې وسله والې ډلې په داسې وخت کې چې د اشغالګرو د هډوکو د ماتولو غږ تر غوږو کېږي، له مبارزې لاس اخلي او د خبرو اترو داسې ډګر ته ورننوځي، چې هېڅ تجربه نه پکې لري. په دې برخه کې امریکا تل د سیمې د حکومتونو د استخباراتو له نفوذه ګټه اخیستې، لکه څنګه یې چې په ۲۰۰۱ کې د طالبانو حکومت د ماتې په قضیه کې د مشرف له حکومته ګټه واخیسته، اوس له طالبانو سره په سوله کې د عمران خان له حکومته اعظمي ګټه اخلي؛ چې په بدل کې یې پاکستان ته ځينې امتیازونه ورکړل شول لکه د ډيورنډ پر لانجمنه کرښه اغزن سیم نصبول، د پاکستان تر حکومت لاندې د قبایلي سیمو ادغام، د امریکا له خوا د بلوچستان ازادي غوښتونکې ډله تروریستي بلل؛ خو په مقابل کې هند د «ازاد» کشمير خودمختاره سیمه تصرف کړه.  

طالبان امریکا ته ضمانت ورکوي چې د دوی تر ولکه لاندې سیمې څخه به پر امریکا او متحدینو یې برید نه کېږي. خو په بدل کې یې له مسلمانانو سره پر بالفعل محاربو هېوادنو لکه روسیې او چین باور کړی او هغوی یې د سولې په پروسه کې د دواړو اړخونو د ضمانت کوونکو په توګه مطرح کړي دي. د طالبانو دغه ټولې مبدئي تېروتنې ناسم تقدیم دی، چې ناوړه پایلې به یې په دنیا او آخرت کې د جبران وړ نه وي؛ ځکه تر دغو شرایطو لاندې طالبان د امریکا، چین او روسیې پر وړاندې له جهاده لاس اخلي او د مجبوريت له مخې به د نورو مسلمانو نظامي ډلو پر وړاندې د جګړې صفونو ته ننوځي.  

له دې سره هممهاله امریکا له طالبانو سره خپله هوکړه له بین الافغاني هوکړې څخه بېله کړې ده، چې دا به خپله د طالبانو او نورو افغان اړخونو تر منځ د لا زیاتې داخلي تفرقې لامل شي او همدغه اختلافونه امریکا ته فرصت ورکوي، ترڅو د طالبانو په تجزیه او کمزوري کولو سره ژوره ساه واخلي، هوکړه لیک فسخه او خپل حضور ته دوام ورکړي.

نو په افغانستان کې د اشغالګرو هر ډول موجودیت هغه سرطاني غدې ته ورته دی، چې له ټولو رېښو سره له بېخه ایستلو پرته بله هېڅ حل‌لاره نه لري. دا موخه هغه مهال تر لاسه کېږي چې د امت مخلص نظامي مبارزین د اشغالګرانو پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکړي او سیاسي او فکري مبارزین په یوه اسلامي خاوره کې د طلب النصرې له لارې قدرت خپل کړي او راشده دولت تاسیس کړي، چې پوځ به یې په افغانستان کې د مخلصو مجاهدینو ملتیا وکړي او په پایله کې به د امت دغه نظامي قضیه یو طرفه کړي او د نورو اشغال شوو خاورو د ازادۍ لپاره به په ګډه اقدام وکړي.

سیف الله مستنیر

د حزب التحرير - ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

د ډارنو خلکو سترګې به هېڅ کله پټې نه شي! Featured

د ۲۰۱۹م کال د اګیست په ۱۹مه د نړۍ د شپږم لوی پوځ مشر جنرال باجوه ته درې کاله نور هم د پوځ مشري ورکړل شوه، په دې اړه لومړي وزیر داسې وویل: «دا پرېکړه د سيمه ییز امنیتي چاپېریال له کبله شوې ده.» په اوسني سيمه ییز امنیتي چاپېریال کې چې د امریکا او هند تر سیوري لاندې دی، هغه څوک د مسلمان ځواکمن لښکر د مشرۍ پر غاړه اخیستلو وړتیا لري چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د پيغمبر صل الله علیه وسلم له اوامرو سره سم په سيمه کې امنیت ټینګ کړي.  د ارزښت وړ جنرال هغه څوک دی چې په مستعمره کشمير کې د مسلمانانو اوښکې پاکې کړي، په چټکۍ سره په کشمير کې امنیت راولي او خپل زړور عسکر حساس جنګ ته واستوي، وروسته له هغې چې د سرينه ګر ښار پر وړاندې بري کې د تکبیرنو خواږه اوازونه د خلافت له بیرغ سره یو ځای پورته شي. د پاک لښکر پاک جنرال هغه کس دی چې په پرلپسې بریاوو سره خپل لښکر د هند د نیمې وچې لوړې څوکې ته ورسوي. دا په رښتيني مسلمان جنرال پورې اړه لري چې په ډېرې چټکۍ سره افغان طالبان له ظالمو ځواکونو سره چې له شرموونکې ماتې او بشپړ وتلو په وېره کې دي په خبرو اترو کې له چل او فرېب خبر کړي. باجوه هڅه کړې چې یوه سیاسي معامله وکړي او د متحده ایالتونو نظامي ځواک په سيمه کې ځای پر ځای کړي. دا په زړور مسلمان جنرال پورې اړه لري چې په ټینګه له افغان طالبانو ملاتړ وکړي او په بشپړ قدرت سره یې د جهاد خیر او ښېګڼې ته راوبولي چې د الله تعالی د دین لپاره یې د دوی د وینو او پولادو په بدل بشپړه بریا تر لاسه کړې. پرهېزګار جنرال کولای شي د ډيموکراسۍ لپاره ټول سازماني ملاتړ څخه ځان وباسي چې خلک یې د IMF او پانګوال کفر تر ډبرې لاندې ټوټه کړي او هغه څه چې د الله تعالی له لوري ورکړل شوي مرسته کوي، د ده خلک کولای شي له خورا ډېرو شیانو چې الله سبحانه و تعالی پاکستان ته ورکړي ګټه پورته کړي، په حقیقت کې، زموږ له لوري له هرشي لږ د امت د زمریانو لپاره وړ جنرال به زموږ پر وړاندې شاهد وي. رسول صل الله علیه وسلم فرمايي: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ» «کله چې له وړ کسانو پرته چارې نور کسانو ته سپارل کېږي، بیا نو د قیامت لپاره انتظار وباسئ.» [بخاري].

اې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو زمریانو! رښتينی جنرال خالد بن وليد چې کله د مرګ پر بستر پروت و داسې وویل:

لقد شهدت مئة زحف أو زهاءها، وما في جسدي موضع شبر إلا وفيه ضربة بسيف أو رمية بسهم أو طعنة برمح، وها أنا ذا أموت على فراشي، حتف أنفي، كما يموت البعير فلا نامت أعين الجبناء

ژباړه: «ما په سلګونو جګړو کې برخه واخیستله او په بدن کې مې داسې ځای نشته چې د تورې، نیزې او غېشي داغ نه وي، مګر نن زه پر خپل بستر لکه زوړ اوښ مرم او ډارن خلک به هېڅکه ارام نه شي.»

 اې د سیف الله وارثينو! د نبوت پر منهج د خلافت د پروژې لپاره د حزب تحریر مخلصو کار کوونکو ته نصرت ورکړئ او له دې د لوی اسلامي امت دین حمایه کړئ، ځکه تاسو داسې جنرالان لری چې په رښتیا هم ستاسو د قوماندې وړتیا لري او د سپېڅلې بریا او شهادت لپاره ستاسو مشري کولای شي.

په پاکستان کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې