یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د تونس ولایه کمپاین: «له الله سبحانه وتعالی پرته څوک غوره حکم کوي»

  • خپور شوی په ټونس

په دې ورځو کې تونس په یو سخت پړاو کې راګیر دی. د یاد هېواد حکامو پر خپلو ساده رولونو (نقشونو) سترګې پټې او د خپلو اقتصادي، مالي او ټولنیزو سیاستونو ټاکنه یې ښکېلاکګرو هېوادونو، د پیسو په نړیوال صندوق او په اروپایي ټولنه کې خپلو کارکوونکو ته وسپارله. د دغه سخت حالت پر وړاندې، چې د دې خاورې سیاسي حالت ورسره مخ دی او د دې خاورې شته ګوندونه د دې پر ځای چې د امت چارو ته پام وکړي، پر خپلو کورنیو شخړو بوخت دي. همداراز له حاکمو نظامونو او فرصت غوښتونکو ګوندونو څخه د خلکو کرکه د ښاروالۍ په وروستیو ټاکنو کې په ښکاره لیدل کېږي. موږ د حزب تحریرـ ولایه تونس خلکو ته اعلانوو چې د امت د ستونزو د  بنسټیز حل، د ښکېکلاک او غلامۍ له ټولو ډولونو څخه د امت ازادولو او د سیاسي فکر د ښوونې لپاره سیاسي کمپاین پیلوو؛ چې هغه د اسلام او شرعي احکامو پر بنسټ په حکومتدارۍ، اقتصاد او ټولنه کې د سیاسي نظام بیا تاسیس دی.

دغه نوي کمپاین ته مو د (وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللهِ حُكْماً) یعني له الله پرته څوک غوره حکم کوي، سرلیک ټاکلی دی. د الله سبحانه وتعالی په مرسته به څو اونۍ دوام وکړي او د بنسټیز بدلون په رامنځته کېدو کې به د اسلام د نظام وړتیا وښيي. له رب العالمین څخه، له ظالمانو او د ښکېلاک له استازو څخه د ازادۍ غوښتنه کوو او همداراز په هغه نظام کې په پت او عزت سره ژوند کول غواړو چې د امت د عقیدې او تمدن استازیتوب وکړي او په حاکم انتخاب کې د امت حق تضمین کړي.

حمزه  «پارسا»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

فلسطین د خپلواکۍ له اعلان 30 کاله وروسته!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د 1988م د نومبر په 15مه یاسر عرفات د الجزایرو په پلازمېنه، صنوبر ماڼۍ کې فلسطین د خپلواک دولت په توګه، چې پلازمینه به یې قدس وي اعلان کړ. ده د استقلال اعلامیه -چې د فلسطین تکړه شاعر محمود دروېش لخوا لیکل شوې وه- په ملي شورا کې ولوسته. په دې اعلامیه کې داسې لیکل شوي و: «د الله په نامه د فلسطین عربان د فلسطین پر خاوره د فلسطیني دولت تاسیس چې پلازمینه به یې قدس شریف وي اعلانوي.» او په دغه اعلامیه کې ښکاره د اشغالګرو شړل، د حاکمیت ځواکمنتیا او استقلال ته درناوی یاد شوی و.

اوس د کاغذ پر مخ د خپواکۍ د اعلان 30 کاله کېږي. اوس باید وګورو چې د فلسطین د مسالې عملي واقعیت په کومه کچه دی؟ په یوه لنډه کتنه کې به څرګنده شي، له هغه وخته چې د فلسطین قضیه د ازادۍ غوښتونکي سازمان او د فلسطین خپل سرې (خود ګردانه) ادارې لاس ته لوېدلی، فلسطین او خلک یې له ډېرو کړاوونو سره مخ دي:

د جغرافیایي ولکې له مخې: د فلسطین د احصایې د مرکزي ادارې د رپوټ پر بنسټ، چې د 2016م په مې میاشت کې خپور شوی و، د فلسطین خاورې 85 سلنه مساحت چې له 27000کیلو متره څخه زیاته کېږي د یهودي دولت په ولکه کې ده. یوازې 15سلنه خاوره د فلسطیني وګړو تر ولکې لاندې ده. که چېرې له هغه وخته د یهودو د ښارګوټو جوړونې د پرمختګ کچه په دې شمېرو ور زیاته کړو، نو بیا به زموږ لپاره پاتې مساحت د تصور هم نه وي او د فلسطین د خلکو یاده فیصدي به له نظري پلوه هم یوه فرضیه وي. دا هغه څه دي چې د یهودو د دولت لومړی وزیر نتنیاهو یې اړ کړ، څو په دې وروستیو کې د نښتو عملي تګلاره او د خلکو هیله، د کانتونیانو او فلسطیني قصباتیانو خپلواکي او د خپل سري حکومت جوړول؛ عنوان کړي.

د قدس شریف اصطلاح: یوه لفافه (پټه او ګونګه خبره) ده، چې قدس ته نږدې مقدس ځایونه یا د غربي قدس پر ځای شرقي قدس محدودوي. د فلسطین ازادیخوا سازمان او خودګردانه(خپل سرې) اداره یې د عامه افکارو د بې لارې کولو لپاره کاروي. دا داسې څه دي چې د امتیاز له تر لاسه کولو مخکې، جوړجاړی تحمیلوي. که د یهودیانو لخوا په قدس ښار کې د ښارګوټو جوړونې او د قدس یهودي کېدو کچې ته وګورو، دغه راز د ټرامپ لخوا قدس د یهودو د دولت د پلازمینې په توګه له پېژندلو هم ښکاري، چې د فلسطین د پلازمینې په توګه د قدس فکر کول نیږدې د خوب لیدل دي. د خپلواکۍ د اعلان 30 کال کېږي؛ خو قدس لا هم پوره د یهودیانو په لاس کې دی. له ځینو پرته چې هغه هم د اشغال د شرطونه او معیارونه ومني بل څوک حتا فلسطینیان قدس ته د ورننوتو اجازه نه لري.

خپلواکۍ ته درناوی او د حاکمیت د ټیکاو لپاره مبارزه: له 30 کالو وروسته د پام وړ رسوایۍ سره مخ دي. مبارزې د نڅا او له یهودو سره د اړیکو د عادي کولو په جشنونو بدلې شوې. د مقاومت خبرو، خپل ځای له اشغال سره د بیت المقدس امنیتي همغږۍ ته ورکړی. خودګردانه ادارې د ځان لپاره واقعي ذلیلتوب په درې بعدي بڼه رسم کړی. تر دې چې افسران او قومندانان اشغال او د هغوی د جیبونو دساتلو او ورته لاره موندنې رول لوبوي. د امنیتي فعالیتونو تشکیلات اشغالساتنې ته ځانګړي شوي. په بې شرمۍ د هغوی د امنیت ساتنې او له ښارګوټو او کاروانونو څخه ساتنه کېږي. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه خپل تشکیلات، چې زرهاوو تنو ته رسيږي، خپلې خاورې او د فلسطین د خلکو له ساتنې پټ او بې مسوولیته دي.

له سیاسي پلوه: د تشکیلاتو تاسیس او په رسمیت پېژندلو یې د یهودیانو شتون او اشغال قانوني کړ. د یهودي دولت تر څنګ په نړیواله توګه د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو خبره وشوه. د یهود دولت قانوني مساله؛ د فلسطیني ادارې، عربو او مسلمانانو د حاشیو خبرې دي. تر دې چې اوس بېګانه اشغال په اصلي او رېښه دار اوسېدونکي بدل شوی. دا د خپلواکۍ اعلامیه وه، چې اسلامي نړۍ ته یې د یهودي دولت د سیاسي ورتګ لپاره رسمي ټکټ ورکړ.

د ازادۍ غوښتونکو سازمان او ملي شورای لخوا د خپلواکۍ د اعلان فکر پخپله یوه مسخره وه، ځکه د هغه سازمان او شورا خلک چې د یهودو له اجازې پرته د فلسطین په مقدسه خاوره کې د تګ را تګ توان نه لري، نو څه ډول کولای شي پر دغه خاوره خپلواکي اعلان کړي؛ بلکې دا د دې قوم پوچ مغزي او ځانته سپکاوی دی چې کوي یې؛ ځکه دولت د کاغذ پر مخ نه جوړیږي. خپلواکي په پیغام نه اعلانیږي. مساله له بې ځایه خبرو او کاغذي اسنادو تېره ده. د دولت ستنې د بانک میدانونه، جګړه او د واقعي ازادۍ میدانونه جوړوي. هغه میدانونه چې الله سبحانه وتعالی یې پر جوړولو، د اشغال له چټلۍ څخه د مبارکو خاورو پاکولو او رېښو اېستلو امر کړی دی.

خو دوی د وسلو خبرې او د وسلو غږ په شعارونو او له موسسو څخه په غوښتنو، د عربي او نړیوالو جنایتکارو له استازو سره په ملګرتیا بدلې کړې. له داسې کسانو سره اړیکې نیسي، چې د غاصب یهود دولت بنسټ یې اېښی او د سوکاله ژوند وسایل یې ورته برابر کړي دي.

د خپلواکۍ له اعلان څخه 30کاله وروسته حالت داسې پاتې دی؛ هغه تشکیلات چې د حاکمیت او قدرت له پلوه په نشت حساب دي. د غریب دروېزګر په څېر، امریکا او نړۍ ته لاس غځوي، څو د یهودو د دولت تر څنګ یې د یوه تشریفاتي او بې بنسټه دولت په توګه ومني. د داسې رژیم تر څنګ چې د فلسطین پر ټوله خاوره حاکمیت او قدرت لري. دوی فکر کوي، چې په دې ډول به پر یهودو ښه وخت تېريږي، امنیت به لري او مسلمانان به هم ارام شي. یوځای اوسېدنه او همغږي لکه د رومانتیکو فېلمونو او شعري صحنو پیلېدل دي.

د فلسطین قضیه پرته له دې چې کاملاً له اشغال څخه ازاد شي بله د حل لار نه لري. هغه حلاره چې یوازې د ځواکمنو ځواکونو او جهاد په وسیله تر لاسه کېږي. هغه ازادول چې الله سبحانه وتعالی یې مسلمانانو ته امر کړی. هغه به -که الله سبحانه وتعالی کول- ډېر ژر وشي.

لیکوال: باهر صالح

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

په بریتانیا کې د مسلمانانو ځورول په چټکۍ سره په یو دود بدلیږي

(ژباړه)

تېره میاشت، د سوریې پر یو کډوال هلک او د هغه پر خور د ښوونځي په لوبغالي کې برید وشو. د دې دواړو پېښو انځورونه ثبت او په ټولنیزو رسینو کې خپاره شول، چې بریتانوي دا کار د خپل قرباني په بدل کې تر سره کوي. یوه میاشت وروسته اوس رسنۍ د دې پېښې اصلي جریان خپور کړ، پولیسو د دغې ځورونې پړه په یو ۱۶ کن هلک اچوي.

پرته له دې چې ټولنیزو رسینو ته پاملرنه وکړو، یو ځل باید وپوښتل شي، چې ایا د دې پېښې د اصلي جریان راپور د رسنیو له لوري باید ورکړل شوی وی که ښوونځی یې په اړه لاس په کار شوی وی یا که پولیس په هر اړخیزه توګه په دغه پیښه کې داخل وی؟

په بریتانیا کې بې شمېره ځوان او سپين‌ږیری مسلمانان کولی شي د هغه کینې په اړه چې په مستقیمه توګه ورسره مخ شوي، دوی ته ووایي. د ښوونځیو د مسلمانو زده کوونکو والدین کولی شي چې خپلو بچیانو ته د هغه څه په اړه ووایي، کله چې دوی په دوامداره توګه د نژادي توپیر او تعصوب له امله ځورول کېدل، په ځانګړې توګه د پوستکي د رنګ له امله. په دې وروستیو کې نژادي عناصر، له مسلمانو او له هغه اسلامي کړنلارې سره پر دښمنۍ بدل شوي، چې دوی یې په خپل ژوند کې کاروي.

دا ډول کینه د یوې سېکولر ټولنې هغه ناپایه تولید دی، چې په عمومي توګه یې پیداوار یوازې  د خلکو تر منځ ضمانت دی. د بریتانیا حکومت او د هغوی خبیثې او بې مغزه رسنۍ، چې د حکومت د لاس اله ده، د مسلمانانو او اسلام پر وړاندې ورځ تر بلې بدګوماني رامنځته کوي. د دغه ښوونځي د پلټنو مشر د ټولو تر مخ، د مسلمانانو او اسلامي ارزښتونو لپاره د زغم غوښتنه کړې وه.

د مسلمانانو د ځورولو په اړوند د رسینو دا تازه پاملرنه، په داسې حال کې چې د بې شمېره ورځینو قربانیو پر مهال هېڅ نه تر سترګو کیږي، له حکومت څخه غواړي چې اسلامي وېره (Islamophobia) په رسمي توګه تعریف کړي، چې دوی ورسره په اغیزمنه توګه معامله وکړي.

په بریتانیا کې اسلامي ټولنه باید د حکومت پر دې نوي نوښت اندېښمنه شي، چې د اسلامي وېرې بحثونه یې په رسینو کې راپورته کړي. دا کلیمه دلته د اسلامي ټولنې د لا زیات بې دینه کولو لپاره د یوې وسیلې په بڼه کارول کیږي. اوسنی بنسټیز وضعیت دا په ګوته کوي، چې مسلمانانو لا تر اوسه سم نه دي سیکولر شوي، له همدې امله پر دوی بریدونه تر سره کوي. په حقیقت کې د مسلمانانو او اسلام پر ضد د سیاسونو او رسینو خبرې مبدایي تړاو لري او په سیاسي توګه پر مخ بېول کېږي.

پر یو سیکولر هېواد تکیه کول، چې اسلامي ویره تعریف او مخنیوی یې وکړي، شاید لنډمهالې لاس ته را وړنې ولري، مګر په پایله کې به د سیکولریزم موضوع ته ګټور تمام شي. کېدای شي چې تمرکز خپله پر برېدونو وشي، نه د بریدګرو پر هغو افکارو، چې له ځان سره یې لېږدوي. دوی به پر نښانونو پسې ګرځي، نه په لامل پسې، حتی له لامل څخه به بل لورته بشپړه پاملرنه وګرځوي.

نن ورځ سیکولران، د اسلام پر وړاندې د خپل فکر په دفاع کې عاجز او نهیلي شوي، له همدې امله هڅه کوي چې د هغه بحثونو مخنیوی وکړي چې د دوی په سیکولریزم پورې تړاو لري. کله چې مسلمانان په هغه وخت چې بریدونه رامنځته کیږي، د اسلامي وېرې د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي، سیکولران هڅه کوي، چې په هغه څه د بحث کولو څخه مخنیوی وکړي، چې د بریدونو تر شا دي او په ډېرې اسانۍ سره کولی شي چې د اسلام او سیکولریزم اړوند، بحثونو مخنوی وکړي. د بحثونو د مخنیوي موخه د مسلمانانو لپاره باید د وروستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دین له امله نه وي.

د اسلامي وېرې غوښتنه د اصلي موضوع څخه پاملرنه بل لور ته ګرځوي او یوازې یو شمېر نښانو ته پاملرنه کیږي. تود بحث، عقیده او سیکولري ارزښتونه نه دي. کله چې موږ بحث کوو، پر ځای د دې چې وګورو د غږ پوته کول لپاره مناسب وخت دی که نه، یوازې وایو چې موږ په یوه محرم سیکولر ټولنه کې ژوند کوو.

د اسلامي وېرې پر ځای د حکومت او رسنیزو بنسټونو له لوري د مسلمانانو غېرې عادلانه ساتنه باید تر پوښتنې لاندې راوړل شي، چې دا څه دي، په هغه وخت کې دا بحث اغېزمن کېدی شي.

د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې درواغ باید درواغ   ثابت کړل شي، په هغه وخت کې له دې ریاکارو درواغجنو خوځښتونو څخه پرده پوته کېدی شي. د اسلامي عقایدو او ارزښتونو پر وړاندې د درواغجنو تورونه او بدې رویې لامل، د یو بدیل فکر نه شتون دی، چې دوی یې په اړه فکر وکړي او سمې لارې ته راوګرځي. دا د قرانکریم کړنلاره ده، چې د قریشو جنایات یې د دوی د جنایتکار ذهنیت سره سم یادوو.

دا سیکولر نظام باید خپله د مسلمانانو بې رحمه ځورونې ته ځواب ووایي، چې نن ورځ دوی له دې عاجز شوي چې په ټولنه کې برابري را منځته کړي، دا یو څرګند حقیقت دی، چې مختلف عقاید او ارزښتونه ورته د زغم وړ نه دي. مخکې له دې چې مسلمانان نور هم د سیکولریزم لورته بوځي، موږ باید د اسلامي دعوت ته، چې موخه یې د سیکولر عقایدو تر پوښتنې لاندې راوستل دي، وده ورکړو او له ذهني چلنجونو څخه ونه وېریږو.

یحیی نسبت

په بریتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

د مطلب ادامه...

د حکومت جوړښت د نامشروع ګټه اخیستونکو سیاستوالو له لوري د یوه ناکام او کاواکه نظام اداره کول!

  • خپور شوی په سیاسي

د يوه کال په تېرېدو سره به ډېر لږ داسې وخت په لبنان کې تر سترګو شوی وي چې یاد هیواد له داخلي کړکېچ، ناکامو او بې ګټو سیاستونو پرته لیدل شوی وي... فرانسې د خپلو ښکېلاکي ګټو په موخه د لبنان د خلکو د وينو په بيه ياد هيواد تاسيس کړ، اسلامي فضا يې له منځه يووړه او هر ټبر يې په لږکيو واړاوه، ترڅو په دولتي نظام کې دننه هر ټبر د چوکيو لاسته راوړولو لپاره مبارزه وکړي. له همدې امله همدغه قومپالنې د هيواد سياسي، اقتصادي او امنيتي بنسټونه زيانمن کړل او د دې هيواد په خلکو کې یې کرکه او دښمني پيدا کړه.

 بیا په ۱۹۷۵م کې تر پیل شوې کورنۍ جګړې وروسته د لبنان دولت د امریکا له لوري میراث شو او هرڅه پکې ګډوډ شول. د طايف د تړون پر بنسټ په لبنان کې «ګډه کابينه» رامنځته شوه. د طايف تر تړون وروسته به په منځنۍ توګه  په لبنان کې هر کال يو بشپړ او بل نيم حکومت تشکيلېږي. په ۱۳ کلونو کې وروسته تر دې چې د سوريې رژيم له لبنان څخه جلا شو، د څلورو کلونو لپاره په نوبت سره مستعفي حکومتونه درلودل. ځکه نو «منظم» فساد او د ونډو تر نامه لاندې د عامه شتمنیو چور په ډېرېدو شو.

پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۸م د مې پر ۶ مه ترسره شوې، چې پکې ګډون د استازيتوب له تناسب سره سم ۴۹ سلنې ته را ولوېد، لبنان د جوړېدونکي حکومت پړاو ته دننه شو او سعد حريري پکې منتخب ولسمشر شو، چې له دې سره سم نوې ستونزې رابرسېره شوې. لومړی د پوځ او د دورزي (Druze) مذهبي ډلې ترمنځ لانجه راپورته شوه، وروسته لبناني ځواکونو چې کابو پنځه مياشتې يې همدلته تېرې کړې او ټولې ښکېلې غاړې د يوه حکومت پر جوړېدو سره سلا شول! چې ناڅاپه يوه بله نوې لانجه رابرسېره شوه، چې ايراني پلوی ګوند به له سني متحدينو څخه يو اضافه وزير چې بشارالاسد ته وفادار وي په کابينه کې زیات کړي. لکه څرنګه چې د دورزي مذهبې ډلې او ځواکونو تر منځ د لانجې د حل وړاندوينه نه وه شوې، نو د یاد خنډ د یوې خواته کولو په موخه د حکومت موده نوره هم وغزېده. امريکا په لبنان کې ډېر نفوذ لري، داسې ښکاري چې په اوس وخت کې د حکومت تشکيل بېړنی نه ګڼي.

پر وليد جنبلاط او سمير جعجع باندې سخت لفظي بريدونه د ايراني پلوي ګوند (حزب الله) د مشر له وروستۍ وينا څخه په ډاګه ښکاري. دا کار تر هغې وروسته ترسره شو چې دواړو، ولسمشر او د وطنپالنې آزاد حرکت (Free Patriotic Movement) مشر د تېرو مياشتو په ترڅ کې پر دوی باندې لفظي بريدونه وکړل. په داسې حال کې چې د راتلونکي حرکت (Future Movement) مشر سعد حريري په دغې ټوله موده کې تر هغه وخته پر خوله لاس ايښی و، چې له سنيانو څخه هغه وزيران چې بشار رژيم ته وفادار وو، وړانديز شول، چې دې کار نوو مصلحتونو ته لاره هواره کړه او په دې سره د مصلحتونو له لارې د ولسمشر او ولسمشرۍ کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شو! دا هغه وخت و چې ايراني پلوی ګوند (حزب الله) د امريکا د بنديزونو په تړاو مخالفين نه درلودل. د ټرمپ ادارې غوښتل چې د ايران اغېز او نفوذ په دې سيمه کې ځکه پای ته ورسوي چې رول يې پوره او په بېلا بېلو کړکېچونو کې ترې کار واخيستل شو. تېره مياشت د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د شام د چارو مرستيال او د سوريې لپاره ځانګړي استازي جول رايبورن له منتخب لومړي وزير سعد حريري او د لبنان د مرکزي بانک له رييس سره ليده کاته درلودل او پر ايران او ايراني پلوي ګوند (حزب الله) باندې يې د بنديزونو د پلي کولو په تړاو بحثونه وکړل. د دې کار په دوام د لبنان ولسمشر د ايراني پلوي ګوند (حزب الله)  په تړاو يوه بېله پرېکړه تصويب کړه، چې يوه سني څېره به د وزير په توګه ټاکل کېږي. چې همدغه کار ايراني پلوی ګوند سخت په غوسه کړ او د ګوند عمومي سر منشي تېره اونۍ توندې څرګندونې وکړې او د حکومت تشکيل يې ټکنی کړ.

دغې لانجې، که څه هم په بېلا بېلو بڼو راټوکېږي، چې په حقيقت کې د ټولو موخه د حکومت په دننه کې د ډلو او پلانونو تپل دي، ترڅو امريکايي اييتلاف له خنډ او ځنډ څخه پرته پر هغو ګوندونو خپلې پرېکړې وتپي چې اروپا پلوي دي، په ځانګړې توګه وروسته له سيدار کنفرانس څخه چې له مخې يې ۱۱ مېليونه ډالر امتيازي پور لبنان ته ورکړ.

لبنان خپلواک دولت نه دی او د نورو اسلامي خاورو په څېر يوازې په نامه «خپلواک» دی... امريکا په لبنان کې ټول اړخونه مهاروي، پرېکړه کوي چې کله به حکومت تشکيلېږي او کله به منحلېږي او وروسته د سياست او حاکميت ملاتړي د توکمونو مشران يادې پرېکړې عملي کوي او د هيواد خلک به يې بيه پرې کوي چې ياد تاوتريخوالی تجربه کوي.

د لبنان د خلکو ژغورنه لکه څرنګه چې موږ مخکې ويلې وو او بيا ځلي وايو په دې کې ده: «لبنان يوه کاواکه او ناکامه اداره ده، چې د دولت هيڅ اساسات نه لري او د نظام په دننه کې د اصلاحاتو راوستلو امکان پکې نشته. د فاسدو مقرارتو پر بنسټ يوه اداره ده او ټول تشکيل يې له نامتاجانسو ډلو څخه جوړ دی.

د لبنان د خلکو ژغورنه په دې کې ده، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه د ریښتیني راشده خلافت تر حکم لاندې د اسلامي نړۍ يوه برخه وګرځي، د ښکېلاکګرو لاسونه لنډ کړي، د ونډو او فساد پر بنسټ سياسي نظام له منځه يوسي او له داسې نظام سره يوځای شي چې د خلکو پالنه کوي، نه دا چې له خلکو ماليه واخلي. هغه دولت چې له عقيدوي توپير پرته د خپلو وګړو د چارو پالنه کوي، په خلکو کې د توکمپالنې روحيه له منځه وړي او د شخړو لړۍ چې خلک اوس پکې راګیر دي له منځه وړي او خلک هغه عادي ژوند ته چې لسيزې مخکې يې درلود بیایي، يانې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه د راشده خلافت تر حکم لاندې ژوند ته يې ستنوي...

او دغه اوسني سیاستوال به خپل امت او خلکو سره د خيانت او کفر او لویدیځو اشغالګرو ته د سجدې له امله مسول وګڼل شي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ

[الشعرا: ۲۲۷]

ژباړه: او ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي چې هغوی له څه برخلیک سره  مخامخ کېږي.

حزب التحرير- ولايه لبنان

ژباړه: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

د یمن جګړه؛ د ګټو انډول

د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۱مه، د الجزیرې د خبر لمخې په یمن کې د جګړې له پیل راهیسې نږدې ۸۵۰۰۰ ماشومانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړی.  دا له هغو خبرونو څخه یو خبر دی چې د یمن د وژونکي ناورین په اړه یو انځور وړاندې کوي. دغه ناورین د ننني عصر له خورا ستر انساني ناورینونو څخه ګڼل کېږي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خورا ویاړ سره ویلي، چې د یمن جګړې ته هېڅکله هم په زیاته کچه نړیوال پام نه دی وراوښتی او نور نه ښايي چې دا جګړه یوه «هېره شوې جګړه» و بلل شي . خو د نړیوالو پاملرنه به څه ګټه وکړي؟ د نړیوالو پاملرنې هیڅ مثبت بدلون نه دی رامنځته کړی او نه يې دې ستونزو ته حللاره هواره کړې. خلک مري، هغوی بېړنیو مرستو او بېړنيو روغتیايي آسانتیاوو ته اړتیا لري، خو لاسرسی ورته نه لري.

دا ټول داسې مهال رامنځته کېږي چې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چمتو دي په جګړه کې ښکېلې ټولې غاړې د مذاکراتو مېز ته راولي. د یمن وګړي په سختو کړاوونو کې ژوند تېروي. دې کړکېچونو ته په ځواب کې د ملګرو ملتونو سازمان، چې د جګړې له بدبختیو نه د بشریت د ژغورلو دعوا کوي له هغه چا سره مذاکرات کوي، چې هره ورځ د یمن پر مظلوم ولس هوايي بریدونه کوي او په زرګونو خلک يې وژلي دي. په دې هوايي بریدونو کې هره ورځ ۱۳۰ ماشومان وژل کېږي او ملګري ملتونه هم دا مني، خو دوی يوازې پر دې خبره بسنه کوي، چې په روانه جګړه کې له ښکېلو غاړو سره په خبرو بوخت دي. (Save The Children)

ایا دا په ريښتیا هم يوه لاسته راوړنه ده؟ ایا د یمن د جګړې قربانیان همدې ته په تمه دي؟ ایا د دې وخت نه دی رارسېدلی چې موږ پوه شو، چې دا نظام څومره له فساده ډک دی؟

د غربي نظام پلویان ښايي دا دلیل وړاندې کړي، چې د ملګرو ملتونو سازمان خپل محدودیتونه لري او نه شي کولی چې د يوه خپلواک دولت په چارو کې لاسوهنه وکړي، ایا دا د زرګونو خلکو د قتل لپاره یو دلیل کېدلی شي؟

د اوربند هڅې په يوه نامعلوم حالت کې  دي. په یمن کې د سیاسي وضعیت له امله بشري مرستې په خورا کمه کچه تر خلکو رسېږي. دا حالت د سعودي عربستان په ګډون د ۱۱هیوادونو د لاسوهنې له امله رامنځته شوی دی. امریکا متحده ایالات، فرانسه او برتانیا د سعودي عربستان د هوايي ځواکونو لپاره وسلې، الوتکې او استخباراتي معلومات برابروي. د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د لوی کمیشنر په وینا چې په دې جګړه کې د یمن ۲/۳ برخه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. امریکا متحده ایالاتو هم  په دې جګړه کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي او دا يې هم منلې ده چې په یمن کې یې ځمکنې ځواکونه په دنده ګمارلي دي.

څه علت دی؟ امریکا متحده ایالات، برتانیا او فرانسه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه دي. دا شورا په ملګرو ملتونو کې خورا اغېزناک او ډېر صلاحیتونه لري. دې شورا په ۱۹۴۵م کال  کې تر خپل تاسیس راهیسې ګڼې شخړې هوارې کړي دي، خو په دې جګړه کې د ستراتیژیکو ګټو له امله نه غواړي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. یمن د نړۍ د تېلو د صادرېدو په لار کې يو مهم او له ستراتيژیک اهمیت څخه برخمن هیواد دی.

برتانیا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی هیواد دی، په دې وروستیو کې يې د یمن د جګړې موضوع امنیت شورا ته وړاندې کړه او د ۱۴غړو هیوادونو په منځ کې د یمن د جګړې په اړه د یوې پرېکړې پر سر خبرې کوي. د سې بې ایس خبرې چینل په وینا دا پرېکړه له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي، چې اوربند وکړي، له حدیده بندر څخه محدودیتونه لرې کړي او د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي. دا پرېکړه همدا ډول په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چې په یمن کې پر ګڼو مېشتو ملکي سیمو بریدونه بند کړي، پر ګاونډیو او بېړیو چلولو سیمو هم د مزایلو له توغولو څخه لاس واخلي.

په ورته وخت کې د برتانیا ګارډین ورځپاڼې خبر ورکړی، چې دا لا تراوسه څرګنده نه ده، چې غړي هیوادونه به څه وخت د دې پرېکړې په اړه رایه اچونه کوي او غړي هیوادونه به څه وکړي؟ دا پرېکړه له دې امله هم مهمه ده چې دا به مذاکراتو او خبرو اترو ته لاره هواره کړي او تر دوو سختو اونیو وروسته به یو لنډ مهاله اوربند رامنځته کېږي.

د حیرانتیا خبره دا ده چې د دې پرېکړې په اړه خبرې ځکه وځنډېدلې، چې د سعودي عربستان شهزاده د دې پرېکړې د شرایطو په اړه ناخوښي څرګنده کړه. نړیوالې ټولنې هم دا منلې چې د دې پرېکړې تر منلو وړاندې به سعودي د پرېکړې په اړه د اصلاحاتو غوښتنه کوي. دا مذاکرات به بشري مرستې چې د یمن خلک ورته سخته اړتیا لري، وځنډوي. د بي بي سي د راپور له مخې د یمن ۱۷.۸ میلیونه وګړي د راتلونکي وخت په ډوډۍ پورې حیران دي او  ۸.۴ میلیونه وګړي يې د بشپړې لوږې له خطر سره مخ دي. همدا ډول ۴۰۰۰۰۰ یمني ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلونو کم دي له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ولې د یو هیواد له ګټو څخه په دې پلمه ګټه واخیستل شي چې په یمن کې د کړکېچ مخه پرې نیول کېږي؟ ځواب يې ډېر ساده دی. نړيواله ټولنه د خپلو مالي ګټو لپاره په یمن کې د سلګونو زرو ځورېدلو خلکو ژوند له پامه غورځوي. امریکا متحده ایالات او برتانیا منځني ختیځ ته تر ټولو ډېره وسله صادروي او سعودي عربستان د دغو وسلو د نړۍ دویم ستر واردونکی هیواد دی. دغه راز، د برتانیې او متحده ایالاتونو ترڅنګ روسیه، فرانسه او چین هم نړۍ ته د وسلو د سترو صادرونکو هیوادونو په ډله کې راځي. (ګارډین)

دا شمېرې د اهمیت له امله باید په پام کې و نیول شي، لکه څرنګه چې نوموړي هیوادونه په بشپړي وړتیا سره کولی شي چې په لوېدیځې نړی کې بدلون رامنځته کړي. دا شمېرنې او حقایق څرګندوي چې په اسلامي نړۍ کې روان بحرانونه مالې او ستراتيژيکې مخینې لري. البته خلک باید په دې پوه شي، چې که رایه اچونه وشي او یا نه، هیڅ بدلون نه شي راتلی. په دې نظام کې هر هیواد د خپلو ګټو په لټه کې دی.

موږ باید دغه نظام ته بدلون ورکړو، نړۍ د هغو ملګرو ملتونو له منګولو خلاصه کړو، چې د دولت د ګټو ساتلو لپاره د یو بنسټ په توګه کار کوي او داسې ذهنیت رامنځته کوي چې لوېدیځ دولتونه ګواکې د بشریت د ژغورنې لپاره پوره علاقمندي لري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ اللهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ

[الرعد: ۱۱]

ژباړه: « له شک پرته، الله سبحانه و تعالی د هیڅ یو قوم حالت نه بدلوي، تر څو هغوی خپل اوصاف نه وي بدل کړي».

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: فاطمه مصعب د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې

ژباړه: حمزه خالد

د مطلب ادامه...

د افغانستان امنیت او ثبات د امریکا لومړیتوب نه دی

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز وايي، په افغانستان کې امنیت او ثبات زموږ لومړیتوب نه دی

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف دانفورډ په واشنګټن کې په یوه څېړنیز مرکز کې دې ته په اشارې چې په افغانستان کې د دوی لومړیتوب د امنیت او ثبات تضمین نه دی وویل: اول لومړیتوب د امریکا د خلکو، هېواد او محتدانو ساتنه ده. په افغانستان کې د امریکا د حضور دلیل دا دی چې د امریکا پر وړاندې د دښمن پياوړتیا او ګواښونه له منځه یوسي.

ده دا هم وویل چې په سیمه کې د القاعده په ګډون تر ۲۰ زیاتې تروریستي ډلې فعالیت لري. نو د تروریستانو سره د مقابلې لپاره په افغانستان کې د امریکا حضور اړین دی، که نه نو هغوی یو ځل بیا پياوړي کېږي او له امریکا به غچ واخلي.

ده له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو پوښتنې په ځواب کې وویل: که په سیمه کې پر القاعده، داعش او نورو تروریستي ډلو فشار رانه وړو، دوی په لنډ مهال کې یو ځل بیا خپله پياوړتیا تر لاسه کوي او په راتلونکي کې به موږ د سپټمبر د بلې ۱۱مې شاهدان وو.

حال دا چې امريکا په همدغه بهانه افغانستان او عراق اشغال کړل او له شوروي وروسته يې له اسلامي امت سره په همدې پلمه جګړه پیل کړه. ترڅو خپل له ناورينونو ډک نظامونه له نړېدو وژغوري او د خپلو ولسونو عامه افکار بهرني دښمن ته متوجه کړي او په سيمه کې له اشغال وروسته استعمار ته دوام ورکړي. دې ته ورته لوړ پوړو امریکايي چارواکو په ځلونو داسې څرګندونې کړې دي او په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې یې افغانستان او ګڼ شمېر نورو اسلامي خاورو ته له ناورینونو، کړکېچونو او هر ډول بدبختیو پرته بل څه نه دي ورکړي؛ مګر بیا هم خاین او لاسپوڅي چارواکي د یرغلګرو او استعمارګرو کفارو غلامي کوي او بهرني دوستان یې ګڼي. دغه‌راز ځينې مسلمانان له امریکا د خیر تمه لري او باور ورباندې کوي.

خو موږ په وار وار خبرداری ورکړی، چې امریکا له افغانستان صرف د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او په سیمه کې یې د خپلو ستراتیژيکو موخو لپاره کاروي.

خالد ایثار

د مطلب ادامه...

مسلمانه افغانه ښځه؛ په ډیموکراسۍ کې د رقابت، خوند او سیاسي فشار وسیله او په اسلام کې د نسلونو او اتلانو روزونکې!

خبر:

بریتانوۍ ګارډين او ځينو نورو ورځپاڼو د جمعې په ورځ (د نومبر په ۳۰مه) یو راپور خپور کړ، چې پکې راغلي؛ د افغانستان د ښځو د فوټبال ټيم پورې اړوندو مهمو څېرو تور پورې کړی چې په فبرورۍ کې د افغانستان د ننه د فوټبال د فدارسیون په ګډون او د اردن په یوه ښوونیز کمپ کې د نوموړي ټیم پر غړو جنسي تېری او ورسره ناوړه چلند شوی. د افغانستان د لويې څارنوالۍ له اعلان وروسته چې ویلي یې دي، د افغانستان د فوټبال په فدراسیون کې د جنسي تېري ادعاوې څېړي، د افغانستان د ښځو د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې او مسووله مدیره خالده پوپل او ځينې نورې لوبغاړې چمتو دي، چې په دې اړه لویې څارنوالۍ ته اسناد او شواهد وسپاري. دوی زیاتوي چې د خپلو ادعاوو په اړه انځورونه او ویډیوګانې لري او تر دې وړاندې يې د فوټبال له نړیوال فدراسیون «فیفا» سره شریک کړي دي. (آزادي رادیو)

تبصره:

ټول ښه پوهېږي چې د حاکم کفري نظام تر سیوري لاندې د ټولنې په ټولو ډګرونو او د انساني معاملاتو په بېلابېلو برخو کې له ښځو سره دا ډول ناوړه چلند او جنسي تېري دوام لري. مګر ځينې وختونه د خلکو حساسیتونه او شخصي رقابتونه او اکثره د بهرنیو موسسو لمسونې او د کفارو پروګرامونه د دې لامل کېږي چې د مسلمانانو په ټولنو کې دا ډول ناوړه پېښې رسنیزې شي او د عامه افکارو فضا ونیسي. دا هم د دې لپاره چې کفار د مسلمانانو په ټولنو کې ډېر حساس موضوعات غیر حساس او عادي کړي. بېشکه دا یو له همدغو مواردو څخه دی.

که څه هم ښځه په افغانستان کې د اسلامي دولت په نشت کې پرلپسې له دا ډول مهلکو خطرونو سره مخ ده؛ خو بیا هم په افغانستان کې د ښځې عزت، کرامت، عفت او جامه د افغانانو سره کرښه وه، مګر د ناټو او امریکا لخوا د افغانستان له اشغال وروسته -د ۱۸ کلونو په اوږدو کې- ښځه او مسلمانه کورنۍ د کفارو د سفارتونو د پروګرامونو یوه اساسي موخه ګرځول شوې، چې د بېلابېلو موسسو، بنسټونو او د افغانستان د دولت د ټولو ادارو په وسیله پلي کېږي. تر دې چې هېڅ پروژه تر هغه د تمویل کوونکو علاقه نه جلبوي، ترڅو چې د جنډر (جنسیت) امریکايي-غربي پالیسۍ ته پکې پام نه وي شوی. حتی د جنیوا په ګډون په اکثرو نړیوالو کنفرانسونو کې نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د دولت یوه ژمنه همدا موضوع وه. نو امریکا او غرب د افغانستان د دولت او غیر دولتي موسسو په وسیله مسلمانه ښځه له دا ډول ناوړه برخلیک سره مخ کړې ده.

د ښځې پر وړاندې دا ټولې فاجعې د ظاهراً ښکلو خو غولوونکو شعارونو لکه؛ فردي آزادي، د ښځو حقونه، د ښځو او ماشومانو ملاتړ، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې جنسیتي برابري او... لاندې تر سره کېږي. خو که ټول هغه پروګرامونه چې د دغو موخو او شعارونو د تطبیق لپاره چمتو او پلي کېږي، په هر اړخیز ډول مطالعه شي، په کره ډول دا پایله ترلاسه کوو چې امریکا، غرب او د افغانستان دولت کلکه اراده کړې، ترڅو هغه لږ څه چې د اسلام له آدرسه د افغانانو په ژوند کې پاتې دی، د هغوی له ژونده بشپړ لرې کړي او پر ځای يې هڅه کوي د افغانو ښځو او نارينه وو افکار په غربي افکارو مسموم کړي، کوم چې له لوړو اسلامي ارزښتونو سره بشپړ په ټکر کې دي. ترڅو د افغانستان مسلمانه ښځه له خپلې شخصي ازادۍ څخه په ګټې اخیستنې، چې په دا ډول دیموکراټیکو دولتونو کې ورکړل شوې ده، خپله شرعي جامه له تنه وباسي او د تبرج په حالت بازار ته راووځي. په داسې توګه چې له سړیو سره په ټولو برخو کې همکاره وي، عفت یې له ګواښ سره مخ وي او حتی په ځينو مواردو کې يې ټولنیز ژوند پر زنا پای ومومي؛ خو ولي (سرپرست) یې د دې د ممانعت، محاسبې او کنټرول اجازه ونه لري.  

په داسې حال کې چې ښځه په اسلام کې عِرض (د شرف، عفت، عزت او کرامت خاوند نفس) دی او ساتنه یې پر مسلمانانو واجب ده. ښځه په اسلام کې خور، مور او مېرمن ده. ښځه د کورنۍ په چارو کې سرپرسته او د سړي ځایناستې ده. ښځه د امت د نسلونو او اتلانو روزونکې ده. ښځې د سړیو شقایق (نیمايي یا بشپړوونکې) دي او رسول الله ﷺله دوی سره په چلند کې تل د خیر توصیه کړې ده. 

غرب د خپل بشري نیمګړي عقل په وسیله ښځه د جنډر (جنسي برابرۍ) تر مفهوم لاندې له ټولو فطري او طبیعي توپيرونو جلا کړې او په دروغو یې دا ورته تفهیم کړې چې سړی او ښځه دواړه په ټولنه کې یو د بل رول ادا کولی شي. حتی په دې وروستیو کې یې د جنسیت د بدلون پروګرامونه هم پیل کړي او د بشر په ټولنیز ژوند کې يې تبا کوونکی طوفان رامنځته کړی. دا د بشري فکر پايله ده چې د ښځې مقام یې له بشریت څخه دنیوي متاع ته راټيټ کړی او له هغې څخه په سوداګریزو اعلانونو، د ښکلا په مسابقو، د جامې د موډ په نندارتونو، ګډو کاري دفترونو، د نڅا او موسیقي په ګډو محفلونو، نیمه بربنډو ورزشي مسابقو او نورو کې بېباکانه ګټه اخلي.

اسلام د بشر د خالق دین دی، چې ښځې ته یې خپل اصلي مقام ورکړی. ښځه په اسلام کې انسان ده، نه متاع؛ د کرامت خاونده ده، نه د سپکاوي؛ مور ده او تر قدمو لاندې یې جنت دی. ساتنه یې پر نارينه وو واجبه ده، ترڅو د هغې د حیاء، عفت، پاکۍ او کرامت سبب شي. مسلمانان د مرګ تر پولې د هغې د ساتنې لپاره غیرت کوي او له هغې څخه د دفاع په حالت کې که ووژل شي، د شهادت لوړ مقام ته رسېږي. همدا مفکوره په ټولنه کې د دیوثۍ، رذالت، فحشا او منکر د له منځه تلو لامل کېږي. ګني له دې پرته د هرې ښځې او نجلۍ برخلیک د دنیا او آخرت له رسوايۍ او ګواښ سره مخ کېږي.

نو اې مسلمانې خورې! اې د افغانستان غیرتمنو خلکو! د اسلامي دولت (خلافت) د تاسیس او د اسلام د هر اړخیز تطبیق لپاره له موږ سره راپاڅئ او د استعمارګرو کفارو، لاسپوڅي دولت او د دوی د موسسو د ټولو موخو، شعارونو، پروګرامونو، اسالیبو او وسایلو پر ضد لاس په کار شئ او د مسلمانې ښځې، مسلمانې کورنۍ او د مسلمانانو د ټولنیز ژوند پر وړاندې دا ستره دسیسه په نطفه کې خنثی کړئ، ترڅو په ټولنه کې د زنا او د رذایلو او فحشا د ټولو ډولونو مخه ونیسئ. نو له یوې خوا به په دنیا کې د الله سبحانه وتعالی رضایت تر لاسه کړو او له بلې خوا به په آخرت کې هغه جنت وګټو، چې پراخوالی یې له ځمکې او اسمانونو څخه زیات دی.

سیف الله مستنیر

د مطلب ادامه...

د استعمار بل اړخ: د افغانستان د دولت مکلفیتونه د نړیوالو ژمنو تر اغېز لاندې!

  • خپور شوی په سیاسي

د افغانستان د دولت مکلفیتونه د نړیوالو ژمنو تر اغېز لاندې!

د افغانستان د دولت رهبران په هر حکومتي مجلس او خبري کنفرانسونو کې له نړیوالې ټولنې سره د دولت د ژمنو خبرې کوي. د دغو ژمنو خبرې په داسې شور وځوږ کوي، چې ګواکي د دغو ژمنو په مقابل کې یې مکلفیت ایماني او وجداني وجیبه ده. په حقیقت کې دا ژمنې چې د پيسو او بې بدیله مرستو په بدل کې د افغانستان له حکومته اخیستل کېږي، د افغانستان په څېر په اشغال شوو هېوادونو کې د غرب د نفوذ او اجنډاوو د تطبیق لپاره یوه وسیله ده. که څه هم دا مرستې بې بدیله نومول کېږي؛ خو په بدل کې يې هېوادونه اړ ایستل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې له موخو سره سم د ډیموکراسۍ د ټينګښت لپاره د اصلاحاتو اجنډاوې تطبیق کړي.

له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د دولت د ژمنو په ماهیت او نوعیت کې په لږ غور او تعمق سره لیدل کېږي چې دین او د افغانستان خلک یې بشپړ هېر کړي او خپله ټوله انرژي او سرچینې له غربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د ژمنو د پوره کولو لپاره لګوي. دا پر اسلامي خاورو د فشار لپاره یوه پخوانۍ پروسه او د لرغوني استعمار نوې لارې‌چارې دي.

هغه ژمنې چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان په څېر هېوادونو څخه غواړي، تل د دغو هېوادنو د خلکو له لومړیتوبو سره په ټکر کې وي. د مرسته کوونکو او مرسته اخیستونکو هېوادونو د درجه بندۍ بحث یوه پراخه او د بحث وړ موضوع ده، چې حتی په غربي اکاډمیکو او اقتصادي حلقو کې پاملرنه ورته کېږي. د امنیت سکتور ته پاملرنه، ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی، د عدالت ټينګښت، له اداري او ټولنیز فساد سره مبارزه او نور هغه لومړیتوبونه دي، چې افغاني ټولنه اړتیا ورته لري.

خو کله چې د اصلاحاتو او نړیوالو مرستو بحث راځي، لیدل کېږي چې دا لومړیتوبونه په پام کې نه نیول کېږي او په بدل کې هر مرسته کوونکی هېواد له خپلې اجنډا او پالیسیو سره سم خپلې مرستې مشروطې کوي. نو په پایله کې د افغانستان د دولت سیاستونه د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو تر نفوذ لاندې راغلي او هغوی یې کنترولوي.

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې نړیوالې ټولنې د خصوصي سکتور پر پياوړتیا او وده تمرکز زیات کړی او د افغانستان دولت هم په دې برخه کې ژمنې لري. لیدل کېږي چې په دې برخه کې افغانستان پرمختګونه لري او په نړیواله درجه بندۍ کې یې لوړ موقف هم تر لاسه کړی دی. که په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لېوالتیا معارف او زده‌کړو یا د برېښنا انرژۍ ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې وای، بېشکه چې دغو برخو د پام وړ وده کوله. مګر نړیواله ټولنه غواړي ترڅو امپریالېستي-کپيټلیستي نظام پلی شي او له همدې امله یې دولت مجبور کړی، ترڅو په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي، چې په پایله کې افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ په وروستیو راپورونو کې د خصوصي سکتور لومړۍ درجه ریفورمر وپېژندل شو.

امریکا لېواله ده چې افغانستان پر داسې قوانینو کار وکړي، چې د نفتو او معادنو سترو امریکايي یا اروپايي کمپنیو ته په یو ډول لار هواره کړي او بالاخره ګټه یې د امریکا نړیوال حاکمیت ته ورسېږي. د دا ډول ژمنو بله بېلګه چې اوس د افغانستان په اقتصادي سیاست کې لیدل کېږي، د اروپايي اتحادیې په لومړیتوبونو کې بدلون دی. اروپايي اتحادیې خپلې مرستې د کډوالۍ او کډوالو د کمښت په برخه کې متمرکزې کړې دي. د افغانستان دولت هم خپل پروګرامونه او فعالیتونه له هغو سره سم ترسره کوي او اوسمهال د ځوانانو یوې ځانګړې طبقې ته -چې اروپا ته یې د کډوالۍ امکانات زیات دی- د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او په لوړو دولتي دندو د هغوی پر ګومارلو تمرکز کوي، ترڅو په دې وسیله اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي.

په لومړیو کې مرسته کوونکو هېوادونو د انجوګانو او نورو مدني بنسټونو له لارې د انکشافي پروژو د عملي کولو لپاره کار کاوه. هغه مهال په ځينو انجو ګانو کې ښځو او سړیو ته د آرایشګرۍ د زده کړو پروژې تطبیقېدې، په داسې حال کې چې د ښوونځیو د جوړېدو او ښوونیزو او زیربنايي پروګرامونو پروپوزلونه ردېدل او د موسیقي د ګروپونو او تیاتر د جوړېدو پروپوزلونه منظورېدل او د فرهنګي پروژو په نامه په میلیونونو ډالر د دغو پروژو د تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي. د ټولنیزو او فرهنګي پروژو په قالب کې د امت ذهنیت او مفکورې حتی زموږ اسلامي او افغاني دودونه تغیروي. د ذهنیت د بدلون پروژې په داسې حال کې په لومړیتوب کې نیول کېدې، چې د همدغو بنسټونو د شمېرو پر اساس ٪۳۰ خلکو برښنا ته لاسرسی درلود، ٪۲۰ کلي او بانډې له سړکونو سره وصل وې او ٪۶۰ خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.

د جنیوا کنفرانس چې څه موده مخکې جوړ شو، د نړیوالې ټولنې لخوا پر افغانستان له دا ډول تپل شوو تعهداتو ډک و. د دغه کنفرانس په رسمي اسنادو کې لیدل کېږي چې نړیوالې ټولنې د یوه حاکم په توګه د افغانستان د دولت هڅې ارزولې دي، پرمخګتونه یې ستایلي او پر نیمګړتیاوو يې انديښنه ښودلې ده. ښکاره بېلګه یې چې موضوع لا روښانه کولی شي په افغانستان کې د بشري او د ښځو حقونو موضوع ده، چې په هر کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له خپل لاسپوڅي دولت څخه په دې برخه کې ژمنې اخیستې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت ژمنه کړې، چې په دولت کې ښځینه کارمندانې ٪۲۲ ته لوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې برخه کې یې د افغانستان له ښځو او خلکو سره هېڅ مشوره نه ده کړې او هغه قوانین او سیاستونه چې له دغه کنفرانسه وروسته طرحه کېږي، ټول د دغو هېوادونو د استازو په مشوره ترسره کېږي، پارلمان ته لېږل کېږي او د مرستو د قطع کولو د ګواښ په نتیجه کې له یو دوو جنجالونو وروسته نافذېږي.

هغه مرستې چې اقتصادي زیربناوو ته ځانګړې کېږي، د نړیوالې ټولنې د پیسو یوه کوچینۍ برخه تشکیلوي. د افغانستان د دولت او په تېره بیا د عوامو لېوالتیا هم تر ډېره د بندونو، سړکونو، د برښنا پرژو، اوبو رسونې، کلینکونو، شفاخانو، تعلیمي مرکزونو (پوهنتونو او ښوونځیو) جوړولو ته ده. خو د دا ډول زیربناوو د تمویل په بدل کې نړیواله ټولنه تر مختلفو ستراتیژیو لاندې د نظام جوړونې او ملت جوړونې په نامه د دیموکراسۍ د تطبیق لپاره پر خپل لاسپوڅي دولت داسې پالیسۍ تحمیلوي، چې په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې وضع شوي شرایط دي، چې دولت یې عملي کولو ته مجبور دی او په هېڅ وجه د افغانستان د مسلمانو خلکو غوښتنه نه ده او یا دا چې ډېری خلک ترې بې خبره دي او په اړه یې نه پوهېږي. د غربي نظام جوړونې د ژمنو له عملي کولو پرته به ټولې هغه مرستې بندې شي، چې حکومت او زیربنايي پرژو ته ځانګړې کېږي.

دا موضوع د افغانستان دولت په ځلونو تایید او تصدیق کړې ده. لوړ پوړو دولتي چارواکو اقرار کړی، چې د کفري نړۍ له نظامي او مالي مرستو پرته دا دولت شپږ میاشتې هم دوام نه شي کولی. دا ټول ثابتوي چې د افغانستان دولتي چارواکي د دې خاورې تر دین، خلکو او اسلامي او جهادي ارزښتونو زیات بهرنیانو ته ژمن دي؛ ځکه پایښت او مشروعیت یې د امریکا او نړیوالې ټولنې پر مرستو ولاړ دی، نه پر اسلام او خلکو.

جمال يوسف

د مطلب ادامه...

ټرمپ، خان او طالبان

  • خپور شوی په سیاسي

په تېرو څو اوونیو کې د امریکایي ولسمشر ډونال ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر منځ د طالبانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د جګړې په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې.

په داسې حال کې چې د دغو رهبرانو تر منځ په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر کې یو پر بل نیوکې وشوې او په ورته وخت کې د یو شمېر برېدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مختلفو ډلو ټپلو د هغه څه مسؤلیت پر غاړه واخیست، چې د دوی لپاره اړین کار بریښيده.

کله چې دغو پېښو ته د نړیوال سیاست له زاویې وکتل شي، د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې د امریکا د امپراطورۍ د ځواک ضعف تر سترګو کیږي.

یوازې په تېره اونۍ کې د ځانمرګوو برېدونو او بمباریو شمېر له حساب څخه بهر و، چې څو مهم يې په لاندې ډول وو: 

۱- د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین پر قونسلګرۍ د بلوچستان بیلتون غوښتونکوو وسله والو برید، چې څلور کسان پکې ووژل شول.

۲- د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې پر جومات د برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول.

۳- د فراه ولایت په لوېدیځه برخه کې طالبانو د پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۰ پولیس پکې ووژل شول.

۴- د پیښور په یوه مارکټ کې د سبزیجاتو په کارتن کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه  او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغو بریدونو د وروستیو احساساتي شخړو لپاره، چې د خان او ټرمپ تر منځ پر ټویټر را منځته شوې وې، یوه ننداره جوړه کړه. کله چې د دوی د لیکنې هر خط د نړیوال سیاست له زاویې تحلیل کیږي، دوه څېزونه را څرګندیږي:

۱-  متحده ایالاتو ته د پاکستان د حکومت پیروي.

۲- په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو کمزوری نفوذ.

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د اړیکو په هکله خپل احساسات داسې څرګند کړل چې « دوی زموږ لپاره هېڅ کار نه کوي» ټرمپ د خپلې ادارې د هغې پرېکړې د دفاع لپاره، چې له امله یې پر پاکستان خپلې مالي مرستې بندې کړې، وویل: «موږ پاکستان ته هر کال ۱.۳ ملیارده امریکایي ډالر مرسته ورکوو، وروسته له دې دا مرستې بندوو، ځکه چې دوی زموږ لپاره کار نه کوي.»

د ټرمپ له خبرو دا په ډاګه کیږي، چې دی د دواړو هېوادو ترمنځ متقابلې اړیکې غواړي. دا په روانه اونۍ کې هغه وخت په ډاګه شوه، چې کله پاکستان د لومړي ځل لپاره د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په برخه کې د مرستې دعوه وکړه، چې په اغلب ګومان دا په ډاګه کوي چې پاکستان د القاعدې د پخواني مشر په پیدا کولو کې هیڅ رول نه درلود.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دې لپاره چې د پاکستاني حکومت پر څرګنده غلامۍ پرده واچوي، پر خپله ټویټرپاڼه یې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو ناکامۍ ته اشاره وکړه.

د عمران خان ادعاوې ارزښتمن ټکي لري. د BBC د وروستۍ څېړنې پر بنسټ، اوسمهال طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واک لري. پر هغه بې شمېره قربانیو سربېره، طالبان له هغه وخته ډیر فعال دي کله چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته شورش یووړ، اوسمهال په ډېره ځمکه د ولکې ټینګولو فرصت ورته برابر شوی، چې پخوا هېڅکله نه و ورته برابر شوی.

د امریکا له متحده ایالاتو سره پر افغاني او پاکستاني سرتېرو سربېره د ناټو ګڼ شمېره سرتیرو مرسته وکړه او ۱۷ کاله یې په جګړه کې تېر کړل، بیا هم امریکا په دې نه پوهیږي چې په پاکستان کې له دغه بحراني حالت سره څرنګه معامله وکړي او څرنګه خپل دښمن له منځه یوسي.

کله چې امریکا په دې پوه شوه، چې په جګړه کې د ناکامۍ په حال کې ده او څرګنده روښانه پایله نه لری، نو د دغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یې نوي تکتیکونه (کړنلارې) په کار واچولې، د بېلګې په توګه؛ د دوی وروستۍ هڅې، چې پر مټ یې طالب مشران وهڅوي، چې د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.

عمران خان د ټرمپ او متحده ایالاتو ادرې پر وړاندې د خپل هېواد دفاع په سختو ټکو وکړه، په دا سې حال کې چې سوداګریزې اړیکې، سوداګریز تړونونه او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو پر مخ دروازو خلاصون، لا هم ادامه لري. پر دې سربېره ، پاکستان په دې وروستیو کې هغو الوتکو ته په خپله خاوره کې د کوزېدو اجازه ورکړه چې پر صهیونیستي دولت (اسرایلو) پورې یې تړاو درلود.

د ده له سختو خبرو سره سره، پاکستاني رژیم بیا هم امریکا ته سر ټیټ ساتلی او د امریکا ګټو ته ژمن پاتې دی. پر دې سربېره عمران خان په خپله ټویټري جګړه کې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو واقعي وضعیت څرګند کړ. امریکا یو زبرځواک، خپل نفوذ له لاسه ورکوي او د زوال لور ته روانه ده او د درېیمې نړۍ پر هېوادونو یې د خپلې ایډیالوژۍ د پلي کولو کنترول له لاسه ورکړی.

د خاورو د اشغال او مدني ازادیو تر نامه لاندې د تش په نامه ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره، د پاده‌وان د تکتیکونو د یو لړ پالېسیو له کارونې څخه معلومیږي چې دا ایډیولوژي یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ ده. هغه میراث یې چې پر ځای پرېښود، هغه په ملیاردونو ملیاردونو ډالره لګښت او بې شمېره مرګژوبله.

دا حیرانونکې ده چې الله سبحانه وتعالی د دغه ډول کفارو په اړوند په انفال سورت کې فرمایي:

 ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ ]الانفال:۳۶]

کومو خلکو چې د حق له منلو څخه ډه ډه کړې، هغوی خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زیاته ولګوي. خو په پای کې به همدا هلې ځلې د هغوی لپاره د پښېمانۍ سبب وګرځي. بیا به هغوی مغلوب وي او بیا به دا کافران د دوزځ لور ته محاصره شوي ورشي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: تنویر میا

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل «په فلسطین کې د ټولنیزې بیمې قانون، د فلسطین د خلکو پر وړاندې نوې دسیسه!»

له الاقصی مبارک مسجد څخه د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) اونیز سیاسي تحلیل       

      ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۵مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې