شنبه, ۱۱ رجب ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۱/۱۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ایا د (G20) سر مشریزې پر وړاندې لاریونونه به رښتیا هر څه بدل کړي؟

خبر:

له ټولې نړۍ څخه په لس ګونو زره د پانګوالۍ-ضد لاریون کوونکې د المان د هامبورګ په ښار کې راټول شوی وو، ترڅو د جولای د ۷ او ۸ مې نیټې د جي ۲۰ هیوادونو د سرمشریزې پر وړاندې لاریون وکړي، چې د ۲۰ شتمنو اولسونو مشران پکې ګډون کوي.

لاریون کوونکو د یو لړ بېلابېلو لاملونو څرګندونه کوله چې له هغې جملې يې د بېوزلۍ د پای ته رسېدو، په شتمنۍ کې د نا انډولۍ او په ټوله نړۍ کې د ښکېلاکګرو جګړو پای ته رسېدو غوښتنه کوله. دغه راز د چاپېریال ساتنې پلوي يې هم کوله. د راز راز پیغامونو سره سره، د لاریون کونکو غوسه د پانګوال نظام او نړیوالو پالیسیو پر وړاندې یوه وه او دوی یې په رښتیني توګه د بشپړې ګډوډۍ، بې انصافۍ، نا انډولۍ، په اولسونو او ټوله نړۍ کې د بدمرغیو او کړکېچونو په رامنځته کولو تورن کړ.   

تبصره:

د ناستو او غونډو پر وړاندې داسې ستر لاریونونه، لکه د شلو شتمنو هیوادونو (G20) سرمشریزه یا د ستر اقتصادي کړکېچ او د پانګوالۍ-ضد لاریونونه د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې کیږي، لکه په بریتانیه کې چې د جولای پر لومړۍ نېټه لاریون وشو، چې زرګونو ګډونوالو برخه پکې اخیستې وه او په ښکاره ډول يې له نړیوال پانګوال نظم سره د دوی ناخوښي څرګندوله. دا ډېر د حیرانتیا ځای دی چې د دغه بې عدالته نظام قوانینو او پالیسیو شتمني د مخورو، څو شتمنو بانکونو او شرکتونو په واک کې ورکړې چې د ډېرو وګړو په زیان يې د نړۍ سرچینې انحصار کړي، په میلیونو خلک يې له بېوزلۍ سره مخ کړي او د ورانوونکو جګړو د مالي ملاتړ په موخه يې د بهرنیو خاورو شتمنۍ چور او لوټ کړې.

په رښتیا دغه زهرجن نظام نن فرصت پیدا کړی!

له بده مرغه، دغه ډول ډله ییز لاریونونه کول د نړۍ د پاګوال نظم په له منخه وړلو او د یو مهم سیاسي بدلون په منځته راتګ کې پاتې راغلي. د بېلګي په توګه، موږ ولیدل چې په څومره جوش سره د والسټريټ (Wall Street) ښکېلاکګر خوځښتونه راپورته شول، چې دوی به د نړيوالې اقتصادي ناانډولۍ او پر حکومتونو باندې د لویو شرکتونو ناروا نفوذ پر وړاندې لاریونونه تر سره کوي او بیا به په نړۍ کې  ښارونو ته خپریږي، خو دا ډول خوځښتونو د شته حالت په بدلون کې هيڅ کوم ډول اغېز نه درلود.

له دې امله،  نوموړي خوځښتونه او لاریونونه د غوښتنو او ارمانونو داسې یوه ټولګه  وړاندې کوي چې غواړي له دې لارې د خلکو ژوند ته وده ورکړي او بې عدالتي له منځه یوسي، خو د یو روښانه لیدلوري او تګلارې نشتوالی او دغه راز د سالم اقتصادي او ټولنیزو حل لارو ترڅنګ د واقعي بدیلي سیاسي تګلارې نشت هغه څه دې چې د نوموړو موخو حقیقت روښانه کوي. د بېلګې په ډول، د اتلانتیک اژانس مرستیال مدیر، مایسیس نیم لیکي: ”د ډېرو ښارونو په واټونو کې یو پیاوړۍ سیاسي انجن چلیږي. نوموړی انجن په ډېره چټکتیا سره څرخي او زښته زیاته انرژي تولیدوي. خو دغه انجن پاييې (ټیرونه) نه لري، نو ځکه دغه غورځنګونه حرکت نه کوي. “  

فعالان تر ډېره بریده د نوو پالیسیو غوښتونکي دي چې نوموړي پالیسۍ یوازې د دوی په ایالتونو کې د نیمګړې اصلاح استازيتوب کوي. دا په داسې حال کې ده چې نوموړي د پانګوال نظام د عمومي طرحي ساتنه کوي او دې حقیقت ته په کتو سره ټول نظام دې موخې ته چمتو نه دی. یا دوی د دیموکراتیک نظام په چوکاټ کې د بدلون غوښتنه کوي، په دې موخه چې د دولت په دیموکراټیکو بنسټونو کې باید پرمختګ رامنځته شي ، ترڅو له لویو شرکتونو سره یا د بې عدالته پانګوالو پالیسیو سره مبارزه وشي.

په هر  حال ، دوی دا ټکی هیر کړی چې دا یو دیموکراټیک نظام دی، انسانان په کې قوانین جوړوي، د واکمنو مخورو پر مخ يې دروازه پرانیستې چې د خپل ځان د ساتنې او ځاني ګټو په موخه  قوانین جوړ کړي، ترڅو د عامو خلکو په پرتله شتمن او پیاوړي خلک ترې ګټه پورته کړي.

د دې تر څنګ، هغه کسان چې د سوسیالیسټ نظام ملاتړي دي، دوی غواړي د پانګوال نظام بنسټ په خپلو دولتونو کې کیږدي. داسې ښکارې چې دوی د سوسیالیسټ نظام بشپړې ناکامې تجربې په خپلو هیوادونو کې له پامه غورځوي، لکه په کیوبا او وینزویلا  کې چې اوس پکې ډېر کسان په ستره بېوزلۍ کې ژوند کوي یا په فرانسه، یونان، ارجنټاین او نورو ځایونو کې ناکام سوسیالیسټ ګوندونه، غواړي  چې په خپلو هیوادونو کې اقتصادي کړکېچ له منخه یوسي. په برتانیه کې هغه څوک چې سوسیالیسټ کارګر رهبر، جرمي کورباین (Jeremy Corbyn ) ته د مسیح په سترګه ګوري چې دی به و کولای شي د اقتصادي بې عدالتیو او د هیواد د ستونزو علاج وکړي. داسې ښکاري چې دوی د ۱۹۷۰م کال هغه ناخوالې له یاده ایستلي چې  په برتانیه کې سوسیالیسټ واکمنۍ ”ژمنۍ ناخوښۍ “ رامنځته کړې او پراخ بریدونه په خصوصی سیکتور (عامه برخو) کې هیواد پر ګونډو او له اقتصادي زوال سره یې مخ کړ. نوموړي بریدونه د پیاوړو سوداګریزو اتحادیو له لوري د معاشونو د زیاتوالي په موخه د هغه سوسیالیسټ کارګر حکومت پر وړاندې په لاره اچول شوي وو، چې پر معاشونو يې محدودیت لګولی و، ترڅو په هیواد کې د ګرانۍ او د بیعو د جګوالي مخه ونیسي. همدا ده چې سوسیالیزم خلکو ته هیڅ نه ورکوي بلکې د خوشحالۍ یو سیاسي ناوړه انځور ورکوي، ترڅو د هغو ناخوالو سره مخالف وښيي چې پانګوال نظام یې لامل شوی.

واقعیت دا دی چې پانګوال او سوسیالیسټ دواړه نظامونه د اقتصادي عدالت د ډاډمنتیا او سوکالۍ په موخه د خپلو اقتصادي چارو په تنظیم کې له ماتې سره مخ شوي، داسې اقتصادي عدالت او سوکالي چې دوامداره  او پرته له لږکیو څخه ټولو خلکو ته د خوښی وړ وي. د اسلام اقتصادي نظام د خلافت له لارې پلی کیږي، یوازېنی هغه نظام دی چې د بېوزلۍ په حل کې او دغه راز په یو دولت کې د اقتصادي هوساینې په راوستو کې بریالی تجربه شوی ریکارډ لري.

په دې نظام کې لومړۍ، د بنسټیزو قواعدو له مخې د تولیداتو په پرتله د پانګې پر اغېزمن وېش باندې غور کیږي لکه په پانګوال نظام کې او دوهم، یو لړ سالم اقتصادي اصول او قوانین دي چې په مټ يې د شتمنیو عادلانه وېش او اقتصادي پرمختګ، دواړه  په لاس راځي. نوموړی نظام د سود او شتمنۍ ټولولو مخه نیسي چې له همدې امله د څو کسانو په لاسونو کې د شتمنیو له لوېدلو څخه مخنیوی کیږي. همدا راز نوموړی نظام د عامه سرچینو له خصوصي کولو څخه ډډه کوي او د ټولو عامه ګټو تضمین کوي. 

بله دا چې، په دې کې  د سرو زرو معیاري مالي نظام پلي کول شامل دي چې د انفلاسیون مخه نیسي او د ټیټ مالیاتي نظام پلي کېدو ته پراختیا ورکوي، ترڅو خلک پانګونې، سوداګریزي پراختیا، او کارموندنې ته وهڅوي. له همدې امله، خلافت د نبوت پر طریقه ولاړ، یوازې د باور وړ بدیل سیاسي نظام دی چې کولی شي د پانګوال نظام نړیوالو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

د مطلب ادامه...

د تاجیکستان ولسمشر له اسلامي احکامو سره په جنګ دی

(ژباړه)

خبر:   

د ۲۰۱۷ م د جولای پر ۱۱مه د (ozodlik.org) انټرنېټي سیاسټ د راپور پر بنسټ د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په ورکړې بیانیه کې پر دې ټینګار درلود چې تور حجاب او جامې چې ښځې یې اغوندي، د تاجیکستان د ملي دودونو خلاف دی او اوږده ږیره هم په دینپالنې پورې اړه نه لري.

امام علي رحمان چې خلک یې له الله سبحانه وتعالی سره صادقانه دوستۍ ته رابلل، مسلمانانو ته یې وصیت وکړ چې تقوا په پردي ظاهر لکه ږیره پرېښودل، نندارې ته وړاندې نه کړي. نوموړی همدارنګه د تاجیکستان اوسېدونکي چې له ۸.۵ میلیونو څخه ډېر دي، په ښوونیزو مرکزونو کې د نجونو  حجاب اغوستل او جماعت ته د طلابو تګ منع کوي.

تبصره:

د تاجیکستان ظالم حاکم امام علي رحمان لکه د نورو سیالانو غوندې په مرکزي اسیا کې کلونه کېږي چې له ټروریزم سره د مبارزې په پلمه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي؛ لکه څنګه يې چې په دې وروستیو کې د مسلمانانو د اسلامي حجاب او حتی د ږیرې پرېښودو پر وړاندې سخت دریځونه نیولي دي. دغه ظالم حاکم د اسلامي ښکلا او ارزښتونو له منځه وړلو ته ملاتړلې ده.  

 نوموړی د «ټروریزم او افراطیت پر وړاندې مبارزې» تر نوم لاندې لکه مصطفی کمال اتاترک چې اسلامي خلافت یې ونړاوه، په اسلامي نومونو د نوو زیږېدلو ماشومانو نومونه منع کوي. درې زره نومونه یې په یو جدول کې راټول کړي، یوه ورځ یې رسما اعلان او ټولو خلکو ته یې امر وکړ چې پر خپلو نوو زیږېدلو ماشومان همدغه نومونه کېږدي.

هغه موقت حکومت چې د تاجیکستان ولسمشر ته ورکړل شوی، نوموړی یې مغرور او سرکښه کړی او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یې مبارزې ته رادانګلي دي. ده خپلل هویت هېر کړی او پر دې نه پوهېږي چې له کومه ځایه راغلی دی. همدارنګه هغه ګواښونکې پایلې چې نوموړي ته په تمه دي، تصور یې نه کوي. په اسلامي هېوادونو کې که خلک خپل حقونه وغواړي، ټروریسټ بلل کېږي، خو موږ پر دې ایمان لرو، چې که هر څومره دغه مزدوران هڅه وکړي او د خپلو بادارانو ژمنې پوره کړي، بیا هم الله سبحانه وتعالی خپل نور (دین) بشپړوي؛ لکه څنګه چې فرمایي:

﴿...وَاللَّهُ متِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

[صف: 8]

ژباړ: الله سبحانه وتعالی خپل نور (دین) بشپړوي، که هر څو د کافرانو خوښه نه وي.

او همدارنګه زموږ خوږ پیغمیر له اوسنیو ظالمو حکومتونو وروسته داسې زېری ورکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

(رواه احمد)

ژباړه... بیا به د د نبوت پر تګلاره خلافت راشي.

که څوک غواړي چې زموږ د پیغمبر له دوستانو او ملګرو څخه وي، نو له مرګه وړاندې دې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم زیري ته هرکلی ووایي او له مخلصینو سره دې د اسلامي خلافت د راتګ لپاره یو ځای شي؛ چې د اسلامي دولت د بیا راژوندي کېدو په بنسټ کې ونډه ولري.

لیکوال: مراد ازبک (ابومصعب)

د مطلب ادامه...

د روغتیایي امکاناتو نشت او کلابندي د غزې د مظلومو ماشومانو ژوند اخلي! Featured

(ژباړه)

په دې اونۍ کې د غزې تړانګې په شفا روغتون کې د تازه زیږېدلو په ځانګړي ځای کې درې نوو زیږېدلو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. کابو ۱۱ کاله کېږي چې د غزې په تړانګه کې ۲ میلیونه مېشت فلسطینیان کلابند دي او ډېر سخت ژوند تېروي. د یادې کرښې اوسېدونکي له فقر، لوږې، بېکارۍ، د سون توکو نشت، د اړتیا وړ انرژۍ لږوالي، د فاضلابو په سیسټم کې اختلال، د سفر بندیزونه، درملو ته نه لاسرسي او نورو څخه سخت ځورېږي؛ چې په دې برخه کې تر ټولو زیات ماشومان زیانمن شوي.  

په غزه کې روغتونونه له لومړنیو توکو پرته، چې په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ورکړي او په بیړنیو وختونو کې ګټه ترې اخیستل کېږي، نور هېڅ ډول امکانات نه لري. اوس ډېر روغتیایی خدمتونه د ناروغانو پر مخ تړل شوي او د روغتیایي امکاناتو نشت تر ټولو ډېر د ماشومانو ژوند ګواښي او د مرګ لامل یې کېږي. لکه څنګه چې په دې وروستیو کې یادو ستونزو د دریو تازه زیږېدلو ماشومانو ژوند واخیست.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د فلسطین په اشغالي خاوره کې د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه خدمتونو همغږی کوونکی رابرټ پیپر د غزې په تړانګه کې د انرژۍ پر ډېر کمښت خواشیني څرګنده کړه او ګواښ یې وکړ چې دغه حالت به غمیزې رامنځته کړي. نوموړي وویل: «د برېښنا ډېر نشت به د بشپړو بنسټیزو خدمتونو لکه، روغتیایي، د اوبو خدمتونه او د فاضلاب سیسټم د له منځه تلو سبب شي.»

په ۲۰۱۶ م کې د نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۵۰ سلنه روغتیایي تجهیزات له منځه تللي او په ګدامونو کې له درېیمې برخې ډېر اړین درمل خلاص شوي دي. په رام الله کې د روغتیا له وزارت څخه د روغتیایي درملو بندېدو لپاره د بودیجې د کمښت پر بنسټ د ملګرو ملتونو هوډ د روان کال د اپرېل تر پای ته رسېدو  ۳۵ سلنه زیاتوالی درلود؛ چې دې چارې حالت کړکېچن کړی دی. په  داسې حال کې چې په نشه یي توکو کې د بودیجې کمښت ۴۰ سلنه و او اعلان شوې چې ۱۷۰ ډوله درمل او ۲۷۰ ډوله طبي توکي نشته.

د بشري  سرچینو سازمان اجرایي مدیر ډاکتر عدنان الوحیدي وایي: «د غزې په کم عمره ماشومانو کې سخته سوء تغذیه د ډېرېدو په حال کې ده او همدارنګه په مختلف عمره کسانو کې میکروبي کېدو لوړه کچه له غیر ساري نارغیو لکه د زړه ناروغي، عروقي، د سرطان او ډیابټ لومړي ډول څخه کمه نه ده». دی زیاتوي: «د چاغتوب ناروغي په ماشومانو کې د ډېرېدو په حال کې ده؛ ځکه ډېری کورنۍ په لږو کالري لرونکو خوړو ژوند تېروي؛ ځکه دوی د خپلې کورنۍ لپاره له اړینو مغذي توکو څخه غني خواړه نه شي چمتو کولی.»

د غزې یاد حالت ته په کتو، ناروغان په ځانګړي ډول په تومور، د ماشومانو تبې، هماتولوژۍ، د سترګې ناروغۍ او ارتوپیدۍ پورې اړوند ناروغان اورشلیم او په لودیځه څنډه کې تخصصي روغتونونو او ځینې وختونه د اردنیانو او یهودیانو روغتونو ته ورځي؛ خو اړتیا ده چې له غزې نه د وتلو لپاره اجازه واخلي. د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښیي چې د هغو ناروغانو شمېر چې له غزې نه د وتلو لپاره اجازه اخلي، ډېر د اندېښنې وړ دی او ډېری يې تر هغه چې د وتلو اجازه اخلي، خپل ژوند له لاسه ورکوي. د هغو ډاکټرانو اطلاعات چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، داښیي چې د فلسطین اداره تل د اجازې غوښتنې د تصویب شمېر راټیټوي.

اې اسلامي امته او په ځانګړي ډول د مصر اوسېدونکو! په هغه ځای کې چې حاکمان یې د غزې له کلابندۍ سره مرسته کوي، د روغتیایي امکاناتو نشت، چې د ماشومانو د مرګ سبب کېږي، پر تاسو هېڅ اغېز نه کوي؟ ایا تاسو اولادونه نه لرئ چې د نورو درد احساس کړئ؟ ستاسو زړونه قلف شوي او د غزې په «حاشیم» کې انساني غمیزه نه وینئ؟ تاسو د فلسطین رسوا حکومت په رام الله کې په کوم حق او قانون سره په غزه کې د خلکو پر مخ درمل او طبي تجهیزات بندوئ؟ په کوم حق غربي روغتونونو ته د ورتګ لپاره د ناروغانو ورتګ ځنډوئ،  په داسې حال کې چې د یهودیانو پر وړاندې هېڅ توان او قدرت نه لرئ؟ ایا د یهودانو کلابندي د دغه امت لپاره بسنه نه کوي، که تاسو دا کار د هغوی په غوښتنه تر سره کوئ؟

افسوز دې وي پر تاسو! د خلکو له ژوند څخه د غزې پر حکومت د فشار لپاره د یو کارت په توګه ګټه اخلئ او خپلو ځانونو ته فرېب ورکوئ، چې ګواکي دولت او قدرت لرئ؟ تسلیم، سپکاوی، په ښکېکلاګرو پورې تړاو، پر  خلکو ظلم خپله پر دغه ادعا شاهد دی. پوه شئ چې په دې دنیا کې به ستاسو واکمني ډېره ژر د نبوت پر تګلاره د عادل خلیفه په لاس نسکوره شي  او د اخرت عذاب ډېر سخت دی.

﴿قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلاَّ الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ

[انعام: ۴۷]

ژباړه: ووایه تاسو له ځان سره دا فکر کړی، که د الله سبحانه وتعالی له لوري په ناڅاپي ډول پر تاسو عذاب راشي، نو له ظالمانو پرته به نور څوک هلاک شي؟

﴿وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ

[ابراهیم: ۴۲]

ژباړه: اوس چې دغه ظالمان څه کوي، ته الله سبحانه وتعالی له دوی څخه بې خبره مه ګڼه. الله سبحانه وتعالی دوی د هغې ورځې لپاره ځنډوي چې سترګې به یې رډې پاتې وي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه

د مطلب ادامه...

بريطانيا: نصرة للمسجد الأقصى - دعوة للاعتصام أمام السفارة السعودية!

ينظم حزب التحرير / بريطانيا وقفة واعتصاما نصرة للمسجد الأقصى المبارك أمام السفارة السعودية في لندن، المسجد الأقصى المبارك يئن تحت حراب يهود -المغضوب عليهم- دون أن تتحرك جيوش المسلمين لنصرته والذود عن حماه، فكان لا بد من استصراخ جيوش الأمة أن تتحرك للقيام بواجبها الشرعي بالذود عن مقدسات الأمة.
الموعد: السبت، 06 ذو القعدة 1438هـ الموافق 29 تموز/يوليو 2017م


للاستزادة اضغط هنـا

د مطلب ادامه...

المكتب المركزي الأقصى يستنصر الأمة الإسلامية وجيوشها لإقامة الخلافة وتحريره ... ينادي في المسلمين أين صلاح الدين ...

على إثر العملية الفدائية التي نفذها ثلاثة شبان من مدينة أم الفحم في الداخل المحتل صباح يوم الجمعة 2017/07/14م على أبواب المسجد الأقصى المبارك، حيث امتد الاشتباك المسلح بينهم وبين قوات كيان يهود الغاصب إلى داخل باحات المسجد الأقصى المبارك حيث استشهد المنفذون الثلاثة -نحسبهم كذلك ولا نزكي على الله أحدا- بعد أن تمكنوا من قتل عنصرين من شرطة كيان يهود وإصابة ثالث، على إثر ذلك قام كيان يهود بإغلاق المسجد الأقصى تماما ومنع الصلاة فيه منذ يوم الجمعة 2017/07/14م وحتى يوم الأحد 2017/07/16م حيث ادعى فتح المسجد الأقصى أمام المسلمين في حين إنه اتخذ إجراءات أمنية وميدانية جديدة تضيق على المسلمين أكثر من الوضع الذي كان قائما قبل إغلاقه، من مثل وضع البوابات الإلكترونية على مداخل المسجد الأقصى المبارك، وهي جريمة من سلسلة جرائم كيان يهود بحق أهل فلسطين والمسرى، والتي ما كان لها أن تقع لولا تآمر حكام العرب والمسلمين وخياناتهم! وعليه لا زال المسلمون في الأرض المباركة - فلسطين يستنصرون الأمة الإسلامية وجيوشها للقيام بواجبهم الشرعي المتمثل بخلع الحكام الرويبضات الطواغيت عملاء الغرب الكافر المستعمر، وإقامة الخلافة الراشدة على منهاج النبوة على أنقاض عروشهم، وتنصيب خليفة راشد تقي نقي يحكم الأمة بكتاب الله وسنة نبيه صلى الله عليه وسلم، ويحرك الجيوش الجرارة لتحرير أولى القبلتين وثالث الحرمين الشريفين (وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا)، (وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ)، (إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ).

 

الخميس، 26 شوال 1438هـ الموافق 20 تموز/يوليو 2017م
د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې