شنبه, ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اړتیا لپاره د سپما جواز د زکات فرضیت نه ساقطوي

  • خپور شوی په فقهي

عباس حمامده ته!

پوښتنه:

د هغو سرو زرو سپما چې له کلونو راهیسې ساتل شوي وي او زکات یې نه وي ادا شوی، ایا زکات یې هر کال ادا کېږي که په ټول عمر کې یو ځلې؟ ایا دا روا ده چې د جنس پر ځای د هغه د ارزښت په اندازه پیسې په زکات کې ادا شي؟ مننه

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

۱. ستاسو د پوښتنې تر ځوابولو مخکې غواړم یوې ټکي ته اشاره وکړم. په حقیقت کې له کومې ځانګړې اړتیا پرته سره زر، سپین زر او پيسې ساتل ان که زکات یې ادا هم شي، په خزانه کې راځي او خزانه حرامه ده. د حرمت دلیل یې:

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ * يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ﴾

[التوبه ۳۴-۳۵]

ژباړه: هغه کسان چې سره او سپین زر ذخیره کوي او د الله په لار کې یې نه صدقه کوي، نو هغوی ته د دردناک عذاب زېری ورکړه. یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي. دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره ذخیره کړي وو، نو د هغه څه خوند وڅکئ چې  تاسې ذخیره کړي وو.

احمد په صحیح سند سره له ابو امامه څخه راویت کوي چې وایي:

«تُوُفِّيَ رَجُلٌ مِنْ أَهْلِ الصُّفَّةِ، فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم «كَيَّةٌ»، قَالَ: ثُمَّ تُوُفِّيَ آخَرُ فَوُجِدَ فِي مِئْزَرِهِ دِينَارَانِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «كَيَّتَانِ»

ژباړه: له اهل الصفه څخه یو سړی وفات شو او د هغه په جامه کې (هغه کمربند چې تر ملا تړل کېږي) یو دینار وموندل شو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دی به وسوځل شي» بیا یو بل کس وفات شو او له هغه سره دوه دیناره وموندل شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «‌دی به دوه ځله وسوځول شي»

طبري هم د ابو امامه الباهلي څخه همدا روایت را نقل کړی دی. دا په دې مانا چې په ټوله کې د سرو او سپینو زرو ذخیره حرامه ده، که څه هم دوه دیناره وي، یا هم یو دینار وي. ذخیره دا ده چې له کوم دلیل پرته پیسې وساتل شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې دوو کسانو په اړه ځکه داسې وویل چې دوی په غربت کې ژوند کاوه او بیا یې هم د سرو زرو سیکې ساتلې وې. رسول الله وویل: «كَيَّةٌ» (وبه سوځول شي) او بیا یې وویل: «كَيَّتَانِ» (دوه ځلې به وسوځول شي) چې اشاره یې د الله سبحانه تعالی دغه قول ته ده:

(يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ) .

 [التوبة :۳۵]

ژباړه: یوه ورځ به راشي چې په همدې سرو او سپینو زرو به د دوزخ اور ګرم کړل شي، بیا به په هغه سره د دې خلکو تندي، اړخونه او شاګانې داغ کړل شي.

یعنې حکم یې د خزانې ایت ته ور ګرځي. دا په ښکاره د دې دلیل دی چې خرانه حرامه ده. هغه که د زکات نصاب ته رسېدلې وي که نه وي او که شخص يې زکات ورکړی وي که نه، د خزانې ټول ډولونه حرام دي.

البته د اړتيا لپاره د پيسو سپما کول روا دي او د زخيره کولو د تحريم دلایل پرې نه تطبیق کېږي. د سپما او ذخیره کولو تر منځ توپیر دا دی: ذخیره کول د سپما هغه ډول دی چې له کومې ځانګړې موخې پرته پیسې راټولې شي او په بازار کې له دوران څخه راوګرځول شي. سپما د ځانګړې موخې لپاره د پیسو راټولول دي لکه: د کور جوړولو، واده کولو، فابریکې رانیولو، تجارت پیلولو او داسې نورو چارو لپاره.

۲. که یو څوک له کومې ځانګړي موخې پرته سره زر ساتي، نو د ګناه مرتکب کيږي،  ځکه دا د سرو زرو ذخیره کول دي، چې حرام کار دی... که څه هم دی باید د هغو سرو زرو زکات ورکړي چې ده له کومې موخې پرته ذخیره کړي دي، ځکه د ذخیره کولو حرمت د زکات فرضیت نه ساقطوي. همدارنګه د یوه خاص هدف لپاره سپما هم ورته حکم لري، سره له دې چې دا کار حرام نه دی، خو څښتن یې باید زکات ادا کړي. په هغه صورت کې چې نصاب ته ورسېږي او کال پر تېر شوی وي. ځکه د اړتیا په موخه د سپما جواز د زکات فرضیت نه ساقطوي.

۳. د زکات د اداکولو فرضیت د هجري کال پر بنسټ دی. د بېلګې په ډول که شتمني «سره زر» د زکات نصاب پوره کړي او یو کال ور باندې تېر شي، زکات یې باید ادا شي. زکات د شتمنۍ د لسمې څلورمه حصه یا ۲.۵٪ مال دی. که یو څوک د یو کال تر پوره کېدو وروسته د خپل مال زکات ادا کړي، نو فرض یې ادا کړ. که چېري د دې کال زکات وځنډوي، نو د همدغه کال زکات ادا کول پرې فرض دي. د یوه هجري کال زکات ورکول د بل هجري کال ځای نه نیسي، ځکه زکات لکه مخکې چې ذکر شول کالنی فرضیت دی چې هر کال نوی کېږي. البته په هغه صورت کې چې اسباب او شرایط یې پر خپل ځای پاتې وي.

د بېلګې په ډول: یو کس چې سره زر یې د پنځو هجري کالنو لپاره ساتلي وي او سره زر په هماغه لومړي وخت کې نصاب ته رسېدلي وي؛ دی باید د پنځم کال په پای کې د دې سرو زور د پنځو واړو کلونو زکات ورکړي، ځکه د دې پنځو کلونو د هر هجري کال زکات د ده پر غاړه یو فرضیت دی او باید ادا یې کړي.

دی باید د دغه وخت (پنځو کالونو) زکات پنځه ځلې ادا کړي، د هغو سرو زرو چې ده ساتلي دي  ٪۲.۵ یې باید د زکات په توګه ورکړي... باید ووایو چې پر ده فرض نه ده چې هر کال د لومړي کال په اندازه پیسې په زکات کې ادا کړي. د بېلګې په ډول کله چې دی د سرو زرو ٪۲.۵ په زکات کې ورکړي، دی باید بل ځلې د لومړي کال د ٪۹۷.۵ پاتې سرو زرو زکات ورکړي، همداسې دویم کال دی باید د پاتې مبلغ٪۲.۵ برخه په زکات کې ورکړي. په دې ډول د نورو کالونو لپاره مخ ته ځي، دا باید ولیدل شول چې د هر کال په تېرېدو سره د کس په پیسو کې له زکات ادا کولو وروسته د تېرو کالونو په پرتله کموالی راځي.

۴. د شتمنۍ د ارزښت له مخې د زکات د اداکولو په اړه باید ووایو چې د عین شي پر ځای په نغدو پیسو د هغه قیمت ادا کول روا دي، نو د دې پر ځای چې د سرو زرو زکات خپله په سرو زرو ادا شي، دی کولای شي په بدل کې یې د سرو زور د ارزښت په اندازه بانک نوټونه، سپین زر یا بل ورته شی په زکات کې ورکړي.

 (د خلافت دولت مالي سرچینې) په کتاب، (انګلیسي) کې د خزانې د عوایدو په فصلونو کې داسې راغلې دي:

«دا په سنتو کې هم راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اصحابو د خلکو  مالونو څخه یوه برخه د زکات په ډول غوښتله، بیا یې هغه په داسې شي بدلوله چې ورکونکي ته یې په اصلي پیسو اداکول اسانه شي. همداسې د جزیې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ ته  چې په يمن کې و، لیکي: «پر هر بالغ کس یو دینار یا د هغه په اندازه جامې (موافر) دي.» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د خاص شي په بدل کې نور توکي هم قبول کړي دي. یعنې هغه د سرو زرو په بدل کې جامې قبولې کړي دي. همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجران خلکو ته ولیکل: «پر دوی باندې هر کال دوه زره جامې یا د هغه معادل سره یا سپین زر دي.» عمر رضی الله عنه به په جزیه کې د سرو او سپینو زرو پر ځای اوښان اخیستل، همدا راز علي کرم الله وجهه به ستنې، رسۍ، او لویې ستنې په جزیه کې د سرو زرو یا سپینو زرو پر ځای اخستلې. (۱۴۰مخ)

(د خلافت دولت مالي سرچینې) په کتاب (انګلیسي) کې د خزانې د عوایدو په فصلونو کې داسې راغلې دي:

«د سرو زرو زکات په سرو زرو، معروفو او معتبرو پیسو تادیه کېږي. د سپینو زرو زکات په سپینو زرو، معروفو او معتبرو پیسو تادیه کېږي. په همدې ډول د سرو زرو زکات په سپينو زرو او مروجو پیسو هم تادیه کېدای شي په عین حال کې د سپینو زرو زکات په سرو زرو او مروجو پیسو هم تادیه کېدای شي، ځکه دا ټولې پیسې او قیمتونه دي. دوی یو د بل ځای نیولای شي او یو د بل پر ځای تادیه کېدای شي. البته هغه توکي چې دلته یې جواز ورکړل شوی دی. د غلوـ دانو او مېوو د زکات په فصل کې د دې دلایل راغلي دي، چې د فرض شوي زکات په بدل کې د هغه د ارزښت سره سم قیمت تادیه کېدای شي.» (۱۴۷مخ)

له پورتنیو توضیحاتو څخه جوته شوه چې د زکات ورکولو پر مهال د سرو او سپینو زرو زکات په بازار کې د دوی د ارزښت مطابق په مروجو بانک نوټونو تادیه کېدای شي.

فکر کوم چې همدومره ځواب به کفايت کوي.

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو الرشته

ژباړن: بریالی کاکړ

د مطلب ادامه...

د کورونا پایلې؛ هغه بحران چې یو نوي نړیوال نظم ته اړیتا لري

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د هرې ورځې په تېرېدو کورونا له سخت بحران څخه پرده پورته کوي، چې د پانګوال نظام د افکارو او قانون جوړونې په برخه کې ورسره مخ دی.

په داسې حال کې چې د کورونا ویروس ډېر خلک له منځه یووړل، موږ دې پایلې ته رسېږو، چې د بحران د رامنځته کېدو لامل وېروس نه، بلکې اصلي بحران د پانګوال نظام په صحي سیسټم کې دی. اصلي وېره او ټولیز ډار یا هغه اقتصادي کړکېچ چې تېښته ترې ناشونې ده، د دغو ټولو علت غلطو فکري اساساتو او هغه غلط سیسټم ته ورګرځي چې له انساني ارزښتونو تش او پانګوالي نظام پرې ولاړ دی.

له شک پرته چې اوسنیو بحرانونو ته په کتو بشر یو بنسټیز بدیل ته اړیتا لري. دغه راز بشر تر بل هر وخت زیات یو داسې سیاسي نظام ته اړتیا لري، چې د انسانانو امور د عدالت پر بنسټ رهبري کړي. داسې نظام چې پکې د روغتیا برخه، د درملو تولید او علمي څېړنې د انسانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره تر سره کېږي. همدارنګه هغه نظام چې له عمر او روغتیایي حالت په پام کې نیولو پرته د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي، نه دا چې اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. لکه اوس چې په پانګوالي نظام کې تر سره کېږي.

د موضوع ارزښت ته په کتو لاندې ټکي بیانوو:

۱. په ډېری غربي هېوادونو کې یو ځل بیا د پانګوالي نظام هغه بدرنګه څېره ټولو ته ښکاره شوه، چې د انسان تر ژوند یې اقتصادي ګټو ته لومړیتوب ورکړ او هغه حل لارې چې د دغه نظام پلویانو او پلي کوونکو د کورونا وېروس پر وړاندې د مبارزې لپاره وړاندې کړې.

امریکا، د غربي نړۍ په اصطلاح هغه هېواد چې ازادۍ یې رامنځته کړې، اوس پر بیمې شرکتونو ولاړ نظام په دلیل له لویې غمیزې سره مخ دی؛ هغه غمیزه چې د دغه نظام د بحران زیږېدو کیسې کوي. پر دې سربېره، حکومت د خلکو د روغتیا په پرتله خپلې اقتصادي ګټې د جدول په سر کې کړې دي. په ډنمارک کې دولت پخپلو تړونونو کې د روغتیایي چارو په برخه کې د بودیجې د ډېروالي سیاست مخته وړي او دا هغه څه دي چې د بحران د رامنځته کېدو په دوام کې په څرګنده توګه معلومېږي. اقتصاد پوهان له یوه کاله راپدېخوا پر حکومت نیوکې کوي چې د روغتیا برخې لپاره یې ۶میلیارده کرون ځانګړي کړي دي، هغه اندازه پیسې چې له نیمې بودیجې سره برابرېږي او د روغتیا برخه د مالیې وزارت په وړاندیز ورته اړتیا لري.

۲ـ له شک پرته چې پر نړۍ اوسني واکمن نظام د کورونا بحران په حل کې خپله ناکامي وښوده. ځکه څه موده مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ګواښ کړی و، چې ډېر ژر به دغه ویروس د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خپور شي او په ډېر احتمال چې په یو نړیوال بحران به بدل شي. کله چې دغه ویروس خورېدل پیل کړل، د روغتیا نړیوال سازمان توصیه وکړه، څو ټول شکمن کسان معاینه شي او د دغه ویروس د مخنیوي لپاره یاد کسان قرنطین شي. اروپایي دولتونو دغه ګواښ جدي ونه نیو. دغه کار د دې لامل شو، څو د روغتیا د نړیوال سازمان ډېر شمېر پوهان پر غربي دولتونو د کورونا د مخنیوي د تګلارو له کبله نیوکه وکړي.

۳ـ له شک پرته چې د وبا (ټول نیوونکو) ناروغیو پر مهال اسلام پر مسلمانانو ځینې تدابیر لازم کړي دي. لکه: نظافت او پاکوالي ته پام کول او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره قرنطین دی. دا امر په نصوصو کې پېژندل شوی امر دی. سربېره پر دې، اسلام د اجل مفهوم، پر الله سبحانه وتعالی توکل او پر قضا رضایت هم ثابت کړی دی؛ په داسې بڼه چې مسلمان ته یې په دې اړه چې روغتیا، ناروغي، ژوند او مرګ د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دي، هېڅ ډول شک نه دی پرېیښي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُل لَّن يُصِيبَنَآ إِلَّا مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَنَا هُوَ مَوۡلَىٰنَاۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡيَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴾

‏[توبه:۵۱]

ژباړه: دوی ته ووایه چې تاسو هېڅکله موږ ته کومه ګټه او زیان نه شئ رسولای. دا هر څه یوازې د الله سبحانه وتعالی په واک کې دي. هماغه الله تعالی زموږ رب دی او موږ مومنان باید پر هغه سبحانه وتعالی توکل وکړو.

۴ـ له شک پرته چې دا یوازې د اسلام او خلافت نظام برکت دی، چې په عادلانه او سمه توګه د بشر د ستونزو د حل وس لري. ځکه اسلامي شریعت تل له مادي ګټو د انسانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړی او د دا ډول ناروغیو د خپرېدو پر مهال دولت خپل ټول مادي وس او پر شتمنو د مالیو له لارې، له ناروغۍ سره پر مبارزې ورټولوي. دغه راز غریبو خلکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

دغه ویروس پر داسې مهال په نړۍ کې خپور شوی، چې اتو تنو د ځکمې د کرې د نیمایي اوسېدونکو  شتمني د ځان کړې ده.

نو اوس هغه وخت دی چې بشر د پانګوالي نظام له شر څخه د خلاصون په موخه د یو حقیقي بدیل موندلو لپاره خپلې سترګې پرانیزي. ځکه د پانګوالي نظام د حاکمیت او دوام له وخته د بشر ډېری برخه امنیت، ارامتیا او سکون نه لري؛ خو موږ مسلمانان بیا هم زیری ورکوو او په دې باور لرو چې الله سبحانه وتعالی دنیا د خلافت راګرځېدو لپاره چمتو کوي. دغه راز پر دې باور لرو، هغه وخت به خلافت راځي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم امت د الله سبحانه وتعالی د دین د احکامو پر بنسټ د نړۍ رهبري او د خلکو د چارو نظم په لاس کې واخلي او همدارنګه د بشر د هدایت څراغ یې وګرځي.

لیکوال: عبدالرحمن محمد ـ ډنمارک

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

عدالت؟ دا یوه پېړۍ مو نه دی لیدلی!

خبر:

د محاکمو اجرایي قانون چې له ډېر وخت راهیسي اې کې او ام اېچ پي ګوندونو کار ورباندې کاوه، د دواړو ګوندونو په ملاتړ د ترکیې په لویه ملي اسامبلۍ کې ومنل شو. دغه قانون د ولسمشر اردوغان تر لاسلیک وروسته رسماً خپور شو. په دې توګه به له ۹۰ زره ډېر مجرمین او بندیان له عمومي عفوې برخمن کېږي. (خبري اژانسونه ۲۰۲۰م کال، د اپرېل ۱۷مه)

تبصره:

وايي اوښ ته یې ویلي وو چې غاړه دې ولې کږه ده، ده ځواب ورکړی و، چې کوم ځای مې سم دی؟ له یوه داسې قانونه د عدالت تمه ناشونې ده چې پر بې عدالتۍ او ظلم ولاړ وي. جمهورت د ظالمانو له لوري د خلافت د ځایناستي په توګه جوړ شو او د تاسیس له وخت راهیسي یې پر مسلمانانو ظلمونه روان دي. هغوی چې له خپل شته واک نه په استفادې بې عدالتي کوي، تر شا یې د مجرمینو یو لوی لښکر پرېږدي.

هغو حکامو چې د عدالت پلي کولو لپاره یې لوی لوی قصرونه جوړ کړي، زرګونه قاضیان او څارنوالان یې ګومارلي او فکر کوي چې د ښار په هر کونج کې د زندانونو په جوړولو کولی شي عدالت پلی کړي؛ عدالت کمزوری او بې عدالتي یې پیاوړې کړه او په دې توګه یې ټولنه بې نظمه کړه. تش په نامه استازو د زړه له تله کار وکړ چې ټولنې ته خطرناک کسان له زندانه ازاد کړي او هغه عدالت نور هم مات کړي چې له پخوا مات شوی و. په ترکیه کې د دغې عفوې له قانون سره تر ۹۰ زرو ډېرو کسانو ته عمومي عفو کېږي، په داسې حال کې چې شاوخوا درې سوه زره به په زندان کې پاتې وي. په بښل شوو کسانو کې په ځانګړي دول غله، قاتلین، چپاولګران، غاصبین، د وسلو کاروباریان او دمخدره توکو قاچاقبران شامل دي، دا کار ټولنې ته لوی ګواښ متوجه کوي. البته موږ د هغو کسانو خبره نه کوو چې په ریښتیا بې ګناه وو او د بې عدالتۍ ښکار شوي.

له دغې عمومي عفوې سره جنایتکارانو ته یوه بله موکه په لاس ورغله چې یو ځل بیا د خلکو پر ژوند، وینه، مال او عزت بریدونه وکړي. دولت د جنایتکارانو لښکر جوړوي او په دې سره ټولنې ته ګواښونه زیاتوي. د انسان ارزښت د ده په ښو کړو تلل کېږي. د حکامو دغه حکومتولي او پرېکړې د دوی بدۍ لا ښکاره کوي.

له بلې خوا همدغه حکام او همدغه نظام د حزب التحریر د مخلصو شبابو په ګډون زرګونه مسلمانان له دغې پرېکړې مستثنی کړي؛ هغوی چې حقیقت وایي، د اسلام د برترۍ مفکوره لېږدوي، په دې لار کې له هېڅ ډول ظلم او شکنجې نه وېرېږي او وايي چې زموږ رب یوازې الله دی. سره له دې زرګونه ځوانان چې د «استانبول کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي» قرباني شوي، له کلونو راهیسي په زندان کې دي. اې کې ګوند د څو فاحشو، فیمینېسټانو او سیکیولرانو غوښتنو ته تسلیم شوی او د مسلمانانو په لارښوونو او خبرداریو یې سترګې ړندې او غوږنه کاڼه کړي دي.

دلته د الله په امر واده کول او د کورنۍ پیل کول جرم دی؛ خو له نا مشروع لارو اړیکې جواز لري. د ژغورنې او فلاح لارې ته د خلکو راوستل جرم؛ خو پر خلکو ظلم کول روا دي. لکه څنګه مو چې په پیل کې وویل، دا نظام د ظلم پر اساس بنا شوی او ظلمونه یې همداسې دوام لري. وروستی ځل چې د امت دغو بچیانو عدالت لیدلی و، د اسلامي خلافت دوره وه. له جمهوریت سره د عدالت بوی حس کول ناشوني دي. تاریخ هر څه ثبت کړي.

الله سحانه و تعالی فرمایي:

(قُلْ اَمَرَ رَبّ۪ي بِالْقِسْطِ۠ وَاَق۪يمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِص۪ينَ لَهُ الدّ۪ينَ كَمَا بَدَاَكُمْ تَعُودُونَ)

ژباړه:« [ اې محمده (صلي الله علیه وسلم)] دوی ته ووایه: زما رب خو د ریښتینولی او عدالت امر کړی او د هغه حکم خو دا دی چې په هر عبادت کې خپل لوری سم کړئ. هماغه وبلئ. خپل دین د همغه لپاره خالص کړئ. هغه چې په کومه توګه اوس پیدا کړي یئ، په همدې دول به بیا تاسو پیدا کړای شي.»

[اعراف:۲۹]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

احمد ساپا

د مطلب ادامه...

د نړۍ د نوي نظم وخت رارسېدلی

  • خپور شوی په سیاسي

موږ له څو اونیو د کرونا ټولنیوونکي ویروس سره مخ یو او نږدې ټوله نړۍ په ټپه ولاړ حالت کې ده. د دغه ویروس له کبله یوه مهمه او اساسي برخه چې له منځه تللې هغه د نړۍ رهبري ده. د دغه ویروس له خپرېدو راپه دېخوا امریکا دومره غایبه شوې چې د ځینو په باور امریکا نور په نړیواله رهبرۍ کې ماتې خوړلې ده. ځینو خو ان د دغه ویروس له کبله څو ځلې د امریکا دروازه هم ور وټکوله، خو د څه شي حال نه رامالومېږي. په نړیواله کچه د رهبرۍ تشې امریکايي پوه کیسینجر دې ته اړ کړ چې نور خپله چوپتیا ماته کړي او ویې ویل چې که امریکا د اوسني حالت رهبري په لاس کې وانه خلي، ستر ناورین به رامنځته شي. د امریکا د رهبرۍ کمزوری او په ټپه درېدلی حالت یوازې اوسنی نه دی، بلکې له ډېرې مودې راهیسې د امریکا د کمزورۍ څرکونه لیدل کېږي چې اوسنی حالت دغه حقیقت ډېر ښه په ډاګه کوي.

د یوویشتمي پېړۍ له پیله تر دې دمه متحده ایالتونه تر دې دمه یو داسې نړیوال قدرت و چې چا پرې د اعتراض جرئت نه درلود، د کمونېزم ګواښ یوازې د تاریخ یوه برخه وګرځېدله او امریکایي سیاست جوړوونکو پر دې فکر کاوه چې څه ډول ۲۱مه پېړۍ د امریکایي پېړۍ په نوم ونوموي. دوی د جورج ډبلیو بوش پر ادارې راتاو شوي وو او د پیاوړي اقتصاد، ټکنالوژۍ، سیاست او لایزري پوځ په مرسته یې ځانونه په یوه اړخیزه توګه د نړۍ واکداران بلل. د سپټمبر د یوولسمې بریدونو امریکا ته دا پلمه په لاس ورکړه چې په نړۍ کې خپل پوځي حضور پراخ کړي او د هغو رژیمونو بدلون د امریکا په یوه لویه ستراتيژي وواښتل، چې د دوی نه خوښېدل. دغه راز امریکا دې موخې ته د رسېدو لپاره په کافي اندازه امکانات هم درلودل. امریکا پر عراق د برید پر مهال د ملګرو ملتونو پر دایمې غړو سربېره، پر هغو تړونونو هم کلکې نیوکې وکړې چې په پیل کې د دغو ستونزو د سوله ییز حل په موخه رامنځته شوي وو. نړۍ د امریکا د رهبرۍ اصلي مزه هغه مهال وڅکله، چې ګوانتانامو، ابوغریب او داسې نور زندانونه د شکنجو او ربړو په اوج کې وو.

امریکا په عراق، افغانستان، سوریې، سوډان او وینزویلا کې پرله پسې ماتې وخوړې، خو دوی هڅه کوله چې نړۍ ته ځانونه په دغو هېوادونو کې ګټونکي وښيي او پر داسې اقداماتو یې لاس پورې کړ چې خپله ماتې پکې پټه کړي. په همدې ډول شرایطو کې د امریکا د حکومت اداره د ډونالډ ټرمپ لاسته ولوېده، د هغه بې ثباته او لړزانده رهبري د دې لامل شوه چې ان په ځلونو ځلونو له خپل ځان سره په تضاد کې واقع شي. په هغو ځایونو کې چې متحده ایالتونو تر ډېره پیاوړې رهبرۍ او نړیوال ملاتړ ته اړتیا درلوده، ومو لیدل چې د امریکا ولسمشر ان د دښمنانو په پرتله پر خپلو متحدینو نیوکې سختې کړې. موږ ولیدل چې د امریکا ولسمشر له خپلو متحدینو سره سوداګریزه جګړه پیل کړه او په دې سره یې نړیوال نظم ته لوی ګواښ پېښ کړ.

د کرونا ټولنیوونکي ویروس په اړه د ټرامپ پر مشرۍ د امریکا رهبري هم عجیبه کارونه وکړل، چې په دې ډول دي: ویروس و، خو په کاملاً متفاوته سیمه کې. ویروس په دې لویه وچه کې و، خو ډېر ژر ذوب شو. ویروس شته، خو ویروس پیدا نه کړل شو. دا یو چیني ویروس دی، خو موږ هڅه کوو چې له منځه یې یوسو، هرڅوک چې واکسین غواړي، موږ یې ورکوو. هغه ډېر ښه واکسین دی. ګورئ! خلک باید د غوښتنې په صورت کې په ښه شان واکسین وغواړي. موږ واکسین نه لرو، موږ د واکسین وېشونکي نه یو. خلک باید د خپلو ځانونو لپاره پلان ولري او په خپله ځان ته واکسین جوړ کړي. زه واقعاً فکر نه کوم چې موږ د واکسین ته اړتیا ولرو. موږ واکسین لرو، واکسین به زموږ وي. واکسین د بېړۍ د وروستي کپټان له خوا په ساحل کې پاتې دی. هېچا د ویروس په اړه وړاندوینه نه شو کولی.

د امریکا ولسمشر چې ځان ترې ورک دی او له دې کبله نړیواله رهبري هم اوسمهال تر بله هر وخت ډېره کمزورې شوې، نو چین ته یې د دې فرصت په لاس ورکړی چې د نوې رهبرۍ لپاره ځان چمتو کړي. چین همدا اوس زیان لیدلو  هېوادونو ته د روغتیایي تجهیزاتو پر لېږد بوخت دی، خو تر دې هم د چین لپاره اغېزمن کار دا دی چې د نړۍ رهبران بیجېنګ ته ور وغواړي او پر دې توافق وکړي چې د نړۍ نوې رهبري به د چین په لاس کې وي. چین په ۲۰۲۰م کال کې ځان نړیوالې رهبرۍ ته نیږدې او امریکا کمزورې کوي. دوی به له لېبرال نظم او بنسټونو ګټه واخلي. ښایي چین به د دغه کار لپاره پر ځان پوره باور ونه لري، چین د دغه کار لپاره نړیوالو ته د بدیل په توګه نه ایډيا لري او نه هم ارزښتونه. که څه هم چین په اقتصادي، نظامي او سیاسي لحاظ دغه کار ته جوړ دی، خو د ارزښتونو او نړۍ لید نشت به دوی د دغه رول له ادا کولو عاجز کړي.

هغه څه چې اوسنی حالت یې موږ ته په ډاګه کوي دا دي، چې امریکا او نړیوال نظم په چټکۍ د زوال په حالت کې دی او نړۍ بل بدیل ته د انتظار شېبې شمېري. ښایي پیاوړي هېوادونه لکه چین او روسیه به د دغه کار لپاره غږ اوچت کړي، خو دا د دوی له توان څځه ډېر لوړ دي. د محمد صلی الله علیه وسلم امت پوره وړتیا او سرچینې لري، خو د هغو حاکمانو شمېر پکې ډېر کم دی چې د امریکا پر سقوط دې خوشاله شي.

د کرونا پراختیا او نړیوال اقتصادي رکود اوس دا یقیني کړې چې نړۍ یوه نوي نظم ته اړتیا لري، اوس هغه وخت رارسېدلی چې دغه نوی نظم راڅرګند شي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: جواد عثمان

                       

د مطلب ادامه...

افریقا د کرونا په پرتله د استعمار له ویروس څخه ډېره ځورېږي

خبر:

کوویډ ۱۹ وبا په افریقا کې د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په ۸مه خپره شوه، تر اوسه یوازې دوه افریقايي هېواده ترې پاتې دي؛ خو د مثبتو پېښو او مرګونو شمېر یې ډېر په زیاتېدو دی.

تبصره:

دغې وبا نه یوازې دا چې په افریقا کې ټولنیز او روغتیایي ناورین راوړ، بلکې ویې ښوده چې د رعیت پر وړاندې د رهبرانو عاطفه کمه ده. همداراز یې له دې پرده پورته کړه چې د افریقا او غربي استعمارګرو تر منځ استعماري اړیکي دي؛ د استعمار یوازې بڼه بدله شوې، دوی د ځان پر ځای دلته له خپلو غلامانو څخه په خپله ګټه کار اخلي.

د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه، د فرانسې د روغتیا د ملي انسټېټیوټ او روغتیايي څېړنو مرکز د څېړونکو مشر، کمېلي لاکټ او په پاریس کې د کاچېن روغتون د بېړنۍ پاملرنې د برخې مشر، جین پاول میرا، وړاندیز وکړ چې افریقا د کوویډ ۱۹ د واکسینو د ازمویلو لپاره ښه ځای دی. د فرانسوي ډاکټرانو دغه خبرې د ډېرو کسانو له نیوکو او غندنو سره مخ شوې او دا یې نژاد‌پالې وبللې؛ خو د کانګو د ملي بیالوژیکي انسټېټیوټ مشر، جین جکس مویېمبي یې هرکلی وکړ.

مویېمبي رسنیو ته وویل: « موږ د دغه ټېسټ د مخته وړلو لپاره ټاکل شوي یو... » ده بیا وړاندیز وکړ چې «کلینیکي څېړنې په جولای یا اګېسټ کې پیل کېدای شي». (MSN 03/04/2020)

د مویېمبي دغو خبرو په کانګو او ټوله افریقا کې بحثونه راولاړ کړي. دغه حالت ښيي چې د افریقا رهبران د غربي استعمارګرو غلامي کوي او دې ته تیار دي چې د واک او ناڅيزه ګټې لپاره خپل خلک وپلوري.

په داسې حال کې چې کانګو خپل خلک د فرانسوي استعمارګرو لپاره قرباني کوي، ځیني افریقايي چارواکي کپیټلېزم او استعماري مفکورو سخت اغېزمن کړي، ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او له قرنطین څخه سرغړونه کوي. دا په تانزانیا کې د بحث موضوع وه، په پارلمان کې هم وروسته له هغه بحث پرې وشو چې یوه زانزیبیاوي وزیر په قرنطین کې اوسېدل ونه منل؛ د کینیا د کیلیفي ولایت د والي مرستیال هم همداسې وکړل. په بوتسوانا کې د پارلمان ځینو غړو هم د قرنطین اصول مات کړي، په دې توګه عامو خلکو ته د دغې وبا د خپرېدو خطر ډېرېږي. که څه هم له ډېرو غبرګونونو وروسته دولت دوی له کورونو را وایستل او له دولتي پاملرنې لاندې قرنطین کې یې وساتل.

دا ښيي چې د غربي استعمارګرو دغه ساتونکي سپیان څومره بې پروا دي؛ هم یې خپل خلک پلوري او هم د خپلو خلکو ژوند په خطر کې اچوي. تر اوسه ( د ۲۰۲۰م کال د اپرېل ۸مه) په افریقا کې د ۷۱۰۵ مثبتو پېښو او ۳۲۴ تنو د مړینې رپوټ ورکړل شوی.

په داسې حال کې چې افریقايي رهبران غربي کپیټلېسټي ایډیالوژۍ ته ژمن دي او د استعمارګرو بادارانو غلامي یې کوي او همداراز د دغه حقیقت په پام کې نیولو سره چې دغه استعماګر له پېړۍ زیات وخت راهیسي د افریقا ذخیرې استثماروي؛ دا به ډېر ساده فکر وي چې ووایو غربي کپیټلېسټان له افریقا سره د کوویډ-۱۹ وبا په له منځه وړلو کې جدي مرسته کوي.

افریقا له ګڼو سرتونزه سره مخ ده چې غربي استعمارګر دولتونه یې په مرسته کې پاتې راغلي؛ مثلاً لوږه، په افریقا کې ۲۵۷ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي(World Vision, 24/10/2019). بېوزلي؛ په افریقا کې د بېوزلو کسانو شمېر په ۱۹۹۰ کې له ۲۷۸ میلیونو څخه په ۲۰۱۵ کې ۴۱۳ میلیونه کسانو ته لوړ شوی (WB, 09/10/2019). نور رپوټونو ښيي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغې لویې وچې ۹۰ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او داسې نور....

اوس یې وخت دی چې افریقا باید راویښه شي او وګوري چې کپیټلېزم نه یوازې په افریقا، بلکې په ټوله نړۍ کې ناکام نظام دی. له بلې خوا، موږ دوی ته وریادوو چې افریقا له اوومې پېړۍ (۶۱۴م) وروسته د اسلام تر حاکمیت لاندې خوندي او کامیابه وه. له هغه وخت راهیسي، ټولو افریقايي ولایو د اسلامي خلافت تر حاکمیت لاندې له ژوند کولو خوند اخیسته او په لوړه کچه خوندي وو.

خلافت دولت د مسلمانانو په ساتنه کې ځان مسول ګڼي؛ په ۱۵۸۶م کال کې عثماني خلافت د جنرال میر علي بای تر مشرۍ لاندې یو لښکر واستاوه چې د ختیځي افریقا په ساحلي سیمو کې پر مسلمانانو د پرتګالیانو بریدونه ختم کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

سید بیتوموا

په تانزانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

د جمعې او جماعت لمونځونو ځنډول ناروا دي

  • خپور شوی په سوډان

نصرالدین مفرح، د سوډان د حج او اوقافو وزیر د دریو اونیو لپاره د خرطوم ولایت په ټولو مسجدونو کې د جمعې او جماعت لمونځونه د ځنډولو پرېکړه وکړه.

دا ډېر د تأسف ځای دی چې د شريعت له خوا ټاکل شوي انفرادي مکلفیتونه د حق او حقیقت پر اساس نه، بلکې د سیاسي یا مالي لاسته راوړنو لپاره له پامه غورځول کېږي. په دې اړه خلکو ته قانوني حکم روښانه دی. موږ حزب التحریرـ ولایه سوډان، د سوډان او نورو مسلمانانو ته لاندې حقایق تشرېح کوو:

لومړی: د ساري ناروغیو د خپرېدلو له امله د جمعې او جماعت لمونځونو پرېښودل عمومي نه، بلکې یوازې د هغو ناروغانو لپاره اصل دی چې باید بېل شي او د جمعې یا جماعت لمونځونو ته د ننوتلو اجازه ونه لري. د حفظ الصحې او تعقیم ټول اقدامات باید ترسره شي، په داسې حال کې چې روغ خلک  کولای شي له کومې مداخلې پرته د جمعې او جماعت لمونځونو ته ادامه ورکړي.

دویم: د جمعې او جماعت لمونځونو لپاره داسې شواهد نشته چې د تل لپاره باید قطع شي، بلکې د ترسره کولو لپاره یې ګڼ شمېر ته اړتیا نشته.

درېیم: د جماعت لمونځ فرض کفایي دی، چې باید خلکو ته تشرېح شي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَا مِنْ ثَلَاثَةٍ فِي قَرْيَةٍ وَلَا بَدْوٍ لَا تُقَامُ فِيهِمْ الصَّلَاةُ إِلَّا قَدْ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمْ الشَّيْطَانُ، عَلَيْكَ بِالْجَمَاعَةِ فَإِنَّمَا يَأْخُذُ الذِّئْبُ مِنَ الْغَنَمِ الْقَاصِيَةَ»

ژباړه: «که په یوه کلي یا صحرا کې دری کسان پر لمانځه ونه درېږي، شیطان پرې غالب کېږي، نو لمونځ په جماعت سره وکړئ؛ ځکه چې لېوه یوازې هغه پسه خوري چې له رمې څخه لیرې پاتې وي.»

[ابو داود]

څلورم: د جمعې لمونځ فرض عین او انفرادي مکلفیت دی، چې یوازې د شرعي عذر لپاره پرېښودل کېږي، لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

(إِذَا نُودِي لِلصَّلاَةِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ)

ژباړه: «کله چې د جمعې لمانځه لپاره غږ (اذان) وشي، نو د الله سبحانه و تعالی د ذکر (لمانځه) خواته ور ودانګئ او پېرل، پلورل (رانیول او خرڅول) پرېږدئ.

[الجمعه: ۹]

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلَّا أَرْبَعَةٌ: عَبْدٌ مَمْلُوكٌ، أَوِ امْرَأَةٌ، أَوْ صَبِيٌّ، أَوْ مَرِيضٌ»

ژباړه: «د جمعې لمونځ پرته له لاندې څلورو کسانو څخه پر نورو ټولو مسلمانانو باندې واجب دی:  غلام، ښځه، ماشوم او ناروغ.

[ابو داود]

پنځم: داسې ویل چې ټول ښايي د ساري ناروغۍ خطر ولري او د دې مخنیوی نه شي کېدلای، یو کمزوری احتمال دی؛ په ځانګړې توګه چې د جماعت د لمانځه لپاره تر ټولو ټیټ شمېر دوه کسان او د جمعې د لمانځه لپاره تر ټولو ټيټ شمېر بیا دری کسان دي او دا مناسب دی چې ترسره شي. احتیاط په دې مانا نه دی چې واجب پرېښودل شي، بلکې دا د احتیاطي ګامونو د اخیستلو پر مهال ترسره کېږي.

دا واقعاً ډېره دردوونکې ده چې د اسلامي خاورو واکمنان د استعماري کفارو پر پلونو اېنچ پر اېنچ پل ږدي، که دا هېوادونه د یوې ځانګړې ناروغۍ په درملنه کې ستونزه هم ولري، دوی یې څاري او که دوی د حل وړانديز ورکړي، حتی که ناسم حل هم وي، د اسلامي خاورو واکمنان یې ستاینه کوي او روغتیا په پام کې نیسي!!

د خلافت دولت حاکم به ان شأالله د دغه ډول معاملو په ترسره کولو سره د کفارو قدمونه نه، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښود به څاري؛ ځکه هغه څوک کولای شي ګډون ونه کړي چې شرعي عذر لري، پاتې نور ټول ګډن کولای شي؛ ناروغ جلا کېږي او روغ خپل کار ته ادامه ورکوي، دوی ځي مسجد ته چې لمونځ وکړي او الله سبحانه و تعالی ته د دعا لاسونه لپه کوي، چې د دې ناروغۍ له شر او وبا څخه یې وژغوري. دا حق دی:

(فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ)

ژباړه: «نو له حق وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتې شول؟» [یونس: ۳۲]

 

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي مطبوعاتي ویاند

                        

د مطلب ادامه...

د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په اړه د ستر عالم او د حزب التحریر د امیر شیخ عطاء ابن خلیل ابو الرشته د مبارکۍ پیغام!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

هغه غوره امت چې د بشر د لارښوونې لپاره رالېږل شوی، اسلامي امت، چې الله سبحانه وتعالی په خپل اطاعت سره هغه غوره بللی دی!

د دعوت رسوونکو ته، هغه کسان چې نه ظلم، نه هم پېر او پلور هغوی د الله سبحانه وتعالی له یاد څخه ګرځولي دي!

د پاڼو لیدونکو ته، هغه کسان چې خیر ته یې مخه کړې او دغه پاڼې له ځان سره وړي او ګوري یې!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

د دې مبارکې، ارزښتمندې او له اجر نه ډکې میاشتې مبارکي درته وایم، هغه میاشت چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایلي دي:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَينَاتٍ مِنَ الهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾

[بقره: 185]

ژباړه: روژه هغه میاشت ده چې قران پکې نازل شوی دی، څو خلکو ته لارښوونه وکړي او د هدایت او لارښوونې نښې دي. همدارنګه په ټولو برخو کې د حق او باطل تر منځ توپیر وکړي.

روژه هغه میاشت ده چې الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته پکې مغفرت کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَن قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَاباً غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِه» 

(بخاري له ابوهریره نه روایت کړی)

ژباړه: هر هغه څوک کې روژه د ایمان له دیده ونیسي، تېر ګناهونه یې بښل کېږي!

په دې میاشت کې قران نازل شوی او همدارنګه په دې میاشت کې ښکاره فتحې او نصرتونه د مسلمانانو په برخه شوي دي. دا میاشت د عمل او کوښښ میاشت ده! د صبر، بنده ګۍ او مبارزې میاشت ده! نو اې مسلمانانو! د غیرت ملاوې وتړئ او د نېکو او غوره کارونو په ترسره کولو کې له یو بل مخکې شئ؛ ځکه په دې میاشت کې اجر او ثواب څو چنده کېږي.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د ټولو مسلمانانو قیام او روژه قبوله کړي او دا میاشت د راشده خلافت د تاسیس لپاره د خیر او برکت د پیل میاشت شي؛ څو اسلامي امت یو ځل بیا د "لا إله إلا الله محمد رسول الله" تر بیرغ لاندې ژوند پیل کړي؛ لکه د تېر  په څېر. همدارنګه اسلامي امت پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر دین منګولې ولګوي.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ ا لْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: 4-5]

ژباړه: په هغه ورځ مومنان د الله سبحانه وتعالی په نصرت خوشحالېږي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې ویې غواړي او هغه سبحانه وتعالی ډېر مهربان دی.

والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

 

 

د مطلب ادامه...

حزب التحریر ویر نه کوي، بلکې د کږو کرښو پر مخ مستقیمه کرښه کاږي Featured

  • خپور شوی په سوډان

ګران ورور، محمد عبدالله یعقوب!

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته،

د ۱۴۴۱ هـ.ق کال، د شعبان ۲۱مه، چې د ۲۰۲۰م کال، د اپرېل له ۴مې سره سمون خوري، ستاسو د لیکلي کالم (صفر الخوالي) د هغې مقالي په ځواب کې چې سرلیک یې و: «ابو خلیل په جنازه کې د ډوډۍ وير اخیستی»، موږ وایو:

لومړی: موږ د حزب التحریرـ ولایه سوډان د هغې مطبوعاتي اعلامیې د خپرېدلو له امله له تاسو څخه مننه کوو چې سرلیک یې و «د بې ساه رژيم له امله انتقالي حکومت د ډودۍ بیه دوه برابره کړه او د GAHT منافقت هېڅ ډول ډاډ نشته»، په داسې حال کې چې دا د خلکو د معیشت اړوند یوه حیاتي موضوع ده، خو د خرطوم ډېرو ورځپاڼو دا له پامه غورځولې ده!

دویم: ایا له حزب التحریر پرته بل څوک د اسلامي نړۍ د امت د ایډیالوژۍ د بیا احیا لپاره داسې روښانه او رڼه پروژه لري؟ کله چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت تر سیوري لاندې اسلام په بشپړه توګه حاکم شي؛ څوک د دې ستر امت او غوره ملت چې د بشریت لپاره راوړل شوی دی، مسوولیت پر غاړه اخیستلای شي؟!

[وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا]

ژباړه: « او اعلان وکړه چې حق راغی او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونکی دی. »

[اسرأ: ۸۱]

زموږ د کولنګ رښتینی حقیقت دا دی، چې اسلامي دولت جوړ او باطل دولتونه ړنګ کړي. د جوړولو کولنګ هماغه د ړنګولو کولنګ هم دی، هغه دولتونه چې د کفر تګلارې څاري او زموږ لپاره ښه نیت نه لري، نو له دوی څخه موږ کومه تمه ولرو؟

 [مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ]

ژباړه: «هغو خلکو چې د حق د بلنې له منلو څخه یې انکار کړی، که له اهل کتابو څخه وي، که مشرکان وي، هېڅکله دا نه خوښوي چې ستاسې د رب له خوا دې تاسو ته څه ښېګڼه راشي، خو د الله سبحانه و تعالی چې هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره کوي او هغه د لوی فضل څښتن دی.»

[البقره: ۱۰۵]

درېیم: د اسلامي او عربي نړۍ له حقیقت سره سم د دې خبرې په توګه چې د خلافت راګرځېدل به ډېر وخت ونیسي او داسې نور؛ موږ وایو، هېڅوک نه پوهېږي چې خلافت به څه وخت راپورته کېږي، خو موږ ډاډه یو چې راپورته کېږي به؛ ځکه دا د الله سبحانه و تعالی ژمنه ده چې وایي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: « الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه ډول خلیفه ګان وګرځوي، لکه چې له هغو څخه مخکې تېر شوي خلک یې چې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه و تعالی ورته خوښ کړی دی. د هغو د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی د زما بندګي کوي او زما سره دې کوم شی نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.»

[نور: ۵۵]

او ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری هم دی:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بېرته به د رسول لله صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت وي»

او الله سبحانه وتعالی به ستاسو څخه د پایلې نه، بلکې عمل پوښتنه کوي، دا واجب دی چې باید تاسیس شي، په دې اړه بې غوري لویه ګناه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: «هر هغه څوک چې پر غاړه یې بیعت نه وي او مړ شي، هغه د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی»

موږ حزب التحریر باور لرو چې د خلافت وخت رارسېدلی، خو داسې کسانو ته اړتیا لري چې هغه تاسیس کړي، موږ هیله لرو چې تاسو به یو له هغو کسانو څخه وی چې د خلافت د تاسیس لپاره کار کوي، حتی که هغه د یوې کلمې ماتېدل هم وي.

په پایله کې: زما ګران وروره، موږ نه وير کوو او نه هم ژاړو، بلکې موږ د کږو کرښو پر مخ مستقیمه کرښه کاږو.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

 

د مطلب ادامه...

موږ مسلمانان د خلافت له سقوط راهیسې په کړکېچ کې یو، نه د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې!

  • خپور شوی په سیاسي

[وَإِذَا مَسَّ الإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَآئِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَى ضُرٍّ مَّسَّهُ كَذَلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ]

(یونس: ۱۲)

ژباړه: د انسان حال دا دی کله چې سختي پرې راشي، که په ولاړه، ناسته او یا هم ملاسته وي موږ خپل ځان ته بولي. خو کله چې موږ له هغه ستونزې لرې کړو، داسې نافرماني کوي چې ګواکې هغه هېڅکله په بده ورځ کې موږ ځان ته نه وو بللي. په همدې ډول له حده تيري کوونکو ته د هغوی کړه وړه ښایسته کړل شوي دي.

ډېری کسان چې کله له ستونزو، ناروغیو او ناخوالو سره مخ شي، نو ډېر ناارامه وي. دوی په دغه وخت کې ځانونه دیندارۍ ته ډېر نیږدې کوي او په دې سره له الله سبحانه و تعالی څخه دعا او غوښتنه کوي، چې دا ناخوالې ترې لرې کړي. دعاوې کوي، هیله لري چې دعاوې به یې قبولې شي. خو کله چې الله سبحانه و تعالی ستونزې ترې لرې کړي، نو بیا دومره کبر ته مخه کړي، چې ګویا هېڅ ستونزه نه وه ورته پېښه شوې. په چټکۍ ستونزمنې شېبې له یاده باسي او الله سبحانه وتعالی هم هېروي.

البته دا یو ښه کار دی چې یو مسلمان له الله سبحانه وتعالی څخه مرسته وغواړي او دې ته هیله من وي چې یوازې الله سبحانه و تعالی یې چارې ورته له ارامۍ ډکولی شي. خلک نه یوازې دا چې باید په ستونزو کې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسي، بلکې خوښیو په شېبو کې هم باید الله سبحانه وتعالی په یاد ولري، داسې شېبې چې هېڅ شی له لاسه نه پکې وځي.

سربېره پر دې، یو مسلمان باید د یوې پېښې پرمهال کوم شی ښه او یا بد ونه ګڼي، بلکې (خیر) ته باید هیله من وي او له هرې پېښې سره باید د اسلامي شرعیت پر اساس چلند وکړي او خپل تکلیف (مسوولیت) وپېژني.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلي دي:

«عَجَبًا (لِأَمْرِ) الْمُؤْمِنِ لَا يَقْضِي اللهُ لَهُ قَضَاءً إِلَّا كَانَ خَيْرًا لَهُ، إِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ فَصَبَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ فَشَكَرَ كَانَ خَيْرًا لَهُ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِن»

ژباړه: د مومن حالت څومره په زړه پورې دی، د هغه لپاره په هر څه کې خیر نغښتی، کله چې له خوښۍ او نېکمرغۍ سره مخ کېږي، د الله سبحانه و تعالی شکر ادا کوي او دا د ده لپاره خیر دی. که له ستونزې سره مخ شي، په صبر کولو یې زغمي او دا هم د ده لپاره خیر دی.

که پورتني حدیث ته د کرونا ویروس له روان کړکېچ سره سر ورکړئ، دا ترې په ډاګه کېږي چې ډېری کسان د دغه ویروس له خپرېدو وروسته تر ډېره اسلام ته رجوع کوي او نن ورځ تر ټولو ډېر د خدای مرستې او ملاتړ ته هیله من دي. دغه کسان فکر کوي چې اوس له سختو شرایطو سره مخ دي. دغه احساس ځکه رامنځته شوی چې اوسمهال د یوې پېښې تر اغېز لاندې دي. دوی فکر کوي چې دغه ویروس د دوی لپاره (شر) دی او د ځان ساتنې په موخه هر ممکنه ځای ته لاس اچوي، ان الله سبحانه و تعالی ته دعا کوي او فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی په هغه څه نه پوهېږي چې دی یې په زړه کې لري.

خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا اسلامي امت تر دې وړاندې د کرونا ویروس په پرتله د بل لوی ویروس تر برید لاندې نه و راغلی؟ ډیموکراسي او د اسلام پر وړاندې د هغه د نظام ناوړه پروګرامونه تر کرونا ویروس خطرناک ویروسونه دي. ایا د خلافت له نسکورېدو وروسته امت تر ټولو ستره غمیزه او ناورین نه دي زغملي؟ ایا امت د ښکېلاک تر ولکې لاندې سیمو کې هره ورځ ناخوالې نه ویني؟ ایا امت د اسلام د دوښمنانو له بمونو او راکټونو وېره نه لري؟ ایا امت د نړۍ په کچه د اسلام په تطبیق کې ستونزه نه لري؟ ایا د دین پرېښودلو لپاره په زندانونو کې نه اچول کېږي؟ ایا هره ورځ زرګونه مسلمانان له لوږې نه مري؟ ایا هره ورځ مسلمانې ښځې تر تیري او شکنجې لاندې نه دي؟

 ایا مسلمانان باید دا فکر وکړي چې د کرونا ویروس له کبله له ستونزو او کړکېچ سره مخ دي، که دا فکر وکړي چې د یوه امت په توګه له اوږدې مودې راهیسې له سخت حالت سره مخ دي؟ په دې مانا چې د کرونا وبا باید مسلمانانو ته د ژوند د ستونزو په توګه ټکان ور نه کړي. دوی باید یوازې هغه مهال اسلام ته لومړیتوب ورنه کړي چې په شخصي ډول له ستونزو سره مخ شي؛ بلکې تل باید په دې پوه شي چې ټول امت نن ورځ له سخت حالت او کړاو سره مخ دی. ځکه دوی ملاتړی او دولت نه لري. نو اوسنی احساس باید تر ډېره لنډمهالی او احساساتي نه وي چې، یوازې تر کرونا ویروس پورې محدود شي، بلکې مومن تل باید د اسلام او امت لپاره په هڅه کې وي، نه د خپل ځان د ارامۍ لپاره.

اما تر ټولو غوره او لوړ ټکی دا دی چې الله سبحانه وتعالی زموږ له تمې لوړ کارونه کوي، توبه قبلوي او زموږ ګناهونه راته بښي. هغه سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې زموږ ګناهونه بښي او موږ یې له اغېزو ساتي. ښایي موږ له ګناه او شرم پرته مخکې ولاړ شو، مهمه نه ده چې ګناهونه مو څومره لوی دي. الغفور ذات یې راته بښلی شي او لا هم ناوخته نه دی. هر مسلمان کولی شي توبه وکړي او په ډېر صمیمانه ډول ځان اسلام ته وقف کړي. مسلمانان باید د کرونا ویروس په خپل لنډ ژوند کې هره ورځ اندېښمن نه کړي، بلکې د امت تریخ ژوند یې اندېښمن کړي. هغوی کولی شي چې د نبوت پر منهج د خلافت تاسیس لپاره کار او هڅه وکړي او د خپل امت پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي.

د حزب التحریز موخه ژوند ته د اسلام بیا راوستل او د اسلامي دعوت لېږد دی، چې له دې لارې مسلمانان خپله اساسي ستونزه (د اسلامي حکومت نشت) حل کړي. د اسلامي ژوند طریقه په دې مانا چې مسلمانان په خپلو اسلامي خاورو کې بېرته خپل اسلامي ژوند ته راوګرځول شي او داسې اسلامي ټولنه رامنځته شي، چې پکې اسلامي افکار او احساسات حاکم او اسلامي قانون پکې پلی شي. په دې ډول به ټول کارونه د الهي قانون سره سم مخکې ولاړ شي او په ټولنه کې به د حلالو او حرامو پر اړه واضېح نظر موجود وي. دا هرڅه یوازې د اسلامي حکومت(خلافت) تر سیوري لاندې ممکن دي؛ هغه ځای چې مسلمانان پکې خپل خلیفه وټاکي او بیعت ورسره وکړي. که د کتاب الله او نبوي احادیثو سره سمه پرېکړه کوي، دوی به ورته غوږ نیسي او پيروي به یې کوي. په دې شرط چې خلیفه به د اسلام پیغام د دعوت او جهاد له لارې ټولې نړۍ ته رسوي. د حزب موخه دا ده چې امت د اسلامي عقیدې پر بنسټ نهضت ته ورسوي. دغه حزب هڅه کوي چې اسلامي امت یوځل بیا خپل جلال او ځواک ته ورسوي او په دې ډول له نورو هېوادونو څخه ټول واک بېرته واخلي. دغه راز په نړۍ کې لومړۍ درجه دولت و اوسي او نړۍ د پخوا په شان رهبري او اسلامي قوانین پکې پلي کړي. (د بدلون لپاره د حزب التحریر منهج)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: امانه ابې

ژباړن: جواد عثمان

 

د مطلب ادامه...

په څارویو کې زکات

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه: علي السعيدي

زموږ د قدر وړ شېخ صاحب! السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

الله سبحانه وتعالی دې په هڅو کې برکت واچوه او الله سبحانه وتعالی دې ستاسو پر مټ بری راولي. د خلافت دولت مالي سرچینې کتاب، د زکات د برخې په ۱۵۳مخ کې د څارویو د زکات په فصل  کې راغلي: «په څارویو کې زکات؛ د غوايي زکات هغه وخت فرض کېږي چې نږدې يو کال په څړځای کې څرېدلی وي. دغه راز د دې کتاب په ۱۵۵مخ کې راغلي: د پسونو زکات هغه وخت فرض کېږي، چې د کال ډېره برخه په څړځای کې څرېدلی وي، په هغه صورت کې چې د شپانه مسوولیت ټول کال همداسې په لږه کچه وي.  

پوښتنه دا ده چې ایا په هغو پسونو او غوايانو زکات نشته، چې له څړځايونو نه تغذيه کېږي او د مړولو لپاره یې د کال په جریان کې پیسې لګیږي؟ که پر دغه ډول څارویو زکات وي، نو څومره به دی؟

بله پوښتنه دا ده چې ولې په څارویو کې زکات د غوايي، پسه او اوښ په اړه یاد شوی او د مرغانو په ځانګړي ډول د چرګانو په اړه څه نه دي ویل شوي، چې په عصري خونو (فارمونو) کې زرګونه شمېر ساتل کيږي؟ ایا دوی د معاملاتو برخه دي؟

الله سبحانه تعالی دې زما د پوښتنو د ځوابولو په بدل کې اجر درکړي، والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته 

ځواب:

وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته!

۱ـ هو؛ په هغو پسونو او غوايانو کې زکات نه شته چې په څړځای کې نه څريږي، بلکې په مړولو يې لګښت راځي. ځکه «څرېدل» يو صفت دی او دا مفهوم افاده کوي چې دغه صفت د زکات د حکم لپاره علت دی. دغه ډول صفت د شي له ذاتي صفتونو څخه په يوه صفت پورې شرعي حکم تړي. دا خبره پر دې دلالت کوي؛ کله چې دغه ځانګړی صفت نفي شي، نو د شي له ذات څخه هم حکم نفي کيږي. د دغه صفت لپاره ـ چې د علت شتون افاده کوي ـ شرط دا دی چې باید په بشپړ ډول څرګند وي. خو که صفت بشپړ څرګند نه وي او د علت شتون افاده نه کړي، نو دغه ډول صفت اعتبار نه لري. زه بيا ځلې وايم؛ د صفت لپاره شرط دا دی چې بايد په بشپړه ډول څرګند وي. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايلي دي: «... فِي صَدَقَةِ الغَنَمِ فِي سَائِمَتِهَا..»  ژباړه: "... په څرېدونکو پسونو کې زکات..." (رواه البخاري) د "پسه" لفظ د شي ذاتي نوم دی چې هغه دوه صفتونه لرلای شي. څرېدل او يا په کور کې په وښو ساتل کېدل. د زکات فرضیت یې د څرېدلو په صفت پورې تړلی دی، نو دا پر دې دلالت کوي چې په کور ساتلو پسونو کې زکات فرض نه دی.

۲ـ هغه بله پوښتنه چې د مالدارۍ په پسونو، غوايانو او اوښانو کې زکات شته او په نورو حيواناتو لکه مرغانو، چرګانو او داسې نورو کې زکات نه شته، ځکه په نصوصو کې يواځې ياد څاروي بيان شوي او موږ هم دغه ارزوو او پر هغو بسنه کوو. د يادو درې ډوله حيواناتو په اړه نصوص په دې ډول دي:

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه او هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي، چې هغه وفرمايل:

«ما من صاحب إبلٍ، ولا بقرٍ، ولا غنمٍ، لا يؤدي زكاتها، إلاّ جاءت يوم القيامة، أعظم ما كانت، وأسمن، تنطحه بقرونها، وتطؤه بأخفافها»  

(متفق عليه)

ژباړه: د اوښانو، غوايانو او پسونو هغه څښتن چې د خپلو مالونو زکات نه ورکوي، دغه څاروي به د قيامت په ورځ په داسې حال کې راشي، چې د دنيا له حالت څخه به لوی او چاغ وي، دی به په ښکرو وهي او تر پښو به يې لاندې کوي.

ابوذر رضی الله تعالی عنه له ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه څخه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه اوږده حديث کې وفرمايل:

«... وفي سائمة الغنم إذا كانت أربعين، ففيها شاة...»

  ژباړه: له څرېدونکو پسونو څخه چې شمېر يې څلويښتو ته ورسېږي، يو پسه بايد په زکات کې ورکول شي...

حضرت علی کرم الله وجهه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې فرمايلي يې دي:

«ليس في البقر العوامل صدقة»

ژباړه: د ځمکې په خړوبوونکو (له ارهټ څخه اوبه راويستونکو) غوايانو کې زکات نه شته. (دا روايت ابو عبيد او بيهقي نقل کړی دی)

عامر ابن دينار وايې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي، چې ويې فرمايل:

«ليس في الثور المثيرة صدقة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته (دا روايت ابو عبيد کړی دی) او جابر ابن عبدالله له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي: «لا صدقة على مثيرة» ژباړه: په کولبه کوونکو غوايانو کې زکات نه شته. کولبه کوونکي غوايان هغه دي چې ځمکه اړوي او د کرنې لپاره يې چمتو کوي.

حاکم په خپل کتاب «المستدرک» کې د بهز ابن حکيم په روايت دوه حديثونه نقل کړي، چې هغه له خپل پلار او هغه له خپل نيکه څخه روايت کوي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويې فرمايل:

«...في كل إبل سائمة في كل أربعين ابن لبون...»

ژباړه: له څرېدونکو اوښانو څخه په هرو څلوېښتو کې يو دوه کلن جونګی د زکات په توګه فرض دی... .

 څرېدونکي څاروي هغه دي چې له وښو او غذا ورکولو پرته په څړځايونو او کروندو کې څریږي او پخپله ځان مړوي.

۳: له همدې امله په يادو درې ډوله حيواناتو کې زکات فرض دی لکه څرنګه چې يې مخکې يادونه وشوه. زکات يوازې په هغو څرېدونکو څارويو کې فرض دی، چې تر يوه کال ډېر څرېدلي وي.

په نصوصو کې په نورو څارويو، مرغانو او يا سمندري حيواناتو کې د زکات فرضيت نه دی بيان شوی او يوازې په يادو څارويو کې د زکات د فرضيت يادونه شوې ده. هغه حيوانات چې د سوداګرۍ لپاره وي په هغو کې هم زکات فرض دی او د مالياتو کتاب، د معاملاتو زکات په فصل کې يې يادونه شوې ده.

۴: په پايله کې باید ووایم چې له پسونو، غوایانو او اوښانو پرته په نورو څارویو کې هېڅ زکات نشته. خو کله چې څاروي د سوداګرۍ له توکو څخه وي، يعنې د پېر او پلور لپاره وي په هغو کې زکات شته.

هر هغه شی يا توليد که هغه غلې ـدانې، جامې، څاروي يا بل شی وي او د سوداګرۍ لپاره کارول کېږي د هغوی د زکات په تړاو نصوص راغلي دي:

«أما بعد، فإن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يأمرنا أن نخـرج الصدقة من الذي نعد للبيع»

(ابو داود)

ژباړه: له سمره ابن جندب څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په هغو شيانو کې د زکات ورکولو په اړه امر کاوه چې د سوداګرۍ لپاره به وو.

له ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: «وفي البَزِّ صدقته» په نساجي (اوبدل شويو ټوکرانو) کې زکات شته (دارقطني او بيهقي) له نساجي څخه موخه جامې او هغه جامې چې د سوداګرۍ لپاره وي ده.

ابو عبيد له ابو عمره ابن حماس او هغه له خپل پلار څخه روايت کوي چې ويل يې:

«مرّ بي عمر بن الخطاب، فقال: يا حماس، أدّ زكاة مالك، فقلت: ما لي مال إلاّ جعاب، وأدم. فقال: قوّمها قيمة، ثمّ أدّ زكاتها»...»

ژباړه: عمر ابن خطاب رضی الله تعالی عنه زما تر څنګ تېر شو او راته ويې ويل: اې حماسه!، د خپلو پيسو زکات ورکړه. ما وويل: زه پيسې نه لرم پرته له دغه يوه بکس او د بکس له پوښ څخه. راته ويې ويل: د هغو قيمت وسنجوه او د ارزښت له مخې يې زکات ورکړه.

هيله لرم چې خپل ځواب به مو موندلی وي. الله سبحانه و تعالی په هر څه پوه او د حکمت څښتن ذات دی.

ستاسې ورور عطا ابن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې