یکشنبه, ۲۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خپلواکۍ اصلي مانا

  • خپور شوی په سیاسي

له شکه پرته موږ په لبنان یا له لبنان ور ها خوا په بله اسلامي خاوره کې د کفر ښکېلاکي نظامي واک نه خوښوو. د فرانسې، برتانیې او امریکا تر منځ چې اسلامي خاورې یې تر مستقیم یا غیر مستقیم اغېز او ولکې لاندې دي؛ هیڅ توپیر نشته. بیا هم لاندې پېښو ته اشاره کوو:

ــ خپلواکي دا مانا، چې موږ ښکېلاکګر ځواک ته اجازه ورنه کړو، ترڅو مو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري نظامونه تر خپل اغېز لاندې راولي. د دغو نظامونو له کره کتنې وروسته موږ دې پایلې ته ورسېدو، چې نوموړي نظامونه پر موږ تپل شوي دي او د یو دولت په څېر د لبنان منځ ته راتګ او  له اسلامي دولت څخه یې بېلتون د ښکېلاکګر دښمن چل و. له ۱۹۲۰م کال څخه وړاندې او مخکې له دې چې د فرانسې پوځي جنرال «ګوارډ» د لبنان د دولت د تاسیس اعلان وکړي؛ لبنان د عثماني خلافت یو ولایت و. د بیروت ولایت نږدې ۳۰۰۰۰کیلومتره مربع مساحت درلود او د حایفه، عکا، تریپولي او لاتیکیا سیمې یې په بر کې نیولې.

د لبنان اوسنی دولتي نظام د فرانسې له سل کلن زوړ اساسي قانون څخه اخیستل شوی دی، چې په بشپړ ډول د انسان په لاس جوړ شوی نظام دی.

تعلیمي ډګر له ښکېلاکي کلتور څخه ډېر ژور اغېزمن شوی ، ان تر دې  چې کیمیا، فزیک او مثلثات په فرانسوي ژبه تدریسېږي.

اوس هم د ښکېلاګر ځواک اغېز په حاکم سیاسي نظام کې په پیاوړې توګه تر سترګو کېږي، ان ځینې په دې اند دي چې فرانسه د لبنان مور او د دې نظام سمبالونکې ده. دغه راز د برتانیې او امریکا په څېر نور ښکېلاکګر ځواکونه د لبنان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو ښکاره اغېز لري.

لبنان تر اوسه د یو دولت په توګه ځان نه دی ثابت کړی، ځکه چي د نظام جوړونې له اساسي عناصرو څخه بې برخې دی. له کوم وخته چې د لبنان دولت خپله آزادي اعلان کړې ده، له هماغه راهیسې ډلې او ډلبازۍ شروع شوي او په خپلو مینځونو کې سره په جګړه اخته د ي او ژور اختلافات لري. پر دې سربېره د لبنان دولت د خلکو د اساسي اړتیاوو، لکه: برېښنا، اوبو، سړکونو او داسې نورو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی او بله لا دا چې دولت شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر پوروړی دی. فساد په ګڼو اداراتو کې خپلې ریښې ځغلولې دي. که په لنډ ډول ووایو، د لبنان اوسنی اقتصادي نظام په بنسټيز ډول له فساده ډک او پر فاسد پانګوال نظام ولاړ دی. دولت د مهمو برخو، لکه: کارخانو او کرهڼې پر ځای خپله ټوله پاملرنه سود او سیاحت ته اړولې. حال دا چې سود د الله تعالی د نارضایتۍ سبب ګرځي.

فرانسې د لبنان ډېری وګړي هغوی ته د آزادۍ د اعلاميې پر بنسټ سره وېشلي وو، ګڼو مسلمانانو، دروز(یوه سیاسي او فقهي ډله) او عیسویانو نوموړې اعلامیه ردوله او غوښتل یې چې دوی دې له شام سره یوځای شي.

کله او څه ډول ریښتینې آزادي ترلاسه کولی شو؟

آزادي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې په خپل هیواد کې غربې نفوذ ته د پای ټکی کېږدو، هغوی ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي، د هغوی په لاسونو راکښل شوي سرحدونه له منځه یوسو، د هغوی فاسد اساسي قانون رد کړو او خپل تعلیمي نظام د هغوی له اغېزه پاک کړو.

خپلواکي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې موږ یو ځلې بیا خپل پخواني اصل ته ستانه شو، د ستر امت یوه برخه شو، د یوه پراخ دولت هغه برخه شو چې تر اوږدې مودې د نړۍ پیاوړی او لارښود ځواک و. بیا نو پرته له دې چې د خلکو مذهب او قوم په پام کې ونیسو، د هغوی روغتیایي، تعلیمي او اقتصادي ستونزې حلولی شو. بیا نو هیواد له درنو قرضونو څخه خلاصولی شو، فساد او غلاوې له منځه وړلی شو. پرته له دې چې د چا قوم او مذهب په پام کې ونیسي برېښنا او عام المنفعه چارې به یې ډاډمنې کړي، ټولو ته به په مساوي سترګه کتل کېږي، د عرب او غیرعرب تر منځ به توپیر نه وي، خو د توپیر معیار به یوازې او یوازې  تقوا وي.

خپلواکي هغه وخت ترلاسه کېږي، چې په واقعیت پوه شو او ګډ کار وړکړو، ترڅو لبنان بېرته خپل پخواني اصل ته ور وګرځي یانې له شام سره یې يو ځای کړو. ټیکاو او نیکمرغې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي، چې د نبوت پر طریقه راشده خلافت رامنځته کړو. خلافت به د الله سبحانه و تعالی حکمونه پلي کوي، فساد او د فساد ریښې به له منځه وړي، هغه ورځ د الله د مهربانۍ لمخې نږدې ده او په هماغه ورځ به د غرب او د هغوی د لاسپوڅو واکمنانو او سیاستوالو د شر له خلاصون څخه او له خپلواکۍ څخه خوند واخلو. خلک به د هغه نړيوال رامنځته کېدونکي اسلامي دولت د بیا تاسیس لمانځنه کوي، چې د اندونیزیا له ختیځه نیولې بیا په غرب کې تر مراکش پورې پراختیا لري.

د حزب التحریر- ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

لیکوال: شیخ ډاکټر محمد ابراهیم

ژباړن: جمیل احمد

د مطلب ادامه...

د امریکا منځ مهاله ټاکنې؛ ټرمپ لا هم غواړي امریکا ستره کړي

  • خپور شوی په سیاسي

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر نیمې-لارې وهلو وروسته په دفتر کې متوجه شو چې د استازو کور بایلي، خو پر کانګریس یې لا هم منګولې ښخې کړي دي. د ده د کمپاین ډول تر ډېره بریده د ده د ولسمشرۍ له کمپاین سره ورته و او بنسټ یې د کډوالۍ ضد، کډوالو ضد، او بهرنیانو پر خلاف مفکورو ولاړ و، همداراز څه ډول به یوازې دی وکولی شي امریکا د راتلونکې لپاره رهبري کړي. ډونالډ ټرمپ د دیپلوماسۍ ټول نورمونه شاته وغورځول. حکومت یې په ځان غوښتنې، نژادي تبعیض او ملت پالنې سره مخ ته یووړ او د امریکایي ولس تر منځ یې داسې احساس رامنځته کړ، ترڅو پر دې ډول مفکورو باور پیدا کړي. ټرمپ په بریالیتوب سره د عامو خلکو تر منځ پیدا شوی قهر او غوسه کنټرول کړه، ډېرو یې په دې باور درلود چې نظام د دوی استازولي نه کوي او نظام د یوې وړې ډلګۍ لخوا پر دوی تپل شوی دی. د دې ژمنو تر عنوان لاندې چې واک به بېرته خلکو ته ورکوي، د امریکا حاکمې طبقې د ټرمپ په وجود کې داسې شخصیت وموند، چې په افراطي ډول یې هغه نړیوال نظم په بل مخ واړاوه، چې نور یې د امریکا لپاره کار نه ورکاوه.

ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره خپل ټول کمپاین په دې موخه پر مخ یووړ، چې په نړیواله کچه د امریکا مسولیتونه له ریښې بدلون ومومي او پېټی د هغو وړیا سورلیو پر اوږو ور واړوي چې د امریکا له لګښتونو یې ګټه اخیسته، خو له امریکا سره یې لږ مرسته کوله. ټرمپ د آرام اقیانوس له سوداګریز تړون څخه پیل وکړ او په کاري دفتر کې د ولسمشر په توګه له کار پیلولو سره سم ټرمپ یو داسې تړون لاس لیک کړ، چې له مخې یې امریکا د آرام اقیانوس له سوداګریز تړون څخه ووځي.

ورپسې د ټرمپ په لېست کې د شمالي امریکا آزادې سوداګرۍ تړون (NAFTA) و او پر دغه تړون د «تر ټولو ناکاره سوداګریز تړون» مهر ولګېد، چې تر اوسه د امریکا له لوري لاسلیک شوی. ټرمپ د شمالي امریکا آزادې سوداګرۍ تړون په دې پړ وباله چې امریکا کې د تولید په برخه کې دندې له منځه وړي، ځکه د دې تړون پر بنسټ شرکتونو ته اجازه ورکړل شوې وه، ترڅو خپلې فابریکې مکسیکو ته ولېږدوي، چیرته چې کارکونکي تر امریکا ارزانه دي. د ۲۰۱۷م کال په اپرېل کې ټرمپ اخطار ورکړ چې له دې سوداګریز تړون څخه وځي. کاناډا او مکسیکو  ټینګار وکړ چې د دې پر ځای به د تړون پر سر خبرې اترې وکړي او ټرمپ هم ومنله.

تر یو کال اوږدو خبرو اترو وروسته ډېره شونتیا د دې وه، چې امریکا د نړۍ تر ټولو لوی آزاد سوداګریز تړون څخه ووځي او کاناډا نږدې وه چې له دې تړون څخه وایستل شي. د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر لمړۍ نېټه د بیا کتنې، خبرو اترو په پایله کې د ازادې سوداګرۍ سیمه د «امریکا-مکسیکو-کاناډا تړون» ته واوښته. امریکا او مکسیکو تر خپل منځ د اتومات تولید پر سر ستونزه هواره کړه، خو له کاناډا سره څو اړوند ټکي همداسې پاتې شوه. ټرمپ له کاناډا څخه غوښتل ترڅو خپل د لبنیاتو بازار د امریکایي مالدارانو پر مخ پرانیزي او کاناډا غوښتل داسې کړنلاره رامنځ ته شي چې اختلافات حل او فصل کړي. دا موخې په وروستي تړون کې تر لاسه شوې.

له لسیزو را په دېخوا له اطلس نه پورې غاړې تړون، د لبرال نظم لپاره د ستنې په څېر اساسي دنده ترسره کړې، چې امریکا یې مشري کوله. خو بیا هم د ټرمپ اداره په دې تکل وه چې له اروپا څخه ځان لیرې کړي او له اروپایي شریکانو او پخوانيو دښمنو دولتونو، لکه د روسیې په څېر نوي متحدین ځان ته ولټوي. دغه سپکاوي چې زړو متحدینو ته په کې لومه ایښودل شوې وه ډېری اروپایي مشران اړ کړل، چې له امریکا سره پر اړیکو له سره غور وکړي. د ۲۰۱۷م کال په جولای کې ټرمپ په ډاګه کړه چې دی د متحدینو په اړه څه ډول احساس لري، ده وویل: «المان! تر کومه بریده چې زه یې په اړه اندېښنه لرم، هغه دا چې المان روسیې ته اړ دی ځکه المان ډېره زیاته انرژي له روسیې څخه تر لاسه کوي. ټرمپ د سهارني ناري پر مهال د ناټو سکرتر جنرال جینز سټولنټ برګ ته وویل: «نو موږ به المان ژغورو حال دا چې دوی خپله انرژي له روسیې لاسته راوړي؟ وضاحت راکړه».

د ټرمپ اداره په ښکاره توګه غواړي د اروپا له لویي وچې څخه ځان لېرې کړي او اصلي موخه دا ده چې نور هم مخ ته لاړه شي او له اروپایي ملتپالو سره اړیکي ورغوي ترڅو اروپایي اتحادیه کمزوره او یا په اوږد مهال کې دا اتحادیه بشپړه له منځه یوسي. د ټرمپ په اند د اروپایي ملي دولتونو را ټولونه د لویوالي یا ابرقدرتۍ لپاره تر اروپایي اتحادیې ډېره ښه ده او دا به له امریکا سره مرسته وکړي، ترڅو له اروپایي هیوادونو سره دوه اړخیز تړونونه ولري.

له دې ټولو شرمناکه ناکامیو او ګډوډیو سره سره، چې د ټرمپ له ولسمشرۍ سره ملې دي- د پردې تر شا ستراتیژۍ دا ده، چې د ادارې له لوري باید د «تر هر څه مخکې امریکا» شعار ملاتړ وشي. د ټرمپ له لوري څو اړخیزو تړونونو ته په سپکه سترګه کتل د دې لمړنۍ نښه ده چې امریکا نوره نه غواړي له لبرال نظم سره سم مخ ته ولاړه شي او د ګوښه کېدو وېره هم نه لري. پر ځای یې ټرمپ د دې هڅه کوي چې د څو اړخیزو تړونونو ځای دوه اړخیز تړونونه ونیسي. اروپا ته د خپل سفر پر مهال ده په یو مرکه کې ټینګار وکړ، چې امریکا به یوازې له برتانیې سره هغه مهال سوداګریز تړون ته داخله شي، چې لمړۍ وزیره «مې» په پوره توګه ځان له اورپایي اتحاديې څخه وباسي.

د ټرمپ اداره د امریکا له کمزوریو څخه خبره ده او د هغو محدودیتونو په اړه پوهېږي چې په نړیوال نظم کې شتون لري، ترڅو د چین او روسیې په څېر قدرتونو له لوري را پورته شویو ننګونو سره مبازره وکړي. په داسې نړۍ کې چې له یو قطبي څخه د څو قطبي کېدلو لور ته روانه ده د قوانینو بیا لیکل د شطرنج لوبې د پیل مانا لري. د ټرمپ د ادارې نظرونه به د امریکا ګټو ته ښې پایلې ولري.

په داسې حال کې چې تېرو ادارو هغه اقتصادي ننګونې، چې د چین له لوري را منځته شوې وې په نښه کړي، خو پر وړاندې یې د پالسیو په بڼه لږ څه کړي دي، د ټرمپ ادارې د چین په وینا «د تاریخ تر ټولو لوی سوداګریز جنګ» پیل کړ. امریکا دوی ته د چین پر صادراتو باندې په دوو پړوانو کې د ګمرکي تعرفو لوړول، تصویب کړل او داسې نښې شتون لري چې امریکا به د چین له لوري دغه هیواد ته پر ټولو صادراتو تعرفه لوړه کړي. چین هم په غبرګون کې ورته تعرفې لوړې کړې، خو د امریکا پر مارکېټ د چین زیاته تکیه چین اړ کړ چې له امریکا سره خبرو ته کښېني او ان امتیاز ورکړي. دا هغه څه و چې ټرمپ یې تل غوښتونکی دی.

د امریکا حاکمې طبقې ډونالډ ټرمپ داسې شخصیت وموند چې زوړ‎ نظم تر شا پرېږدي په کوم کې چې نور د امریکا ګټې په هغه ډول نه شوای خوندي کېدای لکه څرنګه یې چې امریکا غواړي. ټرمپ د امریکا د اتباعو له هغه احساس څخه ګټه واخیسته چې په سیاسي نظام کې یې خپله استازولي نه لیده او خپل ځان یې د یو پاپیولیست رهبر په توګه را وړاندې کړ چې د محرومو او عادي خلکو چوپړ به کوي. ټرمپ د ټولو شخړو پر رامنځته کولو سربیره، د خپلو مخکنیو رهبرانو په څېر د خلکو له دې احساس څخه په ګټې اخیستنې سره  غواړي د امریکا حیثیت همداسې وساتي.

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

پاکستان حتمي باید د ریښتني ملګري او مکار دښمن ترمنځ توپیر زده کړي

خبر:

د جمعې په ورځ د نومبر پر ۲۳مه د کراچۍ په ښار کې جګړه مارو د چینایانو پر کونسلګرۍ برید ترسره کړ، خو پولیسو او د قانون د انفاذ اداري چارواکو یې مخه ډب کړه. د چین د سفارت په یوې بیانيه کې راغلي: «هره هڅه چې د چین-پاکستان اړیکې ترینګلې کوي، له ناکامۍ سره به مخ شي».(سرچینه:ډان)

تبصره:

د بلوچستان آزاد پوځ (BLA)چې د ترهګري سازمان تور پرې کېږي، په زغرده د نوموړې پېښې مسولیت په غاړه واخیست. دغه برید د پاکستان د حاکمیت په اړه هغه وخت ناوړه انځور وړاندې کوي، کله  چې هر څه سم روان وي او د سوکالۍ په لاره کې ګامونه اخیستل کېږي.

واقعیت دا دی چې دا له خیانت ډکه یوه فلسفه ده او له تېرو څو کلونو را په دېخوا د غولونې په موخه پر مخ وړل کېږي. په ګوادر کې د چینایانو زیاتېدونکی نفوذ تر دې کچې رسېدلی چې د بندرونو د عملیاتو دنده ورسپارل شوې او دا د هغو خلکو پر وړاندې له خطر ډکه یو وسله ده، چې له خپلو حقونو بې برخې شوي او لا له وړاندې د ملتپالنې پر بنسټ جګړه مخ ته وړي. د بلوچستان آزاد پوځ پر نورو مخالفو پوځیانو د بریدونو مخینه لري او ډېر غړي یې تري تم او ورک شوي. دغه حالت بلوڅ ځوانانو ته انګېزه ورکړې چې وسلې ته لاس کړي. «هره ورځ پر امنیتي ځواکونو بریدونه د دې لامل کېږي چې ډېری بلوچان تري تم او لادرکه شي. دا د تاوتریخوالي نه پای ته رسېدونکې لړۍ ده چې له کلونو را په دېخوا پر مخ وړل کېږي». (Defence.pk) بلوچان زړور او درانه خلک دي، د خاینانو، چالبازانو یا د هندوستان د ملاتړو په نامه د دوی نومول، له پاکستان سره هېڅکله مرسته نه شي کولی. پر همدې بنسټ، د آزادۍ لپاره بلوچ جنګیالي باید پوه شي چې د څه لپاره جګړه کوي، له چا مرسته غواړي او له هندوستان څخه په مرستې اخیستلو سره له چا سره مرسته کوي؟. 

د چین له دې ډول اقدام څخه داسې انګېرل کېږي، چې دا به د پاکستان د ژغورنې په لار کې ستر ګام وي. له چین –پاکستان اقتصادي دهلیز څخه تمه او پرې باور کېږي چې له ټولو هغو ناخوالو څخه به د پاکستان خلک وژغوري، چې ورسره لاس او ګرېوان دي. د پاکستان واکمن حکومت له ډېر وخته دا حقیقت پټوي، چې  دا پروژه اصلا د چين د ګټو لپاره پر مخ وړل کېږي. په یاده برخه کې هر څومره ښه اراده چې موږ ته راکړل شي، موږ یې باید پر وړاندې درانه جبرانونه پرې کړو.

پاکستان باید پوه شي چې چین د یولړ ځاني دلیلونو پر بنسټ غواړي له پاکستان سره اړيکې ورغوي، ځکه د پاکستان  ستراتیژیک موقیعت د «چین یو کمربند یو سړک» (OBOR ) پروګرام لپاره ډېر اهمیت لري. په دغې چارې سره به چین وکولی شي د خپل صنعت د پراختیا لپاره په ګاونډیو هیوادونو کې نوې دروازې پرانیزي او د نورو ښکېلاکګرو ځواکونو په څېر به موکه ترلاسه کړي، چې د دغو هیوادونو له طبعي سرچینو څخه ګټه پورته کړي. د بېلګې په توګه، د ګوادر-زینجیانګ پایپلین له لارې به تېل له منځني ختیځ څخه ولېږدوي.

د پاکستان خلک او چارواکي باید له کوچنۍ لويې وچې څخه له تاریخي پلوه درس واخلي. باید پوه شي چې څه ډول ختیځ هندوستاني شرکت د سوداګرۍ لوری هندوستان، د چور پر ځای بدل کړ. هندوستان، داسې یو هیواد و چې د هرډول تولیداتو د چمتو کولو توان یې درلود، له اروپایي او اسیايي هوادونو څخه یې وړتیا خورا زیاته وه، خو د دغه شرکت له خوا د بدمرغۍ کندې ته وغورځېد. داسې هیواد چې شتمنیو یې ورځ تر بلې وده او پرمختګ کاوه، خو د بهرنیانو په لومه کې راګیر او د برتانیې د ښکېلاکي اصولو قرباني شو او په پایله کې یې خپل برم او درنښت له لاسه ورکړ. په پاکستان کې بېلابېلې دفاعي ډلې شتون لري، چې په خپلو سیمو کې د کوچنیو موخو لپاره جګړه کوي چې نه یې یوازې د ټول هیواد اساسې موخه بدله کړې، بلکې د بهرنیانو د ګټې اخیستنې لپاره یې یوه اسانه وسیله شوي، تردې کچې چې دوی په خپله خپلې کورنۍ ګټې ګواښي او په پایله کې د ټولو زیانونو پړه په خپله غاړه اخلي. نوموړې دفاعي ډلې باید خپله پاملرنه لویو ګټو ته واړوي او پوه شي چې د پاکستان د ټولو خلکو دښمن چې په هرې سوبې او هر قوم پورې تړلی وي، ټول یو او سره ورته دي.  چين دې هیواد ته د پرمختګ، صنعت او سوداګرۍ په نامه پناه راوړې. زموږ د هغو نا اعلان شويو ارزښناکو سرچینو او کورني صنعت پر بهیر باندې به د اعلان شويو توکو واردات یو اساسي ټکر او ناوړه اغېز رامنځته کړي. 

پاکستاني وګړي چې په هر توکم پورې تړلي وي، حتمي باید د خپلو ګډو ګټو لپاره سره یو موټی شي، کوم څه چې پاتې دي له چور او لوټلو څخه یې وژغوري او د ژغونې دغه دنده هغه چا ته وسپاري، چې وړتیا او له الله سبحانه و تعالی څخه وېره  لري. اسلامي امت ټول یوه برخه ده، خو یوې او بلې خوا ته خواره واره پراته دي، چې د دې بېلتون له امله دوی ته زیان اوښتی، د چین او هندوستان په څېر هیوادونو له دوی څخه د وسیلې په توګه ګټه اخلي. خلیفه چې د مسلمانانو ریښتنی مشر دی، نه یوازې د هغو خلکو د ساتنې دنده لري چې د ده پر شاو خوا راټول دي، بلکې د سینګ کیانک مسلمانانو لپاره هم د اسانتیاوو رامنځته کولو دنده ور په غاړه ده. نوموړی خلیفه به د ازادی لپاره د جنګیالیو له انرژي او وړتیاوو څخه په ریښتنې توګه د جهاد په لار کې ګټه واخلي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ مَرَّتَيْنِ»

مومن له یوه سوري دوه ځله نه چیچل کېږي.

د حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: اخلاق جهان

ژباړن: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...

امریکا یو ښکېلاکګر او یرغلګر دولت دی، څوک چې د دوی تر شاه ځان پټوي ښکاره او څرګند دي؛ دا یو نه پټېدونکی حقیقت دی!

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

ولسمشر البشیر د ۲۰۱۸م د اکتوبر ۱۳مه د سه شنبې په ورځ په «نیل سفید» ایالت کې د خلق (PDF) د ځواکونو د نهه ویشتمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل: «سوډان خپله رایه هېچا ته نه ورکوي؛ ځکه باور لري چې روزي یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې ده.» هغه زیاته کړه: «پرېږدئ چې خپلې خزانې او تودې خپل ځانته وساتي، موږ هغوی ته چې له غرب او امریکا قدرت غواړي وایو، څوک چې ځان د امریکا تر شا پټوي ښکاره دي.»

دا خبرې البشیر کړي. خو ټول پوهیږي چې د البشیر رژیم له پرله پسې قربانیو سره سره لا هم د سپینې ماڼۍ په امرونو ولاړ دی. دوی هغه اسلامي قوانین چې له ډیموکراتیکو قوانینو سره ټکر لګوي، پرېښودل. د حدودو په پلي کولو یې سترګې پټې کړې. تثقیفي او د اسلام دڅېړنو دوره یې بدله کړه. له امریکا سره یو ځای د اسلام پر وړاندې د ټرورېزم تر نامه لاندې،جګړه کې یې ګډون وکړ. له دې ټولو یې موخه داده څو امریکا له ځانه راضي کړي او سوډان د هغې له تور لېسته وباسي. له دې سربېره د دولت سیاسي مقامونو، متفکرینو، د اردو رهبرانو، امنیتي شرکتونو او داسې نورو کسانو سفرونه شپه او ورځ واشنګټن ته دوام لري.

دا خبرې د رسنیو سوژې او یو ټاکنیز کمپیان دی، چې په اصل کې د هېواد کړکېچ ته اندېښنې زېږنده دي. هغه کړکېچونه چې د دې رژیم په درې لسیزې عمر کې لا هم شته. د سوډان وګړو له البشیر څخه داسې ډېرې خبرې اورېدلي؛ مخکې له دې البشیر له سپوتنیک سره په یوه مرکه کې چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه د شنبه په ورځ خپره شوه وویل: چې دا امریکا وه چې جنوبي سوډان یې بېل کړ. هغه وویل: «سوډان د امریکا له لوی فشار او دسیسې سره مخ دی. د دارفور او جنوبي سوډان قضیو د امریکا ملاتړ تر لاسه کړی او جنوبي سوډان د امریکا د فشار له کبله بېل شوی.» هغه وایي: «موږ خبر شوي یو چې که سولې او امنیت ته ونه رسیږو، متحده ایالات غواړي سوډان په پنځو هېوادونو وویشي... امریکا د نړۍ رهبري تر لاسه کړې او عربي نړۍ یې لوټ کړې ده... . خو هغه څه چې د سوډان د بېلوالي مسله وه، دا بېلوالی د امریکا د فشار او دسیسې په ترڅ کې وشو. د هغوی طرحه د سوډان له منځه وړل او په پنځو هېوادونو وېشل دي.»

نو که البشیر په خپلو خبرو کې جدي او ریښتینی دی، باید خپلې خبرې عملي کړي. خپلې اړیکې له امریکا او ټولو هغو یرغلګرو هېوادونو سره چې له مسلمانانو سره په جګړه کې دي، پرې کړي. حتا له ټولو ښکېلاکګرو سازمانونو سره معاملې بندې کړي. دا کار دې له ملګرو ملتونو او د هغه د جنګ له شورا چې په دروغو د امنیت شورا ورته وایي، پیل کړي. همداراز له هغو  مالي سازمانونو  چې په سودي سیسټم ولاړ دي او سوډان یې له مالي کړکېچ سره مخ کړی اړیکې پرې کړي.

هیله ده دا د البشیر لپاره د نیکۍ ګام وي، چې حقیقت ته را وګرځي، د خپلو خلکو حقونه جبران کړي او په اسلامي امورو یې له چارو ساتنه وکړي. د الله سبحانه وتعالی د خوښۍ، د مومنانو د زړونو رضایت او د کافرانو د خپګان لپاره ګام پورته کړي. ځکه الله سبحانه وتعالی خبرې کول او بیا یې عملي کول خوښوي او له نفاقه نفرت لري. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لا تَفْعَلُونَ كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لا تَفْعَلُونَ﴾
[صف: ۲-۳]

ژباړه: اې مسلمانانو! ولې خپلې خبرې نه عملي کوئ؟ د الله سبحانه وتعالی په دربار کې دا  ډېر بد دي  چې څه ووایئ او عملي یې نه کړئ.

امریکا یو ښکېلاکګر او یرغلګر دولت دی. څوک چې د دوی تر شا ځان پټوي معلوم دي او پر دې حقیقت سترګې نه شي پټېدای. امت باید زموږ له خاورو د استعمار د جرړو اېستو او پر بنده ګانو یې د الله سبحانه وتعالی د احکامو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي. د حقیقي بدولون لپاره چې الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او د امت وجیبه ده کار وکړو. دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د منهج په مرسته او د راشده خلفاوو رضی الله تعالی عنهم اجمعین غوندې د خلافت اعلان دی. هغه خلافت چې د اسلام بیرغ پورته کوي، له مظلومانو ملاتړ او له ظالمانو سره حساب کوي. د ژغورنې یوازینۍ لار همدا ده بله نشته. الله سبحانه وتعالی د خپلو مخلصو بنده ګانو ملاتړ کوي. ځکه هغه، هغه څوک دی چې له خپلو بنده ګانو سره یې د ځمکې پر مخ د خلافت او قدرت ژمنه کړې ده.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾
[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو د ډلې له هغو کسانو سره چې اېمان یې راوړی او سمې کړنې تر سره کوي، ژمنه کوي، چې دوی به د ځمکې پر مخ حاکمان کړي. لکه څنګه یې چې مخکینیو ته د ځمکې پر مخ خلافت ورکړ. هغه دین چې د دوی لپاره یې خوښ کړی جاویدان او قوي به یې کړي. وېره به یې په امنیت او ارامۍ بدلوي. که یوازې زما بنده ګي کوي او څه شی نه راسره شریکوي. هغوی چې وروسته کافرانیږي، هغه فاسقان دي.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حرب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: له مسجد څخه پیغام: «ایا پوهېږئ چې تاسو ته څه شی چمتو کوي؟!»

د ادلب په حومه، کفر دریان سیمه کې د حزب التحریر- ولایه سوریې د غړي استاد محمد البابا له خوا په مسجد کې پیغام وړاندې شو.                 

            ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۴مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۲مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د ترکیې د څارنې له ادارو څخه د پلاوو د کتنې تصویري راپور!

د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر د مشرانو د پلاوو کتنې، د څار ادارو د فعالیتونو او د یادو پلاوو پر وړاندې د ترکي افسرانو د عکس العملونو په اړه تصویري راپور جوړ کړی.               

      ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۱مه دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۹مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د معرة النعمان، خان شیخون او جبل الزاویه سیمو د خلکو او مشرانو له خوا پلاوی

په ادلب، جنوبي حومه کې د معرة النعمان، خان شیخون او حبل الزاویې سیمو خلک او مشران، د ختیځې غوطې او حومه حماة بېځایه شوي په مورک کې د ترکیې څار ادارې ته لاړه  چې د حق خبره ورواوروي.                                                     

           ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۱مه دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۹مه

د مطلب ادامه...

یمن؛ هغه سوالونه چې ټول یې باید له ځانه وپوښتي!

(ژباړه)

څنګه کولای شو -د ویښ او باخبره وجدان په درلودو- هره ورځ خپلو بچیانو ته ښه خواړه تیار کړو، پاکې او سوتره جامې ور واغوندو او په مینه او ارامۍ یې د خوب ځای تیار کړو، خو په ورته وخت کې د دغه امت د ژغورلو لپاره په بې حسۍ او له فکر پرته، ۱،۸ میلیونه ماشومان ګورو، چې په یمن کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په بې رحمۍ سره وژل کېږي؟ څنګه خوشالېدلی شو چې زامن مو په وده او روزنه کې دي، په داسې حال کې چې ښایي د اسلام پر ضد په نننیوجګړو کې په یمن کې ۵۰۰ زره ماشومان د زوکړې د راتلونکې کلېزې شاهد نه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» (صحیح بخاری)

ژباړه: د محبت، شفقت او مهربانۍ له پلوه د مومنانو مثال د يو وجود په څېر دی، کله چې د وجود یو غړی په تکليف شي، نو په بې خوبۍ او تبه کې ټول وجود ورسره شريک وي.

آيا هغه وحشي حالت چې نن مسلمانان پکې واقع دي، موږ نه ځوروي؟ ایا نرم زړه نه لرو، چې د اسلامي امت د وروڼو، خویندو او زامنو درد او لوی غم حس کړي؟ ایا دې چلبازې دنیا موږ د ژوند په ډېرو کوچینیو ستونزو کې داسې ډوب کړي یو، چې هغه اسلامي امت چې اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي او بې ګناه، مظلوم مسلمان ماشومان، چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ خوب او خیال ویني، هېر کړي مو دي؟ په رښتیا که موږ دغه جنایتونه ووینو او درک یې کړو، نور به مو په  زړه او فکر کې ارامي نه وي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلُحَتْ صَلُحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ» (صحیح بخاری)

ژباړه: د انسان په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده، که هغه جوړه وي د بدن نور غړي هم ورسره جوړېږي او که ناروغه شي د بدن نور غړي ناروغ او فاسدوي، هغه د غوښې ټوټه زړه دی.

د اسلامي امت لپاره د احساساتو لرل ډېر مهم او حتمي دي او همدارنګه د اسلامي امت د حالت په اړه معلومات لرل هم ضروري دي، خو یوازې د احساساتو او معلوماتو لرل د امت د درد درمان لپاره کافي نه دي؛ بلکې دغه دوه یې پیل او بنسټ دی او هغه وخت پوره کېږي چې همدغه احساسات او معلومات په عمل کې پلي کړو. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا»

(صحیح المسلم)

ژباړه: اې زما ربه! له هغه علم څخه چې ګټه نه رسوي، له هغه زړه نه چې خشوع او خضوع نه لري، له هغه نفس څخه چې نه مړېږي او له هغه دعا څخه چې نه قبلېږي، تاته پناه دروړم.

په ښکاره وینو چې د اسلام دوښمنانو هېڅکله له اسلامي امت سره مرسته نه ده کړې او هغه ټوټه ټوټه او متفرق کوي او همدارنګه د دوی په منځ کې یې اختلافونه ډېر کړي او د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره له دوی څخه ګټه اخلي.

همدارنګه ښکاره ده چې یوازې د نړیوال قدرت تغیر، چې د نبوت پر منهج د خلافت د دولت له تاسیس څخه عبارت دی، د اسلامي امت د نني ناوړه حالت د تغیر توان لري؛ ځکه یوازې هغه رهبر او حاکم له هرډول قحطۍ، ظلم او تاوتریخوالي څخه د امت ساتندوی او ژغورونکی وي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او تقوا غوره کړي.

ولې ډېر خلک اوس هم په دې باورمن دي، چې امریکا او یا یې شریکان له مسلمانانو سره د مرستې مینه‌وال دي؟ ځکه چې داسې فکري لیدلوری تر ټولو اسانه لاره ده، چې مسلمانانو یې  په وسیله ځان ته دوکه ورکړې او زړونه یې د الله تعالی په خاطر نه؛ بلکې د دنیا په خاطر اراموي. همدارنګه د دې لامل کېږي چې مسلمانان له دې څخه سترګې پټې کړي چې ننی نړیوال قدرت یا پانګوالي نظام د اسلام تر ټولو ستر دوښمن دی. په پای کې دا هغه لاره ده چې امت پاشي، زړونه یې سختوي او سترګې یې ړندوي.

نو پر دغه اساس دا زموږ په لاس کې ده چې کومه لاره ټاکو، دا چې موږ مسلمانان یو او د اسلام دښمنان خپل دوستان بولو، یا دا چې یوازې د دنیوي کارونو په اړه فکر کوو، یا دا چې په کمو مرستو خپل وجدان اراموو او یا دا چې د یوه مسلمان په توګه له ټولو بدبختیو څخه  د اسلامي امت د ژغورلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوو یعنې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار او فعالیت کوو.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله تعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.

لیکواله: امانه عابد

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: بشارت

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې