پنجشنبه, ۱۷ صَفر ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۲۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له سیندونو څخه د ګټې اخیستنې شرعي قواعد

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! 

ښاغلی شیخ صاحب، الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي. ایا د هغو سیندونو او ویالو له اوبو څخه د ګټې اخیستنې شرعي قواعد شته، چې له سرچینې څخه تر پایه د خلافت او یا هم د نورو دولتونو په قلمرو کې وي؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمت الله و برکاته!

په اسلامي نظام کې د هر راز ستونزو که موجودې وي او یا یې هم د رامنځته کېدو وړاندوینه شوې وي، حل لارې شته، ځکه الله سبحانه وتعالی دا دین بشپړ کړی او په دې اړه فرمایي:

﴿اَلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا﴾ (المائده: ۳)

نن ما ستاسې دین، ستاسې لپاره بشپړ کړ، خپل نعمت مې پر تاسو پوره کړ او اسلام مې د دین په توګه درته خوښ کړ.

نو ځکه الله سبحانه وتعالی د شریعت په پام کې نیول پر موږ واجب کړي دي. لکه چې فرمایي:

﴿وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾ (المائده: ۴۹)

نو اې محمده(ص)! ته د الله له نازل کړي قانون سره سمه د دغو خلکو د چارو فیصله وکړه او د هغوی د غوښتنو پیروي مه کوه. پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وانه چوي، یوه ذره هم له هغه هدایت څخه چې خدای درلېږلی مخ  وا نه ړوې.

په پورتني ایت کې د "ما" کلمه له عمومي صیغو څخه ده. نو الله سبحانه وتعالی د دغې وینا مطابق په ټولو چارو کې د اسلامي احکامو پیروي واجب شوې ده:

﴿وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ﴾ (المائده: ۴۹)

پام کوه چې دا خلک تا په فتنه کې وا نه چوي، یوه ذره  دې هم له هغه هدایت مخ وا نه ړوې چې الله تعالی تا ته درلېږلی دی.

انسان چې په ژوند کې له هرې ستونزې سره مخ کېږي، عزیز او حکیم الله یې په اسلامي نظام کې د شرعي قواعدو او اصولو په رڼا کې د استنباط په مرسته، حل لارې ښودلې دي. ځکه الله سبحانه وتعالی موږ پیدا کړي یو او زموږ اړوندې ټولې چارې یې ښودلې دي. نو هغه سبحانه وتعالی لطیف او خبیر دی، لکه چې فرمایي:  

﴿أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ﴾  (الملک: ۱۴)

ایا هغه (د زړونو په حال) نه پوهېږي چې خپله يې پیدا کړي دي؟ په داسې حال کې چې هغه باریک بین (په پټو رازونو پوه) او با خبره دی.

نو پر دې اساس ویلای شو چې هو، د خلافت په دولت کې له سیندونو او ویالو څخه د ګټې اخیستنې شرعي قواعد شته. که د خلافت تر واکمنۍ لاندې که د خلافت او نورو حکومتونو تر منځ وي، توپیر نه لري. باید ووایو چې ان شاالله د خلافت د راتګ پر مهال به ټول د سیندونو اړوند شرعي قواعد په عملي بڼه پلي شي، خو اوس یې په اړه یو شمېر قواعدو ته لنډه کتنه کوو:

۱. لوی سیندونه عامه ملکیت دی، د دوه ګونو عامه ملکیتونو په ډولونو کې راځي او د مسلمانانو  په جماعت پورې اړوند دی. لکه څنګه چې حدیث شریف په دغه امر دلالت کوي:

«الْمُسْلِمُونَ شُرَكَاءُ فِي ثَلَاثٍ: فِي الْكَلَإِ، وَالْمَاءِ، وَالنَّارِ»  (رواه أبوداود)

مسلمانان په درې څېزونو: څړ ځای، اور او اوبو کې شریک دي.

د طبیعي چینو په اړه هم په لاندې حدیث حکم شوی چې په شخصي ملکیت او واک پورې نه دي تړلي:

«مِنَى مُنَاخُ مَنْ سَبَقَ»  (رواه ترمذي)

«منا د هغه چا ځای دی چې سبقت یې کړی

او د یادې موضوع تفصیل «د اسلام اقتصادي نظام» او « په خلافت دولت کې اموال» په کتابونو کې راغلی، چې مراجعه ورته کولی شئ.

۲. له شک پرته دا موضوع د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخته تر موږه، ټولو مسلمانانو ته روښانه ده چې لوی لوی سمندرونه او سیندونه لکه: دجله، نیل او فرات عامه ملکیت دی او هېڅکله هم فردي ملکیت ته نه دي ځانګړي شوي. له بل پلوه دولت خلکو ته اجازه ورکوي چې د لویو سیندونو له اوبو څخه د څښلو، د کور اړتیاوو، د څارویو اوبولو چې "شفه" نومېږي، د ځمکو د خړوبولو چې "شرب"  نومېږي، په مسافرت کې د کارونې او نورو ځایونو ته د لېږد په موخه ترې ګټه پورته کړي. سربېره پر دې باید د سیندونو نظافت او صفايي چې "کری الانهار" نومېده وساتل شي چې خلک ترې ګټه واخلي. باید ووایم چې دغه ټول موضوعات په اسلامي فقه او تاریخي کتابونو کې په ښکاره بیان شوي دي. نو اوس تاسو ته ځینې فقهي نصوص چې مسلمانانو ته یې د سیندونو د کارونې موضوع بیان کړې، ښیم.

د سمرقندي چې په «۵۴۰ وفات شوی»، په تأليف شوي تحفة الفقهاء کتاب کې راغلي: لوی سیندونه لکه: فرات، دجله، جیحون او  داسې نور په ځانګړې توګه د هېچا حق هم نه دی، بلکې د عامو خلکو حق دی او هر څوک خپلې ځمکې ترې خړوبولی شي، د اوبو ایستلو وسایل، ژرنده او نور پرې درولی شي. دا کار هغه وخت کولی شي چې زیاتوالی پکې نه وي او که زیاتوالی پکې و، ترې منع کېږي؛ ځکه چې لوی سیندونه سلطان د بیت المال په لګښت پاکوي او تنظیم "کِرَی" کوي یې. د یادو سیندونو ګټه عامو وګړو ته رسېږي او زیان یې هم بیت المال ته راجع کېږي...»

په الموسوعة الفقهية الكويتية کتاب کې راغلي دي: «کری؛ له ځمکې، نهر او سیند څخه د نمجنې خاورې ایستلو د هغه کيندلو او پاکولو ته وایي چې ټول لګښت او د اړتیا وړ توکي یې د مسلمانانو له بیت المال څخه ورکول کېږي؛ ځکه چې هغه د عامه مصلحت لپاره دی. که په بیت المال کې څه نه وو، نو حاکم په خلکو په اجباري ډول سیندونه اصلاح او پاکوي، ځکه چې دغه امر د زیان د دفع او عامه مصلحت په موخه دی...»

د عامه سیندونو لکه: نیل، دجله او فرات کيندل او پاکول«کری» د سلطان له خوا د مسلمانانو له بیت المال په لګښت کېږي، ځکه چې د کری ګټه د عامه مسلمانانو لپاره ده.

هغه حدیث چې ترمذي له عایشې رضی الله عنه روایت کړی رسول الله صلی الله و علیه وسلم فرمایي:

« الْخَرَاجُ بِالضَّمَانِ... »

«له پلورل شوي مال څخه د اخیستونکي د ساتنې او ضمانت په بدل کې ګټه اخیستل کېږي.»

که په سیندونو کې د خلکو د ډوبېدو وېره وي، نو په سلطان لازمه ده چې د بیت المال په لګښت بند پرې جوړ کړی.

د الحكام في شرح مجلة الأحكام کتاب کې راغلي د شرح مجلة الأحكام په (۱۲۳۸مه) ماده کې ویل شوي: عام سیندونه، لکه: نیل، فرات، طونه، طونجه د هېچا ملکیت نه دی، ځکه چې د هېچا په شخصي ملکیت پورې اړوند نه دی او ګټه اخیستل یې هغه وخت مباح دي چې نورو عامو وګړو ته یې ضرر ونه رسېږي. همدا راز له سمندر څخه هم ګټه اخیستل مباح دي او هر څوک حق لري چې ګټه ترې واخلي. په (۱۲۵۴مه) ماده کې راغلي چې یو کس اجازه لري تر څو د خپلې کرنیزې ځمکې د خړوبولو، ژرندې جوړولو او نورو اړتیاوو په موخه ویاله جوړه کړي.   

خو که یو کس داسې ګټه ترې اخیسته چې اوبه یې ضایع کولې او عامه حقونو ته یې زیان رساوه او یا د بېړیو د تګ لپاره خنډ کېده، بیا هر څوک حق لري چې منع یې کړي او دا د سیندونو مسله ده. خو له سمندره ګټه اخیستل که په زیان هم وي جواز لري او دا مطلب قهستاني هم تشریح کړی، همدا راز د (۱۲۶۲ او ۱۲۶۴) مادو په شرح کې هم پرې بحث شوی. ټول خلک له یادو عامو سیندونو د شفې حق لري. که عامو خلکو ته زیان رسېږي او یا نه رسېږي، عام سیندونه، لکه: د قطر سیند، د مصر د نیل رود، په عراق کې د فرات سیند، د طونه سیند چې یوه برخه یې په رومانیا کې روانه ده او د جبل الطارق سیند؛ د چا ملکیت نه دی.

دغه ټول لوی سیندونه عامه ملکیت ګڼل کېږي، ځکه د (۱۲۴۹مې) مادې پر بنسټ ملکیت پر یو شي  واک درلودل دي او پر دغو لویو سیندونو واکمنېدل ناشوني دي. نو یاد سیندونه څوک په شخصي توګه نشي نیولای، ځکه چې په طبیعي توګه عام ملکیت ګڼل کېږي. د (۱۲۴۹مې) مادې پر بنسټ ټولو ته له یادو سیندونو د کارونې حق ثابت شوی او له (۱۲۶۵مې) مادې سره سم په التنویر او د رد المختار د شرب په لومړیو او د زیلعي په باب شرب کې یاده مسله ذکر شوې....

په (۱۲۶۵مه) ماده کې ویل شوي: هر چا ته روا دي چې خپله ځمکه له عامه سیندونو خړوبه کړي. همدا راز یو کس د خپلو ځمکو د خړوبولو، ژرندې جوړولو او نورو اسانتیاوو په موخه له اوبو څخه  په دې شرط کار اخیستی شي چې نور خلک زیانمن نه شي نو که د اوبو کچه ټیټه، یا هم د سیند ټولې اوبه بندې کړي یا د کيښتیو د ګرځېدو خنډ شي او خلک زیانمن شي، نو په دغه صورت کې جواز نه لري. هر څوک له عامه سیندونو د ځمکې د خړوبولو او شفې حق لري. د شرح مجمع په باب شرب کې بیان شوي که یو کس خپله موات (شاړه ځمکه) چې د سیند پر غاړه وي اباده کړي، نوموړی حق لري چې له سیند څخه خپلې ځمکې ته ویاله جوړه او خپله اباده کړې ځمکه د سیند له اوبو څخه خړوبه کړي، خو دا کار هغه وخت کولی شي چې د کیندل شوې ویالې ځمکه یې خپله وي. 

هر څوک حق لري چې د سیند په اوبو اودس وکړي، جامې پرېمنځي او د څښاک لپاره یې وکاروي او یا ویاله په خپله مخکینۍ او یا  په نوې موات ځمکه کې جوړه کړي. د هندیه فتاوې د شرب په دویم باب کې ذکر شوي چې یو کس له سیند څخه د خپلو ځمکو د خړوبولو او د ژرندې جوړولو لپاره پر دریو منفذو  یا سوریو سربیره، څلور، پنځه، سوري زیاتولی شي.

له شک پرته تاسې پوهېږئ چې د الأحكام مجلة په عثماني دولت کې پلي کېده او د باور وړ وه، دغه ټول احکام پر دې دلالت کوي چې په خلافت دولت کې د لویو سیندونو د کارونې پوره او څرګند قواعد شته.

۳.  که لوی سیندونه له پیله تر پایه د خلافت دولت په قلمرو کې روان وو، د ځینو شرعي احکامو پر بنسټ چې ذکر مو کړل، له اوبو څخه په ګټه اخیستنه او لېږد کې یې ستونزه نشته. که په ځينو ولایتونو کې روان سیندونه وي، ستونزه نه ده؛ ځکه چې ټول د خلافت دولت په قلمرو کې دي او وېش يې د اداري ناحیې د ټاکلو جغرافیوي حدودو پر اساس دی. که له لویو سیندونو څخه د ګټې اخیستنې اړتیا وي، نو د مسلمانانو خلیفه د مختلفو ولایتونو تر منځ په ټاکلو ترتیباتو له هغو څخه د ګټې اخیستنې پرېکړه کوي.

۴. که د لویو سیندونو د اوبو په کارونه کې د دولت لاس وهنې ته اړتیا وه، نو دولت د جزیاتو په درک، د خړوبولو او د اوبو د لېږد په موخه یو لړ اداري جوړښتونه را منځته کوي. اوس چې مادي پرمختګ او ټکنالوژي اوج ته رسېدلې، نو دولت باید کورونو، کرنو، د لېږد چارو (کیښتۍ چلونې) او ویالو کې د اوبو د تنظیم لپاره اړین ګامونه پورته کړي. همدا راز دولت له اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره ځینې منظم اداري قواعد جوړوي، چې په پایله کې يې د مسلمانانو بیت المال ته ګټه رسېږي.

۵. که د لویو سیندونو ځینې برخې د خلافت دولت له سیمې بهر وي، نو په داسې حال کې به د خلافت دولت، د اړتیا او  د امر په اقتضا د عامه ملکیت له شرعي احکامو سره سم، له همغه دولت سره چې اوبه يې په قلمرو کې دي، داسې هوکړه لیکونه لاسلیکوي، چې په پایله کې يې له زیان پرته د سیند د اوبو استفاده د مسلمانانو په ګټه کېږي. که کوم دولت داسې لاسوهنې وکړي چې د خلافت دولت قلمرو ته د لویو سیندونو اوبه پرې نږدي او یا داسې چې د مسلمانانو په ګټه نه وي، نو هلته به د خلافت دولت یوه ځانګړې اقتصادي او یا هم نظامي دیپلوماسي غوره کړي، داسې چې له مسلمانانو څخه د متجاوز دولت هر ډول خطر، ان که د شخړې لامل هم شي، دفع کړي.

۶. ډېر دولتونه چې د لویو سمندورونو پر شاو خوا پراته دي، په تېر کې يې د سمندرونو د اوبو په استفاده کې یو بل ته هیڅ مزاحمت نه کاوه او ټولو له کومې ستونزې پرته له اوبو ګټه اخیسته. همدا راز د د دوو هېوادونو تر منځ د واقع سیندونو له اوبو څخه په ګټه اخیستنه کې هېڅ ستونزه نه وه راپورته شوې؛ خو غربي ښکېلاکګرو دولتونو اوبه پر نورو دولتونو د خپل اقتصادي سیاست د منلو او استعمار وسيله ګرځولې.

۷.  اصل دا دی چې د عامه ملکیت سرپرستي  په اسلامي دولت پورې اړونده ده، نه په نورو دولتونو پورې. نو پر دغه اساس د خلافت دولت د خپل حاکمیت ساتنې ته په کتو د سمندرونو له اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه له اړوندو دولتونو سره قواعد جوړوي او د خلافت دولت کولی شي د یادو سمندرونو له اوبو څخه د برق لپاره ګټه واخلي او یا یې هم په نورو دولتونو وپلوري او نور هر څه پرې کولای شي. ګټه یې بیت المال ته ورکول کېږي، تر څو يې د شرعي قواعدو پر اساس په ښه توګه وکاروي.

۸ـ  د لویو سیندونو ساتنه، له اوبو څخه يې د ګټې اخیستنې د چارو سرپرستي، د اوبو وېش، انتقال، د سوریو بندېدل او بل هر زیان چې ورته ګواښ دی، د دولت له لوري د جوړ شوو اجرآتو پر بنسټ تنظيمېږي. البته د اوبو په برخه کې د خلافت د دولت سیاست پر عدالت او په ښه توګه د اوبو د سرچینو پر ساتنه ولاړ دی او ټولې یادې چارې د دولت د اقتصادي سیاست، عامه چاپېریال پر بنسټ تنظیمیږي.

۹ـ  پر یادو مواردو سربېره، باید یادونه وکړو چې د خلافت دولت د کبانو ښکار، له کبانو ګټه اخیستل او په مرسته یې ثروت لاس ته راوړل، د ځانګړو قواعدو پر بنسټ تنظیموي.

هیله من یم چې دغه لنډ ځواب مو یو څه د قناعت وړ وي او پوره ځواب به مو ان شاالله د اسلامي خلافت د راتګ پر مهال وي.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابو الرشته

د مطلب ادامه...

د خلافت له تاسیس وروسته له سودي مالونو سره څه وکړو؟

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته!

د «خلافت دولت اداري جوړښتونه» له کتاب څخه مې د ربا (سود) په اړه پوښتنه درلوده. د خلافت له تاسیس وروسته له سودي مالونو سره څه وکړو؟ ایا د دولت لپاره د سودي مالونو ضبط او پانګونه جایزه ده او هغه پیسې چې له سودي مالونو څخه تر لاسه کېږي، د پیسو نفس حرام دی او که د پیسو تر لاسه کول؟

ځواب:

وعليكم السلام و رحمت الله و بركاته!

1. د دې پوښتنې ځواب چې له سودي مالونو سره څه وکړو؟ «د خلافت دولت مالونه» په کتاب کې ښکاره بیان شوی. دولت څه ډول هغه مالونه چې له نامشروع لارو لکه: د خیانت، دوکې، قمار، ربا (سود) او داسې نورو لارو څخه تر لاسه کیږي، په خپل واک کې اخلي او کنه؟ د همغه کتاب په (۱۱۱- ۱۱۲) مخونو کې د هغو مالونو په اړه چې د دولت کارکوونکي او حکام یې په دوکه او خیانت تر لاسه کوي، هغه مالونه چې له نامشروع لارې تر لاسه کېږي او همدارنګه د جریمو د مالونو په اړه داسې ویل شوي دي: «که پورتني یاد شوي ټول مالونه والیان او د دولت کارکونکي له نامشروع او حرامې لارې په لاس راوړي، له وارداتي مالونو سره یو ځای په بیت المان کې اېښودل کېږي. همدارنګه که خلک له هرې هغې لارې نه چې په شریعت کې منع شوې وي، مال تر لاسه او یا پانګونه وکړي، دا هم د بیت المان له وارداتي مالونو سره اېښودل کیږي، ځکه چې د هغه مال تر لاسه کول حرام دي او د فرد ملکیت نه کیږي.» نو پر همدې بنسټ که یو څوک له سودي لارې یو څه تر لاسه کړي، د هغه تر لاسه کول حرام دي او د فرد ملکیت نه کیږي. الله سبحانه وتعالی سود حرام کړی او داسې یې فرمایلي دي:

﴿الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ﴾ (البقره: ۲۷۵)

څوک چې سود خوري، د قیامت په ورځ به په داسې حال له قبرونو راپورته کېږي، لکه پېريانو چې نیولی وي. دا ځکه چې دوی وايي: «تجارت هم لکه سود غوندې دی.» په داسې حال کې چې الله تجارت روا او سود ناروا کړی دی. چا ته چې د خپل رب له لوري دا نصیحت ورسېد او له سود خوړلو يې ډډه وکړه؛ نو څه يې چې مخکې خوړلي، هغه خو يې خوړلي، معامله يې له الله سره ده او څوک چې له دغه حکم وروسته بیا هم همدا کار کوي، هغوی دوزخیان دي او تل به په دوزخ کې وي.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ﴾ (البقره: ۲۷۸- ۲۷۹)

اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی له عذاب څخه ووېریږئ او کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی، هغه ورپرېږدئ. که مو داسې ونه کړل، نو پوه شئ چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره جګړه کوئ او که مو توبه وکړه، له سوده مو لاس واخیست او د دین امر ته مو غاړه کېښوده، نو ستاسو اصلي پانګې ستاسو دي، مه ظلم کوئ او نه به پر تاسو ظلم وشي.

د سود د معلومېدو په صورت کې سودي مال بېرته خپل څښتن ته ورکول واجب دي او که يې څښتن معلوم نه وي، سودي مال په بیت المان کې اېښودل کیږي. البته پر شرعي عقوبت سربېره چې د سود پر معامله کوونکي، سودخوړونکي، سود ورکونکي، لیکونکي او د شاهد ته يې ټاکل شوی دی. مسلم له جابر نه په دې اړه روایت کوي:

﴿لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا، وَمُؤْكِلَهُ، وَكَاتِبَهُ، وَشَاهِدَيْهِ، وَقَالَ: هُمْ سَوَاءٌ
(رواه مسلم)

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سود خوړونکي، سود ورکونکي، لیکونکي او د هغه پر شاهد لعنت ویلی او همدارنګه ویلي یې دي چې ټول یو شان دي.

که یو څوک د قمار له لارې مال او پیسې په لاس راوړي، لاسته راوړل يې حرام دي او د هغه فرد ملکیت نه کیږي. که یې څښتن معلوم وي، نو بیرته ور کول کیږي، که معلوم نه وي، همغه مال چې نوموړي د قمار له لارې په لاس راوړی، مصادره کیږي او په بیت المال کې اېښودل کیږي. پر شرعي عقوبت سربېره چې د دواړو (ګټونکو او بایلونکو قمارچیانو) لپاره ټاکل شوی، داسې کیږي؛ ځکه قمار حرام دی او په وسیله يې د مال پانګونه او پراختیا هم حرام دي؛ الله سبحانه وتعالی په دې اړه داسې فرمایلي دي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالأَنصَابُ وَالأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاء فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللّهِ وَعَنِ الصَّلاَةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ﴾ (المائده: ۹۰- ۹۱)

اې مومنانو! شراب خوړل، قمارکول، او بتان (هغه تیږې چې تر څنګ یې قرباني کوئ) او تیرونه (هغه تیږي او پاڼې چې د طالع معلومولو او غیب ویلو لپاره یې کاروئ، له معنوي پلوه ټول پلید دي او د شیطان کړنې دي)؛ نو له دې ناوړه کارونو څخه لرې شئ، چې بریالي شئ. شیطان د شرابو خوړلو او قماربازۍ له لارې ستاسو په منځ کې دښمني پیدا کوي او تاسو د الله سبحانه وتعالی له ذکر او لمانځه څخه لرې کوي. نو ایا له دې ناوړه څیزونو څخه (چې کرکه او کینه پیدا کوي، بندګان د الله سبحانه وتعالی له ذکره غافلوي او هغوی له ټولو عبادتونو څخه په ځانګړي ډول لمانځه څخه منع کوي)، لاس اخلئ او نور یې پرېږدئ!؟

خو د دویمې برخې چې د سودي مال نفس حرام دی او که تر لاسه کول یې؟ په ځواب کې باید ووایم: د هغه مال ذات او نفس چې له نامشروع لارې تر لاسه کیږي، حرام نه دی؛ بلکې د مال حراموالی د هغه د لاسته راوړلو او پراخوالي د څرنګوالي پر بنسټ دی. د بېلګې په توګه: که یو کس د شرابو له پېر او یا سود څخه یوه اندازه پیسې تر لاسه کړي، د هغه پیسو ذات حرام نه دی؛ بلکې د پیسو حراموالی د هغه د تر لاسه کولو او پراختیا د څرنګوالي پر بنسټ دی. نو پر همدې بنسټ که چا له حرامې لارې پیسې تر لاسه کړې، د همغه پیسو څښتن نه کېږي؛ خو د پیسو ذات او نفس حرام نه دی. نو په بیت المال کې اېښودل کیږي او د مسلمانانو په چارو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. له دغه حکم څخه له هغه مال پرته چې ذات او نفس حرام وي، لکه: د خوګ غوښه او شراب چې په خپل ذات او نفس کې حرام دي، نور هېڅ مال نه مستثني کیږي.

ستاسو ورو عطا بن خلیل ابورشته

۱۴۳۵ د ذولقعدې ۲۶مه

۲۰۱۴، د اکتوبر ۲۱ مه

د مطلب ادامه...

د شام له ظالم حاکم سره اوربند، هغه ته مشروعیت ورکوي او واکمني يې لا غځوي

  • خپور شوی په سوریه

(ژباړه)

رسنیو د هغه تړون په اړه یو خبر خپور کړ چې د الفتح د پوځ او یو ګډ پلاوي (د ایران سپاه پاسداران او د لبنان حزب الله پوځونو) تر منځ د ایران او قطر په منځګړیتوب شوی، چې له مخې يې د ادلیب تر څنګ د کفریا او فوعه وګړي له خپلو سیمو څخه وباسي او په بدل کې یې د سوري رژیم له خوا نیول شوو سلګونو زندانیانو تر څنګ هغه جنګیالي دلته راوړي، چې له سوریې سره نژدې په الزبداني، مضایا او بلودان سیمو کې هستوګن دي.

اې د شام اسلامي خاورې مسلمانانو!

که د تړون جزيات هم په پام کې ونه نیول شي، بیا هم ټول مسلمانان د دغو تړونونو او خبرو اترو له زیانه خبر دي، چې د شام انقلاب ته یې له تباهۍ او ورانۍ پرته  بل څه نه دي راوړي. سربېره پردې دغه ډول تړونونه د ښځو، ماشومانو، بوډاګانو قاتل ته مشروعیت ورکوي او د واک موده يې نوره هم غځوي. خوځښت کوونکي هڅوي، تر څو د امریکا غولونکې او ناسمې سیاسي حل ته غاړه کیږدې، چې له دغو تړونونو څخه به هیڅ شی تر لاسه نه کړي. دا ټول د امریکا زیاتې هڅې او له روسیې سره مرسته ښيي، چې په هره ممکنه لاره له رژيم سره یو ځای اوربند اعلان کړي او د انقلابي ډلو خپلمنځي جګړې سختې کړي، تر څو کمزورې شي او په پایله کې یې له منځه یوسي.

د دغه تړون ناظرین به وویني چې دا تړون د روسیې په ټینګار د دې لپاره شوی و، چې روسي ځواکونه د حلب په لویدیځ «عفرین» سیمه کې، چې د سوريې د کردي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده؛ د ترکي ځواکونو، کردي متحدینو او سوريې د ازاد پوځ تر منځ د احتمالي نښتې د مخنیوی په پلمه ځای پر ځای کېږي. پر دې سربېره د ولسي ملاتړ ډلګۍ کردي قوماندان «سپن هو» الحیات ورځپاڼې ته په خپلو څرګندونو کې وویل: لرې نه ده چې د سوريې ډیموکراټیک ځواکونه د ازاد پوځ له ځينو ډلو، قبایلو او د روسيې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ادلېب په لور وخوځېږي. له همدې کبله لرې نه ده چې له کفریا او فوعه څخه به عام وګړي وایستل شي خو پوځیان به ځکه هلته پاتې شي چې پر ادلېب د هر ډول ممکنو بریدونو لپاره ورڅخه کار واخلي، په ځانکړې توګه زیاتې درنې وسلې، چې وخت په وخت به یې پر دغو سیمو د الوتکو په وسیله وکاروي، چې دا هر چا ته ښه څرګنده ده.

اې د شام د سپېڅلې خاورې مسلمانانو! تاسو د شام د طاغوت پر وړاندې انقلاب کړی، تر څو هغه راوپرځوئ او په دغه ویجاړه شوې خاوره د الله سبحانه وتعاله قانون حاکم کړئ نه دا چې خپل کورنه او سیمې پریږدئ او په نورو سیمو کې هستوګنه غوره کړئ. دا د کمزورۍ او ناتوانۍ له امله نه دی، بلکې په اعمالو کې د نه جدیت نتیجه ده، چې انقلاب یې اوسني وضیعت ته رسولی. نو له همدې امله اړینه ده چې زحمت وباسئ څو د شام طاغوت راوپرځوئ ،چې د ډیرو سیمو خلک بې ځایه کړه او دغه کار ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چه دا هر څه د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې کیږې، چې د انقلاب پر وړاندې يې دسیسې مخکې ثابتې شوې. نو ځکه پر نړیواله ټولنه هر ډول تکیه سیاسي ځانوژنه ده، چې ټول به له منځه یوسي. د شام له طاغوت سره هر ډول اوربند په حقیقت کې ځان کندې ته غورځول دي. نو مخکې له دې چې ناوخته شي، دې ډول ټولو کړنو ته باید د پای ټکی کېښودل شي. د صادقانه سیاسي رهبرۍ تر سیورې لاندې پیاوړی او صادقانه کار موږ موخې ته رسولی شي، خو دا کار باید د خاینو ملاتړو او د دوی د پالیسۍ له هر ډول فشار او د ورانکارو له هغه هر اړخیز نفوذ څخه لرې وي، چې خوځښت د خپلې لارې او موخو څخه لرې کوي. الله سبحانه وتعاله فرمایې:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ (۲۴) وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْكُمْ خَاصَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (۲۵) (الانفال)

اې مومنانو! د الله سبحانه و تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست کله چې د هغه شي په لور بلنه درکړي، چې تاسو ته ژوند بښونکی دی. وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د هماغه لوري ته به ورغونډ کړای شئ. له هغې فتنې څخه ځانونه وژغورئ، چې په تاسو کې خاصو کسانو ته نه راځي. وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی سخت سزا ورکوونکی دی.

د حزب التحریر -ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر

 

 

د مطلب ادامه...

د ایران او فلسطین پر وړاندې د امریکا سیاست

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د مخکینۍ پوښتنې په ځواب کې چې د ۲۰۱۷ د فبروۍ په ۵مه خپره شوه، د ټرمپ د سیاستونو اساسي کرښې په سوریه کې د اوباما د سیاست له لاسته راوړنو څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی، په ځانګړي ډول د سوریې دولت ته د حلب په تسلیمولو کې د ترکیې قوي رول څرګندېدل، همدارنګه د روسیې رول کم رنګه ښودل او هغه لږ رول چې امریکا د سوریې په قضیه کې انګلستان ته ورکړ؛ بیان شول. خو په دې برخه کې دوو مسلو ته اشاره شوې، چې د هغه په اړه د ټرمپ څرګندونې ګرمې او له شوره ډکې وې.

لومړۍ مسله دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۲۰۱۷م د فبروي په ۱۵مه یې د یهودي دولت له لومړی وزیر سره په واشنکټن کې درلود، په فلسطین کې یې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو په اړه وویل: «تر دې وروسته به د دوو دولتونو په رامنځته کېدو ټینګار ونه کړو». ایا دا په دې معنی ده، چې امریکا له دې حل لارې لاس اخیستی؟

دویمه مسله دا چې ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ته تر رسېدو وروسته پرلپسې د ایران په اړه توندې او جدي څرګندونې کوي او پروړاندې یې وضعیت کړکېچن کړی. پوښتنه دا ده چې په سیمه کې د ایران په اړه د امریکا سیاست بدل شوی او که نه؟ ځکه پوهیږو چې ایران پرلپسې د امریکا په ګټه کار کوي.

ځواب:

د دغو موضوګانو په اړه زموږ د لیدلوري د لاښه روښانه کولو لپاره هره یوه په لاندې ډول تربحث لاندې نیسو:

لومړی ـ د فلسطین مسله، یا د منځني ختیځ کړکېچ:

۱- د امریکا د ولسمشر ټرمپ د متن څرګندونې چې د نړۍ ټولو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرې کړې، داسې وې: «د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د منځني ختیځ د قضیې په اړه د امریکا په سیاست کې نوی بدلون ثبت کړ. نوموړي ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر بنسټ حل لاره، د اسراییلو او فلسطین د کړکېچ د پای ته رسولو یوازینۍ حل لاره نه ده. نوموړي اشاره وکړه چې د سولې د راتګ په صورت کې حاضر دی، چې بدیلې حل لارې ومني. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ټولو مخکینیو ولسمشرانو هغه که ډیموکراټان وو که جمهوري غوښتونکي، د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر مسله یې تمرکز درلود». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه د فرانس ۲۴ انټرنټي پاڼه)

همداراز ده وویل: «ما ته د دوو یا یو دولت رامنځته کېدل هېڅ توپیر نه لري او هره ډول حل لاره چې اسراییل او فلسطینیان یې خوښه کړي، زه یې هم خوښوم او دواړې حل لارې زما لپاره یو ډول دي». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه مباشر الجزیره ټلویزیون)

دا لومړی ځل دی، چې د امریکا متحده ایالاتونه د ټرمپ له خولې د یو دولت د رامنځته کېدو پر بنسټ د حل لارې مسله بیانوي. خو ټرمپ دا واضح نه کړه چې د یو دولت د رامنځته کېدو له حل لارې څخه یې موخه څه ده؟ ایا له دغې وینا څخه یې موخه د یهودو د واحد دولت دننه فلسطنیانو ته خپلواکي ورکول دي او که سیکولریستي دولت دی، چې فلسطنیان به د یهودو دولت په اداره کې مشارکت ولري. دا ډول دولت هغې پروژې ته ورته دی، چې انګلستان په ۱۹۳۹م کال او د «سپین کتاب» د خپرولو په وخت کې مطرح کړ، چې مصداق يې د لبنان اوسنی دولت دی. د یادولو وړ ده چې د دوو دولتونو د رامنځته کېدو قضیه هغه پروژه ده چې امریکا پخپله په ۱۹۵۹ کال او د ولسمشر ایزنهاور د حکومت په وخت کې مطرح کړه، نړیواله ټولنه یې دې ته وهڅوله چې دغه پروژه ومني او د یوه دولت حل لاره، چې انګلیستان مطرح کړې وه، رد کړي.

په هر حال، د دغو څرګندونو له کره ارزونې او څېړنې وروسته داسې ښکاري، چې امریکا د دوو دولتونو د رامنځته کېدو پر بنسټ حل لارې څخه لاس نه دی اخیستی. ځکه په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر نیکي هیلي پر دغې مسله ټینګار وکړ او ويې ویل: «تر هر څه وړاندې باید دا ووایم چې د دوو دولتونو حل لاره هغه څه ده چې موږ پرې ټینګار کوو. هر څوک چې دا ادعا کوي چې د امریکا متحده ایالاتونه د دوو دولتونو له حل لارې سره موافق نه دي، هغه تېروتي دي. موږ په بشپړه توګه د دوو دولتونو حل لاره منو، خو په ورته وخت کې تر دې پراخ فکر هم کوو؛ ځکه چې د خبرو مېز ته د دواړو لوریو د راویستلو لپاره دغه کار ته اړتیا لرو». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروي ۱۶مه رویترز خبري اژانس)

په همدې توګه، ټرمپ هېڅ وخت د دوو دولتونو د حل لارې له مسلې څخه لاس نه دی اخیستی او دا د امریکا د دولت سیاست دی، چې د امریکا ټولو دولتونو له یاد تاریخ څخه تر اوسه هغه منلی دی. له وروستیو څرګندونو څخه د ټرمپ موخه دا وه چې د فشار اچولو لپاره بل اسلوب تجربه کړي. په ملګرو ملتونو کې د نوموړي سفیر هم ټینګار وکړ چې هېواد یې د دوو دولتونو له حل لارې ملاتړ کوي، خو له نورو اسلوبو نه د ګټې اخیستلو په هڅه کې دی او یا دا چې بندیزونه په پام کې لري، چې په همدې قضیه کې یې وکاروي او د یهودیانو د ډېرې پاملرنې وړ شي. نوموړي سفیر اشاره وکړه چې هغوی تر دې پراخ فکر کوي. په دې مانا چې نوموړي دغه بهیر له یو صندوق سره ورته بللی، چې امریکا د هغه د ننه دواړه لوري د خپلې خوښې حل لارې ته راولي او اوس غواړي چې نور اسلوبونه مخ ته یوسي، په همدغه دلیل یې د دوو دولتونو مسله نیولې چې د دواړو لورو په ځانګړي ډول د یهودیانو لپاره ښه معلومه شي.

له ډول ډول اسلوبونو څخه ګټه اخیستل یو معمولي کار دی، موږ د هغې پوښتنې په ځواب کې د ۲۰۱۶ م د نومبر پر ۱۸مه د ټرمپ د سیاستونو په اړه د نوموړي تر بریا وروسته ویلي وو، چې د ټرمپ سیاستونه به د امریکا له سیاستونو او اصولو سره هېڅ توپیر ونه لري، بلکې یوازې په اسلوبونو کې به بدلون کوي. د هغې پوښتنې په ځواب کې مو وویل: «د بنسټیزو قضیو په اړه د امریکا سیاستونه چې د مخکیني ولسمشر په وخت کې روان وو، باید ووایو: داسې هیله نه کیږي چې د هغه په اصولو او بنسټونو کې بدلون ښکاره شي، بلکې دغه داسې اسلوبونه دي چې کېدای شي بدلون وکړي. ځکه په امریکا کې حاکم نظام د مختلفو سازمانونو په واک کې دی او هر یو یې داسې واکونه لري، چې پرلپسې زیاتیږي او کمیږي. یاد سازمانونه په دې ډول دي: ولسمشر او د حکومت اداره یې، پنټاګون، کانګرس، د ملي امنیت شورا، امنیتي ادارې او داسې نور. دغه جوړښت د دې سبب کیږي چې د امریکا د سیاست اصول او بنسټونه تقریبا ثابت پاتې شي، په دومره توپیر چې د دغو سیاستو د پرمخ وړلو اسلوبونه بدلیږي».

۲-  د فلسطین حکومت د ټرمپ د څرګندونو په اورېدو  سخت حیران شو، صایب عریقات چې له اوږدې مودې راهیسې له یهودي رژیم سره د خبرو اترو د پلاوي رییس و او د فلسطین څانګې د خپلواکۍ سازمان د اجرایي کمېټې مسول هم دی، د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې یې وویل: «زما په باور د دوو دولتونو د حل لارې د مسلې کمزوري کېدل یوه ټوکه نه، بلکې د فلسطنیانو او اسرایلیانو لپاره یوه غمیزه ده». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبرورۍ ۱۶مه هافینګتون) عریقات همدارنګه وویل: «د حل لارې لپاره یوازینی بدیل یو واحد ډیموکراټیک دولت دی، چې هم د مسلمانانو او هم د یهودیانو او مسیحیانو لپاره په مساوي حقونو قایل وي». (سرچینه: ۲۰۱۷ م د فبروري ۱۶مه الجزیره)

نو وینو چې د فلسطین حکومت او ورپسې روان د ښکېلاکګرو کفارو له حل لارې پرته هېڅ کومه حل لاره نه پېژني. د هغوی په نظر که د دوو دولتونو حل لاره، چې امریکا مطرح کړې، ګټه ونه کړي، نو د انګلیستان پخوانۍ حل لارې ته پنا وړي! داسې ښکاري، چې امریکا د فلسطین حکومت او ورپسې روان د خپلو نقشو په دوام کې نه دي شامل کړي او هغوی وروستي کسان دي، چې له نقشو يې خبریږي، ځکه امریکا پوهیږي چې هغوی په هر صورت کې او هر ډول تصمیم ته غاړه ږدي دي او مني يې. هغه حکومت چې له خپلې ۸۰ سلنه خاورې تېر شو، ویې منله چې د اشغالګرو د ساتونکو په توګه عمل وکړي او له دښمن څخه د ملاتړ لپاره د خپلو خلکو پر وړاندې ودریږي او له هغوی سره جګړه وکړي. داسې حکومت تر دې کم دی، چې جدي ونیول شي او ارزښت او موقف ورکړل شي، ځکه داسې دولت هغه سپي ته ورته دی، چې که څوک د هډوکي یوه ټوټه ورواچوي، نو ډېره ژر لکۍ ورته ښوروي.

۳-   د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د یهودو د دولت دریځ داسې و، چې د دغه دولت لومړي وزیر نتانیاهو له ټرمپ سره په مطبوعاتي کنفرانس کې له یهودي دولت څخه د نوموړي له ملاتړه مننه وکړه؛ خو د دوو دولتونو د حل لارې پروژې ته یې هېڅ اشاره ونه کړه. نو داسې ښکاري چې نوموړی له دغو څرګندونو څخه خوښ نه دی او داسې څه ترې غوښتل شوي، چې ورسره موافق نه دی. نو دایې غوره وګڼله چې هېڅ اشاره ورته ونه کړي، چې هسې نه طرفدار یهودیان يې له ټرمپ او هغه هیلې چې نوموړي ته یې لري، ترې مایوس نه شي.

بیا هم داسې معلومیږي چې غوښتنې یې نه دې پوره شوې او په همدې دلیل یې خپله نهیلي ښکاره نه کړه. کله چې یې له نوموړي څخه پوښتنه وکړه چې له ټرمپ سره یې د «جولان» پر مسله بحث وکړ که نه؟ په دغه لنډ ځواب یې بسنه وکړه: «هو» او کله چې د امریکا له ولسمشر نه په دې اړه پوښتنه وشوه، وې ویل: «هېڅ وخت به ونه وایم چې زما غوښتنې د ده لپاره حیرانونکي دي». (سرچینه: ۲۰۱۷ زکال د فبروري ۱۶مه رویټرز عربي څانګه)

د قدس ښار ته د امریکا د سفارت د لېږد مسله هم یاده نه شوه، هغه مسله چې ټرمپ يې د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې ژمنه کړې وه. ټرمپ په داسې حال کې دې مسلې ته اشاره کوي، چې سپینې ماڼۍ له تل ابیب څخه قدس ته د امریکا د سفارت لېږد لپاره د ولسمشر د ژمنې د عملي کېدو په موخه د خبرو له لومړي پړاو څخه پرده پورته کړې وه. د سپینې ماڼۍ ویاند سپایسر په بیانیه کې وویل: «موږ تر اوسه د دغې موضوع په اړه په بشپړه توګه په لومړیو پړاونو کې یو. نوموړي زیاته کړه: د امریکا د سفارت د لېږد په اړه هېڅ کوم نیږدې اقدام نشته او باید دا په نظر کې ولرو چې دغه کار به د عربي نړۍ غوسه راوپاروي». (سرچینه: عربي سکای نیوز،  ۲۰۱۷ د فبروري ۲۲مه)

نتانیاهو دې ته لومړیتوب ورکړ، چې په خپلو څرګندونو کې له اسلام سره پر جګړې ډېر تمرکز وکړي، هغه اسلام چې د یهودي دولت شتون ګواښي. د خلیج انلاین انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷م د فبروري په ۱۵مه په خبر کې وویل: «د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټینګار وکړ، چې نوموړی چمتو دی له اسلام سره په جګړه  کې د هغه د بشپړ له منځه وړلو ترکرښې له واشنګټن سره مرسته وکړي». هغوی د «بنسټپال اسلام» اصطلاح د دې موخې لپاره کاروي، چې پر رسول صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي اسلام لپاره، یوه دروازه او پلمه وي، ځکه دا هماغه اسلام دی، چې پر بنسټ به يې د اسلامي امت حالت ښه شي او دا دین هماغه حق دین دی، چې الله سبحانه وتعالی یې په اړه فرمایي:

﴿فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ﴾ (یونس: ۳۲)

له حق وروسته له ګمراهۍ پرته بل څه شته دي؟ نو ولې مخ اړوئ؟

دویم- د ایران موضوع:

هو، دا رښتیاده چې د ټرمپ د حکومت اداره هڅه کوي، چې له ایران سره شخړو ته زیاته لمن ووهي او په ښکاره يې لیدلی شو، خو ایران ته د امریکا د نوو ګواښونو په اصلي موخه د پوهېدو لپاره اړتیا ده، چې د دغه هېواد پر وړاندې د امریکا سیاست د ټرمپ له واک ته رسېدو وړاندې او وروسته وڅېړو، تر څو پوه شو، چې بدلون پکې راغلی که نه؟ که بدلون هم پکې راغلی وي، نو په کومو مواردو کې دی:

له ټرمپ مخکې د ایران پر وړاندې د امریکا سیاست:

۱-   د عراق پر وړاندې د امریکا د جګړې په دوام کې، ایران د امریکا په واسطه د عراق د اشغال لپاره خپل ټول نفوذ وکاراوه. هغه دا چې په ایران پورې تړلو ډلو هېڅ وخت له امریکا سره جګړې ته ونه دانګل، په داسې حال کې چې د عراق شمالي او غربي سیمې، چې ایران هلته نفوذ نه لري، د همدې جګړې په اور کې سوځي. ایران او امریکا په ټولو برخو کې په عراق کې په بشپړې همغږۍ عمل کوي او دغه واقیعت له هیچا څخه چې لږ درک هم ولري، پټ نه دی. په یمن کې هم قضیه همدا ډول ده؛ ایران د حوثیانو ملاتړ کوي او حوثیان داسې کسان دي، چې د امریکا نړیوال استازي، هغه که مخکینی استازی جمال بن عمر او که اوسنی ولد شیخ دی، تل یې هڅه کړې، چې د یمن په حاکمیت کې د حوثیانو لپاره ځای پیدا کړي. همدا حوثیان دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري په ۲۰۱۶ م کې په مسقط ښار کې ورسره ولیدل. په داسې حال کې چې حوثیان د ایران استازیتوب کوي. هغه ایران چې د «لوی شیطان» او هغه حوثیان چې د «مرګ پر امریکا» شعار ورکوي.

نو شک نشته چې په یمن کې د ایران رول په بشپړه توګه په دغه هېواد کې د امریکا د سیاست د ټینګښت او ملاتړ پر بنسټ دی. په سوریه کې د امریکا له سیاست څخه د ایران د ملاتړ رول تر نورو سیمو روښانه دی. ایران په مستقیم ډول د خپلو نظامیانو په واسطه د بشار اسد ملاتړ کوي او له بل لوري د امریکا نړیوال ایتلاف هم د سوریې نقلاب په توغندیو ولي، هغه توغندي چې یوازې پر داعش ډله نه خلاصه کېږي، بلکې نورې ډلې هم موخه کوي او رهبران یې وژني. د پاملرنې وړ ټکي دا دی چې دغه ټولې وژنې او توغندیز بارانونه د تروریزم په پلمه کېږي، خو د امریکا الوتکې په سوریه کې د ایران حزب (د لبنان حزب الله) هېڅ وخت موخه نه ګرځوي. هغه حزب چې امریکا پخپله یو تروریستي حزب معرفي کړی دی. نو پر همدې اساس په سوریه کې چې ایران کوم رول لوبوي، په حقیقت کې د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاست یوه برخه بلله کیږي. له بل لوري پوهیږو چې امریکا د اوباما په رهبرۍ له نورو نړیوالو قدرتونو سر یوځای د ایران اټومي هوکړه لیک د ۲۰۱۵ م د جون په میاشت کې لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک څخه د امریکا موخه پر ایران د فشارونو، بندیزونو او محدویتونو کمېدل وو، چې دغه هېواد په سیمه کې په ځانګړي ډول د عربو پسرلي په نوم له انقلابونو وروسته د امریکا سیاست له زیاتېدونکو اړتیاوو څخه راووتلی شي. امریکا د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو د ایران د تیلو د صدور زمینه برابرول غوښتل، چې دغه هېواد په سوریه، یمن او لبنان کې د امریکا د سیاست پلي کېدو لګښت له همدې لارې پوره کړي.

نو هغه تندې څرګندونې چې امریکایې په ۱۹۷۹ م کې د ایران د انقلاب له پیله د ایران پر وړاندې کوي او هغه له شور او ځوږه ډکې خبرې چې ایران د امریکا پر وړاندې پیل کړې او هغه «لوی شیطان» بولي، دا ټول په حقیقت کې ټوکې دي او هېڅ عملي مصداق نه لري. د دواړو لورو تر منځ منسجمو او عملي سیاستونو او اقدامونو هغه ټول نظرونه او تکراري خبرې تر شعاع لاندې راوستې او د دواړو دولتونو تر منځ د سیاستونو د درک لپاره باید عملي فعالیتونو ته پام وکړو، نه د دواړو لورو د مسولینو نظرونو ته!

۲-   د امریکا هېڅ حکومت تر اوسه د ګاونډ په هېوادونو کې د ایران لاس د اوباما حکومت ادارې په پرتله ازاد نه دی پریښی. په یمن، سوریه، عراق او لبنان کې «د ایران رول» اصطلاح د همدې ادارې د حاکمیت په جریان رامنځته شوه. په سیمه کې د ایران د رول لوبولو او د هغه لاس ازاد پرېښوولو تاریخ ته په کتو لیدل کیږي، چې دغه هېواد تل امریکا هڅوي او انګېزه ورکوي. ځينې انګېزې له مخکې هم وې او ځینې یې نوې ورکړې دي، چې  لاندې دواړو ډولو ته اشاره کوو:

  • ·         هغه انګېزې چې له مخکې موجودې وې: دا ډول انګېزې د خلیجي هېوادونو ګواښلو ته د ایران له اړ کولو څخه عبارت دي، هغه هېوادونه چې امریکا يې پر نفتي سرچینو واک لري. امریکا د همدې کړنې پر بنسټ تل هڅه کړې چې په خلیج کې د ایران لپاره د پښې ځای پیدا کړي؛ یعنې په هغه سیمه کې چې هلته د تیلو ذخیرې موقعیت لري. امریکا د همدې فرصت او پلمې نه په ګټې اخیستنې توانېدلې، چې په ډېرو خلیجي هېوادونو کې نظامي اډې رامنځته کړي او په همدې ترتیب نفتو ته د امریکا اړتیاوو ته په کتو، د ایران ګواښونه مشخص شول.له هغه وروسته چې نوي محافظه کاران د بوش د حکومت او په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق د اشغال پر مهال په امریکا کې قدرت ته ورسېدل، د ایران د تحریکولو لپاره يې د امریکا پخوانۍ انګېزې بیا پيل کړې، خو داځل مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په برخه کې وې، ځکه په سیمه کې د امریکا نقشه دا ده چې د «سایکس – پیکو» کرښې نوې او د مذهبونو پر بنسټ رسم کړي او نوي مذهبي او طایفي دولتونه رامنځته کړي.

امریکا د خپل نوي سیاست پر بنسټ د منځنۍ اسیا پر نقشه خبرې وکړې او ایران یې دې ته وهڅاوه، چې د نویو کرښو د رامنځته کولو په موخه د مذهبي ډلو ملاتړ وکړي. دغه نوې کرښې چې امریکا د مذهبونو پر بنسټ د منځني ختیځ لپاره په نظر کې نیولې، د مسلمانانو په وینو کښل کیږي. په عراق کې دغه مذهبي کرښې د رڼا ورځې په څېر وې، چې وروسته بیا یمن، سوریې، لبنان، سعودي، بحرین، پاکستان، افغانستان او داسې نورو سیمو ته وغځېدېدې او دغه مسله هغه وخت پراخه شوه چې ایران د «اقلیت» ناره وکړه؛ په دې مانا چې ایران له اقلیتونو څخه د ملاتړ سیاست غوره کړ، هغه سیاست چې امریکا غوښته. نو هغه و چې په دې برخه کې د ایران رول ښکاره شو.

  • ·         هغه انګېزې چې نوې رامنځته شوې:  دغه ډول انګېزې د «عربو پسرلي» تر انقلاب وروسته رامنځته شوې، ځکه چې امریکا پخپله له یوه نوي ګواښ سره مخ شوه. په تونس، یمن، مصر او سوریې کې په ناڅاپي ډول قیام وکړ او امریکا د دغو انقلابونو پر وړاندې له خپل نفوذ څخه د دفاع لپاره چمتوالی نه درلود او دغې مسلې د امریکا نفوذ په سیمه کې سخت وګواښه. له بل لوري، امریکا په دغو سیمو کې له خپل نفوذ څخه د دفاع لپاره په مستقیم ډول صحنې ته نشي راتلی، ځکه د امریکا ټولنه تر اوسه د عراق د جګړو له ستونزو لاس وګرېوان ده او په ورته وخت کې محلي او کورني ځواکونه هم په واک کې نه لري، چې په واسطه يې خپل نفوذ وساتي. په سیمه کې د امریکا تر ټول مهم لاسپوڅي په مصر او سوریه کې وو، چې سخت د انقلابونو تر اور لاندې شول.

همدا دلیل و چې په امریکا کې پر ایران د باور ناڅاپي او نوې انګېزې ډېرې په چټکۍ پراخې شوې. نو ایران ډېر ژر صحنې ته دننه شو او د انقلابونو د رېښو په له منځه وړلو یې پیل وکړ، په ځانګړي ډول د سوریې انقلاب. همدارنګه د طرابلس او صیدا له پېښو وروسته  يې دغه هېواد ته د انقلاب د غځېدو د مخنیوي او له منځه وړلو په موخه په لبنان کې له خپل حزب سره مرستې زیاتې کړې او په بحرین او یمن کې یې له خپل ملاتړو سره هم مرستې وکړې، تر څو په دغو دوو هېوادونو کې د انګلیستان پر وړاندې د امریکا نفوذ ټینګ کړي. دغه ټول اقدامونه د انقلابونو په پایله کې وشول.

په سیمه کې د ایران رول، چې مذهبي رنګ او بوی لري، له همدې امله د امریکا نوې انګېزې سختې وحشتناکې او لویې شوې. د امریکا دغه سیاست لامل شو، چې ایران او امریکا په ښکاره یو له بل سره نېږدې شي. لکه څنګه له هستوي هوکړو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ایران ته د امریکایي الوتکو په واسطه د ډېرو مالونو پر لېږد خبرې وشوې. په همدې ترتیب هغه سوداګریزې هوکړې، چې ایران له بوینګ شرکت سره درلودې او یو شمېر امریکایي مسولینو چې له ایران سره د معاملو د اسانتیا لپاره د اروپایي بانکونو له مسولینو سره لیدنې او خبرې وکړې، چې پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله اندیښنې لرې کړي.

۳-   د سعودي د مخکیني پاچا ملک عبدالله له مړینې وروسته، چې د انګلیستان مزدور و، د سعودي عربستان حکومت په ۲۰۱۵ م کال کې د نوموړي زوی او ملک سلمان په واک کې واخیست او دوی د امریکا مزدوران دي. له بل لوري عبدالفتاح سیسي هم د مصر د حکومت ریاست په ۲۰۱۴ م کال کې تر لاسه کړ او په همدې ترتیب په سیمه کې پر ایران سربېره د امریکا مزدوران ډېر شول، چې په همدې سره په سیمه کې د یاد هېواد له نفوذ څخه د دفاع زمینه برابره شوه. دا د قضیې یو اړخ دی، بل اړخ يې دا دی چې کله امریکا د ایران د رول لوبونې کمزورۍ ته پام شو، لکه څنګه چې پخپل ټول ځواک سره پر دې ونه توانېد چې د سوریې د انقلاب دبده له منځه یوسي. نو روسیې ته یې مخه کړه او هغه یې په سوریه کې ښکېله کړه. البته روسیه د ایران د بدیل په توګه سوریې ته دننه نه شوه، بلکې د دغه هېواد د ملاتړ په موخه یې د سوریې موضوع ته راودانګل.

سیاسي صحنې ته د امریکا د نویو مزدورانو راتګ ته په پام سره د واشنګټن پر وړاندې نوې فضا جوړه شوه، تر څو د خپلو سیاسي وسایلو د تنوع په اړه فکر وکړي او دې پایلې ته ورسیږي چې پر ایران قوي باور او په سیمه کې د یوازنۍ وسيلې په توګه د هغه منل، ګټه نه کوي.

پر همدې اساس د اوباما د حکومت د دویم پړاو په وروستیو کې د سوریې د انقلاب د مهارولو کیلۍ ترکیې ته ورکړل شوه، داسې چې امریکا د انقلاب د ماتولو لپاره او د امریکا د موخو اطاعت ته د انقلابیونو په مجبورولو، دوه سیاستونه غوره کړل؛ یو سیاست  هغه خونړۍ وژنې وې، چې د روسیې او ایران په واسطه کېدې او بل د ترکیې په واسطه د انقلاب او انقلابیونو مهارولو سیاست و. پر دې سربېره په ریاض کې د مخالفینو د تمرین مسولیت، چې سعودي عربستان ته سپارل شوی و.

نو په همدې ترتیب په سیمه کې د ایران رول د امریکا د سیاست پر بنسټ دی او په دقیق ډول ارزول شوی، په ورته وخت کې دغه سیاست د امریکا د سیاست غوښتونو، وخت او شرطونو ته په کتو پرلپسې د بدلون په حال کې دی. امریکا له ۱۹۷۹م کال راپدیخوا ایران د سیمې د هېوادونو پر وړاندې په اسلامي پوښښ د یو انقلابي ګواښ په توګه وساته. له هغه وروسته چې نویو محافظه کارانو د امریکا حکومت تر لاسه کړ، دغه ګواښ يې زیات کړ او په یو سخت مذهبي ګواښ یې بدل کړ. وروسته ایران ته اقلیمي او محوري رول ورکړل شو، چې د عربو پسرلي په شرایطو کې یې ځانګړی وزن خپل کړ. خو کله چې د امریکا نور مزدوران لکه مصر عادي حالت ته راوګرځېدل یا يې حاکمیت نوی په لاس کې واخیست، لکه سعودي عربستان یا يې له ځينو نورو لکه ترکیې څخه کار واخیست. ایران ته په ورسپارل شوي رول سربېره يې د نور رولونو په جوړولو پيل وکړ؛ خو د ایران له رول څخه يې هم د بې نیازۍ احساس ونه کړ.

باید ټینګار وکړو چې په سیمه کې چې کوم رول ایران او د امریکا نور مزدوران، د امریکا د ګټې لپاره لوبوي، هېڅکله په سیمه کې د دوی د نفوذ د ټینګښت او سلطې ښکارندوی نه دی او هر کله چې امریکا لازمه وبولي، دغه رول کموي، پرته له دې چې د یادو هېوادونو ګټو ته لږ هم پام وکړي. د بېلګې په توګه؛ ایران خپله ټوله شتمني د سوریي په کړکېچ کې لګوي او خپلو له منځه تلونکو اقتصادي زېربناوو ته هېڅ پام نه کوي. په داسې حال کې چې پوهېږي، چې ښايي امریکا په سوریه کې د خپلو موخو له تر لاسه کولو وروسته، په دغه هېواد کې د ایران رول پای ته ورسوي. همدارنګه موږ ولیدل چې امریکا په یمن کې د سعودي عربستان لپاره داسې رول طرحه کړ، چې ایران یې د خپلو ملاتړو پر وړاندې ډېر وځوراوه، ځکه سعودي داسې فکر وکړ چې له ملاتړو سره يې مستقیمې نظامي مرستې کوي. په داسې حال کې چې ایران د عربستان رول او د یمن پر اوضاع د هغه تسلط ته تسلیم شو او په هغو څو کوچینیو کیښتیو وغولېد، چې حوثیانو ته یې یوه اندازه وسلې لېږدولې.   

که هغه رول چې ترکیه یې د سوریې په کړکېچ کې لوبوي او له هغو سرو کرښو نه سترګې پټول چې اردغان یې یادوي او همدارنګه که د نوموړي د څرګندونو د لهجې بدلون او دریځونه وڅېړو؛ نو پیدا به کړو چې امریکا د دغو حکامو پر وړاندې څومره بې پامه ده او هغوی ته څومره سپکاوی کوي او څومره يې ځوروي.  لنډه دا چې امریکا د خپلو ټولو ملاتړو او مزدورانو رول د خپلو ګټو پر بنسټ پراخوي او کموي، پرته له دې چې د دوی ابرو او حیثیت ته پام وکړي او یا اهمیت ورکړي.

د ټرمپ له واکمنۍ وروسته د ایران پر وړاندې د امریکا سیاست:

ټرمپ داسې محال سپينې ماڼۍ ته راغی چې امریکا د ایران تر څنګ د سیمې دوو نورو هېوادونو ته رولونه ورکول. دا هېوادونه ترکیه او سعودي عربستان دي. امریکا ترکیې او سعودي عربستان ته تر رول ورکولو وروسته د ایران رول کمرنګه کړ. که څه هم امریکا کولی شول، چې د ایران په اړه له غالمغاله پرته د همغو پخوانیو اسلوبونو پر بنسټ خپل سیاست ته دوام ورکړي او درې سیمه ییز هېوادونه پر یوه وخت د خپل ځانګړي رول پر بنسټ د امریکا په چوپړ کې وي او سیاستونه يې عملي کړي، خو داچې ټرمپ د مافیایي طریقو مینه وال دی، نو ایران راپاوري او غواړي چې اقتصادي ګټه تر لاسه کړي او همدا دلیل دی چې له ایران سره شخړو ته د لمن وهولو هڅه کوي. لکه څنګه يې چې په ټوېټر کې پر ایران حمله وکړه او د تروریزم پر ملاتړ يې تورن کړ.

ټرمپ ایران پر دې تورن کړ چې امریکا او ملاتړي یې ګواښي او له ایران سره په معامله کې یې خپل پرېکون وښود. نوموړي د ۲۰۱۷ م د فبروري په ۳مه د ایران د توغندي له ازمویلو وروسته پر ایران نور بندیزونه هم ولګول، چې د دغه هېواد ۲۵ کسان او په ایران کې یو شمېر بنسټونه پکې شامل دي. ټرمپ له ایران سره اټومي هوکړه لیک یوه ناوړه هوکړه وبلله او اشاره یې وکړه چې د دې هوکړې د لغوه کېدو شونتیا شته، یعنې امکان لري چې ایران له دې هوکړې لاس په سر شي. همدا و چې ځینو داسې فکر وکړ، چې ټرمپ د امریکا په بهرني سیاست کې د لوی بدلون په هڅه کې دی. نو دا چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ نوی دریځ او له دغه هېواد سره شخړې تر کومې کچې دوام کوي او په سیمه کې د ایران پر رول د ښه پوهېدو لپاره پر لاندې مواردو بحث کوو:

۱-   د جمهوري غوښتونکو سیاست د زور او ظلم پر بنسټ دی، چې د ټرمپ د سیاستونو په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د ایران پر وړاندې لیدل کیږي.

۲-   هو، امریکا د ټرمپ په رهبرۍ د نوې پالیسۍ پر بنسټ ایران ته ګوري او دلیل یې دا دی چې ټرمپ ژمنه کړې وه، چې د امریکا ډېرې اقتصادي ستونزې به حل کړي. ټرمپ په څرګنده د نړي له نورو دولتونو غوښتي وو، چې امریکا د ملاتړ په بدل کې چې له هغوی نه یې د ګواښونو پر وړاندې کوي، باید پیسې ورکړي. دغه غوښتنه له جاپان، جنوبي کوریا، اروپایي هېوادونو څخه شوې وه او په طبیعي ډول د خلیج پانګوال هېوادونه له دې مسلې مستثنا نه دي؛ بلکې هغوی ورته بې زحمته ښکارونه هم دي. امریکا د پورتنیو یادو نویو او پخوانیو انګېزو پر بنسټ د ایران له خطره او په خلیج کې د هغه د رول په اړه خبرې پیل کړې او دا چې ایران د اوباما د حاکمیت په وخت کې په جدي ګواښ بدل شوی، چې د خلیج په دروازو کې دی. اوس ټرمپ له مافیایي اسلوبونو څخه په ګټې اخیستنې، چې مهارت پکې لري، غواړي له دې مسئلې اقتصادي ګټه تر لاسه کړي، پر ایران فشار راوړی، چې په سیمه کې يې رول کمزوری کړي او په بدل کې یې د خلیج له نفت لرونکو هېوادونو څخه جزیه اخلي.

نو پر همدې اساس ایران د امریکا د دغو فشارونو پر وړاندې خپلې نوې توغندیزې تجربې کوي او لرې نه ده چې دغه توغندیزې تجربې به له امریکا سره په بشپړې همغږۍ وشي او یو تصادف به نه وي. په دې مانا چې ایران غواړي د سیمې د هېوادونو لپاره خپل خطر جدي وښيي، پرته له دې چې ګټه ترې تر لاسه کړي؛ بلکې ټوله ګټه یې امریکا تر لاسه کوي، ځکه امریکا اوس د سیمې له چارواکو څخه د ایران د ګواښ پر وړاندې د ملاتړ په بدل کې ډېرې پیسې غوښتې دي. د ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې د ټرمپ څرګندونې دغه لیدلوری ښه تاییدوي. د دغو څرګندونو له ډلې څخه چې د ټرمپ نوی تفکر بیانوي، لاندې مواردو ته اشاره کوو:

  • د (CNN) عربي څانګې د ۲۰۱۶ م د اګېسټ پر ۱۹مه له ټرمپ څخه په نقل وویل: «ډونالډ ټرمپ له ورانۍ څخه د ملاتړ په بدل کې امریکا ته پیسې ورکړې. نوموړي زیاته کړه: سعودي عربستان به ډېر ژر له لوی ګواښ سره مخ شي او زموږ مرستې ته به جدي اړتیا ولري. که موږ نه وای، دا هېواد هېڅ وخت نه رامنځته کېده او هېڅ وخت یې دوام نشو کولی».
  • همدې ټلویزیوني شبکې د ۲۰۱۶ م د سپټمبر پر ۲۷مه له ټرمپ څخه په نقل وویل: «موږ له جاپان، المان، جنوبي کوریا، سعودي عربستان او نورو هېوادونو څخه دفاع کوو، خو دغه هېوادونه يې په بدل کې موږ ته څه نه راکوي، هغوی باید موږ ته پیسې راکړي، ځکه موږ خپلې پانګې د دوی په چوپړ کې لګوو. موخه داده چې که هغوی خپله عادلانه برخه ورنه کړي، ډېر احتمال لري چې له خپل ځانه دفاع پخپله وکړي او یا دا چې له موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي، ځکه موږ داسې دولت یو چې د پورونو کچه یې ۲۰ ټریلیونه ډالرو ته رسیږي، نو هغوی باید له موږ سره مرسته وکړي».

ټرمپ سوداګریزو خبرو کې د قدرت د ارزښت په اړه په ټینګار سره وویل: «باید له جاپان او سعودي سره د خبرو وس ولرو. پوهیږئ چې موږ همدا اوس له سعودي عربستان څخه دفاع کوو، چې دغه هېواد د ډېرې پانګې څښتن دی، خو د دغه کار په بدل کې موږ ته څه نه راکوي».

  • د الجزیرې انټرنټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۶مه په خبر کې وویل: «د امریکا ولسمشر په ۲۰۰۳ م کال کې د عراق پر وړاندې د امریکا جګړې ته په اشارې وویل، چې عراق له ایران سره مساوي قدرت درلود. د امریکا تېروتنه دا وه چې عراق ته له ننوتو وروسته یې دغه هېواد ایران ته وسپاره. د امریکا حکومت باید هملته پاتې وای او د عراق پر نفتو یې خپله سلطه ساتلې وای».
  •  د رویټر عربي څانګې د ۲۰۱۷ م د جنوري پر ۲۴مه په یوه خبر کې وویل: «ټرمپ استخباراتي مسولینو ته په خبرو کې اشاره وکړه چې غوره دا وه چې متحده ایالاتونو د ۲۰۰۳ د جګړې د جبران لپاره د عراق نفت په خپل واک اخیستي وای».

۳-    یاد موارد د هغه څه ښکارندوی دي چې د ټرمپ په طرز تفکر کې ځای لري او پر بنسټ يې نوې معاملې پیلوي، لکه څنګه چې د خلیج واړه هېوادونه هڅوي چې د ایران د خطر پر وړاندې يې د خپل ملاتړ په بدل کې د ملاتړ مالي لګښت پخپله ورکړي، په دې مانا چې خپلې شتمنۍ د امریکا په واک کې ورکړي او بدل کې یې د دوی قدرت وساتي. لنډه دا چې امریکا د خلیج هېوادنو مشران لنډ فکره انسانان په نظر کې نیولي او له همدې لیدلوري چلند ورسره کوي. د ټرمپ حکومت د مافیایي طرز تفکر په ډېرو شواهدو پېژندلی شو.

ټرمپ یوازنی امریکایي نه دی چې نړیوالې شکونې (اخاذۍ) پیلوي، بلکې د امریکا کانګرس په ۲۰۱۶ م کال کې د اوباما د ادارې په حاکمیت کې د «جاستا» قانون تصویب کړ. د همدغه قانون پر اساس یې د تروریستانو د شتمنیو په پلمه د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو د شتمنیو د ضبط زمینه برابره کړه. د امریکا د دغو شکونو دلیل دا دی چې دغه هېواد له واقعي اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او دغو کړکېچونو هغوی اړ کړل چې خپلې عامه بودیجې راټیټې کړي. له بل لوري، د دغه هېواد بې سارو زیاتو پورونو او په ورته وخت کې د چین د اقتصاد چټکتیا، امریکا نورو غټو حل لارو لټون ته اړ کړې ده. لکه څنګه چې د بوش حکومت له اقتصادي کړکېچ څخه د وتلو حل لاره په دې کې ولیده چې عراق اشغال کړي او د نفتو ذخیرې یې استثمار کړي، خو د عراقيانو مقاومت دغې موخې ته د امریکا د رسېدو خنډ شو او امریکا اړه شوه چې د عراق له کړکېچ څخه د وتلو لپاره درې ټریلیونه ډالره ولګوي.

د اوباما ادارې هڅه وکړه چې د انګلیستان مالي پټنځایونه موخه وګرځوي او له همدې لارې او نورو جزیرو څخه ډېرې شتمنۍ امریکا ته راوړي او په دوام کې يې د «جاستا» قانون مسله د مالي پیسو د راټولولو او پر تروریزم د وضع شوو تاوانونو په موخه مطرح شوه. اوس ټرمپ په دې هڅه کې دی، چې د نړۍ شتمن هېوادونه دې ته وهڅوي چې د ګواښونو پر وړاندې له دوی څخه د امریکا د ملاتړ په بدل کې امریکا ته جزیه ورکړي او اصلي موخه دا ده چې د امریکا اقتصادي ستونزې لرې شي، ځکه ټرمپ هوډ لري چې د امریکا د ۲۰ ټریلیونه ډالرو د پورونو د بیا ورکړې پر بنسټ خپلې ژمنې د اتو کلونو په اږدو کې عملي کړي.

۴-    هغه شعارونه چې ټرمپ یې د «امریکا پخواني پرتم او عظمت ته ګرځول» پر بنسټ ورکوي، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتونو دولت یو لړ مستقیمې لاسوهنې کوي او د اوباما سیاستونه چې د نورو د رولونو تر شا د پټېدو پر اساس وو؛ رد کړي. همدارنګه د ټرمپ اداره په ورته وخت کې هڅه کوي، چې په سوریه کې د امن سیمو رامنځته کېدو مسله ګرمه کړي، په همدې پلمه په مستقیم ډول صحنې ته دننه شي، د روسیې رول ترې واخلي او د دې تر څنګ د ایران لوی او وېروونکی رول هم بیرته ورڅخه واخلي.

 نو پر همدې بنسټ د ټرمپ د حکومت اداره کلک هوډ لري، چې د خپلې اقتصادي موخې له تر لاسه کولو وروسته د ایران رول راټیټ او کمرنګه کړي، خو له هغه نه به په بشپړه توګه بې نیازي څرګنده نه کړي، ځکه دوی غواړي چې د ایران رول د ترکیې او سعودي عربستان د رول بشپړوونکی وي، نه د هغه بدیل. یعنې نه غواړي چې ایران د رهبرۍ رول ولري، په ځانګړي ډول په سوریه کې، بلکې موخه دا ده چې د ترکیې د رول پر وړاندې د ایران د رول اغېز په لومړۍ درجه او د سعودي رول په دویمه درجه کې ځای ولري؛ خو له شک پرته چې د ایران رول لوبول تل د امریکا د ګټو او نقشو پر بنسټ دي او امریکا به هېڅ وخت په سیمه کې د ایران له رول لوبولو بې نیازي څرګنده نه کړي.

۵-   په همدې ترتیب د امریکا په واسطه د ایران د رول بدلون په مسله کې قضاوت تر ډېره د څرګندونو او خبرو په کچه په عملي ګامونو ولاړ دی، لکه څنګه چې په دې ورځو کې په واشنګټن کې د ایران پر وړاندې خبرو زور اخیستی، دا یوازې وینا ده او په عمل نه بدلیږي. د بېلګې په توګه: د ایران ولسمشر حسن روحاني په هغو خبرو کې چې د ایران د انقلاب د ۳۸ مې کلیزې د جشن په مناسبت یې درلودې، وویل چې ایرانیان به د امریکا متحده ایالاتونه پر خپلو بندیزونو پښېمانه کړي. روحاني اشاره وکړه چې د «اسلامي انقلاب» د راژوندي کېدو په کلیزه کې د ایرانیانو پراخه ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې د ملي اقتدار ښکارندوی دی او دا د سپینې ماڼۍ رهبرانو ته روښانه پیغام دی».

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روحاني د څرګندونو په ځواب کې وویل «احتیاط کوه!» رویټرز د ۲۰۱۷ م د فبروي په ۱۰مه په خپل خبر کې وویل: «د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني څخه وغوښتل، چې خپلو خبرو ته پام وکړي. ټرمپ دغه ګواښ له هغه وروسته وکړ چې رسنیو د روحاني څرګندونې خپرې کړې، چې ویلي یې وو؛ هر څوک چې ایران وګواښي، پښېمانه به شي. ټرمپ په ځواب کې وویل:  احتیاط کوه!، غوره به وي درته»

نو پر همدې اساس د دواړو لورو وروستۍ څرګندونې چې د اټومي هوکړې په اړه کیږي، په حقیقت کې د امریکا او ایران تر منځ د اږدو شخړو یوه برخه ده او بس، خو هغه څه چې په عمل کې د دواړو لورو تر منځ روان دي، هغه دا دي چې دواړه لوري خپل ګامونه په همغږۍ او همکارۍ او البته د امریکا د نقشو پر بنسټ پر مخ وړي. «موګیریني» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له مسولینو سره تر لیدنو وروسته د روان کال د فبروري پر  ۹مه وویل: «په دغو لیدنو کې چې ما کوم نظرونه واورېدل، په اسانه پوهېدای شو چې هغوی له ایران سره د اټومي هوکړې له دوام سره په بشپړه توګه متعهد دي». (سرچینه: ۲۰۱۷م د فبروري ۱۰مه د نن روسیه)

د ایران پر وړاندې د امریکا د نویو بندیزونو په اړه باید ووایو چې هغه تر اوسه دومره جدي نه دي ، که څه هم چې دغه بندیزونه د امریکا د چارواکو له څرګندونو سره پر یوه وخت عملي کیږي او داښیي چې امریکا د ایران رول نوی څېړي، خو دا څېړنه د یو ځانګړي سیاست پر بنسټ کیږي؛ هغه چې د یاد هېواد ناکامۍ او بریاوې وڅېړي او پر دې ډاډمن شي چې له یران نه د امریکا د لویو اقتصادي او سیاسي ګټو په تر لاسه کولو کې څنګه ګټه واخلي. البته د ایران د رول نوې څېړنه پر ټرمپ پای ته نه رسیږي، بلکې د دیموکراتانو نومانده هیلري کلنټن هم د خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو په دوام کې د دغې نوې څېړنې غوښتونکې وه، لکه څنګه چې نوموړې د «عمل او باور» سیاست چې د ایران پر وړاندې روان و، یو غلط سیاست وباله. د نوموړي له څرګندونو څخه داسې پایله تر لاسه کیږي چې د ایران پر وړاندې د نوموړې سیاست به د باور د نشت پر بنسټ و.

نوموړې ژمنه کړې وه چې د لاسته راغلې اټومي هوکړې پر وړاندې د ایران له لوري د هر وړې تېروتنې په صورت کې به نوي بندیزونه ولګوي. یوازې دا نه وو، بلکې دایې هم ویلي وو چې له اټومي هوکړې څخه د سرغړونې په صورت کې به له نظامي ځواکه هم کار واخلي». سرچینه: د منځني ختیځ ورځپاڼه، ۲۰۱۶ د مارچ ۲۲مه)

دا په دې مانا ده چې د ټرمپ د ادارې په واسطه د ایران د رول نوې څېړنه په اصل کې د امریکا د دولت سیاست دی، موږ مخکې هم وویل چې له دغې څېړنې څخه موخه د امریکا د لویو سیاسي او اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو لپاره د ایران د رول کارول دي.

په پای کې باید ووایو: د افسوس ځای دا دی هغه امریکا چې د فاسدو ارزښتونو  او ناوړه تمدن د حاکمیت په دلیل هره شېبه په داخل کې د له منځه تلو په حال کې ده، خو بیا هم همدا امریکا په اسلامي خاورو کې لوړ شان و شوکت لري او په ډېر کبر پکې ګرځي. تر دې ناوړه خبره لا دا چې هغه کسان چې خپل ځانونه د مسلمانانو حکام بولي، امریکا ته د چوپړ لپاره له یو بل سره سیالي کوي. رښتیا هم ډېره دردونکې ده چې د مسلمانانو خاورې د ښکېلاکګرو کفارو د پلانونو او نقشو د عملي کېدو ډګر وي!

خو د دغه تریخ واقعیت اصلي دلیل چې مخکې مو هم بیان کړی، یو ځل يې بیا تکراروو او هغه دا چې مسلمانان د خلیفه او امام له نشت څخه ځوریږي، چې د شتون په صورت کې یې د ښکېلاکګرو له شر څخه هغه ته پنا وړي. ابو هریره رضی الله عنه له روسول الله صلی الله علیه وسلم څخه داسې روایت کوي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ، يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ، وَيُتَّقَى بِهِ» (رواه مسلم)

امام ډال (سپر) دی، چې تر شاه يې مبارزه کېږي او هغه ته پنا وړل کیږي.

نو پر هر مسلمان چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لري واجب ده، چې دغه مسله خپله برخلیک ټاکونکي قضیه کړي او له الله سبحانه وتعالی سره په اخلاص او له رسول صلی الله علیه وسلم سره په صداقت د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره جدي هڅې وکړي او د رسول صلی الله علیه وسلم هغې ژمنې ته، چې له ظالمو حکومتو نه وروسته به یو ځل بیا د نبوت پر تګلاره خلافت راځي، د عمل بڼه ورکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحیح حدیث کې، چې احمد او طیالسي له حذیفه نه روایت کړي، فرمایي:

«ثمَّ تَكُونُ ملکاً جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

بیا د جبر او ظلم پاچاهي راځي او دا هم د الله جل جلاله له غوښتنې سره سم دوام كوي او كله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي دا هم اخلي او بيا به د نبوت پر منهج او طريقه خلافت راځي".

هغه وخت به مسلمانان له لاسه تللی عزت نوی تر لاسه کوي او ښکېلاکګر کفار به په ډېر ذلت سره له اسلامي خاورو وځي او خپلو خاورو ته به ځي، البته که د هغوی لپاره کومې سیمې پاتې شي.

﴿وَتِلْكَ الأيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ وَيَتَّخِذَ مِنكُمْ شُهَدَاء وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ الظَّالِمِينَ﴾ (آل عمران: ۱۴۰)

او موږ دا ورځې د خلک تر منځ بدلوو را بدلوو، تر څو رښتیني مومنان معلوم او ستاسو څخه شاهدان ونیسو، الله سبحانه وتعالی ظالمان نه خوښوي.

۱۴۳۸ د جمادي الاول ۲۶مه

۲۰۱۷ د فبروي ۲۳مه

د مطلب ادامه...

پر شرقي ترکستان د چین وحشیانه تېری

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

د الجزیرې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ م د مارچ پر دویمه د چین په لودیځ کې د شرقي ترکستان اقلیم (سینکیانګ) ته د چین د لویو نظامي لښکرو د لېږلو خبر ورکړ. په دې خبر کې وویل شول: «چین دوې ورځې وړاندې ډېر سرتېري چې شمېر یې تر ۱۰ زرو زیاتو کسانو ته رسېږي، د دغه هېواد په شمال لودیځ د سینکیانګ اقلیم د مربوطاتو په اورومچي ښار کې خپاره کړل.

په دغه ښار کې د ایغور مسلمان توکم اوسېږي او کلونه کېږي چې د زیاتېدونکو ګواښونو شاهد دی. د چین امنیتي ځواکونو د لس ګونو زرو مرمۍ ضد موټرو په شمول نظامي نمایش وکړ او په ورته مهال کې زیاتو نظامي هلیکوپترو هم په ښار پروازونه کول. دا نظامي ننداره په دغه اقلیم کې خورا لویه ننداره ده او په روان کال کې په هوتان، کاشغر او آسکو سیمو کې هم دا ډول نندارې وشوې.» پوښتنه دا ده چې ايا چین خپل ځان د دغه اقلیم د مسلمانانو د عاموژنې نوي پړاو ته چمتو کوي؟

ځواب:

د دغه اقلیم د مسلمانانو لپاره د چین پر موخو د خبرېدو لپاره باید د چین او اویغور مسلمانانو تر منځ د شخړو په مخینه لنډه رڼا واچوو:

۱. د چین  او د دغه اقلیم د مسلمانانو تر منځ شخړې یو نوی څيز نه دی. په ځانګړې توګه له ۱۸۶۳م راهیسې شرقي ترکستان چې په ختيځ کې د اسلامي خاورو وروستۍ پوله ده، په ځلونو چین تر بریدونو او وژنو لاندې راغلې او تر ۱۹۴۹م پورې، چې په چین کې د"مایو تسه تونگ" په مشرۍ کمونستي نظام واک ته ورسېد، تر یو میلیون زیات اویغور مسلمانان ووژل شول. نوموړي د دغه اقلیم خپلواکې لغوه کړه او هغه يې له جمهوري چین سره یو ځای کړ. مایو د شرقي ترکستان مسلمان اوسېدونکي ترې وشړل، هغوی يې د چین دننه په نورو اقلیمونو کې خپاره کړل؛ خو باهمته اویغور مسلمانان هېڅکله چینایانو ته تسلیم نه شول. په پایله کې يې د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۴م انقلابونه منځته راغلل او د چين د اشغال پر وړاندې پاڅونونو دوام وموند، چې وروستی په ۲۰۰۹ کې و.

۲. اسلام؛ له اویغور مسلمانانو سره د چینایانو د کینې د شدت اصلي دلیل دی، لکه څنګه يې چې دغه کینه او غوسه د جوماتونو په ورانولو ښکاره کوله. دوی په ۱۹۴۹م کې شاوخوا ۲۵ زره جوماتونه په بشپړ ډول ویجاړ کړل او په دغه اقلیم کې یې یوازې ۵۰۰ جوماتونه پرېښوول. نن چې چین خپل نیم کمونستي اصالت (اقتصاد) له لاسه ورکړی، خو د تدین د هر ډول څرګندوی (مظهر) څارنه، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې اوس هم په دغه اقلیم کې د چین عملي سیاست ګڼل کېږي.

۳. چین د شرقي ترکستان د طبیعي شتمنیو په ځانګړي ډول د نفتو په دلیل د اویغور ټبر، چې د دغه اقلیم اصلي اوسېدونکي دي، د تخلیې اقدام کړی. هغوی د چین داخلي سیمو ته لېږدوي او په بدل کې يې "هان" چینې نژاد په دغه اقلیم کې، چې چین يې سینکیانگ بولي، ځای پر ځای کړ. تر دې چې په دغه اقلیم کې نن له اویغور نژاد څخه یوازې ۱۰ میلیونه کسان پاتې دي، چې د دغې سیمې ۴۰٪ اوسېدونکي جوړوي او زیات يې د دغه اقلیم په جنوب او کلیوالي سیمو کې اوسېږي. د نوموړي اقلیم اوسېدونکي له سختې تنګلاسۍ او بېوزلۍ سره لاس وګرېوان دي، په ځانګړې توګه په جنوب کې چې زیات يې مسلمانان دي. په کلیوالي سیمو کې "هان" نژاد بیخي کم او یا اصلاً نشته.

۴. د دغه اقلیم د مسلمانانو پر وړاندې د چین پر ټولو تاوتریخوالو او له تبعیضه ډکو ګامو سربېره، بیا هم په شرقي ترکستان کې د مسلمانانو هڅې تل دوام لري او توانېدلي چې د اسلام مظاهر په ځانګړې توګه په بانډو کې بیا ژوندي کړي. د ګواښونو او ګډوډيو څپو دا اقلیم بې ثباته کړی او د دولت پر وړاندې يې د چادونو، تاوتریوخوالو او جدايۍ غوښتنې کړنلارو له امله یوه ځانګړې سیمه جوړه کړې او دا د چین دولت خوار کمزوری داخلي جوړښت ښيي. چین د مسلمانانو د دغو ګواښونو په غبرګون کې پرلپسې د اویغور مسلمانان سخت څاري او رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د مسلمانانو په حق کې ظالمانه نیول او اعدامونه خپاره کړي. د چین دولت همدارنګه هغه مسلمانان چې له دې سیمې تښتېدلي او د باندې د خپل مظلومیت فریاد کوي، د ترورېزم په پلمه يې نړیوال امنیت څاري او ډېری يې نیسي، په ځانګړې توګه په پاکستان او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې.

۵. له دې امله چې اسلام تر اوسه د اویغور نژاد په زړونو کې ژوندی دی، توانېدلي چې د چین د چارواکو په زړونو کې وېره واچوي، تر دې چې دا وېره هر وخت په خوله ښکاره کوي، لکه څنګه چې د چین د دیني چارو لوړ پوړي مقام "وانگ شوان" د اسلام او چین په باب ملي کنفرانس کې داسې وویل: «د بنسټپالنې مفکوره اوس داخلي سیمو ته د پراختیا په حال کې ده.»

د چین ولسمشر شی جین پینگ د چین مسلمانان هڅول، چې له ناقانونه دیني نفوذ سره مقاومت وکړي. (سرچينه: نن مصری تلویزیون، د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۹مه له China daily دولتي خپرونې څخه په نقل)

د چیني مسؤلینو دا وېره او وحشت د نن روسیې تلویزیون له خبر څخه، چې د ۲۰۱۷ د مارچ په لومړۍ خپور شو، هم درک کولی شو: «چین په ځلونو خبرداری ورکړی، چې بهرني بنسټپال په سینکیانگ او د چین  په نورو سیمو کې د ترورېستي عملیاتو په لټه کې دي، چې دا چاره د دې لامل شوې چې حکومت له تاوتریخوالو په ډکو څارنو لاس پورې کړي.»

۶. مسلمانانو د غیرت ملا وتړله، د شرقي ترکستان په اقلیم کې يې زرګونه نوي جوماتونه جوړ کړل او اسلامي افکار يې خپاره کړل. چین د مسلمانانو د دغو ګامونو په غبرګون کې په دغه سیمه کې فرهنګي انقلاب پيل کړ او په شدت يې د ټولو اسلامي مظاهرو د پراختیا مخه ونیوله، ځان يې د مسلمانانو پر وړاندې نوو ترهګریزو ګامونو ته چمتو کړ. د دغو ګامونو بېلګې په لاندې ډول دي:

الف- د پاسپورتونو ټولول: بي بي سي خبري شبکې د ۲۰۱۶ د نومبر په ۲۴ مه په یوه خبر کې وویل: «د چین حکومت مسؤلینو د دغه هېواد په لودیځ کې د سینکیانگ د پراخ اقلیم له اتباعو څخه، چې ډېری يې مسلمانان دي، غوښتي چې خپل پاسپورتونه پولیسو ته تسلیم کړي. په چین کې د بي بي سي خبریال ستیفان ماکدونیل وايي چې د پاسپورتونو د تسلیمۍ امر د پولیسو له خوا او په انټرنېټ کې د یوې رسمي بیانیې له لارې خپور شوی. تر دې وروسته د سینکیانگ اقلیم ټول اتباع اړ دي چې خپل پاسپورتونه پولیسو ته تسلیم کړي او پولیس به يې له ځانو سره وساتي. دا په دې معنی ده چې تر دې وروسته په دغه اقلیم کې مېشت ټول اتباع له چینه بهر د سفر پر مهال باید د پاسپورت د لاسته راوړلو غوښتنه وکړي.»

ب- په عباداتو کې پر مسلمانانو فشار راوړل: فرانس ۲۴ شبکې د ۲۰۱۶ د جون پر ۶مه خبر ورکړ: «د چین مسؤلینو په دوشنبه د یو فرمان په صادرولو خبر ورکړ، چې تر دې وروسته د سینکیانگ سیمې د ادارو کارکوونکي، زده کوونکي او محصلین حق نه لري چې روژه ونیسي. په دغه فرمان کې رستورانتونو ته امر وکړل شو، چې په رمضان کې خپلې دروازې پرانیستې وساتي.» دا هغه فرمان دی، چې د چین حکومت يې له ۲۰۱۵ راهیسې عملي کوي، لکه څنګه چې خبر ۱۲۴ (I24 news) شبکې د ۲۰۱۵ د جون پر ۱۸مه داسې خبر خپور کړ: «د چين حکومت مسؤلینو د سینکیانگ سیمې ملکي کارمندانو، محصلینو او ښوونکو ته امر کړی، چې په رمضان میاشت کې روژه ونه نیسي او له هوټلونو وغوښتل شول چې په رمضان کې خپلو فعالیتونو د معمول په څېر دوام ورکړي. په ورته وخت کې د پل ولایت مسؤلینو ته اخطار ورکړل شوی چې «په هېڅ صورت باید روژه او نور دیني شعائر ادا نه کړي.» دا فرمانونه په روانه اونۍ کې د مسؤلینو له ناستې  وروسته د دغې سیمې په حکومتي انټرنېټي پاڼه کې صادر شول.»

د هغو کسانو څارل او نیونل چې ظاهراً اسلامي معلوم شي: د "دیار" خپرونې انټرنېټي پاڼې د ۲۰۱۷ د فبروري په ۲۳مه د چین له یوې کورنۍ خپرونې څخه په نقل د «چین مسلمانان څاري؛ هغو کسانو ته چې ږيره لرونکي هلکان یا باحجابه ښځې پولیسو ته معرفي کړي، مالي اجوره به ورکړل شي» په نامه یو خبر خپور کړ. په دغه خبر کې ویل شوي: «چین ۲۰۰۰ یوان مالي اجوره چې ۲۷۵ یورو کېږي، هغو کسانو ته په پام کې نيولې، چې د هېواد په شمال لوديځ کې په سینکیانگ اقلیم کې پولیسو ته ږيرور هلکان یا باحجابه نجونې معرفي کړي. اوسمهال سیمه د چیني توکم "اثنیتی هانس" او اویغور مسلمانانو تر منځ د ستونزو د زیاتوالي شاهده ده. کورنۍ ورځپاڼې هوتان لیکلي چې د هوتان ښارګوټي مسؤلین، چې په دې وروستیو کې د سیاسي ناامنیو شاهد وو؛ ۱۰۰ میلیونه یوانه چې ۱۳.۷ میلیونه یورو کېږي بودیجه يې له تروریزم سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې. یاده خپرونه زیاتوي، که څوک د دولت پر وړاندې عملیات افشا کوي یا وهل کېږي، زخمي کېږي، وژل کېږي یا ترهګر نیسي، اجوره يې پنځه میلیونه یوانو ته رسېږي.»

۷. ټولو مواردو ته په پام چې پورته یاد شول، لرې نه ده چې د چین حکومت د شرقي ترکستان چې د سینکیانگ اقلیم نومېږي، مسلمانانو د ځپلو لپاره په چمتوالي او تجهیز بوخت وي. هره شېبه امکان لري چې د دې سیمې د مسلمانانو د ځپلو او وژنې لپاره عملي ګامونه پورته شي، ځکه دا سیمه د چین دولت پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو کړنو شاهده ده او هر وخت امکان لري چې دولت هغه پلمه کړي او پراخ عملیات پيل کړي. پوهېږو چې د چین حکومت زرګونه سرتېري، ټانګونه، زغره وال موټرونه او هلیکوپتر الوتکې سمیې ته وړې دي. «په سینکیانگ کې د کمونېزم د ګوند سکرتر شین چوان جو وایي چې په دغه اقلیم کې د نظامیانو خپرېدنه د امنیت د ټينګښت په موخه ده. دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې ګڼې سمیې د اعتصابونو شاهدې وې، چې په دې وروستیو کې مو ولیدل». (سرچینه: د الجزیرې انټرنېټي پانه، ۲۰۱۷، د مارچ ۲مه)

۸. دردونکې دا ده چې د اویغور د مسلمانانو پر وړاندې د چین دا له وحشته ډک ګامونه، په ټوله نړۍ کې میلیونونه مسلمانان په داسې حال کې ویني، چې د مخنیوي لپاره يې هېڅ موثریت نه لري! دلیل يې دا دی چې دا میلیونونه مسلمانان تیت وپرک دي او یو دولت نه لري، چې دوی راټول او یو موټی کړي. د خلافت دولت چې کلونه کېږي د مسلمانانو له لاسه وتلی او اوس یې نشت احساسوي. هغه دولت دی، چې پر هر مسلمان واجبه ده چې د وس تر کچې يې د بیا تاسیس لپاره هڅه وکړي. د نوموړي دولت له تاسیس وروسته به خلیفه یا د مسلمانانو امام د دولت په راس کې وي او د مسلمانانو د چارو سرپرستي به کوي. د ټولې نړۍ مسلمانان به د هغه په امر واحد صف جوړ کړي او د اسلام له وینه تویونکو دښمنانو سره به جګړه او مبارزه وکړي. د خطر –داسې خطر لکه اوس چې د شرقي ترکستان مسلمانان ګواښي- پر مهال به دغه خلیفه او امام ته پنا یوسي او مرسته به ترې وغواړي. لکه څنګه چې په صحیح بخاري کې له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«وَإِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»

امام/خلیفه داسې ډال دی چې مسلمانان د هغه په فرمان جګړه او مبارزه کوي او هغه ته پنا وړي.

هغه مهال به چین او نور هېڅکله د دې جرات ونه کړي چې حتی یو مسلمان وګړی وځوروي، ځکه پوهېږي چې د مسلمانانو په مقابل کې د هرې بې ادبۍ بیه باید دوه برابره ورکړي. بېشکه الله سبحانه وتعالی تر ټولو ځواکمن او پياوړی دی.

د مطلب ادامه...

موصل تباه کېږي، امریکايي چورلکې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو وینې تويوي اې مسلمانانو! د کومې مرستې تمه ترې لرئ؟

(ژباړه)

د موصل قضایي مجلس غواړي چې په دې ښار کې دې د انساني ناورین حالت اعلان شي. دا خبره د پنجشنبې د هغو بریدونو په غبرګون کې وشوه چې د ایتلاف الوتکو د نوي موصل ښار ودانۍ په نښه کړه او په پایله کې يې (۲۳۰) تنه ووژل، شول چې ډېری يې کوچنيان او مېرمنې وې. (العربیه،۲۴/۳/۲۰۱۷)

 د موصل قضایي مجلس مشرې «بسمه باسیم» څرګنده کړه: «په دغو هوايي بریدونو کې، چې د نړیوال ایتلاف له لوري د موصل په لوېديځه برخه کې وشول، نږدې یوه اونۍ مخکې يې تر (۵۰۰) زیات کسان ووژل.» په موصل کې یوه دفاعي مدني سرچینه وايي :«په سلګونو کورنۍ چې شمېر يې د اټکل له مخې (۲۰۷۰) تنو ملکي وګړو ته رسي؛ د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو په ګډون په نوي موصل، المشهاده، العکیدات، باب الجدید، الفاروق او المطاحن سیمو کې لا تر اوسه تر کنډوالو لاندې دي.» (الجزیره، ۲۵/۳/۲۰۱۷)

 د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې ۴۰۰ زره عراقي  وګړي د موصل په زاړه ښار کې بند پاتي دي، په داسې حال چې اوس هم دولتي ځواکونه د دغه ښار د نیولو لپاره جګړي ته دوام ورکوي.

ژبه د موصل د دغه له وېرې ډک او سخت حالت د بیانولو توان نه لري. په سلګونو بې ګناه خلک چې زیاتره يې مېرمنې او کوچنيان دي، یوازې په یوه برید کې، د ښکېلاکګرې امریکا د جنایت، وحشت او نامشروع غوښتنو په مقابل کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه برید د ملکي وګړو پر وړاندې یو له هغو خونړیو بریدونو څخه شمېرل کیږي چې په (۲۰۰۳) کې د عراق له یرغل سره سم، د امریکايي پوځیانو د هوايي بریدونو په پایله کې ترسره کیږي. د عراق د بشري حقوقو د څار بنسټ وايي: « د دغه هېواد په شمال او د موصل ښار په لوېديځه برخه کې د فبروري د نولسمې نېټې د عملیاتو له پیل راهیسې، نږدې (۳۸۴۶) کسان وژل شوي دي.» (الخلیج ان لاین، ۲۵/۳/۲۰۱۷)

پر دغو ناخوالو سربېره، هغه کسان لا پر ځای پاتې دي، چې زرګونه يې بې ځایه شوي او لس ګونه زره نور يې په ښار کې د ایتلافي ځواکونو د څټک او د داعش جنګیالیو د سندان تر منځ بند پاتې دي. دغه راز په زرګونو کورونه ویجاړ شوي دي او د موصل د دغه غمجن بشري وضعیت شمېره د لوړېدو په حال کې دي.

جنایتکاره امریکا د داعش سره د جګړې په پلمه بې ګناه کوچنيان، مېرمنې او بې دفاع خلک وژني او بیا د دغه وحشتناک جنایت په اړه د خپل څېړنیز راپور په پایله کې لاپې وهي. دغه څېړنه چې د شنبې پر ورځ خپره شوه، د نوموړي جنایت په اړه وايې: « امریکايي ځواکونو د عراقي امنیتي ځواکونو په غوښتنه د موصل ښار په لوېديځه برخه کې هوايي برید کړی، باور کيږي چې د دغه برید په پایله کې به لسګونه ملکي خلک ټپیان او وژل شوي وي.» (روټرز خبري اژانس،۲۴/۳/۲۰۱۷)

د دغې څېړنې له پایلې څخه د امریکا ستره سرغړونه او په عراق کې د دوی د جګړې اصلي موخه په ډاګه کیږي او له دې څخه داهم څرګنديږي چې دا د داعش پر وړاندې هغه جګړه نه ده، چې دوی يې ادعا کوي. که نه، نو ولې د داعش سیمې نه په نښه کیږي!؟ که رښتيا داسې وای، نو د بريد مړي او ټپيان بايد د داعش جنګيالي وای. حقیقت دا دی چې ټپيان ټول بې ګناه خلک دي او دا حقیقت د موصل د قضايي مجلس مشرې منلی. هغې په خپلو څرګندونو کې وویل:«څه چې پېښ شول، کابو ټول په لوی لاس شوي، ځکه دوی داعشي جنګیالي نه دي په نښه کړي، چې د هغوی شمېر د سیمې له پرېښودو څخه مخکې له شپږو تنو څخه زیات نه وو. (الجزیره، ۲۵/۳/۲۰۱۷)

د ایتلافي ځواکونو دغو جنایتونو ته په کتو د هغو نړیوالو سازمانونو چې د بشري حقونو او ازادي ګانو رهبري يې پر غاړه ده او د هغو دوه مخو نړيوالو ټولنو د رهبرانو اصلي څېره ښکاري کيږي، چې په غربي هېوادونو کې د یو کوچیني برید په ترڅ کې خپله همدردي ښيي، هغه ترهګریز او نه بخښونکی عمل بولي؛ خو د زرګونو مسلمانانو د وژلو په صورت کې بې تفاوته پاتې دي او ان یوه ورځ يې هم پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی.

څومره بده ده چې د امریکا په رهبرۍ جنایتکار ايتلاف د واکمنو رژیمونو، په ځانګړې توګه د ګاونډيو هېوادونو لکه ترکيې او ايران او حتی د مصیبت ځپلو هېوادونو د چارواکو په مرسته د سوري او عراقي وګړو په سترو وژنو کې ښکېل دی. کوم عاقل حاکم د خپلو خلکو پر وړاندې، د ښکېلاکګرو د مرستې او دسیسې په لټه کې دی؟

دغه رژیمونه د امریکا دستورونو او پلانونو د پلي کېدو لپاره له وسیلې پرته، بل هيڅ هم نه دي. د بې ګناه خلکو وینې به د نوموړو رژیمونو پر غلامۍ او سترو خیانتونو او همدارنګه له بې ګناه خلکو څخه د ملاتړ په برخه کې د اسلامي پوځونو پر پاتې راتلو شاهدي وايي. دوی د الله سبحانه و تعالی وینا شاته غورځولې، چې فرمايي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ  فَعَلَيْكُمُ  النَّصْرُ (الانفال:۷۲)

که له تاسو څخه يې  د دين په کار کې مرسته وغوښته، نو مرسته يې وکړئ.

اې مسلمانانو! په اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو د وينو د تويېدو د مخنيوي او د دغو کړاوونو د پای ته رسولو لپاره کومه لاره نه ده پاتې، پرته له دې چې د شته ګوډاګيو رژیمونو رېښې وباسو او په نبوي طریقه د دویم راشده خلافت د جوړولو لپاره لاس په کار شو. هغه خلافت چې مسلمانان یو موټی کوي، د مظلومو خلکو ملاتړ کوي، د امت دریځ او ویاړ پیاوړی کوي. هغه خلافت چې خلیفه يې د ماشومانو لپاره د پلار حیثیت لري، نه دښمن یا داسې څوک چې له دښمنانو سره یو ځای د دوی پر وړاندې دسیسې جوړې کړي. نو را پاڅئ! د خلافت له کار کوونکو سره یو ځای کار پیل کړئ او پوځيانو زامنو ته مو د خلافت د بیا جوړولو لارښونه وکړئ. غمیزې راتلونکې دي، عمر لنډ دی او د خپلو وروڼو ملاتړ ستاسو پر غاړه امانت دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر- د ښځو څانګه

 

د مطلب ادامه...

د اوبو د خبرو اترو له امله اړیکې په چټکۍ عادي کېږيخلافت به د «ستر هند» پلان په شنډولو د اوبو ستونزه هواره کړي

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ۲۰۱۷ د مارچ په ۲۰ مه د اوبو او برېښنا وزیر خواجه اصف یوه خبري کنفرانس ته وویل: «پاکستان خوښ دی چې د اندوس د اوبو پر سر يې له هندي چارواکو سره بیا خبرې اترې پیل کړې... امریکا هڅه کوي چې په لوړه کچه په دغه موضوع کې ښکېل وي. د روان کال د اپریل له ۱۱ تر ۱۳ مې به په «راټل» او «کشان ګنګا» اوبو د پروژې په اړه په واشنګټن کې د وزیرانو په کچه خبرې اترې وشي.» اوسمهال امریکا پلوي «بهاراتیا جاناتا» یا (BJP) ګوند، چې د هند په مهمو ولایتونو کې يې ټاکنې وګټلې، غواړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې عادي کړي. د دوښمنۍ پر ښکاره اړیکو سربیره، تمه کېده چې په هند کې به د امریکا لاسپوڅي د اړیکو د ښه کېدو خبرې اترې پیل کړي، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د امریکا مزدور رژیم په لېوالتیا سره سترګې په لاره و چې امریکا په دغه پلان کې خپل رول ولوبوي.

په تېرو دریو کلونو کې هند د پاکستان د پولو په مهمو برخو بریدونه کوي، چې په پایله کې يې په زرګونو ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي او زیات مالي زیانونه يې هم اړولي. د دې تر څنګ د هند دولت په اشغال شوي کشمیر کې له تېر جولای راهیسې پر مسلمانانو ظلمونه او تیري زیات کړي، تر دې چې د کشمیري مسلمانانو د ړندولو لپاره يې ړوندونکې مرمۍ کارولې دي. د راپورنو له مخې د هند د دولت د دغو مرمیو له امله ۵۰۰ کسان ټپیان شوي، چېاوږدمهالې طبي درملنې او څو ډوله عملیاتو ته اړتیا لري. خو ځینې خپلواک راپورونه د ټپيانو شمېر تر ۴۵۰۰ څخه هم لوړ ښیي. هند پر دې هم بسنه ونه کړه، د افغانستان له خاورې څخه يې د پاکستان د بې ثباته کولو او لاسوهنې لپاره ګټه واخیسته. د «کولبوشان یادیف» په نیول کېدو داسې اسناد او شواهد په لاس راغلل چې په دغو ناامنیو کې  د هند په لاس درلودل ثابت کړل. پر دغو ټولو بریدونو سربېره د مریکا مزدوران د هند پر وړاندې په سیاسي او نظامي رهبرۍ کې «د محدودیت سیاست» غوره کړ، تر څو BJP  پر پاکستان د بریدونو له لارې وتوانیږي چې ټاکنې وګټي. اوسمهال چې امریکا پلوي بهاراتیا جاناتا ګوند د هند په مهمو ایالتونو کې ټاکنې وګټلې، د ټرمپ اداره د بجوا نواز له رژیم څخه غواړي چې د هند او پاکستان اړیکې د «اندوس د اوبو تړون» له لارې عادي کړي.

یوه لسیزه وړاندې حزب التحریر ولایه پاکستان خبرداری ورکړی و چې د پاکستان او هند اړیکې عادي کېدل د امریکا پلان دی، تر څو په سیمه کې د هند نفوذ وساتي او د چین او اسلامي خلافت د راتګ مخه ډپ کړي. د ۲۰۰۳ د ‌ډېسمبر په ۱۴ مه د حزب التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي ویاند نوید بت امت ته خبرداری ورکړ: «امت باید هڅه وکړي چې ژر تر ژره خلافت تاسیس کړي، تر څو په «ستر هند» پورې اړوند د هندوانو او عسویانو پلانونه شنډ کړي.» همداراز د ۲۰۱۷ د فیبروري په ۱۷مه حزب التحریر ولایه پاکستان یو بیان خپور کړ چې سرلیک یې داسې و: « د پاکستان چارواکي د ټرمپ د خوښۍ لپاره د «اخند بهارت» (ستر هند) پلان لپاره کار کوي او له کشمیر سره خیانت کوي.» همداراز خبر داری يې ورکړ: «اې د پاکستان مسلمانانو! د پاکستان خاین چارواکي موږ د ستر هند پلان لپاره "د اړیکو ښه والی" او "باور جوړولو اقدامات" تر نامه لاندې یوځای کوي او اشغال شویکشمیر په هند خرڅوي.»

پاکستان د امریکا په اطاعت هېڅ هم نه دی تر لاسه کړي او هېڅکله به یې تر لاسه هم نه کړي، ځکه ښکېلاګر تل تر خپل استعمار لاندې هېوادونو د ځپلو او مطیع کولو په هڅه کې دي، چې هغوی په سیاسي ځانوژنه له امریکا او نورو استعمارګرانو سره یو ځای شوي. د امریکا په پيروۍ پاکستان «د اندوس د اوبو تړون» له امله له درېیو څخه زیات سیندونه هندوانو ته پریښودل. همداراز له امریکا په پيروۍ د پاکستان  نور سیندونه هم نېږدي دي چې د غاصب هند د ګټې لپاره کار ترې واخیستل شي. د اوبو ستونزه ځکه رامنځته شوه، چې د کشمیر یوه برخه هند اشغال کړې او دا ستونزه به د کشمیر په ازادۍ هواره شي، چې کشمیر د پاکستان یو برخه شي. دا به د سلام په قلمرو کې د هند نیمې قارې د راوستلو لپاره یو ښه ګام وي، لکه څنګه چې د څو پېړیو لپاره د اسلامي نظام تر حاکمیت لاندې وه. د ستر هند پلان د ناکامۍ لپاره لومړی ګام د پاکستان د پوځ متدینو او مخلصو چارواکو ته ورګرځي، تر څو د شیخ عطاء بن خلیل ابو رشته په رهبري حزب التحریر ته نصرت ورکړي او په پاکستان کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج راشده خلافت تاسیس کړي.

﴿فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ﴾ (البقره: ۱۹۴)

نو که څوک پر تاسو تېری وکړي، تاسو هم په هماغه ډول تېری پرې وکړئ.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

ترکيه باید لږ تر لږه سوریې ته د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ډيمستورا پرېنږدي

خبر

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وایي چې د ترکيې بهرنیو چارو وزارت چارواکي به په انقره کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي «سټیفن ډيمیسټورا» سره وګوري.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سه شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل: مخکې تر دې چې په ژنیوا او استانه کې د سوريې په اړه دویم ځل خبرې پیل شي، د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت چارواکي به په انقره کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټیفن ډيمیسټورا سره وګوري. (Sputniknews.com)

تبصره:

څو اونۍ وړاندې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو هالنډ ته له ننوتلو څخه منعه کړل شو. دغه راز د کورنیو او ټولنیزو پالیسیو وزیره فاطمه بتول سایان کایا په روټرډام کې د ترکيې ډیپلوماتیکې ودانۍ ته له ننوتلو څخه منعه کړل شوه. رجب طیب اردوغان په دې اړه له غوسې څخه ډک غبرګون وښود او هالنډ يې په دې تورن کړ چې په (۱۹۹۵) کال کې يې د سربي ځواکونو له لوري د (۸۰۰۰) بوسنیايي مسلمانانو د وژلو مخه و نه نیوله. نوموړي وويل: «موږ هالنډیان او په هالنډ کې مېشت خلک د سربيا له ټولوژنې څخه پېژنو. موږ دوی پېژنو چې په سربیا کې يې څه ډول په ډاډه زړه ټولوژنه وکړه. موږ له چا څخه د تمدن په اړه درس ته اړتیا نه لرو.»

که څه هم د هغه وینا سمه ده؛ خو اردوغان په دې هم پوهېږي چې هالنډیانو دغه کړنه په خپله نه ده کړې، بلکې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یې کړې. هغه ټولوژنه د ملګرو ملتونو تر څارنې او ادارې لاندې وشوه! کله چې مسلمانان د بریا په حال کې وو، ملګرو ملتونو او داوطلبه دولتونو  ژر تر ژره ځواب ورکړ او د امريکا د پلان له مخې يې د ډېټون تړون نافذ کړ.

اوس په عین شکل ملګري ملتونه د سوريې لپاره خپل ځانګړی استازی سټیفن ډیمسټورا ترکيې ته  ليږي، تر څو د سوريې لپاره د امریکايي پلان د تطبيق لپاره همغږي رامنځته کړي. څه وشول؟ ايا اوس څه بدلون رامنځته شو؟ ایا اردوغان د سوريې بې ګناه خلک همغو ته سپاري چې په بوسنیا او نوره اسلامي نړۍ کې يې د مسلمانانو په وژنه تورنوي؟ د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن ډیمیسټورا په (۲۰۰۷) کې د عراق لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و او له هغه ورسته په (۲۰۱۰) کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د لوړ رتبه چارواکي په توګه وټاکل شو. هم د سټیفن ډیمیسټورا او هم د ملګرو ملتونو سوانح او مخينه معلومه ده چې د امریکا په غوښتنه، د امت په تېر ایستلو او بې لارې کولو کې مهم رول لوبوي.

د اردوغان له وینا څخه په ښکاره داسې څرګنديږي چې ګوندې دی د دوښمنانو له لاسونو څخه د مسلمانانو د ژوند، وینو او عزت د ژغورلو لپاره ښه نیت لري. خو څرنګه چې هغه له امریکا سره له نږدې کار کوي چې مخالف ځواکونه د اسد د ډیموکراټ رژیم لپاره په امریکايي پلان کې ښکېل کړي او هغه ځواکونه چې له دغې چارې سره اختلاف لري او د اسلام غوښتونکي دي، هغوی افراطيان معرفي کړي. یا د هغه له نوي ملګري روسیې سره ګډ کار چې په دې وروستیو کې يې حلب او د هغه اوسېدونکي تر خاورو لاندې کړل او مسلمانان يې د اسد رژیم ته وسپارل. یا يې له نږدې ملګري ایران سره ګډ کار چې د اسد ظالم رژیم د ساتلو په موخه يې د زرګونو بې ګناه مسلمانانو وینې تویې کړې. ایا دوی همغه دي چې د مسلمانانو په وینه يې امن پيدا کړی؟

که رښتيا هم ترکیه له خپلې ادعا سره سم د بوسنيایي او سوري وګړو په وژنو انديښمنه وي، نو بیا ولې د دغو کړنو له عاملينو سره کار کوي؟ سره له دې چې دا د لمر په څېر روښانه ده چې د سوریې د جګړې قصابان څوک دي!؟

که ترکي مشران د دنيا او آخرت په ژوند کې بریالیتوب غواړي، باید د ملګرو ملتونو د استازي د نه منلو په اړه یو روښانه دریځ ولري. له بهرنيو دوښمنو دولتونو سره خپلې ټولې اړيکې پرې کړي او خپلې ټولې نظامې اډې د دغو جګړه غوښتونکو پر مخ وتړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

د حزب التحریر – ولایه هالنډ مطبوعاتي استازی

د مطلب ادامه...

غرب پر ځان دومره بې باوره شوی چې له ماشومانو هم وېرېږي!

خبر:                                                       

د هالند ښي اړخی افراطي سیاستوال ګریټ ویلډرز د دغه هېواد په ټاکنو کې د اسلام ضد برنامو لپاره کمپاین کوي او د مارچ په ۱۲مه د امریکا په کانګرس کې له آیووا ایالت څخه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي استیو کینگ هم د ده د توکمپالنې له اجنډا څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ویل: «ګریټ ویلډرز پوهیږی چې فرهنګ او نفوس زموږ برخلیک ټاکي. موږ د نورو په ماشومانو خپل تمدن په پښو نه شو درولای.» د نوموړي دا غوښتنه د مخالف ډیموکرات ګوند غړو وغندله، د بېلګې په توګه د استازو د مجلس د اقلیت مشر نانسی پلوسي د کینګ نظریات «ناولې توکمپالنه» وبلل، چې هغه په مناسبو ټولنو کې هېڅ ځای نه لري، خو د امریکا په کانګریس کې کم شمېر شته. پر دې سربیره د نوموړي د خپل ګوند ځینو غړو هم د هغه پر څرګندونو نیوکې وکړې، خو زیاتو يې ملاتړ وکړ. د کینګ دا ډول ناولې توکمپالنه  ښیي چې د هغه پر اساس ډونالډ ټرمپ په امریکا کې واک ته ورسېد. 

تبصره:  

کله چې د امریکا د یو وکیل وايي چې «موږ د نورو په ماشومانو خپل تمدن په پښو نه شو درولای» نوموړی تر  ټولو وړاندې دا مني چې تمدن یې له زوال سره مخ دی او که نه وی نو په پښو درولو ته یې اړتیا نه وه. د اروپایي هېوادونو د نفوس پژندنې په اړه مطالعې ښودلې، چې په زیږیدنه کې کموالی راغلی. داسې اټکل کیږي چې دا به اقتصاد په ټپه ودروي او په راتلونکو لسیزو کې به یې له رکود سره مخ کړي، خو یوازې دوامداره کډوالي د دوی نفوس زیاتولای شي، له دې پرته بله چاره نه لري. په هالنډ کې د ویلډرز، په امریکا کې د کینګ، ټرمپ او نورو محافظه کارانو،  په فرانسه کې د مارین لوپن اندېښنې او په لویدیځه نړۍ کې د افراطي نظریاتو هڅول موږ ته دا په ډاګه کوي چې دوی په دې باور دي چې خپل فرهنګ یې دومره قوي نه دی چې د نورو خلکو او نژادونو څخه اغېزمن نه شي، په ځانګړې توګه له مسلمانانو څخه. کینګ مخکې هم خلک دې ته هڅولي وو چې که غواړئ غربي نړۍ تغیر ونه کړي، نو د زیږدنې شمېره باید لوړه شي.    

د جهموري غوښتونکو په ملي غونډه کې کینګ وویل: زه له تاسو څخه غواړم چې د تیر تاریخ په اړه فکر وکړئ او په ډاګه کړئ چې چېرې دي هغه ګډې هڅې چې د بلې ډلې د کسانو له لوري کیدې او تاسو یې په اړه خبرې کولې؟ چېرې دي بل ګروپ خلک چې د تمدن په پراختیا کې ډېره ونډه درلوده؟ هغه وویل چې د دې ریښې له لویدیځې اروپا، ختیځې اروپا، د امریکا د متحده ایالاتو او له نورو هغو ځایونو څخه سرچینه اخلي، چې هلته عسویان اوسیږې. د کینګ له نظره غربي تمدن یوازینی سم او پرمختللی تمدن دی او عسویت یې جوهر دی. دا په داسې حال کې ده چې عسویت د زوال لوري ته روان دی او اسلام د دواړو اړخونو هم د نفوس او هم د ایدیالوژۍ له اړخه پیاوړی کیږي.

که څه هم کینګ د عسویت په اهمیت ټینګار وکړ او د ځینو محافظه کارو سیاستوالو له لوري دا ډول نظریات په امریکا کې په پراخه توګه تیت شوي هم دي، خو بیا هم عظمت ته د رسېدو لپاره  په مجموع کې څوک کومې موافقې ته نه دي رسیدلي، نو له دې امله د امریکا په ټاکنو کې د ټرامپ دا شعار چې «موږ به امریکا بیا عظمت ته ورسوو»، د امریکا په بهرنیو او کورنیو پالیسیو کې یې له ګډوډي پرته، بل هېڅ هم ونه کړل. سیکولرېستي مفکوره چې دین له شخصي نظریاتو کښته او له سیاسي چارو څخه جلا بولي، د پانګوالۍ د نظام د اوږد مهاله پاتې کېدو لپاره یې ښه کښت نه دی کړی. په دې سیستم د بې باوره کېدو له امله دوی د نوي قانون د تصویب غوښتنه کوي، ترڅو له خپلو هېوادونو څخه کډوال وباسي او اروپایې هېوادونو ته د داخلېدو اجازه ورنه کړي. په امریکا کې حتی د مکزیک خلک اروپایی فرهنګ ته یو ګواښ بولي، سره له دې چې امریکایانو ته ورته یهودي او اروپایي میراث لري. په اروپا کې بريتانيا د تېښتې په حالت کې ده او بریتانیا د سكاټلنډ د جلا کېدو له ګواښ سره مخ ده او ځینې نور هېوادونه په اروپایې اتحادیه کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي، دا په داسې حال کې ده چې افراطي ډلې ژمنه کوي چې د اسلامي خاورو په اشغالولو سره به په خپلو هېوادونو کې عزتمن شي. کېنګ په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د نورو په ماشومانو خپل تمدن په پښو نه شو درولای» دا له بهرنیو ماشومانو د دوی وېره ښیي. دا چاره په تاریخ کې یوازې یو ځل تجربه شوې او هغه مهال وه، چې د مصر فرعون ټول اسراييلي نارینه ماشومان مړه کړل. دې کار فرعون ته ښې پایلې نه درلودې او اوس به هم دغو ښي اړخو افراطي خوځښتونو ته ښه پایله ونه لري، چې ډارېږې او وایي: «نفوس زموږ برخلیک دي».   

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر عبدالله روبېن

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې