- مطابق
پوښتنه:
د ۲۰۲۱م، د جون په ۱۶مه، د امریکا او روسیې ولسمشرانو بایډن او پوتین تر منځ په ژنیف کې لومړۍ ناسته وشوه. د دغې ناستې پایله څه ده او موخه به یې څه وي؟ په ژنیف کې د دوو ولسمشرانو له ناستې د مثبتو پایلو تمه کېدای شي؛ په دې مانا چې د دوو هېوادونو په تاریخ کې له کلونو تاریخي ترینګلو اړیکو وروسته به یې اړیکې ښې شي؟
ځواب:
د امریکا او روسیې د مشرانو د ناستې درک کول ستونزمن نه دي؛ خو که په هغو چارو پوه شو، چې پخوا یې د دغو دوو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي، چې په لاندې ډول دي:
۱ـ یو زیات شمېر رسنۍ او ځینې سیاستوال امریکا او روسیې ته د لویو هېوادونو صفت کاروي. البته دا د واقعیت هغه انځور دی، چې د خلکو په ذهنونو کې ناست دي، امریکا او شوروي اتحاد په نړۍ کې دوه هغه لوی هېوادونه دي، چې پایګاوې لري. واقعیت دا دی، چې روسیه د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته، لویه ضربه ولیده او په رقابت کې یې له امریکا سره د دغه هېواد کچه راټيټه کړه. نو د دواړو هېوادونو د ناستې مقام د امریکا او شوروي اتحاد د ناستې په پرتله ډېر ټیټ او کم ارزښته دی. ځکه هغو ناستو ډېر پیغامونه درلودل، ځکه اوسمهال له روسیې سره یوازې پوځي ځواک پاتې دی، په ځانګړي ډول له هسته یي، موشکي او فضایي ځواک پرته یې پخوانۍ لویي نه ده پاتې.
۲ـ له امریکا سره د روسیې اړیکې د «اوباما» د حکومت له پای ته رسېدو سره خرابې شوې، ځکه په ۲۰۱۴م، کې امریکا د کریمه جزیرې د نیولو له امله پر روسیې بندیزونه ولګول او له (اتمه ډله) یې هغه ویست. وروسته یې په ۲۰۱۶م، کې د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې له امله بندیزونه پرې ولګول. د اوباما حکومت د ۲۰۱۶م، د ډسمبر په وروستیو کې ۳۵تنه روسي دېپلوماتان له امریکا وایستل او د دغه هېواد پر رسنیزو سرویسونو یې بندیزونه ولګول؛ یعنې په ټاکنو کې د (ټرامپ) له بریالي کېدو او مخکې له دې چې د هېواد واک په لاس کې واخلي. سرچینه: (دویچې وله، ۲۰۱۷م، د جنوري ۱۴مه)
پوتین ته د ټرامپ له خوږو خبرو سره سره، امریکا همېشه پر روسیه بندیزونه لګول او د دواړو هېوادونو اړیکې یې ترینګلې کړي دي. ځکه د امریکا په زیاتو ښارونو کې یې د روسیې څانګې او قونسلګرۍ وتړلې، په امریکا کې د روسیې پر رسنیزو کانالونو او له موجه او ناموجه لارو یې پر روسیه بندیزونه ولګول.
د روسیې دولت مخالف (ناوالني) د نیول کېدو په خاطر بندیز ولګېد. په ۲۰۱۸م، کې په برېټانیا کې د روسیې دولت مخالف (سکریبال) د مسموم کولو د تور په خاطر بندیز ولګېد. د ټرامپ حکومت په وروستیو کې د سایبري بریدونو په تور، د روسیې د ټکنالوژۍ پر شرکتونو بندیزونه ولګېدل.
کله چې (بایډن) واک تر لاسه کړ، اړیکې نورې هم بحراني شوې. د امریکا ولسمشر بایډن د روسیې ولسمشر پوتین قاتل وباله او ادعا ویې وکړه، چې ډېر ژر به د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې بیه پرې کړي. سرچینه: (سکای نیوز عربي، ۲۰۲۱م، د مارچ ۱۷مه)
د ۲۰۲۱م، د مارچ په میاشت کې د نظر له وړاندې کولو وروسته د روسیې سفیر له واشنګټن څخه ووت او په بله میاشت کې د امریکا سفیر مسکو ترک کړ او امریکا، روسیه له نړیوال مالي سیسټم څخه په ایستلو وګواښله.
۳ـ بایډن چې په ډیموکراټ حزب پورې تړلی، د روسیې او ولسمشر پوتین پر وړاندې یې زیات نفرت ایجاد کړ او هغه یې د ۲۰۱۶م، په ټاکنو کې د هېلاري کلېنټون د ناکامۍ لامل وباله. ډیموکراټانو، د ټرامپ د واکمنۍ له جمهوري غوښتونکو وغوښتل، چې د روسیې لپاره جزا وټاکي او ټرامپ یې په دې تورن کړ، چې روسیې ته جزا نه ورکوي او په دې برخه کې یې پر ټرامپ فشار راوست او روسیې ته به یې خبرداری ورکاوه، چې که یې د ۲۰۲۰م، ټاکنې وګټې، نو تېرې کړنې په جبرانوي. کله چې د ډیموکراټانو مشر بایډن ټاکنې وګټلې، همهاله پر (سولار ویندوز) شرکت قوي سایبري بریدونه وشول؛ هغه شرکت چې د امریکا د اطلاعاتو له حساسو سازمانونو سره کار کوي.
د امریکا د اطلاعاتو سازمان، روسیه په دې سایبري بریدونو تورنه کړه او امریکا روسیه خپله دښمنه وبلله. همدارنګه له دغې ناستې دوې ورځې مخکې بایډن خبرداری ورکړ، چې اوکراین د ناټو له تړون سره یو ځای کوي! نو په دې ډلو دغه ناسته، د دواړو هېوادونو تر منځ د شته ستونزو په موجودیت کې په یوه مسیر نه وه روانه، بله څېره یې درلوده، چې د دغې ناستې د پردې شاته خبرو ته په ژوره توګه کتو او د همدې ناستې جریان واضح کوي، چې:
الف: د دوو ولسمشرانو تر منځ ناسته له دوو نیمو ساعتونو وروسته پای ته ورسېده. دا په داسې حال کې ده، چې په پام کې و، ناسته څلور ساعته دوام وکړي او د دوو ولسمشرانو تر منځ ګډ مطبوعاتي کنفرانس هم ونه شو او دواړو بېل بېل مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړل. دواړه مطبوعاتي کنفرانسونه د ۲۰۲۱م، د جون په ۱۶مه، الجزیرې شبکې او نورو رسنیو په مستقیم ډول خپاره کړل.
د دواړو اړخونو تر منځ ګډه بیانیه، په لاندې موضوعاتو توافق ښيي:
یو دا چې هسته یي جګړه به هېڅ بریالی ونه لري؛ که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ د دغه ډول جګړې کوم څرک نشته. د امریکا ولسمشر بایډن د استارت۳ هوکړې ته، چې د استراتیژي (د تړون تړلو) وسلو د تولید کمول، باید واشنګټن لازم وباله او همدارنګه په یوه داسې کمسیون هوکړه وشوه، چې د دغې موضوع بریا وڅاري.
د دواړو هېوادونو تر منځ په زیاتو اختلافي مسایلو بحث وشو. همدارنګه په دغه ناسته کې د روسیې ولسمشر له خپل امریکایي سیال وپوښتل چې ده ته یې ولې قاتل ویلي. بایډن په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې په زندان کې د روسیې دولت مخالف «ناوالني» وژل کېدو له امله د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ، خو ناسته یې ګټوره او مثبته وبلله او په ضمني ډول یې اعتراف وکړ، چې دغه لیدنه د روسیې لپاره د ګواښ پیام هم درلودلای شي، که چېرې یې بیا ځلې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړه او بیا یې سایبري بریدونه تر سره کړل.
د روسیې ولسمشر پوتین په خبرې کنفرانس کې وویل: «د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کېدل به ستونزمن وي، خو هیله ورته شته.» هغه د بشري حقونو په برخه کې پر امریکا برید وکړ او په ګوانتانامو کې یې د امریکا د استخباراتو او اطلاعاتو او د تور پوستو پر وړاندې یې د امریکا د غیر انساني کړنو یادونه وکړه. دا په روسیه کې د بشري حقونو د نقضولو په اړه د امریکا د نیوکو پر وړاندې غبرګون و.
بایډن د دواړو هېوادونو تر منځ د هر ډول ناسم درک د نشت په پار، د دواړو ولسمشرانو تر منځ د مستقیمې اړیکې د ارزښت خبر ورکړ او دا یې واضح کړه، چې راتلونکې اړیکې د روسیې په کړنو پورې مشروطې دي.
ب ـ که پام وکړو، پوهېږو چې امریکا پر روسیه د فشار راوړلو قدم پورته کړی او دا امریکا وه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اړیکو بحراني کولو ته لمن وهلې ده. په هغه کچه چې د روسیې ولسمشر پوتین یو څه وخت مخکې هغه ډېره خرابوونکې وبللې. دغه راز امریکا د دواړو هېوادونو د ناستې اقدام وکړ، پرته له دې چې پر اختلافي ټکو توافق وشي.
دغه ناسته د روسیې لپاره یو زیری و، خو هغه یې په یوه جنجال بدله کړه، ځکه روسیې فکر کاوه، چې بایډن د امریکا لومړنی ولسمشر دی، چې په خپل بهرني سیاست کې یې له روسیې سره د ناستې پرېکړه کړې ده او دا یې د دې لپاره دلیل باله، چې امریکا روسیې ته ارزښت ورکوي.
د امریکا ولسمشر بایډن په خپل عمل سره، د روسیې ناسم درک رد کړ، ځکه له انګلستان څخه یې هم لیدنه وکړه او د دغه هیواد له لومړي وزیر (جانسون) سره یې وکتل او همدارنګه په G7 ناستو کې یې په حضوري ډول ګډون وکړ. البته له دې وروسته چې تمه کېده، څو د انټرنېټ پواسطه د ټولنیزو شبکو له لارې ګډون وکړي. د دې په زیاتولو سره چې بایډن په حضوري بڼه په بروکسېل کې د ناټو تړون په ناستو کې هم ګډون وکړ او هلته یې ډېرې ناستې لکه د ترکیې ولسمشر اردوغان سره هم ناسته تر سره کړه.
دغه راز بایډن په بروکسل کې د اروپا رییسانو شورا «چارلز میشل» او اورپا کمسیون له رییس «اورزولا فون در لاین» سره نادره لیدنه درلوده. په دې ترتیب د بایډن او پوتین تر منځ لیدنه، یوه له هغو لیدنو وه، چې د امریکا ولسمشر بایډن اروپا ته په خپل سفر کې درلوده. یعنې د دې غلط فهمۍ د رفع کولو لپاره، چې ګواکي روسیه فکر کوي؛ امریکا په دغو ناستو کې په ځانګړي ډول له دوی سره ناستې لري.
ج ـ د پورته مسایلو په پام کې نیولو سره ویلی شو، چې د دوو رهبرانو د ناستې پایلې ډېرې کمې وې، چې په لنډه توګه یې یادونه کوو؛ د دواړو هېوادونو د سفیرانو بیا لېږل د یوه او بل پلازمېنو ته، پر استارت۳ ستراتیژیک تړون التزام، د اړیکو ښه کېدل د روسیې په راتلونکو کړنو پورې تړل، یعنې د روسیې بیا تېروتنه، لکه په سوریه کې یې چې د امریکا په مصلحت تېروتنه وکړه.
پوتین د ۲۰۱۵م، د سپټمبر په ۲۸مه، په نیویارک کې د امریکا له پخواني ولسمشر اوباما سره له ناستې وروسته، اعلان وکړ، چې په سوریه کې پوځي مداخله کوي. په حقیقت کې یې په دغه کار سره، خپل پوځي خدمتونه د امریکا په ګټه وکارول. شاید روسیې ته له اسلام سره کینې، انګېزه ورکړې وي، څو د سوریې د مسلمانانو په وژنه کې برخه واخلي او یا هم شاید د خپلې نړیوالې انزوا، چې په ۲۰۱۴م، کې د کریمه شبه جزیرې له اشغال وروسته، چې غربي بندیزونه یې هم درلودل، په سوریه کې د مداخلې انګېزه ورکړي وي. خو تر دې مهمه دا ده، چې امریکا د روسیې د پوځي خدمتونو خوند څکلی او په سوریه کې یې ارزښت ورمعلوم شوی او اوس په زیاتې تمې سره غواړي دا مهم ماموریت د چین په اقیانوس کې روسیې ته ورکړي.
په سوریه کې د روسیې مداخلي، سره له دې چې روسیه پوهېده، چې بشار اسد د امریکا مزدور دی، د ستراتېژۍ لویه تېروتنه وه، چې د خپلواک دولت هېڅ عقلمند رهبر یې نه تر سره کوي.
د ـ خو پر روسیه د امریکا له نااعلان شوو فشارونو موخه دا ده، چې د چین پر وړاندې د امریکا ستراتیژي، د یوې نړیوالې ډبرې په توګه وکاروي. پر چین د فشار راوستلو او له امریکا سره د سوله ییز ژوند کولو ته اړ کوونکې ستراتیژۍ مهندس، د شپېتمې لسیزې په منځ کې او د ویتنام جګړې پر مهال، د امریکا پخوانی د بهرنیو چارو وزیر و. د امریکا سیاسي دفترونه همېشه دغه بوخت سپین ږیري ته د یوه سیاسي متفکر، ستراتیژیست او په نړیوال سیاست کې د یوه باهوښه نظر لرونکي په توګه ورځي. په همدې خاطر دغو سیاسي دفترونو هغه ته په ۲۰۱۶م، دوې مهمې غونډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې دی شاوخوا نوي کلن دی. دغه دوې ناستې چې په انفرادي ډول ولسمشرۍ ته د دوو نوماندانو هېلرې کلېټن او ټرامپ سره درلودې او هغوی ته یې توصیه دا وه، چې پر چین د فشار راوړلو کې روسیه له دوی سره یو ډول موضع غوره کړي.
هـ ـ سره له دې چې د امریکا دا موخه سري (پټه) وه، خو امریکا په یوه بڼه هغه روسیې ته ورانتقال کړې او روسیه ښه پرې پوهیږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «لاوروف» وویل: «امریکا به پر دې ونه توانیږي، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره روسیه وسیله وګرځوي او د چین پر وړاندې یې وکاروي... اوسمهال په جدي ډول په دې بحث کوي، چې څه ډول روسیه د چین پر وړاندې په خپله ګټه وکاروي... غواړي موږ د امریکا متحده ایالاتو د خدمت لپاره یوه وسیله وګرځوي.» هغه زیاته کړه: «خو په خپله دغه طرحه کې به بریالي نه شي.» سرچینه: آرټي، ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۲۴مه)
و ـ د امریکا د ګټو لپاره د روسیې کارول هغه څه دي، چې امریکا یې غواړي. په همدې دلیل یې د کسینجر د مفکورې د پلي کولو په خاطر، له روسیې سره په ګډه د چین مهارلو لپاره پر روسیه فشار راوستلی او اړیکې یې ورسره جنجالي کړي دي. له دې پرته روسیه له امریکا سره په سیالۍ کې نه ده، نه په اقتصاد او نه هم په نړیوال سیاست کې او روسیه له پوځي وسایلو پرته، د یوه لوی دولت امکانات نه لري. امریکا د شوري اتحاد او وروسته د روسیې د پوځي وسایلو له ګواښ څخه د تړونونو په وسیله ځان ژغورلی دی. نه یوازې دا بلکې امریکا له زیاتو تړونونو وتلې ده او د خپل موشکې سپر پر جوړولو یې پیل کړی دی، خو روسیه دومره قوي اقتصاد نه لري، چې د امریکا په شان خپل پوځي ځواک پراخه کړي... نو د روسیې هسته یې او ستراتیژیک ځواک له امریکا سره د اړیکو د ترينګلتیا له امله نه دی. له روسیه سره یې د اړیکو خرابولو موخه دا وه، تر څو پر روسیه فشار راوړي، چې د امریکا د تمرکز له محور (چین) سره ښې اړیکې ونه ساتي او ترې لیرې شي. د امریکا پخوانی د دفاع وزیر «پاتریک شاناهان» د پوځ له رهبر څخه وغوښتل، څو پر چین تمرکز وکړي او ویې ویل: «چین، بیا چین او بیا هم چین.» سرچینه: (الجزیره نټ، ۲۰۱۹، د جنوري ۳مه)
زـ له دې ټولو سره سره، امریکا له روسیې سره د اړیکو په جنجالي کولو سربېره، روسیې ته د چین پر وړاندې انګېزه ورکولو کې ناکامه وه. په ځانګړي ډول دا چې پر روسیه فشار له چین سره همهاله و، البته سوداګریزه جګړه، چې د دغې هېواد پر وړاندې یې پیل کړه. دغه کار له چین سره د روسیې د نیږدې کېدو لامل شوی... په دې مانا چې پر روسیه فشار د دې لپاره و، چې د چین پر وړاندې له هغې سره ودریږي، خو برعکس پایله یې درلوده او له شک پرته چې امریکا د روسیې او چین د نیږدې کېدو په خطر پوهیږي... په همدې دلیل د بایډن حکومت پرېکړه کړې، څو د فشار وسیله پرېږدي او پر ځای یې د ناستو په وسیله هیله بښونکې وسیله وکاروي او وروسته تر ممکنې کچې د روسیې او چین نیږدې کېدل ستونزمن او لیرې کړي... او هغه کمسیون چې د دوو رهبرانو په ناسته کې جوړ شو، له روسیې سره یې په لوړه کچه خبرې اترې پیل کړې.
۴ـ له پوتین سره د بایډن لیدنه د دغې موخې د تر لاسه کولو لپاره وه، یعنې د امید ورکولو په خاطر، څو لانجه له منځه ولاړه شي او هغه فشارونه ترې لیرې کړي، چې امریکا غوښتل روسیه، د چین پر وړاندې د دوی له دريځ څخه ملاتړ وکړي او یا لږ تر لږه د روسیې او چین د لیرې کېدو لامل شي.
خو د دواړو هېوادونو تر منځ نورې اختلافي مسالې (لکه پورته مساله) ارزښت نه لري، د بېلګې په ډول د سوریې پر سر د دوی تر منځ بحث. ځکه امریکا غواړي د سوریې بحران په داسې ډول حل کړي، چې روسیه ورسره مخالفه نه وي. که د روسیې عزت خوندي پاتې شي، نو په دغه برخه کې مخالفت نه کوي. دغه راز د افغانستان په برخه کې، د دې توان نه لري، چې په افغانستان کې امریکایانو ته لانجه جوړه کړي، لکه څنګه چې امریکا په اتیایمه لسیزه کې روسیې ته جوړه کړې وه. نو د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه، د نوې وسیلې په توګه د انټرنېټ کارول او د هغې اغېزې دي او یا هم شاید روسیه د امریکا د غبرګون په اړه نه وه پوهه، ګنې له دغې مداخلې لاس پر سر کېده.
خو هغه سایبري بریدونه چې امریکا روسیه پرې تورنوي، دومره سختې اغېزې یې نه درلودې چې د ترمیم وړ نه وي. د دغو بریدونو له غندلو او د له پوتین سره تر ناستو وروسته بایډن وویل، چې که امریکا یو ځل بیا د امریکا اطلاعاتو ته د نفوذ هڅه وکړي. امریکا د روسیې انټرنېټي بریدونو ته د نفوذ او د هغوی د الکترونیکي شبکې د تخریب زیات توان لري او د روسیې د تېلو لولې تخریب یې د بېلګې په ډول وړاندې کړه.
۵ـ د روسیې ولسمشر ژنیف په داسې حال کې ترک کړ، چې پوهېده امریکا په راتلونکو میاشتو کې د روسیې راتلونکو قدمونو ته په تمه ده او ګډ جوړ شوی کمسیون د دغو اقداماتو د څېړلو په لټه کې دی او د روسیې ولسمشر په ښه ډول پوهېږي، چې پر روسیه د امریکا فشار توان زیات دی او د دغو فشارونو له ډلې یې، ځينې امریکا ازمویلي دي، دغه راز پوهیږي، چې چین به یې ترک کړي او غرب ته به پام وروګرځوي. ځکه د روسیې په پرتله یې څو چنده له غرب سره د سوداګرۍ ګټه زیاته ده. نو په زیات احتمال چې راتلونکو میاشتو کې به د روسیې او امریکا اړیکې ښې شي او د چین او روسیې اړیکې به پیکه شي. په کومه کچه چې د روسیې او امریکا اړیکې ښې کېږي، په هماغه کچه یې اړیکې له چین سره پیکه کېږي. که چېرې داسې وشي، نو له پوتين سره د بایډن ناسته به له چین سره د روسیې د نیږدې کېدو مخه ونیسي او روسیه به پر چین د فشار راوستلو لپاره د یوې وسیلې په توګه وکارول شي. که څه هم د کسینجر د لیدلوري پر بنسټ، د امریکا له تمو په کمه کچه وي.
که روسیې دغه کار تر سره نه کړ او د روسیې په داخل کې د پوتین په مشرۍ د امریکا پر وړاندې یې سرکشۍ دوام ورکړ، نو د دې تمه کېږي، چې د بایډن حکومت به د روسیې پر وړاندې فشارونه زیات کړي او دغه هېواد به د اور په کمربند سره وګواښي. په قفقاز کې؛ هغه ځای چې د آذریانو او ارمنیانو جګړه ده پکې او وروسته د اوکراین په موضوع کې، د دغه هېواد د خاورې توحید کولو په پار د غرب ملاتړ اعلان کړي...
دغه طاغوتي هېوادونه چې په راس کې یې امریکا ده، د هغه څه په اړه فکر نه کوي، چې د خلکو مصلحت دی پکې، یوازې د خپلو ګټو په اړه فکر کوي، که د خلکو د وژلو په قیمت هم وي.
﴿أُوْلَـئِكَ شَرٌّ مَّكَاناً وَأَضَلُّ عَن سَوَاء السَّبِيلِ﴾ {فرقان:34}
ژباړه: هغوی تر ټولو بد ځای او منحرف ترینه لاره لري.
د حزب التحریر امير
ژباړن: حبیب الله حبیب