- مطابق
پوښتنه:
د ۲۰۲۲ م کال د جنوري میاشتې پر ۲۴مه د بورکیناپاسو پوځ د دغه هېواد ولسمشر «راچ کیباري» له واکه ګوښه او د قدرت تر لاسه کول اعلان کړل، همدارنګه پوځ حکومت او پارلمان منحل کړل او پولې یې وتړلې.
د پوځ دویم مشر «پول هنري سنګاډو ډومبیا» هغه اعلامیه لاسلیک کړه چې پکې کوداتا اعلان شوې او یو بل نظامي افسر د ساتنې لپاره ملي حرکت په نوم په ټلویزیون کې ولوستله. په دې اعلامیه کې ژمنه وشوه چې حکومت به بیرته خپل قانوني حالت ته ګرځي، خو دا یې څرګنده نه کړه چې کله به دا کار کېږي. د دې کوداتا تر شاه څه دي؟ ایا دا څه په یاد هېواد کې پر نړیوال اختلاف پورې اړه لري؟
ځواب:
د واضح ځواب تر لاسه کېدو لپاره لاندې مواردو ته اشاره کوو:
۱. د بورکیناپاسو هېواد پخوانی نوم «اپیر ولټیا» و، دغه هېواد هم په هغو اسلامي هېوادونو کې راځي چې ۶۰ سلنه خلک یې مسلمانان دي. دا په افریقا کې څلورم هغه هېواد دی چې د نورو کانونو تر څنګ لکه مس او زینګ سره زر هم لري او تولیدوي.
فرانسې په ۱۸۹۶ م کال کې بورکیناپاسو اشغال او مستعمره کړه. دوی دغه هېواد په همغه وخت کې د فرانسې له ایتلاف او ټولنې سره یوځای کړ. همدارنګه په ۱۹۶۰ م کال کې یې باید خپلواکي ورکړې وای، خو فرانسې په هغه پورې اړوند پوځ رامنځته کړ. دغه واک د یاد هېواد ځانګړو ځواکونو ته ورکړل شو، څو په سیمه کې د فرانسې نفوذ وساتل شي. فرانسې تر دغه کار وروسته دغه هېواد د افریقا د پنځو ساحلونو غړی کړ، څو په دې سره په غرب او مرکزي افریقا کې خپل نفوذ وساتي.
دا هر څه د یاد هېواد پر اقتصاد پورې اړه لري او افریقایي فرانک هم ورته ویل کېږي چې د ایرو پر وړاندې یو واحد دی. د هغو هېوادونو پیسې چې له دې «کرنسۍ» سره تړاو لري، د فرانسې مرکزي بانک ته ولېږدول شوې. فرانسې د دې لپاره په دغو پیسو پانګونه وکړه چې د یاد هېواد د اقتصاد ملاتړ وکړي. دا هغه استعماري تګلاره ده چې یاد هېواد مستعمره او د شتمنۍ تر څنګ یې ټول واک په لاس کې واخلي.
په هر حال، امریکا هڅه وکړه چې له ښکېلاک څخه د خپلواکۍ تر لاسه کېدو نظرو پر اساس دې څه ته لاس رسی ولري. یوازې دا نه، بلکې امریکا د مرستو له لارې، نړیوالو پیسو او غیر عادلانه شرطونو، مدني ټولنې سازمانونو او امنیتي او سیاسي پرسونل ته د لاس رسي له لارې یې دې څه ته د لاس رسي کوښښ وکړ. امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمې کارولو سره هڅه وکړه چې هلته خپل نفوذ پراخه کړي او په یاد هېواد کې یې وسله والو اسلامي ډلو پر وړاندې د مبارزې په پلمه د نظامي اډو حوړېدل پيل کړل.
۲- امریکا په بورکیناپاسو او د دغه هېواد په ور څېرمه هېوادونو کې خپل لومړیتوبونه په ډاګه کړل او د ساحلي سیمې لپاره یې په ۲۰۲۰ م کال کې خپل ځانګړی استازی هم وټاکه. امریکا دا اقدام د اسلامي وسله والو ډلو د بریدونو مخنیوي او له تاوتریخوالي سره د مخ کېدو په پلمه وکړ. د امریکا حکومت اعلان وکړ چې په ساحلي هېوادونو په ځانګړې ډول د بورکیناپاسو، مالي او نایجیریا هېواد تر منځ په سرحد کې حالت مخ په خرابېدو دی او د دې سیمې لپاره د ځانګړي استازي ټاکل لازم دي.
فرانسې په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل بیا په سیمه کې لاسووهنه وکړه، دا لاسووهنه یې د خپل نفوذ ساتلو او اسلامي وسله والو ډلو پر وړاندې د مبارزې په پلمه په ۲۰۱۲ م کال کې په مالي هېواد کې تر کوداتا وروسته وکړه. د همغه کال په وروستیو کې په یاد هېواد کې د فرانسې د شتون او په لودیځه افریقا کې د دغه هېواد د لاسوهنې پر وړاندې لاریون تر سره شو. دوی بیرته فرانسې هېواد ته د هغوی د سرتېرو ستنېدو غوښتنه وکړه. دا ټول په بورکیناپاسو، مرکزي او لودیځه افریقا کې د امریکا او فرانسې د اختلافونو ښودنه کوي.
په لویدځه او مرکزي افریقا کې د فرانسې او امریکا اختلافونه له همدې امله دي. د دې اختلاف په اړه له «مکرون» سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې نوموړي دې مسلې ته له بلې لارې اشاره وکړه او ویې وویل: «اړیکې ډېرې ترینکلې دي او له افریقا سره اقتصادي او مالي نوې هوکړې ته زیان رسوي.» هغه همدارنګه وویل: «اروپا باید په دې برخه کې د روغتیا، پوهنې او چاپېریال په برخه کې د شرطونو په منلو سره ګواښونو ته ځان ورکړي.» (https://presidence-francaise.consilium. (سرچینه: اې ایف پي، ۲۰۲۱، د ډیسمبر نهمه)
نوموړي په «سټرس بورک» کې د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۱۹مه یو ځل بیا د اروپا د پارلمان تر استازیتوب وړاندې پخپلو خبرو کې دغه بیانیه تایید کړه؛ هغه ورځ چې هېواد یې د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې سرپرستي تر لاسه کړه. دا هغه ورځ وه چې نوموړي د افریقا په وچه کې پر نویو ملاتړو غږ وکړ او په فبروري میاشت کې یې د دواړو وچو تر منځ د ناستې ترسره کېدل اعلان کړل. (سرچینه، فرانسه ۲۴، ۲۰۲۲، د جنوري ۱۹)
هغه همدارنګه هلته خپلې پانګونې ته اشاره وکړه، د اروپایي ټولنې د واکمنۍ کمپنیو ته، په ځانګړي ډول د فرانسې هېواد پانګې او چور چپاول ته. نوموړي همدارنګه د روغتیا په برخه کې هم پانګونې ته اشاره وکړه، چې درمل برابر کړي. ده د امنیت برخه هم یاده کړه، څو هلته د فرانسې د نفوذ ساتنه وکړي.
۳- د امنیتي سرچینو د راپور له مخې، د بورکیناپاسو ولسمشر «کابیري» د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۲۳مه د نظامي کوداتا پر مهال ونیول شو او له واکه ګوښه شو، دا هغه وخت وشول چې د یاد هېواد نظامي برخې د نوموړي د واکمنۍ پر وړاندې ودرېدې. همدارنګه هغوی د پوځ د لوړ پوړو غړو او د استخباراتو د مشر له واکه ګوښه کېدل وغوښتل. دوی یاد کسان د جهادیانو پر وړاندې په مبارزه کې په پاتې راتلو تورن کړل او له دغو ډلو سره د مخ کېدو په برخه کې یې د نورو سرچینو ځانګړي کولو غوښتنه وکړه. هغوی همدارنګه د جنرال «ګلبریټ ډینډیر» د خوشي کېدو او د ولسمشر د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. دا جنرال په ۲۰۱۵ م کال کې د شته واکمنۍ له لوري د ناکامې کوداتا د هڅې په تور نیول شوی او بندی شوی و.
پوځ وویل: «کابیري د ملت په یوځای کولو او د امنیتي ګواښونو په مخنیوي کې ناکام شوی، چې په خبره یې، دا څه د یاد هېواد د خلکو شتمنۍ ته ګواښ دي. (سرچینه: بي بي سي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۵مه) د کوداتا مشر «پول هانري سنډاګو ډمیبا» په بورکیناپاسو کې ستر امنیتي افسر دی، نوموړی په پاریس کې له نظامي ښوونځي فارغ شوی او له «سینام» انسټیټیوټ څخه یې د ساینسي جرمونو په برخه کې ماسټري تر لاسه کړې ده.
په ټوله کې د نوموړي دغه روزنه، د فرانسې هېواد غوښتنه او د کوداتا لپاره دا بې بنسټه دلیل چې ګواکي فرانسه د کوداتا تر شاه نه وه، خو دا ټول شواهد او ثبوتونه ښيي چې یاده کوداتا د فرانسې په ملاتړ ترسره شوه.
۴- د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تر کوداتا وروسته وویل: «د بورکیناپاسو ولسمشر «کایبري» د دویم ځل لپاره د ډیموکراټیکو ټاکنو په پایله کې د یاد هېواد د خلکو له لوري ټاکل شوی و. ما وویل چې دی فیزیکي ګواښ نه شي پېښولی. (اې ایف پي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۵مه) په دې اعلامیه کې یو مکر شته چې له کوداتا څخه د نوموړي ملاتړ څرګندوي. همدارنګه نوموړي په دې اړه کومه اندېښنه هم نه درلوده.
هغه وویل: «د بورکیناپاسو ولسمشر نه ګواښل شوی او نه کوم فیزیکي زیان ورته رسېدلی. دا غوره ده چې هغه ژغورل شوی، که نه وژل شوی به و.» په بورکیناپاسو کې د فرانسې له لوري د مخالف د وژلو او د هغه پر ځای د خپل استازي ټاکل کېدل مشهور دي. د یاد هېواد پخوانی ولسمشر «ټامس سنکیرا» هم په ۱۹۸۷ کال کې هغه مهال وژل شو و چې په یو مارکسستي انقلاب کې راښکاره شوی و او هڅه یې کوله چې د امریکا لپاره خپل کار کول منظم کړي.
دی د فرانسې د استازي او مزدور «بلیس کمپوري» له خوا وژل شوی و، هغه کس چې د نوموړي تر وژل کېدو وروسته یې د نظامي کوداتا له لارې واک تر لاسه کړ او دا څه د فرانسې له لوري په همغه کال ترسره شول. فرانسې خپل دغه رول ته تر ۲۰۱۴ م کاله پورې دوام ورکړ، یعنې کله چې د امریکا پلوي نظامي بیا کوداتا وکړه. یو کال وروسته دوی د ټاکنو ترسره کېدو ته اجازه ورکړه او «کابیري» په ۲۰۱۵ کال کې واک ته ورسېد او ټاکنې یې وګټلې. مکرون واک ته د هغه رسېدل او خوشي کېدل نه غوښتل. د فرانسې ولسمشر بیا په مالي کې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم «باب کر کیتا» د خوشي کېدو غوښتنه وکړه او هغه په ۲۰۲۰ کال کې واک تر لاسه کړ؛ ځکه په مالي هېواد کې هغه وخت ولسمشر د فرانسې استازی او مزدور و، نو ځکه یې د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو مکرون د «کابیري» خوشي کېدل نه غوښتل. له دې څخه معلومېږي چې نوموړی فرانسې ته ژمن نه و. مکرون همدارنګه د بورکیناپاسو پر کوداتا نه اندېښمن شو او نه یې وغندله، خو ویې وویل: «موږ د افریقا په لودیځه برخه کې له نورو هېوادونو سره یوځای دا څه غندو.»
۵- په دې برخه کې د امریکا په اړه، د سپینې ماڼۍ ویاند وویل:
«د امریکا متحده ایالاتونه د بورکیناپاسو پر وسله وال پوځ غږ کوي چې ژر تر ژره د دغه هېواد ولسمشر کیبري ازاد کړي، د بورکیناپاسو اساسي قانون او سیمهییزې رهبرۍ ته درناوی وکړي. واشنګټن ښکېل اړخونه خبرو اتر ته هڅوي، څو په بحث کې خپلې غوښتنې مطرح کړي.» (سرچینه: اې ایف پي، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۴مه)
دا څه ښيي چې امریکا په بورکیناپاسو کې پر نظامي کوداتا خوښه نه وه، نو ځکه یې د دغه هېواد د ولسمشر د خوشي کېدو، اساسي قانون ته د درناوري، د یو سیمهییز مشر په توګه د ولسمشر د ازادېدو او بیرته واک ته راتګ غوښتنه کوي، ځکه د امریکا د حکومت په وینا، نوموړی د ټاکنو له لارې واک ته رسېدلی و. دا په ۲۰۱۴ م کال کې په بورکیناپاسو کې د ترسره شوې نظامي کوداتا د ترسره کېدو په تړاو د امریکا د هغه وخت له دریځ سره توپیر لري. هغه مهال د سپینې ماڼۍ ویاندې جان پسکي وویل: «د امریکا حکومت اوسمهال د هغه څه شرحه کولو ته چمتوالی نه لري چې ووایي، په بورکیناپاسو کې ترسره شوې پېښه نظامي کوداتا وه که نه.» (سرچینه: ۲۰۱۴ د نومبر درېیمه، رویټرز)
همدارنګه امریکا په ۲۰۱۴ م کال کې په یاد هېواد کې د کوداتا ملاتړ وکړ، چې هغه مهال یې کوداتا نه ورته ویله، خو په وروستۍ کوداتا کې یې پر پوځ غږ وکړ چې ژر تر ژره ولسمشر ازاد کړي او اساسي قانون ته درناوی وکړي. افریقایي ویاندې «کیلي کهالن» د ۲۰۲۲ م کال د جنوري پر ۲۵مه تر کوداتا وروسته د ایمل له لارې وویل: «د پوځ مشر دیمبا د وسلو په زور واک تر لاسه کړی، باید ملکي واکمنۍ او بشري حقونو ته درناوی ولري.»
په هر حال، د امریکا غندنه ښيي چې د یاد هېواد د پوځ مشر «دیمبا» د متحده ایالاتونو په ډېرو نظامي ښوونې او روزنې کې له ۲۰۱۰ بیا تر ۲۰۲۰ م کاله برخه اخیستې ده.
۶- روسیې هېواد هم په بورکیناپاسو کې پر هغه څه خواشیني ښودلې وه چې هلته پېښ شوي وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاروف» په همدې تړاو په یوه بیانیه کې وویل: «مسکو د روسیې په دوست او افریقایي هېواد کې پر پېښه شوې کوداتا، ناوړه سیاسي حالت اندېښمن دی. روسیه په یاد هېواد کې اوسنی حالت له نېږدې څاري او هیله څرګندوي چې ژر تر ژره په دغه هېواد کې حالت بیرته عادي شي. (د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼه، ۲۰۲۲، کال د جنوري ۲۴مه)
د روسیې دغه له لېوالتیا ډکه پاملرنه یو دلیل لري، څو په غربي برخه کې خپل نفوذ وساتي. څنګه چې څرګنده شوه، امریکا په افریقا کې له روسیې ګټه اخلي، څنګه چې په منځني ختیځ کې یې کاروي او هلته خپل نفوذ پرې ساتي. د بېلګې په ډول په سوریه کې د روسیې کارونه، چې په ۲۰۱۵ م کال کې یې د لاسووهنې لپاره شین څراغ ورکړ، څو هلته د خپل مزدور بشار نظام وساتي. له دې کار څخه یې خپله ګټه پورته کړه، څنګه یې چې په لیبیا کې ترسره کړل. امریکا له حفتر وغوښتل چې له روسیې سره اړیکه ونیسي او له هغه څخه د اروپا پر وړاندې ګټه واخلي.
په وروستیو کې یې په مالي هېواد کې خپل استازي ته امر کړی چې د فرانسې له نفوذ سره د مبارزې لپاره له هغوی د ملاتړ غوښتنه وکړي. پر همدغه اساس، روسیې د وانګر په نوم خپل خلک هلته ولېږل. د بهرنیو اړیکو مسول «اندرو لیبوویتز» دې څه ته اشاره وکړه او ویې ویل: «اروپا او فرانسه په ساحلي هېوادونو کې له جهادي ډلو سره په مبارزه کې له ستونزو سره مخ کېږي، نو ځکه یې روسیې ته ویلي چې په دغه هېواد کې په ځانګړي ډول په مالي هېواد کې خپله امنیتي همکاري پراخه کړي.» (سرچینه: خبر ۲۵. کام، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۶مه)
په هر حال، په بورکیناپاسو کې د روسیې د نفوذ تثبیتېدل ډېر لېرې دي. په بورکیناپاسو کې له فرانسې سره د روسیې اختلافات نشته. د فرانسې لوړ پوړي امنیتي چارواکي چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، وویل: «په حقیقت کې «دمبیا» په پاریس کې روزل شوی و، نه په مسکو کې. دا په دې مانا ده چې فرانسه به د بورکیناپاسو له پوځ سره د مرستې لپاره یوه لاره پیدا کړي او باید پر امنیتي مسایلو خبر وکړي؛ خو موږ باید فعال پاتې شو، څو روسان له رامنځته شوې تشې ګټه وانه خلي.» (سرچینه: خبر ۲۵.کام، ۲۰۲۲، د جنوري ۲۶مه)
۷- په بورکیناپاسو او د افریقا په مرکزي او غربي برخه کې د امریکا او فرانسې د اختلافونو واقعیت هغه څه دی چې موږ یې پورته یادونه وکړه. په بورکیناپاسو کې د امریکا او فرانسې کوداتاوې او ضد کوداتاوې د دوام په حال کې دي او دغه اختلافونه د یاد هېواد تر پلو هم اوښتي دي. په ټوله کې ویلی شو چې امریکا، فرانسه او زړه ښکېلاکګره بریټانیا خپل اشغال ته همداسې دوام ورکوي او غواړي چې په دغو هېوادونو کې نفوذ وساتي.
که ښکېلاکګر هېوادونه په مستقیم ډول د یو هېواد په نیولو ونه توانېږي، نو هغوی هڅه کوي چې له سیاسي، نظامي، اقتصادي، فرهنګي، رسنیو او نورو له لارې د خپلو مزدورانو پر مټ د نفوذ لپاره یوه لاره پیدا کړي. دا د ښکېلاک کېدونکو هېوادونو لپاره ډېره ګواښونکې ده. د وسله وال پوځ په مرسته تر ښکېلاک ډېره ګواښونکې ده.
(هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ) [منافقون: ۴]
ژباړه: اصلي دښمنان همدوی دي، هغوی ته پام کوئ. الله سبحانه وتعالی به دوی له منځه یوسي، هغوی څنګه دوکه شوي دي؟
داسې ترسترګو کېږي چې کوداتا په یو هېواد کې د خپل نفوذ پیدا کېدو او له هغه هېواده د نورو د نفوذ لېرې کېدو تر ټولو ساده لاره ده. د کوداتا ترسره کوونکي بیا قدرت ته د رسېدو لپاره ورسره همکاري کوي، حتا که د وګړو د له منځه تلو په بیه هم وي.
دوی د بهرنیو سرتېرو له خلاصون او خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره بله لاره نه لري او دې ته په تمه وي چې په واک کې د پاتې کېدو او یا واک ته د رسېدو لپاره له نورو د ملاتړ غوښتنه وکړي. په دوی کې هم خپلواک ذهنونه نشته او همدارنګه داسې ایډیولوژیکه تګلاره او سیاسي کسان هم نشته چې له یاد بحران څخه د هېواد د وتلو لپاره پر یوې تګلارې غور وکړي. د اسلامي هېوادونو بدبختي همدا لاسپوڅي واکمنان دي چې څوکۍ ته پر خپلو خلکو او هېواد لومړیتوب ورکوي. پر مسلمانانو واجبه ده چې له ښکېلاک څخه د خلاصون لپاره صادقانه هڅې وکړي او له سره اسلامي ژوند پیل کړي. هغه وخت به امت له دې بحران څخه وژغورل شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:
(كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ) [عمران: ۱۱۰]
ژباړه: تاسو غوره امت یاست چې د انسانانو د ګټې لپاره پیدا شوي یاست، په معروف امر کوئ او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ. که اهل کتاب پر دې روښانه برنامې ایمان راوړي، هغوی ته غوره ده. خو کم یې باایمانه دي او ډېری یې فاسقان دي او د الله سبحانه وتعالی اطاعت نه کوي.
ژباړه: بهیر «ویاړ»