دوشنبه, ۲۳ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په افغانستان کې د شته جګړې او فتنې پر وړاندې باید زموږ دریځ څه وي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په افغانستان کې د شته جګړې او فتنې پر وړاندې باید زموږ دریځ څه وي؟

(ژباړه)

د افغانستان د دې ورځو پېښې د هر مسلمان زړه لړزوي. وینې تویونې، ویجاړۍ، ځانمرګي او بمي بریدونه، د ځوانانو، ښځو او ماشومانو د جنازو او د ویجاړ کورونو صحنې د افغانستان د دې ورځو حالت دی. موږ هره ورځ په بېلابیلو نومونو د خلکو د وژلو شاهدان یو. ځينې ډلې د دولتي ځواکونو، ځېنې د دولت د مخالیفینو او طالبانو، ځينې د پاڅونوالو ځواکونو او ځينې په یاده جګړه کې د عامو خلکو په نامه وژل کېږي. داسې جګړه ده چې ځوان او زوړ، له کوم توپير پرته خاورو ته لېږي.

اوسنی حالت چې پر زور تپل کېږي، انسان اړ باسي چې غبرګون وښیي، له یوه لوري سره یوځای شي او د خپل ځان او مال د ساتنې لپاره هڅې وکړي. په دوی کې له ځینو ډلو سره مخ یو، چې بېلابېل دريځونه لري. یوه ډله له دغه ناوړه حالت څخه په ګټه اخیستنې سره کبان نیسي او د خپلو ګټو د ساتنې په هڅه کې دي او شته ناوړه حالت د قدرت او پانګې د پیدا کولو لپاره ښه موقع بولي. ځېنو ډلو د موجود حالت په اړه احساساتي دريځ نیولی او لاس پر ناوړه کړنو پورې کوي. بلې ډلې د کمزورۍ له امله چوپتیا غوره کړې او یاد وضیعت یې پر ځان منلی دی. یوې ډلې د اړتیا له امله وسله اخیستې تر څو د خپل ځان، مال او کورنۍ ساتنه وکړي. یوې ډلې خلکو پر ننګونو سربېره اروپا ته د ښه ژوند په نیت مخه کړې؛ چې ځینې یې په لار کې ووژل شول، ډوب شول، پر ناموس یې تېری وشو او ځیني نور اروپا ته له رسېدو سره سم په غربي ټولنه کې ذوب شول او په ژوند کې یې اسلامي ارزښتونه له لاسه ورکړل. ځینې ډلې د خپل تللي قدرت د بېرته لاسته راوړلو لپاره اېتلافونه او محورونه جوړوي.

خو رښتیا د دې فتنې او فساد په وضیعت کې باید زموږ دريځ څه وي؟

په یاد ناوړه حالت کې باید زموږ هر ډول دریځ کره ، دقیق او څېړل شوی وي. په ځانګړي ډول د سیاسي او قومي متنفیذینو دریځ، چې خلک ملاتړ ترې کوي او دریځ یې خلک پر یوه لوري بیایي. ځکه چې د روان حالت په اړه د یوه مسلمان دریځ له یوه اړخه چې اخروي ځواب لري، له بله پلوه هر ډول غلط دريځ نیول د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دي.

د سم او شرعي دريځ نیولو لپاره اسلام موږ ته تعلیم راکړی، چې باید هر مسلمان د خپل عمل پر حکم وپوهېږي، د عمل د حکم له نه پوهاوي پرته باید کوم عمل تر سره نه کړي. نو له دې امله لومړی موږ د یاد حالت په اړه د شرعي حکم او قراني نصوصو سم پوهاوي ته اړتیا لرو او ورپسې باید شته سیاسي فضا په پوره توګه وپېژنو؛ تر څو وپوهېږو چې په اوسني وخت کې اسلام له موږ څخه د کوم ډول دريځ غوښتنه کړې چې وکولی شو خپله لاره روښانه او په یادو سیاسي تعاملاتو کې خپل ځای ځایګی په سمه توګه درک کړو. لکه چې رسول الله صلی الله و علیه وسلم به په هغه وخت کې د شرایطو د څېړنې او نصوصو په ړڼا کې د شته سیاسي حالت او قومونو پر وړاندې خپل دریځ څرګنداوه.

سره له یادو ویناوو، هغه ویجاړونکې جګړه کې، چې نن په افغانستان کې روانه ده او مختلفې ډلې په بېلا بېلو نمونو سره رول لوبوي؛ هغه امریکایې نسخه ده چې یادې خاورې ته یې پېچلې ده. په افغانستان کې د امریکا موخه د یوه کمزوري، ماتېدونکي او لاسپوڅي نظام جوړول دي، چې پکې داخلي رقابتونه څپې ووهي او یاد رقابتونه د رهبرانو پر مټ د خلکو تر منځ ولېږدول شي؛ تر څو خلک، حکام، سیاسي او قومي مشران په قومي، ژبنيو او سمتي رقابتونو کې بوخت وي، د یاد ناوړه سیاست اصلي طراح ونه ویني او دښمن (امریکا او ناټو) ملګري او مرستندوی وبولي.

د بوختیا، یاد حالت د دې لامل شوی چې خلک خپله مخینه ونه شي څېړلای، چې په تېرو کې چا د کومو پروسو په نامه موږ کمزوري کړو او ضربه یې راکړه؟ ونه شي کړی چې له راتلونکې څخه روښانه انځور ولري او په پاکه هنداره کې راتلونکی وضیعت ننداره کړي. ځکه چې امریکا، افغانستان د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره کاروي، نو په ورځنۍ، موقتي، سپکې او سطحي جګړه کې د خلکو او رهبرانو بوختول د یاد سیاست لازمي برخه ده. تر څو له یوه پلوه خلک د یو بل وینو ته تږي کېنوي او له بله پلوه متنفذین او رهبران په خپل منځ کې سره واچوي او پایله کې د دوی د قزیکي حذف لپاره اقدام وکړي.

له یادو مواردو څخه، یوه یې د ولسوالیو د سقوط او نیولو لوبه ده. په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان ځينې ولسوالۍ ونیولې او له څه مودې ورسته بیرته د دولت تر ولکې راغلې. د سقوط او نېونې دا لوبه، د دې لامل شوې چې تر ټولو عام خلک ډېره ضربه وزغمي. د طالبانو او دولت تر منځ جګړه د عامو خلکو د وژنې او د دوی د ورځني ژوند د خنډ لامل شوې ده.

دلته اړینه ده، چې دې ته اشاره وکړو چې څوک له یادو بریدونو څخه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې د یادې جګړې قرباني عام او غریب خلک دي؛ نه امریکایي اشغالګر عسکر. دا بریدونه په خلکو کې د تفرقې، نفاق او د اسلام د بدنامېدلو لامل کېږي. د یاد کار پایلې خلک هغې پایلې ته رسوي، چې له هغو ډلو څخه چې اسلام ته د خدمت کولو تر نامه لاندې کار کوي؛ زړه توري شي او د دوی د ډار، بې باورۍ او نهیلۍ لامل کېږي. د دې تر څنګ یاد حالت له ډلو څخه د خلکو د نفرت او غربي اجنډا ته د خلکو د نږدېوالي لامل کېږي او غربي لوری لا ځواکمنېږي او شتون ته یې ډېرې توجیه پیدا کوي.

یاد ناوړه حالت د غرب دا ادعا تاییدوي، چې افغانستان ترهګرو نیولی او تسلط پرې لري او په افغانستان کې د غرب شتون د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره دی. دا حالت د ترور او وحشت د دوام لامل کېږي او د "له تروریزم سره د جګړې" ماشین ــ چې په حقیقت کې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه ده ــ ځواکمنوي او لا يې په حرکت راولي. د خواشینۍ ځای دا دی، چې زموږ خلک او رهبران د دې پر ځای چې د اوبو د ککړتبا پیل(امریکا) او د وحشت اصلي نسخې ته پام وکړي؛ تل د بې  ارزښته او ټيټو حوادثو په وياله کې قرباني شوي دي.

دولت، طالبان او ځینې نور سیمه ییز پاڅونونه خپلې ګټې په یاد کړوونکي وضیعت کې ویني. خو هېروي چې د دې ویجاړوونکې جګړې ګټه امریکا ته رسېږي او دا کوچینۍ بریاوې چې دوی یې ستره بریا تعریفوي؛ د یاد وضیعت د دوام او په افغانستان کې د امریکا د اشغال ژرندې ته د اوبو اچولو لامل کېږي. ان د هغو له مشروع جګړې څخه امریکا ناوړه ګټه اخلي، چې جګړه په زور پرې تحمیلېږي او د دفاع لپاره یې وسله اخیستې او د دغه وضیعت په کړکېچن ښودلو د خپلو ځواکونو زیاتولو ته لار هواروي.

د شته وضیعت تر ټولو بده سناریو دا ده، چې قاتل او مقتول، ظالم او مظلوم دواړه مسلمانان دي. که هغه هره ډله او یا هر ډول خلک وي، که جبراً د ځان د دفاع لپاره وسله اخلي او جګړې ته ننوځي او که ښکېل لوری وي چې په جګړه کې د قاتل څېره ښيي. نو اړینه ده چې یو ځل سر په ګرېوان کې ښکته کړو او سوچ وکړو چې تر څو به مو دا خاین نظامونه او د دوی باداران غولوي. دا یوه مسلمان ته مناسبه نه ده چې له یوې سوړې دوه ځله وچیچل شي. لکه په اویایمه لمریزه لسيزه کې چې مجاهدینو د یو بل پر وړاندې سنګر ونیوو، قدرت ته د رسېدو لپاره یې د یو بل وینې تویې کړې، د داخلي رقابتونو په پایله کې یې په هېواد کې سیاسي ناورین رامنځ ته کړ او بلاخره په افغانستان کې د امریکا د راتګ لامل شول.

نو جدي اړتیا ده چې د فتنې او فساد په اوسني حالت کې مو دريځ ډېر دقیق او له اسلامي مبدا څخه راپورته شوی وي، که څه هم دا ډېر ستونزمن کار دی او حکیمو او مدبرو رهبرانو ته اړتیا لري. لکه څنګه چې موږ په اسلامي تاریخ کې داسې ډېرې بېلګې لرو چې پکې یو لوری نیول او دريځ ښودل ډېر ستونزمن کار و. د بېلګې په توګه، د خوارجو قضیه، د حضرت علي او عائشې تر منځ اختلاف او داسې نورې ډېرې بېلګې شته چې پکې د یو لوري پلوي او دریځ ښودل ستونزمن دي؛ په ځانګړي ډول د هغو سیاسي او د خلکو د رهبرانو لپاره چې پلوي یې د زرو تنو د مرګ او ژوند ساتنه کوي او یوه لوري ته ځانګړی وزن ورکوي.

موخه دا نه ده چې موږ لاس تر زنې کېنو او د وضیعت ننداره وکړو او د بدلون لپاره د مبارزې لار ونه نیسو؛ بلکې موخه دا ده چې حق وپېژنو او په هر ډګر کې د حق دفاع وکړو، ان که مو له شخصي، ډله يیزو، سمتي او د تېر وخت له کړنې سره په ټکر کې وي. په موجود سیاسي نظم (د افغانستان دولت) او په یاد ظالم نظام کې ګډون کول او د اصلاحاتو او قدرت نیولو لپاره هڅې مو له حق څخه لرې کوي او د شته قضیو په اړه مو دریځ متزلزل کوي او په ډېرو برخو کې مو د اوسنیو نظامونو او د هغوی د بادارانو په جرم کې شریکوي.

د دې تر څنګ چا چې نن یې د امریکا تر څنګ قدرت او پانګه موندلې او د دیني ارزښتونو او خلکو پر وړاندې عجیب و غریب دریځونه نیسي، باید پوه شي چې تر هغه چې امریکا یې په سیاسي معاملاتو کې د مهرې په توګه کاروي. تاسو به قدرت لرئ، خو کله مو چې د کارونې تاریخ تېر شي، ځای به مو  کثافت داني وي او خلکو او تاریخ ته به مختوري وئ.

د اسلام له ښکلاوو څخه دا ده چې مسلمان پوه، با تدبیره او په دقت روزي او هغه د پوهې او سیاسي وعی (پوهاوي) په وسله سمبالوي، چې هر قدم او هره پرېکړه یې په حکمت وي. ځکه چې اسلام غواړي، چې لارویان یې د نړیوالو لپاره تر ټولو ښې بېلګې او مډلونه وي. اسلام داسې نسل روزلی او روزي چې د نړۍ سیاست پر صداقت او فضیلت پر مخ بیایي، دریځ یې پر موجودو واقعیتونو او د نفس هوا، نه بلکې پر اسلامي مبدا وي.

باید پام مو وي، چې پر هره اجنډا او سیاسي حل لاره چې منګولې لګوو، باید  له اسلامي مبدا یې سرچینه اخیستې وي او که هرې حل لارې او اجنډا له اسلامي مبدا سرچینه نه وي اخیستي؛ نو حتما له امریکا او غرب څخه اغېزمنه وي او زموږ لپاره د لارې څراغ او الګو نه شي کېدای؛ ځکه چې زموږ د ژوند له اساسي ارزښتونو او فکرونو سره په ټکر کې وي. لکه چې نن ډېرې داسې شیطاني ډلې جوړې شوې، چې داسې مبدایي سیاسي حل لارې او اجنډا نه شي وړاندې کولی، چې د اسلام په ګټه او د خلکو د ژوند په ښه والي کې بدلون راوړي.

ګرانو وروڼو په رښتیا چې د دې وخت را رسېدلی چې د خپلو او د مسلمانو وروڼو د وینو په ارزښت پوه شئ او د خپلو شخصي او بې ارزښته ګټو لپاره ــ چې تاسې یې سترې بولئ ــ  هغه تویې نه کړئ او پرېنږدئ چې ستاسو وینه د استعمار راتلونکې تضمین کړي. د یوه مسلمان د وینې ارزښت له کعبې څخه هم با ارزښته دی او دا ارزښت به یوازې د راشده ثاني خلافت د دولت تر سیوري لاندې درک کړئ. هغه ځای چې وینې به د اسلام د سرلوړۍ لپاره تویېږي او هغه ښکلي باغونه چې سترګو نه دي لیدلي، غوږونو نه دي اورېدلي او په ذهن کې نه دي انځور شوي، الله سبحانه و تعالی د شهیدانو لپاره ښایسته کړي دي.

مصدق سهاک

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې